لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
د اغلۍ زرغونه رحمتي شعرونه

زرغونه رحمتي  په ١٣٥٦ کال کې دکابل په ښار کې سترګې دې نړۍ ته وغړولې اصلى ټاټوبى يې د لغمان ولايت دعمرزو کلي دي . له ١٦ کلنۍ څخه يې د شعر سندريزې چينې وخوټيدې او له ١٣٧٢ کال راهيسې يې خپل وزګار وخت شعر ويلو ته ځانګړى کړى دي .
پلاريې ارواښاد رحمت الله رحمتي دمحمد الله ساپي زوى هم د پښتو ژبې ښه شاعرو چې ډير شعرونه ترې پاتې دي .
زرغونه رحمتي چې د داسې اديب او شاعرپلار په غيږ کې را لويه شوې ده ، له شعرسره ليونۍ مينه لري دا خپله ليوالتيا د خپلې کورنۍ د احساس زيږنده بولي آغلې زرغونه د کوم ځانګړي سبک پيروي نه کوي بلکې په بيلا بيلو وختونو او ځايونو کې چې کله ورته د شعر ښاپيرۍ الهام  راوړي ښکلي شعرونه وايې ، دا چې د مور ژبه يې هم دري ده  تراوسه يې په پښتو او دري ژبه ډير شعرونه ويلي دي .
په پښتو ادبياتو کې د پلار په هڅونه برسيره د افغاني ادب د تکړه ليکوالو او شاعرانو لکه  علم ګل سحر او حکمت الله کا کړ د هڅونې اولارښوونې منندويه ده .
زرغونه رحمتي په ټولنيزو او کلتوري فعاليتونو سربيره د رياضي او فزيک په برخه کې د سيد جمال الدين افغان په انستيتوت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ١٣٨٣ کال کې له دغه انستيتوت څخه په لوړه درجه فارغه شوه . او له فراغت وروسته يې د کابل ښار په يو شمير ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړه .
د هغې مينې له کبله چې له کلتوري فعاليتونو سره يې لرله د سنايي په پرمختيايې موسسه کې د( اعمارصلح ) مجلې د مسئولې مديرې په توګه وګمارل شوه .
نوموړې ٥ کاله وړاندې واده کړي  خاوند يې عبدالناصر نيک انجام پخپله له شعري قريې څخه برخمن دى .
او د کابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده ، او په کلتوري برخه کې د دې يوازيني همکار او هڅوونکى دى . دا د پنځو اولادونو مورهم ده .
ميرمن زرغونه ديو شمير ليکوالو ميرمنو په هڅونه د ميرمن کلتوري  ټولنيز بهير غړې شوه اوس د دغه بهير فعاله غړې او د اړيکو د کميټې غړيتوب يې هم لري .

غزل غزل ځنځيرونه
بېرته شاته