لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه
 
د اغلۍ نفيسه کوچۍ شعرونه

نفيسه کوچۍ دلغمان ولايت دعمرزيو ولسوالي دشکراباد کلي . په ١٣٣٥ ل کال په کابل کې په يوه منوره کورنۍ کې زيږيدلي ده . دښونځي له وختونو د شعر سره مينه لري د اوسني شعرونو انګيزه يې له هيواد څخه هجرت او د افغانستان د مظلومو خلکو او په تيره بيا د ښځو او ماشومانو ناوړه حالت دى .
زده کړي يې دننګرهارالايي ليسه ، دکابل زرغوني ليسه ، دادبياتو او بشري علومو پوهنځى .
دنده يې دافغانستان راديو تلويزيون،دښوونې او روزنې وزارت، اوڅه لنډه موده يې د يونيسف سره دښځو دسواد  زده کړې په برخه کې او بيا د لوړو او مسلکي تحصيلاتو په وزارت کې کار کړى . د ١٣٦٠ نه تر١٣٧٢ کال پورې د جمهوريت په مسلکي ليسه کې ښوونکې وه .
له ١٩٩٤ کال راهيسې د اتريش په هيواد کې اوسيږي . دغه راز يې ځينې خپرونو ته ليکنې هم ليکې او د انټرنيټ په ځينو پاڼو کې يې شعرونه هم خپاره شوي دي .
ډيرغزلونه او سپين شعرونه يې ليکلي دي

د نارنج ګل ته تيږه ارمان غزل اسير زړه
بېرته شاته