لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

جدایي دآشنایانو هر دم کاندې            په ( رحمان ) باندې د تورو ګوزارونه

د یو ځوانیمرګ ( پیغام ) په یاد

د عبدالماک (پیغام)پنځم تلین

یوسف هیوادوست

نن هغه ځوانیمرګ شاعر ، هغه په زړه ارمانجن لیکوال ، هغه   هېوادپالونکی ژورنالیست او هغه فرهنګیال  یادوو چې  د خپل ګران پلرني هېواد په غېږه کې رالوی شو خو د ژوند وروستۍ شېبې یې د خپلې مور له غېږې لیرې ، په یو بهرني هېواد د هالیند په هېواد کې تېرې او همالته یې ساه ورکړه..د پښتو ژبې  دغه خوږ ژبی شاعر او هڅاند فرهنګیال  د لغمان په ولایت کې وزېږېد او د خپلې مهربانې او علم پروره کورنۍ په غېږ کې رالوی شو .د لغمان شعر پروره سیمې او د کورنۍ د غړو هڅوونو او ستاینو ځوان مالک د شعر او ادب لارې ته  ورسیخ کړ .مالک لا ډېر تنکی ځلمی و چې په شعر ویلو یې پیل وکړ.د هغه لومړني شعرونه د کورنۍ او شا او خوا همزولو او د نظر خاوندانو لخوا وستایل شو .ددې ترڅنګ عبدالماک په ښوونځی کې د ښه او غوره استعداد له امله هر کال خپلې کورنۍ ته د ښې او غوره درجې په راوړلو سره  نوی او نوي ویاړونه وربښل .مالک پیغام د خپلو لومړنیو او منځنیو  زده کړو وروسته کابل ته مخه وکړه ، د خپل ګران هېواد تاریخي پلازمېنې  ته ، هلته چې د زده کړو او کار پراخ امکانات موجود و.خو د مالک یوه  ویره وه.کابل خو د دریشي کړو ښار دی ، کابل خو د ښایستو  او ښاپیریو ښار دی ، کابل خو د زرق او برق ښار دی ، نه چې په دغو ښکلاوو او دغه برق و زرق کې خپله ژبه او خپل دود را نه هیر  شي .دا رانه څوک وانخلي ، د کابل ښکلا را نه د پلرني کلي  خوندونه وا نخلی ؟ مالک د کابل  پر لور له همدغو وسوسو  سره روان شو دا ۱۳۵۳ لمریز کال و .په کابل  کې  دغه  خلمی د هېواد له یو شمېر  فرهنګی شخصیتونه  سره بلدتیا وموندله اوله لږې مودې وروسته  د کابل په فرهنګي کړیو کې د یو خوږ ژبې شاعر په توګه مشهور شو . عبدالمالک پیغام  خپل لومړنی رسمي ماموریت   همدلته په کابل کې راپیل کړ  او د شاعرۍ او نورو فرهنګی هڅو ترڅنګ یې  دولتي ماموریت په ښه شان ترسره کړ ، خو د هغه په دولت کې کار کول ډېر لنډ و ، هغه په ۱۳۵۳ کال کې دغه ماموریت پیل او په ۱۳۷۳ کې  پرېښود او یوازې پخپلو فرهنګي چارو اخته و. عبدالمالک پیغام  د یو غوره  او خوږ ژبې  شاعر په توګه د یو شمېر شعرونه او نظمونه ولیکل چې د همدغو ښو شعرونو له برکته به  تل یادیږي .دهغه کلام ډېر موزون ،خوندور ، له مانا او مفهوم  نه ډک دی .ترکیب ، استعارې و لیکدود یې د منلووړ  او ښکلا یوه ټولګه ده .کله چې په هېواد کې د تنظیمو  غوایمه او ناتار  به کابل کې پیل شو (۱۹۹۲ ز ) نو پیغام هم لکه د نورو لکونو افغانانو په شان د خپل کور – کهول پرېښودو ته اړ شو .کتابونه او شعرونه یې لوټ شول ،نظمونه یې  د اور په لمبو کې خاورې – ایرې شول . او د پسرلیو په ګل څانګو یې د خزان سیلۍ ولګېده خپل بچیان دغه د زړه ټوټې  یې په غېږ کې نیولي له وطن نه کډه په سر شو .په لاره کې  په بې شمېره  غلو او لوټمارانو واوښت .د قاچاقبر په نامه ډېرو داړه مارو ور نه  ټول  شته لوټ کړل او د چا خبره د پولۍ ټک ته یې کېنوو .تقدیر تر مسکو پورې راووست او هلته یې له خپلو نازنینو بچو سره د هغه چا په ملک واړول چې د ده ترې ښه نه راتلل او هغه یې پر خپل هېواد  یرغلګر ګڼل .د مسکو د افغانانو ټولنه یې خپل له لاسه تللی کهول وګڼه او د پردېسو افغانانو د دغې ټولنې په جوړېدو کې یې له نورو  افغاني فرهنګیانو سره لاس یو کړل . ورکه ساه یې بېرته په رګونو کې وچلېده  او د شعر  وچې چینې یې بیا   جاري شوې .همدلته په مسکو کې یې د یو شمېر نورو افغاني فرهنګیانو سره د لیمه په نوم  یوه ځانګړې  فرهنګي مجله تاسیس کړه .د لیمې مجلې  له هماغې لومړۍ ګڼې بیا تر هغه وخته چې پیغام په روسیه کې اوسېده  ،د مجلې په ټولو چارو کې  په فعاله توګه برخه واخیسته .هغه په روسیه کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې په لوړتیا کې له نورو یارانو سره ډېرې هلې – ځلې ترسره کړې ، خو د روسیې بې قانونه او له مهاجرو سره  د هغو د چارواکو غیر انساني چلند دې ته اړ کړ چې یو ځل بیا د مهاجرت تکل وکړي  او په دې توګه  وروسته له ډېرو ستونزمنو او ځورونکو لارو د هالند هېواد ته ورسېد ، هلته یې هم ډېرې فرهنګي هڅې وکړې خو لا د ژوند سمبال یې نه و کړی چې د یوې ترافیکي پېښې  له امله وفات شو .اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې  

مرور پسرلي بد شاګومه ناوی غزل غزل غزل کا ڼي دويم تعبير دويم تعبير دشاعر زړه خفه کې شين کلې سوګوار دغمونو کور وخت قاتل شو غزل غزل له ختیزه تر لویدیزه غزل غوبل مها جرې مرغې شلیدلې امیل تیریږي نه هیریږي یرغل زما پته
بېرته شاته