لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه
د کندهار ښار د کابل دروازې د شمالي  کلا فصيل او باميزو کوڅي  په  تقاطع کي يو کور  دی چي  د احمد شاهي عصر دمشهو شخصيت اشرف الوزار  شاوليخان باميزايي د استوګنې مېنه وه .
په دې کور کي يو خوش سليقه، بې ازاره  او پرهېزګاره  سوداګر او سېدئ. ښاغلی عبدالباري جهاني ، چي نن په فرهنګي  حلقو کي  د پښتو ژبي د نازکخيال شاعر په توګه يو پېژندل  سوې څيره ده ، او شعر يې د پښتو  ادبي زيرمي پر حجم باندي ، د کيفيت او محتوی په لحاظ، ډيره رنګينه  اضافه ده، د نوموړي سوداګر (اروا ښاد حاجي عبدا ﻻحمد) مشر زوی دی چي زما په حساب پنځوس کاله وړاندي په همدې کورکي زېږېدلی دی.
پر يو استاد (مرحوم ملا محمد نور اخند)  مو ديني زده ګړي ګړي، او د کندهار د ميرويس په لېسه کي مو تر دوولسم ټولګي پوري يو ځای درس لوستی دي .
او په  يو کال  پوهنتون  ته  تللي  يو.  زه چي اوس دا کرښي کتږم، ذهن ته مي د نيمي پېړۍ ښو خاطراتو  هغه  ډك  ژوند تداعي ګېږي چي په  ريشتيا س ره  په  وياړلو  ارزي .  زه په هيواد  کي پاته سوم او دی  يې تر يو لړ سرګردانيو وروسته امريکاته   و رساوه وروسته  ماته  هم  مېنه  سره  تبۍ سوه او سر نوشت دا دی د څو کلونو راهيسي د کاناډا اوبه راباندي چښلي دي .عبدالباري جهاني د تعليم په دوران کي شوخ، له درسونه سره يې علاقي خو مستعد شاګرد و.
په هماغه وخت کي له شعر سره مينه وه، شاعرانه و لولې يې  درلودلي ...  د محلي سندرغاړو محفلونه ته ورتلئ او د کندهار  د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، ميريحي، او مولوي بريالي (شهيد)  ډير شعرونه  يې  په  ياد  زده  وه. حافظه يې دومره پياوړي وه  چي محلي سندرغاړو به ده په مخ کي هغه غزلي نه ويلې چي نورو  ته  به   يې  زده کېدل  نه غوښتل. ځکه  چي عبد الباري جهاني به په يو وار اورېدلو سره حافظې ته  سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزل د عبدالبري جهاني په کتابچه کي درج وه، جهاني په کلاسيکه موسيقي کي ښه وارد و ، او د موسيقي مقامونه  په مسابقه کي به چي په هغه وخت کي د ځوانانو مشغله وه، پاته  نه  راتلئ له شوخي طبعي سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ کي مي څو ګښته ليدلي دي چي له سترګو څخه به يې لپي لپي اوښکي ګرېوانه ته تويولې
بې یاره مني ته چرگ او باز د ازل بندیوان عدالت بیا راغلی پسرلی دی بی بی رابیا باران په شپه کي چي رانه سې پسرليه اوس به څه ليکي شاعره موږک شېر غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل سندره غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل د هسۍ مستي غزل جـلـوه دغه زما غيــــــــور ولس دی اوس به څه ليکي شاعره د خلکو خولې نه تړلي کيږي د آ فتونو مور غزل غزل
بېرته شاته