لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

 د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه

رحمت شاه "سائل"  د امين ګل  زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل  کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.

د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.

۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.

۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.

۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو  ټولګه.

۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.

۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې  ـــ د شعرونو ټولګه.

۶- آخري سندره  ـــ د لنډو کیسو ټولګه.

۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.

۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.

۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.

له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه

غزل ملګرو غزل نوی غزل نوی غزل نوی غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل غزل احساس اغاز پاڼه اور ورکې غزل تجزیه حالات څنګه حیراني غزل ساقي نظر خط زه غزل تصویر غزل غزل پښتنو مينه
بېرته شاته