لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ښاغلي هیواد شیرزاد شعرونه

نوم مې هېواد دی. د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى يم،  کلی مې چې شورلا خېل نوميږي، د ننګرهار ولايت د شېرزادو د ولسوالۍ پورې مربوط دی . ځکه شېرزاد تخلص کوم.
لومړنۍ زده کړې مې د جلال آباد د ښار د محبوب سنګر (چې وروسته يې نوم نصرت  شو) په ښوونځي کې کړي دي، بيا مې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د ننګرهار ولاىت په عالي لىسه کې پاى ته ورسولي. د ۲۰۰۰ کال راهيسې  د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروم. اوس په سويډن کې خپلې زده کړې کوم او همدا شان په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د خپرونې
 (( نوې هيلې ))  د کمپيوټر چارې پر غاړه لرم .
خبر نه يم  چې د شعر سره مې مينه کله او څنګه پيدا شوه، خو کله به چې زموږ د پښتو ادبياتو استاد ښاغلي يارمحمد کوچي د ارواښاد ګل پاچا الفت "ليکوالي" راته تدريس کاوه او په هغه کې به يې په خوږو شعرونو مثالونه ورکول، نو خدای شته ما به ترې ډېر خوند اخيسته .
تراوسه مې يو څو کرښې ليکلي، چې ځانته شاعر نشم پرې ويلای، خو د شعر ډېر ښه مينه وال يم. د هر چا هر رنګ شعر چې وي ماته يې لوستل ډېر خوند راکوي.

د سوګندونو ماتېدل جانانه ولې نصيبونه غزل غزل د خيالونو دُنياګۍ هغه شپې مې نه هيريږي د زړونو کيسې د ژړېدو ورځې شوې سجدې ای وطنه څو پښتنې خبرې د زړه آواز
بېرته شاته