لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ښاغلي نظیر احمد انګار شعرونه

ښاغلي نظيراحمد انګاردښاغلي ولي محمد زوى په خټه ګاړى په ١٣٥٢لمريځ کال د چنګاښ  دمياشتى په ١٦نيټه د هيواد په ختيځ کى دلغمان ولايت د علينګار ولسوالى په ښکلى او سمسوره دره کى د پړوايى په کلي کى نړى ته سترګى پرانيستي .
دکوچنيوالي او دخاپوړو په نازکو شيبو کى يى دهمدى چاپيريال له پاکى او تازه هوا څخه نفس اخيستى.
لمړنى زده کړى يى دننګرهار ولايت په عالي ليسه کى سرته رسولي دي  لا ډير کوچني وه چه د شعر او ادب سره يې بى سارې مينه درلوده . او د وخت په تيريدو سره يې  مينه داسي اوج ته ورسيده چه خپله يى هم دشعر او ادب دنيا ته راودانګل  لا يې لمړني ذده کړي سرته نه وي رسولي چه په داستان  او د شعر په ليکلو يى پيل وکړ او ډير ژر يى په مشاعرو او ادبي غونډو کې برخه واخيسته ډير شعرونه او داستانونه يى دهيواد په ورځپاڼو او مجلو کى نشرته سپارل شويدي  په ډير چټکي سره يې دشعر او ادب  لړې پر مخ روانه وه نږدې دوه مجموعى يى د نشر لپاره چمتو کړې وي ترڅو خپل دهيلو وړه دنيا پکې سمسوره اوغوړيدلې وويني  خو له بده مرغه چه دهيلو داکاروان يى په نيمه کى پاتې شو او منزل ته د رسيدو توان يې ونه موند  په هيواد کى  دکورني ناورين د رامنځته کيدو سره سم دنورو قربانيو تر څنګ دده د هلو ځلو ادبي هستي هم قرباني شوه او دهمدى لړې په سلسله کى دهيواده څخه د مهاجرت کشتى ته راوخوت چه  تر ننه پورې د سويډن په هيواد کى د مهاجرت شپې او ورځى پر مخ  بيايى تر ډيره وخته پورې يې د مايوسې له مخې  دشعر او ادب دنيا ته شا کړې وه  چه له نيکه مرغه يوځل بيا يې پدې وروستيوکي دشعر او ادب بڼ ته مخه کړى چه د شعرونو بيلګه يى زمونږ او په نورو اينټرنيټ پاڼو کې ګوري.
  ددوي د لا برياليتوب په هيله سمسور حبیبي 

زموږ وطن کې نه پوهيږم زما دهيلواُميدونو کاروان زړکی بیلتونه د پردوکلی دهجرت په ديارکې غزل دجهاد ثمره دموروطن دوصال شپه
بېرته شاته