د بهرنيو چارو سرپرست وزير، امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتي چې پر سرپرست حکومت د لګول شويو سياسي او اقتصادي بندیزونو د لېرې کولو لپاره له خپل ټول نفوذ څخه کار واخلي.
متقي د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) په ترکيه کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال ویلي چې امريکا له شلو کلونو جګړې وروسته، د افغانانو ملي شتمني کنګل کړې چې له امله يې د افغانستان اقتصادي پرمختګ له ستونزو سره مخ شوی دی.
متقي ټینګار کړی چې د اسلامي همکاریو سازمان باید د دغه سازمان له هغو غړیو هېوادونو چې تازه ثبات ته رسېدلي، له بیارغونې او اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي.
د يادونې وړ ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۱مه غونډه د روانې اوونۍ د شنبې او يکشنبې په ورځو د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو په يوه ګډه اعلاميه کې د اسرائيلو له خوا پر ايران بريدونه غندلي او ټينګار يې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زياتوالی د سيمې بشري او اقتصادي وضعيت له جدي ګواښ سره مخ کوي.
دوی له نړيوالې ټولنې غوښتي چې اسرائیل دې د سيمې د بېثباته کوونکو پاليسيو او پر غزې، ايران، سوريې او لبنان د بريدونو له امله ځواب ورکوونکی کړي.