د کابل حکومت بالاخره د هغو جنايتکارانو په اعدامولو لاس پورې کړ چې د بې ګناه او معصومو افغانانو - او هغه هم زياتره د ښوونځيو زده کوونکي، ښوونکي، انجينيران، عالمان او لارويان - په وينو يې لاسونه تر څنګلو ککړ دي.
خو ناشنا خبره داده چې طالبان په داسې حال کې چې د هغه شرعي قانون د حاکميت خبره کوي کوم چې د لاس په بدل کې د لاس، د سترګې په بدل کې د سترګې، د غوږ په بدل کې د غوږ، او د قتل په بدل کې د قتل، حکم کوي، د خپلو جنايتکارانو لپاره د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او سره صليب په ګډون د هغو ادارو نه ژوند غواړي چې هيڅکله يې د هغوى غوښتنې د منلو وړ نه دي ګڼلې.
ملا عمر د ذبيح الله مجاهد په واسطه د دغو ادارو نه غوښتلي چې د هغو طالب جنګياليو د اعدام مخه ونيسي کوم چې په ډير وحشت او بې دردۍ سره افغانان حلالوي، بچي يې وژني، ښوونځي او کلينکونه يې سوځوي، مزدورۍ ته د روانو ځوانانو ژوند ته د پاى ټکى ږدي او په ناروا تاکتيکونو دې ته لار برابروي چې ولسي خلک په بهرنيو قواوو بمبار کړي.
او طالبان په کوم دليل د خپلو جنايتکارانو او قاتلانو لپاره بشري حقوق غواړي؟ ايا دوى کله د نورو د بشري حقوقو درناوى کړى دى؟ کله يې دا فکر کړى دى چې کوم معصوم ځوانان ځانمرګيو بريدونو ته اړباسي هغه هم انسانان دي او بشري حقوق لري؟ چې کوم خلک په ځانمرګيو بريدونو کې مړه کېږي هغه هم د دې افغانستان خلک دي او بشري حقوق لري؟ چې کوم خلک په خپلو بريدونو او وحشيانه فعاليتونو کې له منځه وړي هغه هم بشري حقوق لري؟
ايا د ملا عمر په کتاب کې يواځې د هغو خلکو لپاره بشري حقوق دي چې په وژنو او قتلونو کې لاس لري او په بې دردۍ او وحشت سره خلک وژني؟ ايا ملا عمر کله د طالبانو په واکمنۍ کې او يا اوس د ښځو بشري حقوق منلي دي؟ کله يې دا منلي چې د هېواد بچي د زده کړې حق لري او ښوونځي يې ندي ورانول پکار؟ کله يې د افغانانو دا بشري حق منلى چې پرته له ويرې په امن کې ژوند وکړي؟
ښايي ملا عمر او ذبيح الله مجاهد افغان ولس ته سپينه کړي چې بشري حقوق ددوى په کتاب کې څه مانا لري؟ هغه کوم معيارونه او ارزښتونه دي چې بايد درناوى ورته وشي؟ او ايا هغو معيارونو او ارزښتونو ته دوى پخپله هم درناوى لري که نه؟
د بشري حقونو نه سرغړاوى بايد هيڅوک ونکړي، که د افغانستان دولت دى، امريکا ده، يا بل څوک. خو د هېواد په اوسنۍ وضعه کې يو موټى طالبان چې له هېواده بهر روزل کېږي او په وسلو سمبال د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ورانولو لپاره رالېږل کېږي، او د افغانستان د دوه دېرش مليونه خلکو په بشري حقونو باندې په بېخي زياته بې رحمۍ او بې دردۍ پښې ږدي، د افغانستان دولت ته پکار ده چې د دغو يو موټى قاتلانو د بشري حقوقو په ځاى د مليونونو افغانانو بشري حقوقو ته ارزښت ورکړي د کومو ژوند چې د ترورستانو د بريدونو له امله هر وخت له ګواښ سره مخامخ دى او د ويرې او ډار په حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.
ملا عمر بايد پخپله د دوه دېرش مليونه افغانانو بشري حقونه ومني او نور د پرديو په وسلو او پېسو او روزنو د افغانانو، خصوصاً د پښتنو، د ټولوژنې څخه لاس واخلي. طالبان بايد پوه شي چې د افغانستان د دوه دېرش مليونه افغانانو بشري حقونه تر هغو زيات ارزښت لري چې دوى يې د يو موټى جنايتکارانو او قاتلانو لپاره غواړي.
او که طالبان د د دوه دېرش مليونه افغانانو بشري حقونه نه مني، نو بيا پکار ده چې د افغانستان دولت په زندانونو کې موجودو قاتلانو او جنايتکارانو ته نور صبر ونکړي، بلکې د دوه دېرش مليونه افغانانو بشري حقونو ته په درناوي سره دوى څومره زر چې کېداى شي اعدام کړي، او پوليسو ته امر وکړي چې د طالبانو د نيولو او زندانونو ته د وړلو په ځاى دې د جګړې په سيمه کې له منځه وړي.
نړيوالې ټولنې هم بايد د دوه دېرش مليونه افغانانو چې د طالبانو د لاسه يې ژوند په اور کې دى، بشري حقونه د يو موټى قاتلانو او جنايتکارانو د بشري حقونو نه لوړ وګڼي او د افغانستان د حکومت نه غوښتنه وکړي چې په زندانونو کې د قاتلانو او جنايتکارانو په ساتلو دې پېسې او وخت نه خرابوي