د باچا خان لمسي ته!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1259

پنجابی ميا او اسلام اباد هېڅکله ستا هويت د پښتون په حيث نه شي زغملای
د باچا خان لمسيه!
چې درته ګورم، نو دومره لويه خوله خدای درکړې چې ټول پنجاب او سند لا څه ان چې ټول هند تر نيپاله پورې دې په خوله کې ځاييږي. ستا نېکه دېرش کاله د فرنګيانو زندان تېر کړ له خپلې خبرې وانه وښت، خو تا د هغه د زياتې نيمې پيړۍ هسې تش په سيند لاهو کړې او د پښتونخوا نوم درسره دا غټ سری ميا چې د افغانستان د تباهۍ او ويرانۍ يو مسوول هم دی بيا يې هم درسره دا ونه منله چې تا ته دې د خپل هويت مسلم حق درکړي. يو څوک چې خيبر پښتونخوا زغملای شي او يوازې پښتونخوا پرته له مختاړي او وروستاړي نه شي زغملای، نو دا د هغه د حسد، کرکی او نفرت ښکارندويي کوي.
د باچا خان لمسيه!
له تاسو نېشنليانو نه خو هغه د چارسدې د تنګي پيپليان (شېرپاو ډله) هم لږ زيات غيرت لري چې هغوی هم د پښتونخوا په نوم خوښ دي، نو عجيبه خبره ده چې د پيپلز سره په حکومت کې شريک يې او بيا خپل پښتانه پيپليان له ځان سره په دغه مساله کې نه شريکوې. لږ تر لږه خو بايد چې ستاسو د دواړو ګوندونو خبره سره پنجابي ميا ته يوه وای. پنجابی ميا چې ما ته اسلام او يا اسلامي نظام غواړي، نو خپله ولې تراوسه د انګرېزانو د هغې فيصلې درناوی کوي چې دې صوبې ته د هغوی له خوا د سرحد نوم ورکړل شوی وو. دېته خو لا پخوا درې نومه ټاکل شوي ول چې يو يې پښتونخوا وو.

د باچا خان لمسيه!
ستا پلار او نېکه څومره لوی شخصيتونه ول. ته خو اوس څارګرې ادارې د خپل مطلب لپاره له پيپل سره په حکومت کې شريک کړی يې، نو دومره ژر د ې خپل ځان بايلود. ستا پلار ونېکه ته خو فرنګيان هم په ډېر زيات امتياز قايل ول، خو که هغوی ورسره څه منلای وای، نو نن ورځ به راباندې دومره لوبې لروبر نه کېدای. لږ تر لږه خو به په ارام وای.
نېلسن منديلا اوه ويشت کاله زندان تېر کړ، خو له خپل حقه اپارتايد ته تېر نه شو او ستا نېکه دېرش کاله تېر کړل، خو فرنګي ته له خپل حقه تېر نه شو. بالاخره هغه ته يې حق ورکړ او ستا پلار ونېکه ته يې تر ننه پورې ورنه کړ. هغه د South Africa څښتن شو او تاسو ته لا تراوسه څوک د يوې مستقلې او خودمختارې صوبې نوم هم نه درکوي. د هغه لاسونه توني بلير ښکل کړل او ستا د پلارونېکه نوم ونشان درګرده څارګره اداره يې له مينځه وړي. په کار خو دا وه چې فرنګيانو ستا د پلارونېکه لاسونه ښکل کړی وای. ښکاره خبره ده چې د فرنګيانو وارث نن د اسلام اباد اداره ده. فرنګي به راته خپل حق راکړی وای، خو پنجابی ميا او څارګره اداره يې نه درکوي.
څه به ووايم، خو بيا هم به درته د وخت د ناخوالو او د تاريخ د جبر چې له موږ پښتنو سره لروبر کېږي لږه شان مننه وکړم چې ايله شپېته کاله وروسته د فرنګي ميراثخور ميا ايله په دې رواداره شو چې د پښتونخوا پرځای درسره د خيبر پښتونخوا ومني، خو داسې نه چې بيا دا غټ سری ميا او يا ته غټ خولی له خپلې خبرې پر شا نه شئ.
وايی چې پر اخوند ښورا هم ډېره ده. له تا غوندې متزلزل مشر چې لرو، نو د پنجابي ميا او اسلام اباد دغه لوريېنه هم پر موږ پښتنو ډېره ده. اتفاق او يووالی او سياسي شعور چې نه وي، نو د تل لپاره لروبر د نړيوال استکبار او ورسره ائتلاف او هم به د پنجابيانو په لومو کې داسې سخت ګېر نه وای لکه نن چې ورځ چې لروبر سره ګېر يو او د وتلو لاره له موږ ټولو ورکه ده.
ستا پلار ونېکه خپل حق له فرنګي نه غوښته، خو ته يې نن د هغه له مکار ميراثخوره غواړې. ته يقين په خدای وکړه چې دا مکار له هغو فرنګيانو نه زر ځله بدتر دي. پروني، ننني او راتلونکي شرايط دا ايجابوي چې زموږ او د انګرېزانو ترمينځ بايد ديپلوماتيکې هڅې پيل شي. ترڅو وکولای شو چې د هغوی د نفوذ له ليارې خپل مسلم حق يې له ميراثخوره ترلاسه کړو. د نړيوالو ذهنيت لا تراوسه د پښتنو په مقابل کې درست نه دی او څارګره اداره د دې لپاره درګرده شپه او ورځ کار کوي چې څنګه د خپلې بقا لپاره له موږه کار واخلي. لروبر مو هم پخپله (د طالب په لاس) او هم مو پر نړيوال ائتلاف وژني او دلته کوز يې تاسو د پيپليانو سره هسې تش په نوم په حکومت کې يوځای کړي ياست. خپل پښتانه يې درباندې ووژل. ښه بزنس خدای تعالی په لاس ورکړی هم خرما او هم ثواب. هم را باندې خپل وطن ورانوي او هم خپل خلک وژني؛ هم مو په نورو وژني؛ هم مو د چرګوړو په څېر ورته نيسي او پرې خرڅوي مو او هم راباندې ښه پرېمانه مکافات او امتيازات ترلاسه کوي. له شرعي پلوه د يو چا پلورل خو لا څه کوې ان چې لا د نړيوالو قوانيو او پرنسيپونو سره هم سم سمون نه خوري، خو زموږ پلورل دوی ته روا دي. دوی خپل بزنس د خپلو بادارانو سره زموږ پر سر کوي او هغوی هم په دغه بزنس کې ورسره شريک دي. اصلي واک واختيار خو د بل چا سره دی. زما ملا او طالب اخر بايد پوه شي. خدای دې خير کړي چې دا ځل به څو پېړۍ د دوی په دغه استحسان محکوم پاته شو.
په پای کې مو برياليتوب غواړم، خو ګوره چې د پلارونېکه افتخارات دومره په اسانه ونه بايلې. ګوره بيدار اوسه چې څارګره اداره دغه کوم احترام چې خلک يې تا ته ستا د پلارونېکه له خاطره لري درنه لوټ نه کړي او تش دې په ميدان پرې نږدي. دوی په دې کې به خدای خبر چې څه مطلب پروت وي چې يو خو يې زموږ بيا سره بيلول او په خپلو کې سره اچول دي. خدای تعالی دې په موږ پښتون ټبر کې يو داسې پياوړی زغيم او ښه سياسي شعور پيدا کړي چې دې ټولو ناخوالو ته پرې د پای ټکی کېښوول شي او په پای کې د انګرېزانو په اصطلاح خپلو دوستانو او دښمنانو ته ووايو چې Enough is enough موږ هم د نورو غوندې د ژوند حق لرو او دا مو ارزو ده چې له نړيوالې ټولنې سره په يو کوروکلي په سوله ژوند وکړو. او د پرديو له خوا راباندې تحميل شويو جنګونو ته نور تيری د پای ټکی کښېږدو. امين ثم امين
په درنښت