د باد په كنډوالو كې د بړبوكيو پر وزرو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اكبر كرگر
  • 1095

بې وطنه تنها پروت يم په غربت كې
نن له ما سره همدم د صنم غم دى
قاصدان له روهه نه راځي مدت شو
سلام باد رارسوي منت يې تم دى 
چې دروه خبرې كله قاصد راوړي
په دا قصد يې منت اېښى په ما تم دى (۱)

د ۱۹۹۲ كال د ثور مياشتې لومړۍ شپې ورځې وي چې د يو څه ضروري كا رله پاره ورغلم. كاوون په موقت ډول د كابل –  جلال اباد  د لوى سړك په خوا كې د مېكروريانو په يوه بلاك كې اوسېده. د زنگ په وهلو له كوره راووت. د ډېرو خبرو متره ورسره نه وه. ما د هغه د مخ په كاسه او سترگو كې د ډېرو ناوړه پېښو كيسې ولوستې. همدومره يې وويل: زموږ د خاپوړو كوڅې اوس نه يوازې پردو نيولي، بلكې فضا هم د پردو په لاس او د تنفس له پاره هوا هم قيد شوې ده. هغه د تېرې ورځې د ډزو او دندوكار كيسه وكړه چې څرنگه په پېښور كې جوړ شوي حكمرانان  په ((سره ډولۍ)) كې كابل ته د ډزو په بدرگه  راورسېدل. هغه د سرپو د باران كيسه وكړه. د توغنديو د غربهار كيسه يې وكړه او دا راز د ماشومانو د ترهې  او چنگاركيسه يې وكړه. د همدې كيسو په پاى سره زه او كاوون هم جلا شوو او بيا مو  ليدنه ونه شوه. هغه له همدغه پېښو وروسته په لويو لارو لويديځ ته راغى.  زه يو څه وخت په كابل كې او بيا پېښور ته ولاړم. څو كاله وروسته لويديځ ته كډوال شوم، خو لس كاله وروسته مو بيا يوله بله سره په المان كې وليدل. په ليدو سره مو وژړل او بيا مو د تېر دور ټوكې سره وكړى. خو كله چې  ما كاوون له لسو كالو وروسته وليده. د هغه په اكر كې د شرقي فرهنگ يو ملال  ځليده. داسې برېښيده چې د كلي كور او هيواد نه لېرې والي ښه زورولى وي. هغه د پخوا په څېر د خبرو پر ځاى خبرو ته غوږ اېښوده. او د تل په څير يې مخاطب د سترگيو د چوكات له پاسه او د وريځو ترمينځ ليده او ځير به وو. وروسته بيا ((د باد په كنډوالو)) كې ټولگه چاپ شوه او د لوستلو له پاره مې ورته سترگې خلاصې شوى. دې ټولگې ماته ځينې يادونه بيا را تداعي كړل. په بيا بيا مې په  ذهن كې ژوندي شول. په كابل كې زما او د هغه د ليدو وروستۍ شېبې د كتاب تر پايه پورې د يوه داستان په توگه زما د ذهن او سترگو په وړاندې تېرېدلې. د كتاب د شعرونو په لوستلو به يو وار بيا دغه شېبې راغبرگې شوې. ځان به مې وليده. كاوون به مې وليد او نور ياران هم، خو د شعرونو د لوستلو په ترڅ كې د هغه شېبو بېلابېل انځورونه زما د ذهن  په سمندر كې لكه نيزه وړي كښته پورته كېدل. بيا له هغه وروسته مې ډېر ځله هڅه درلوده چې په دغه ټولگې يو څه وليكم، خو وار نه برابريده او له ډېرې مودې راهيسې راسره دا تنده وه چې كله په دغه ټولگه څه ليكم. نو د پېښو په سمندر كې ځېنې شريك ټكي په كې وينم  او هغه بيا راوباسم او څه پرې وليكم. اوس دا دی يوڅه پاڼې مې تورې كړې او اوس يې تاسو ته په مخ كې ږدم. گوندې وشي چې تاسو لوستونكيو ته هم يو څه تداعي شي.
د كاوون توفاني”د باد په كنډوالو كې“ شعرې ټولگه باندې خبرې   كوم. نقد او ارزونه  نه ده، بلكې په جلا وطنۍ او ((غربت)) كې د شاعر  رواني او فكري حالت او په شعرونو كې پياوړي اسطوروي او سمبوليكه اډاني هم راوسپړو.

۱- په جلا وطنۍ كې د پښتو د معاصر شعر يو مثال 
تردې ځايه يو وار بيا د معاصر شعر په اړوند خبرې كوو. شعر يا په مجموع كې تخليقي اثار هغه څه دي چې دوه واقعيتونه په ژوره توگه منعكسوي. يو د شاعر ((دروني)) نړۍ او بله د شاعر يا هستوونكی بيروني چاپېريال.
په واقعيت كې شاعر او هستوونكى وجود دغو دوه متضادو يا دوه متقابلو اغېزو ته وحدت وركوي. له همدې زاوې يې گورو چې د باد په كنډوالو كې ټولگه موږ د پښتو شعر په روان او جاري بهيركې له  نوېو پېښو سره مخامخ كوي.
موږ په دې ټولگه كې د داسې واقعيتونو سره مخامخ يو چې له يوې خوا په لوستلو سره زموږ له ذهنه نه ووځي. يعنې زموږ په شعور كې خپل ځاى نيسې. زموږ په اگاهۍ كې پاتې كېږي او له بلې خوا له داسې مفاهيمو سره سروكار لرو چې د يو ډول كلتوري وحدت او توأميت  يا يوځاى كېدنې جوگه دي.

د كارل گوستاويونگ په باور لومړنى انسان د وېرې او ترهې په وړاندې د اساطيرو او افسانو ((سمبولونو)) او ((رمزونو)) خالق او هستوونكى دى. بشري نسلونو دغه لومړنۍ پېښې د تعالي  او خپل پرمختگ په څنگ كې په خپل ژوند كې تكراروي. معاصر انسان د همدغه ابتدايي مفاهيمو پر لاره گامونه اخلي. نوموړ ى  پوه د بشريت ژور مسايل د هغه په ((ډله ييز لاشعور)) كې څېړي  او په همدې بنسټ داسې نتېجه اخلي وايی چې ((زما په ژبه تربل هر چا شاعران ښه پوهيږي)). مطلب دا دى  چې شعر يو داسې حالت دى چې د انسان له خبرتيا څخه نه راپورته كېږي، بلكې د شعر ملكه د الهام او اشراق د وارداتو په توگه  د انسان پر اوږو كښېنې او نوموړى پر خبرو راولي.
په دې لړ كې شعر هغه څه دي چې واقعي انساني رجحانات او تمايلات منعكسوي. ((د باد په كنډوالو كې)) ټولگه يو له داسې  مثالونو څخه ده چې هم د معاصر دوران نماينده گي كوي او هم د انسان د دروني غوښتنو او تمايلاتو انځورونه لري، خو ترمخه تر دې چې په دغو مسايلو خبرې وكړو اړه ده چې د پښتو په كلاسيك  شعر كې  د كډوالۍ  د شعر څركونه ولگوو : 

په پښتو  شعر كې د((غربت)) ستونزه
پښتو ادب د ځورېدلې او د طبعيت د قهر سره په هر وخت كې  د مخامخ اولس ادب دي. كله  چې  د لومړنيو سندرو او يا لنډيو مثالونه گورو په هغه كې دا تيم او مضمون ډېر څرگند او روښانه دى. په لنډيو كې د هېواد او ټاټوبي څخه د لېرې والي ياس او حرمان، مينه  او تنده ډېره زياته دردوونكې ترسيم شوېده. په لنډيو كې له وطن نه لېرې انسان  او د هغه په باب يعنې د مسافر په باب د كورنۍ د غړو د جلا والي درد لېدلى شو. د دواړو خواو رواني درد كه په كور دى او كه له خپل ټاټوبي لېرې دي.
دغه ادب اوشعر د متحرك او د لېږد په حال كې اولس ادب او فرهنگ دى. د داسې لالهانده اولس ادب چې يا يې ژوند په جنگ كې تېرېږي او يا په لېږد او مزلونو كې. دى له طبيعيت سره اوږه په اوږه ځي. داسى ادب او د داسې اولس شعر د طبيعيت غرونو سيندونو، بوټو  كاڼو، ونو او گلونو ته ژبه وركوي او يا د چا خبره چې دغه طبيعيت په خبرو راولي.
يار مې سورېږې روانېږي پر ما ورېږي د سكروټو بارانونه
يار مې د كوچ نغاره وكړه زړگى مې رېږدې اوس به واخلي قدمونه 
له ملكه ځمه خولگۍ را كه مدام به نه وي ستا ځواني زما سوالونه  
اشنا مې وږى را نه ولاړو د دسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه  
څو د وطن ياران خبرېږي د غم سېلاب به په دكن ويشتلى ومه 
د گاډي سر په كاڼو ولۍ زما اشنا يې له اټكه واړاوونه

د پښتوپه ليكلي ادب كې هم څرگند مثالونه لرو. خوشال بابا  كله چې مغلو بندې كړ. د شعر په ژبه په دردوونكي ډول د زندان حالت له يوې خوا او د هېواد  او د خپل اولس څخه د لېرې والي حالت له بلې خوا ياد كړى دى، لكه په دې شعر كې:
كه گذر په خيراباد وكړې نسيمه
يا دې گشت وشې د سراى د سيند په سيمه 
په وار وار زما سلام ورته عرضه كړه
ورسره زما له لوريه څو تسليمه  
اباسيند وته ناره وكړه په زوره
ولنډې ته وينا ووايه حليمه 
گوندې وى چې بيا مې ستاسې جام نصيب شي
په گنگا جمنا به نه يم تر قديمه 
چې سړې اوبه د غره نشته په هند كې
ترې توبه كه واړه ډك دې له نعيمه
همېشه به په هند نه اوسې خوشاله
عاقبت به عاصي وځي له جحيمه (۲)

د لوى خوشال زوى اشرف خان هجرې چې دويم نوم يې هم هجري يا مهاجر دى د همدغه درد نماينده گي كوي. په دكن كې د خپل كلي او چم گاونډ نه زرونه ميله ليرې يادونې لري او بالاخره د څوارلسو كالو بند وروسته هم هلته  خاورو ته سپارل كيږي.
هغه ورځ د هجر غم لره سزا شوم
چې له ياره په ژړا ژړا جدا شوم
ما هاله ماتم د ځان وكړ په وينو
چې اټك وته مې شاه كړه په ژړا شوم
اوس به څه د وطن كاڼې بوټي ژاړم
د رخصت سلام مې وكړ ترې جدا شوم
چې محنت مې يو رياض جوړ كه په دهر
لا مې گل بوى كړى نه  ځنې جدا شوم
شين فلك په خندا سور شو  له هوسه
چې هوډې جبل په مخ زه ورته شاه شوم (۳)

د كډوالۍ ستونزه:
اوس د همدغه دود په تعقيب د كاوون توفاني شعرونو ته راځو :
د كاوون د ((بادپه كنډوالو كې)) شعرونه د جلا وطنۍ يا بې وطنۍ د دوران شعرونه دى. دې شعر ته موږ د مهاجرت او يا د ((دياسپورا)) شعرونه هم ويلي شو. د افغانستان روانو  پېښو د اولسونو په شعر او ادب هم اغېزه كړى ده. ان په فرهنگونو يې  اغېزه شوېده، خو هغه څه چې دلته موږ غواړو ووايو، دا دی چې :
لږ څه د كډوالۍ  د ادبياتو په فورم او د ((تبعيدي ادبياتو)) په ډول او توپير تم شو :
د ادبياتو په برخه كې دوه عمده گړنې وينو. لومړى دياسپورا Diaspora يا تيت پرك كېدلو او اواره توب گړنه ده چې د يونانې د دوه لغتو څخه  ديا او سپورا څخه اخېستل شوېده چې د تيت پرك كېدلو مفهوم افاده كوي. د دې گړنې د پيدايښت ريښه له هغه وخته كله چې له ميلاد څخه د مخه ۶۰۰ كاله پخوا د هغه وخت كفارو بابل فتح كړ. يهوديان يې له ښار نه وشړل، نودغه كليمه دياسپورا په ژبه كې داخله شوه. كله چې يهوديان تيت پرك شول، هغو په ليكلو پيل وكړ او داسې ادبيات يې هست كړل چې د Literature of Diaspora په نوم ياد شول. يوه نمونه يې د ((سرگردانه يهودي)) كتاب هم دى.
په لومړۍ نړېواله جگړه  او بيا د روسيې د اكتوبر په انقلاب كې يوه بله گړنه رامينځته شوه چې هغه ((تبعيدي ادبيات)) دي. كله چې تروتسكي له روسيې تبعيد شو او وروسته كله چې په اسيايي او افريقايي نويو استقلال ته رسېدلو هېوادونو كې يو شمېر ليكوال نورو هيوادونو ته تبعيد شول، نو موږ د تبعيد له ادبياتو سره اشناكيږو. په خاص ډول په ۱۹۵۰ كال چې د ازادۍ د وږمو د لسيزې په نوم ياديږي او زيات شمير اسيايي او افريقايي هېوادونه يو پر بل پسې ازادۍ ته ورسيدل. د زياتو كودتاگانو په ترڅ كې د دغه هېوادونو يو شمير ليكوالان نورو هېوادونو ته تبعيد شول. د دغه هېوادونو زيات شمېر ليكوالو د هڅو پر اثر د تبعيد يا شړل شويو  ادبياتو په  نوم ياد شول.
په اوسنيو حالاتو كې چې موږ د مهاجرت ادبياتو نوم اخلو يا دliterature of immigration  په دې دليل او سبب ده چې د تبعيد مفهوم صدق نه كوي. زيات شمېر هنديان، ايرانيان، پاكستانيان، افغانان او د افريقايي هېوادونو خلك يا ليكوال چې كله اروپايي هېوادونو ته انتقال شول. دغه كسان بېرته خپلو هېوادونو ته تگ راتگ كوي چې د تبعيد مفهوم پرې اوس صدق نه كوي.
د هندي ادبياتو مشهور نماينده ((ناى پل)) دى چې د هغه په ټولو داستانونو كې داسې فضا ده چې بومي انسان له خپل ټاټوبي لېرې شوى دى يا ((سلمان رشدي)) يا ((حنيف قريشي ))دى.
ارنست همينگوى هم يو له دغو كسانو دى، خو ولاديمير ناباكف، الكساندر سولژنتسين او ميلان كوندرا د تبعيدي ادبياتو د هستوونكو په توگه يادولى شو.
پاتې دې نه وي چې نن ورځ  نړېوال توب د کډوالۍ نوي شکلونه رامينځته کړي دي. د مثال په توگه د دويمې يا درېيمې نړۍ هغو ځايونو څخه  کپېتاليستي هيوادونو ته كډوال كېدل له تيرو پېړيو راپيل شويدي. سره له دې چې د يو هېواد په دننه كې هم دا لېږد ليدلى شو، خو اوسنۍ كډوال كېدنه بل شكل لري. دغه نوېو شکلونو د كډوال له پاره  د هويت  ستونزه رامينځ ته كړېده او د نويو سياستونو د رامينځ ته کيدو له پاره يې  زمينه برابره کړې ده. دياسپورا د دغو نويو بدلونونو تر اغېز لاندې يوه نوې محتوا موندلې ده. نوېو فکتورونو لکه د نېشنالېزم او انتر نېشناليزم تر مينځ تضاد د سيمو د هويت تر مينځ اړيکي د بېلابېلو کلچرونو او ادبياتو تر مينځ اړيکې ټول او ټول د دياسپورا شکل او ماهيت باندې اغېزه کړې ده . د کډوال کېدلو نويو شکلونو او د هغو څخه رامينځ ته شوي نتايج د دې سبب شوي دي چې د هويت سياستونه د درېيمې نړۍ د خلكو له پاره دردوونكى ماهيت ولري.
همدارنگه گلوبلايزيشن Globalisation که څه هم اوس ډېر رواج شوي دی، خو بيا هم د مهاجرت هغه پخوانۍ لارې يې په درېيمه نړۍ کې  له مينځه نه دي وړي. اوس هم په دغو هېوادونو کې لکه د پخوا په څېر پر خلکو باندي بېلابېل کړاوونه او تعداوې  کېږي چې د هغو له کبله خلک ډله ييزو کډواليو ته اړ کېږي چې په ځانگړې توگه امريکا او اروپا ته ځي.
کډوالي که د گلوبالايزېشن په نتېجه کې وي او که د سياسي ظلم او ستم ‘ملي ستم يا طبيعي غميزې په نتېجه کې وي پر هغه ځايونو کې چې مهاجر هستوگنه کوي، له بېلابېلو  عکس العملونوسره مخامخ كېږي. دغه عکس العملونه د مهاجرتونو په ادبياتو کې هم انعکاس مومي. دکډوالو ډلو او کوربه هيواد فرهنگونه يو بل چلينج كوي او اغېزه كوي چې دا اغېز د ژباړني سره لا پيچلی کېږي. دلته په اروپا كې د هويتونو په هکله او پر هغه پورې اړوند مسايلو په اړوند پوښتنې کېږي او دا اړتيا را مينځته کېږي چې په يوه هېواد کې هنر، پېژندل شوي سياست او اخلاق سره يوځای کېږي. يا تقاطع کوي او بيا څېړل کيږي. دا هم بايد وڅېړل شي  چی کلتوري توپيرونه پر هغه تقاطع څه اغېزه لري.
د دغه  څرگندونو پر بنسټ موږ هم د خپلو شاعرانو په هستونو كې دا اندېښنې په څرگنده ليدلى شو. په بهر او له هېواد څخه ډېر لېرې شاعر او ليكوال په مشخصه توگه د وطن مينه  او د هغه ځواكونو په وړاندې قهر او غضب، تاريخ او فرهنگ ته مراجعه او بيا لوستنه، د پرديوالي سره بلدتيا د كمترۍ احساس او نوي ژبنې او هنري  مفاهيم.
د تېرې پيړۍ پاى زمو ږ د اولس له پاره د نويو خوالو او ناخوالو مضمون لري. دا داسې دوران دى چې زموږ د ټولنې انسان په كې خپله دېره او هديره پرېږدې. د خپلو خاپوړو كوڅه پريږدي. خپل وستل او جومات پرېږدي او د ژوند ترپايه د ژوند د لومړي چاپېريال تصويرونه د هغه په ذهن كې پاتې كېږي او بېرته دغه ټاتوبي ته ستنېدل د يوه ارمان په توگه د شاعر په ذهن كې پاتې كېږي او د چا خبره غوټه كېږي. 
په دې شعر كې  لولو:

غلې نغمې
په بڼو ستوري زنگوم د آشنا کلي ته ځم
سترګې په لاره غوړوم، د آشنا کلي ته ځم
کلی خاموشه، گودر شړ، کوڅې له دوده ډکې
رقيبه ، کډې باروم ، د آشنا کلي ته ځم
په شپو لړلي سرگردانه مسافر وختونه
ورو، ورو له سره تېروم، د آشنا کلي ته ځم
ريښې ريښې گرېوان مې لاړو د رقيب گوتو کې
د ننگ ځولۍ پيوندوم ، د آشنا کلي ته ځم
بلبل له غږه بېگانه، گل له بلبله پردی
غلې نغمې مې ژړوم د آشنا کلي ته ځم.
د كاوون توفاني په وروستۍ ټولگه كې د غربت ستونزه او د بې وطنۍ ستونزه په ډيره پياوړې توگه ترسيم شويده. شاعر په شعوري او يا  ناخو د اگاه توگه  له خپل شعوري حالت څخه تېښته كوي او هغه څه ته مخ اړوي چې په  ناخبره توگه د نوموړي د ځورېدو سبب كېږي.
په دې ټولگه كې د نورو فرعي مسايلو سربېره بله مهمه مساله دا ده چې  غواړي په خپل تېر او ماضي باندې بيا غور وكړي. د هغه حساس ذهن له رښتينوالي ډك دى. هغه د شعر ويلو په حالت كې له عقل او شعور سره سروكار نه لري، بلكي زيات له خپل لا شعور او يا ناخود اگاه سره مشغول دى او په رښتينوالي سره هغه څه له خپل ضمير او شعوري سطحې ته  را باسي چې  د مخه يې نه وو ويلي.
د ښكار په نوم  شعركې هم د غربت او كډوالي درد پروت دى. په دې شعر كې د هجرت او جلا وطنۍ انځور د جنگ له دندوكار سره په سمبولونو كې يوځاى شويدی. په دې شعر كې ((زموږ د كلي بزگران ليندۍ په لاس ښكار د كوترو كوي)) شعري روايت كوي. د كلي روايت، د هېواد كيسه، هلته چې ځمكه هم بوره ده، شنډه ده، د شړشم گلونه څوك نه كري او په همدې لړ كې هغه يو داسې سمبول كاروي چې د پېښو او غميزو په بهير كې جوړ شوى دى. يو داسې سمبول چې اوس د ازادۍ، يووالي، عظمت او تاريخي برم سره تړاو لري. د كابل مفهوم دى. كابل افغان ته هر څه دي، لكه د هغه ”خودي“ لكه د هغه د افسانو او د كارنامو ډگر، داسې دى.
شاعر نه يواځې دا مفهوم په دې شعر، بلكې په نورو شعرونو كې هم كاروي. دلته ” د مخ كابل “ د ”مخ قبله” ده. د مخ كاسه ده، د پخلاينې او د لاساينې او نېكمرغه ژوند سمبول هم دى. شاعر د شېبو گوټ  د زهرو په څېر له ستوني تيروي، خو د هغه تخيل د موجوده نيمگړې حالت او د هغه د ذهني او رواني تقاضو تر مينځ واټن په خيالي  جبران سره كوي. وايی : 

ښکار
کلونه وشول، پسرلی نه راځي،
ځمکه بوره پاتې ده،
شړشم چا ونه کرل
زموږ د کلي بزگران،
 ليندۍ په لاس،
  ښکار،
   د کوترو کوي
زه به د گلو، زيړې، زيړې، غونچې،
د آشنا،
 زلفو ته،
  له کومه
   راوړم. (۴)
 يا دا چې :
خوله یې له شونډو په سلام اخلم
له خپله بخته انتقام اخلم
ساقی تندی دې راته مه ګونځوه
نن یې له مستو سترګو جام اخلم
زاهده ستا دې وي اغزنې توبې
زه له غوټیو نه پیغام اخلم
که دې خندا رانه پردۍ شوه نو څه
خپلو دردونو نه به کام اخلم
د مخ کابل دې رانه مه سپموه
ناز دې په سترگو تر باگرام اخلم
هره شېبه شي گلورينه راته
چې د آشنا کوڅه کې گام اخلم (۵) 

او د كابل غميزه په نوم نظم لولو: 
د کابل غميزه
جنگ دې ، جنگ دې ، په سپېڅلې کابل جنگ دې
بيا په ښکلي ، نازولي کابل جنگ دې
دود يې خېژي له سوري سوري گوگله
بيا په سوي، نړېدلي کابل جنگ دی
کابل نه دی، کربلا ده، کابل نه دی
د وحشت خړه بېديا ده، کابل نه دی
هره خوا ته پکې چيغې دي، ماتم دی
مروره ترې خندا ده، کابل نه دی
کابل ژاړي، نازولی کابل ژاړي
دښمنانو، زورولی کابل ژاړي
چې مدام به يې خوله ډکه له خندا وه
اوس غمونو دردولی، کابل ژاړي  (۶)

كابل د شاعر له پاره د يوه ماشوم خندا ده. د مور، هيله او اسره ده. كابل د هېواد د انسان ژور احساس او عاطفه ده. كابل  د ازادۍ سمبول دى. كابل د خپلواكۍ غوښتنې، ميړانې او مقاومت كربلا ده. كابل د افسانو راوي دى. كابل د عرب يرغلگرو د وحشت او دهشت داستان دى. كابل د  بابر له خوا د پښتنو  د كله منار كيسې لري. كابل د شېر دروازې پر سر د هغه ناوې داستان لري چې  د واده پر سهار يې  د بېگار پر مهال يوازې له پادشاه مخ پټ كړ او بيا يې د پوښتنې په وړاندې ورته وويل: ((دلته يوازې همدا ته نارينه يې، نوځكه خو دا ټول په دې نه ارزې چې مخ ترې پټ كړم. د هغې ناوې  همدا خبره  نور رعيت ته د لوي پاڅون انگېزه شوه )).
كابل د اكبر خان او مكناتن د خبرو اترو او معركې  حماسه ده . كابل پر خپل ټټر د شاه شجاع د تېښتې پلونه اوس هم ساتلي  دي. ورشئ د كابل بالا حصار  زړو دېوالونو ته ودرېږئ ارومرو چې د شپې  پر مهال به تاسو د اسونو شڼهار واورۍ او د ازادۍ غوښتونكو د يرغل چېغې به مو غوږ ته درشي. تاسو به ارومرو د كيوناري د لولپه كېدو چېغې هم واورۍ. ځكه خو كابل سمبول شوى دى. كابل زموږ د نسلونو په لاشعور كې هغه لرغونى ((اركي تايپ )) دى چې يوازې په ښه او بده كې زموږ په ذهن كې كله د يوه ماشوم په توگه كله د يوه بوډا په څېره كې كله ديو مست زلمي په غرور كې او كله د يوې مور په احساس  او كله د يوې ښكلې پېغلې  په ناز او كرشمه  كې را څرگندېږي. شاعر حق لري چې كابل سمبول او د كابل ((اركي تيپ)) په  بيا بيا راژوندى كړي. دا ځكه چې اوس د هغه په ستوني كې كابل غوټه شوی دى. او هره شېبه چې د كابل ياد د هغه په ذهن كې تاوېږي، نو هغه  ژړا ته رابولي او له دې سره ورته دا فكر لوېږي چې يوه انسان ته څومره  عمر  وركړل شوى دى؟ ايا هغه به كابل وويني؟ هغه به بيا د كابل په واټونو وگرزي؟ دا يادونه د مهاجرت او غربت په چاپېريال كې، د لويديز په  خړو كوڅو كې، د لويديځ د بيروبار او كړيكو نه ډكو ښارونو كې، د سرگردانه تمدن په غولونكو اوازونو كې چې له شرقي انسانه يې اوس روحي ارام تښتولی دی د لېونتوب او ساه بندۍ او خفگان سبب نه دى؟  
نه به په خير وطن ته لاړ شم          او نه به د هغې ليلا دور وگورمه
ولاديمير اسمولينسكي چې پلار يې ځمكه وال او د پوځ افسر وو په ۱۹۲۰ كال د بلشويكانو له خوا ووژل شو. نوموړى له روسيې وتښتېده. پاريس ته ولاړ او په ۱۹۲۹ كال كې يې (د لمر پرېواته) په نوم لومړۍ شعري ټولگه چاپ كړه. هغه په يوه شعر كې چې عنوان يې دى (د هر اواز سره فرياد كړم...) وايی:
په هر اواز چې چېغې كړم بيا هم ځواب نه اورم
په هر نظر چې وكسم بيا هم نه وينم
خو ته هماغه  شان ماته نږدې يې
 ته پرځاى زما په ټټر كې يې
 زما په زړه كې دننه يې
 اى روسيې، موږ يو له بله ابدي ژمنه لرو
يوازې په هڅو ژوندي يو
ستا د كنگل ساه، زما په درانه نفس اوساه كې ده
زما او ستا ترمينځ د سردابو نو او دېوالونو واټن دى
 كلونه، اوښكې او لوگي، خو ترابده، له بې وفايې لېرې، يو د بل سترگو ته گورو.
اى روسيې څه ترخه څه مهربان او په څه ځمكنۍ هيرولو
 ستا اسماني سترگې، له اميده خالي تورتم ته دننه گوري ( ۷)

  او كاوون وايی :
راځه چې وژاړو
راځه چې وژاړو په چېغو چېغو
دلته خو نور څه د خندا لپاره پاتې نه دي
دلته رڼې ميکدې وسوزېدې
دلته نشې په وېر بدلې شولې
چې د مستيو هنگامې وې پکې
لاړې هغه کوڅې، شډلې شولې
دلته، وحشي بادونو ټول گلونه ورژول
دلته ترخو سيليو شنه باغونه وسوزول
چې ستا راتلو ته يې شېبې شمېرلې
چې ستا پلونه يې په عطرو وينځل
هغه تنکۍ،
 تنکۍ
  غوټۍ
   بهاره، پاتې نه دي
هلته چې ما او تا، د مينې په سپېڅلي نامه
د زړونو شمې، د قصو په ښار کې بلې کړلې
هلته چې موږ د شپې وزرونه، په لمرينو پلوشو وتړل
هلته چې موږ د مرجاني اوښکو ځلانده غمي
د ارمانونو د ماڼۍ په دېواله وټومبل
تاندې غوټۍ مو د وږمې په لار کې بلې کړلې
کودړي هم اوس د قصو له ښاره پاتې نه دي
دلته د تاک ونه کافره بولي
دلته سندرو ته زندۍ اچوي
دلته د پوهې دروازې تړلي
دلته، تخته او تباشير اوس شيطاني توري دي
قلم څوک نه پېژني
کتاب معنا نه لري
دلته په شونډو اوس يوازې د ټوپک قصه ده
د الفبې، خوږې نغمې له خونړي ناتاره پاتې نه دي
هغه د کلي سپېدار، او هغه جگې د چنارو ونې
چې يې سرونه رسېدل تر شنه اسمانه پورې
د مجنون ولې غوندې
اوس يې سرونه په پښو لگېږي
اوس هغه سبر قامتونه، ياره پاتې نه دي
راځه چې وژاړو،
 په چېغو
  چېغو (۸)

دا شعر د يوې غميزې داستان دى. د غميزې شعر په ژړا پيل كېږي او بيا كيسه كوي. د حالت او حادثې كيسه ٠ شعر د پېښې له يادښت  نه وروسته شا ته ستنېږي او د اوږده او ترخه ناتار كيسه بيانوي. په دويم بند كې شاعر د خپل مخاطب سره تير ياد تداعي كوي او د لومړني ناورين پر بستر د سويو او ناكامو هيلو تصوير باسي. دغه انځور د ((زړونو شمعه))  د ((كيسو ښار))  د ((شپې وزرونو)) ((لمرينو پلوشو)) د ((ارمانونو ماڼۍ)) په تركيبونو كې انځوروي.
شاعر د كيسو ښار ته ورځي او د كيسو د ښار د كوډلو نه پاتې كېدل د شعر داستاني او روايتي انداز ته زيان رسوي.
په دويم بند كې فرهنگي حالت بيانېږي، د تاك ونه، سندرو ته زندۍ شاعرانه تركيبونه دي، خو د پوهې دروازو تړل، تخته او تباشير، قلم پېژندل، كتاب مانانه لرل مفاهيم له عمق څخه په اسانۍ شعوري سطحې ته راباسي.
خو اوس مهال د ټوپك كيسه، دحالت كيسه كوي او موجوده وضع ترسيموي، خو شعر په لوړ او ډېر عالي تركيبونو، لكه د سپيدار ونه ، جگې د چنار ونې، د مجنون ولې او نورو په ډېرو ښو استعارو كې انځور شويدي چې د لوستونكي تخيل او محسوسات سره نږدې كوي. داسمه ده چې چنار دلته د لويي او عظمت د سمبول په توگه راغلى. د غرور او وياړ جوگه دى، خو ((مجنون وله)) لكه څنگه چې له نامه يې هم جوتېږي د نه  غرور افاده كوي، خو مجنون وله د عشق او عشق ته د تسليمۍ سمبول د ښكلا او ناز او كرشمو سمبول هم كيداى شي.
خو د ”پردي“ په نوم شعر په لومړي وار كې هسې په ليدلو سره  لوستونكى له يوې مانا او حالت سره مخامخ كوي. دغه حالت د كډوال كېدلو او جلا  وطنۍ حالت دى. كله ناكله سرليك او نوم  هم د شعر په شعريت كې ډېره اغېزه لري. يا يې شعريت ورزياتوي  او يا يې  كموي.
د ساده عباراتو، حكاياتو او نورو مسايلو ژبه د شعر له ژبې په بشپړه توگه توپير لري. د شعر ژبه د يو انسان  د شاعر د دروني توپان څخه راولاړيږي. هغه توپان چې د هغه په ذهن كې دى. د هغه په روان او لاشعور كې دى او دا د هغه كليماتو په بڼه رابرسېره كېږي چې لوستونكى او اورېدونكې له موجوده موقعيته لېري كوي او د هغه انځورونو ښار ته يې له ځانه سره وړي، چې هر انځور په كې يو څه لري. هدف دا دى چې شعر هېڅكله وچ احكام نه دى او داسې كليمات نه دى چى  د تصوير او خيال لباس يې نه وي اغوستلى.
خو كه د ((پردي)) له سرليك څخه تير شو. په دې  شعر كې يو صادقانه درد ترسيم شوى دى. د يوه ترخه واقعيت نه را ټوكېدلى درد، د كډوال يا د درېيمې نړۍ د مهاجر انسان اواز يا د بې وطنه او بې هدېرې انسان چيغه ده. دا داسې نظم دى چې شاعر پكې خپله كيسه كوي. د خپل ځان په څېر د نورو كيسه او كله نا كله د شعر په اوږدو كې د ماضې په لور ورستنېږي او د تېر داستان يادونه هم كوي. فلسطينى شاعر محمود درويش هم دا ډول يو شعر لري، خو د كاوون شعر پښتون شعر دى. مانا دا چې ټول استعارات او انځورونه د پښتنې چاپېريال پورې  اړوند دى. لومړى د كاوون شعر لولو:

پردی

دلته پردی يم څوک مې نه پېژني
څوک مې سلام ته هم سلام نه وايی
څوک مې له ځانه سره ځان نه گڼی
څوک راته سيال د ننگ او نام نه وايی
نه مې له چا سره خندا ويشلې
نه مې له چا سره ژړا شريکه
نه مې له نورو سره مينه يو شان
نه مې له نورو سره سا شريکه
لکه له ونې جلا شوې پاڼه
د زمانې سيلۍ په سر اخېستی
لکه د شپې توفان وهلی مرغه
سړو بادونو مې وزر اخېستی
لکه له ياده تښتېدلې قصه
نور د چا ذهن تخنولی نه شم
لکه د وخت په شپو کې ورکه هيله
نور د چا زړونه تودولی نه شم
لکه په سوبه کې مات شوی سرباز
له ځانه ستړی، له جهانه ستړی
لکه په مينه کې ناکامه مين
له هوډه ستړی، له پيمانه ستړی
هلته مې سر وو تر آسمانه اوچت
دلته پردی يم، خيراتخور مې گڼي
هلته اتل ومه په خپله خاوره
دلته بې وياړه يمه، تور مې گڼي
د سرو سکروټو له بارانه راغلم
د تومتونو د ږليو ښار ته
له تورو وريځو نه راوتښتېدم
راغلم د باد او د سېليو ښار ته
زما شرقي وينه د مينې تږې
خو دلته کرکه ده په هر قدم کې
زه د يوې پستې خبرې لېوال
خو دلته تيږې دي زما په چم کې
راته سړو سړو کتو کې وايی:
ته بېگانه يې ته وطن نه لرې
ته د سپېرو دښتو سپېره اغزی يې
ته لياقت د دې چمن نه لرې
ته دوزخي ستا يې څه په جنت
ته صحرا يې، یې ته چمن څه کوې
ته وچ لرگی د سوزېدلو وړ يې
ستا يې په باغ څه، په گلشن څه کوې؟
که لېرې پاتې شم وحشي مې بولي
که ورنژدې شم رانه ځان ټولوي
که مينه وغواړمه کرکه کوي
که کرکه وکوم، دنيا نړوي
د بوټو څانگې يې اغزي دي راته
د گل خندا يې له پېغوره ډکه
له زړو ونو نه يې زهر څاڅي
ځوانه اروا يې له سره اوره ډکه
زه د وطن د جگو غرو بوټی يم
دلته پردي چمن کې نه شين کېږم
په لمر خاته کې مې ريښه ښخه ده
دلته غربي گلشن کې نه شين کېږم
دلته پردی يم، څوک مې نه پېژني
زما عزت او زما پت هلته دی
دلته پردي جنت کې نه ځايېږم
زما دوزخ زما جنت هلته دی (۹)

خو د ((پردي)) په شعر كې كيسه او روايت موجود دى. كله هم تېر ته ورستنېږي او كله هم د موجود ترخه حالت ياد كوي ((كله هم پرتلنه كوي)). د لويديځ ماشيني تمدن بې ارزښتي د انسان په وړاندې لمس كوي او هم د توپيري سياستونو كرغېړن او كبرجن حالت ترسيموي. دلته د جوزف كنراد د ((يمي كاستر)) اثر چې د جلا وطنۍ يا د مهاجرت په باب كښل شوى دى، يوې برخې ته كتنه كوو. كنراد له پولېند څخه شړل شوى وو. د كنراد دغه وسوسه چې له څه سرنوشت سره به مخامخ شي، د نوي چاپېريال سره د سازش او انطباق د ټولو لاروچارو پلټنه كوي. دا داستان د داسې بلاگانو تشريح ده چې د ختيزې اروپا د يو كليوال ((يانگو گورال)) ورسره مخامخ كېږي چې بيړۍ يې امريكا ته د تللو په لاره كې د انگليستان په سواحلو كې له يوې پرخې سره ټكر كېږي، وايي :
((واقعاً چې ډېره سخته ده چې انسان د ځمكې په يو نامالومه كنج كې پرته له دې چې څوك وپوهېږي چې له كومه راغلى دى ځان حيران او بې لاس وبې پښو او نابلده  وويني، خو باور نه كوم چې د ماتې بېړۍ د ټولو ورانكارو په مينځ كې چې د نړۍ له ډېرو وحشي څنډو څخه  دلته راغلی دی نور دې د داسې بدمرغه انسان په څېر وي كوم چې  د هغه په باب خبرې كوم. دا يو هغه د سمندر له اخوا څخه يو ډېر بې گناه شړل شوی  ورانكارى دى ....)) (۱۰)
 په دې لړ كې د فلسطيني شاعر محمود درويش يو شعر گورو هغه وايي :
 (( خو زه اواره يم
پخپلو سترگو مې مهر كړه،
ته چې هر چېرې يې ما له ځانه سره يوسه، ته چې هر څه يې ما يوسه.
ماته مې د بارخوگانو رنگ بيرته راكړه.
د تن تودوخه مې
د زړه او سترگو مېنه  مې
د ډوډۍ خوشالي او تريووالى
د مورني ټاتوبي د خاورو مزه،
پخپلو سترگو كې راته پناه راكړه.
د غم جونگړې  د ياد په څېر مې له ځانه سره يوسه
چې ماشومان مو هېر نه كړي چې بايد
كورته ورستانه شي. (۱۱)

او كاوون وايی :
اندېښنه
اندېښنه د يوې ونې په سر نه ده
اندېښنه، د يوه باغ د رژېدو ده
که يوه چينه ړنډه شي باک يې نشته
د تمام کلي وياله په وچېدو ده

كله چې د غزل فورم گورو، هلته هم دا مفكوره په هماغه عمق او ژوروالي سره ترسيم شوې ده. د غزل په فورم كې چې مفاهيم او استعارې يې د پښتو د كلاسيك شعر سره څنگ لگوي، د خپل دوران د پېښې داستان وايی، لكه لاندې غزل :

مړې ډيوې

ساقي دروغجنې دې وعدې شوې، ډيوې بلې نه شوې
په ميکده کې ډيوې مړې شوې، ډيوې بلې نه شوې
خمونه تش، پيالې نسکورې، ميکدې وېجاړې
بيا د زاړه زاهد دورې شوې، ډيوې بلې نه شوې
سپوږمۍ په وريځو کې وېده، ستوري دودونو کې پټ
د تورې شپې زلفې خورې شوې، ډيوې بلې نه شوې
تشه بيديا ده نه ليلا نه يې کېږدۍ شته پکې
 مجنونه! خاورې دې اسرې شوې، ډيوې بلې نه شوې
يوه سپرغۍ وه ځلېدله د ايرو په مينځ کې
اوس هرې خوا ته سرې لمبې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
باغ کې چوپتيا ده، ونې زانگي د ماتم په څڼو
د ژمي شپې څومره اوږدې شوې، ډيوې بلې نه شوې
چا يې په ياد چېرته نه شمه او نه ګل کېښوده
د سرو غاټولو مرۍ پرې شوې، ډيوې بلې نه شوې
د جانان غمه د زړه کور راته روښانه که ته
بيا تور ماښام، تورې تيارې شوې، ډيوې بلې نه شوې (۱۲)

كاوون سره له دې چې ځانگړې لاره لري او هغه ته په شعر كې موږ د كاوون لار يا سبك ويلی شو ، خو د دې واقعيت له مخې چې شاعر د زمان په يوه واټن كې شاعر كېږي، د خپل دوران د فرهنگي چاپېريال ټول مثبت او غوره ارزښتونه جلبوي، لكه :
يو ليک، يو پيغام
يه د وطن د ارمانونو ياره  يه د ولس د فريادونو ياره
زما د غم او د قلم شريکه  يه د کابل د ماتمونو ياره
تا مې د زړه په سوزېدلې دښته بيا د يادونو اغزي وټوکول
تامې د ذهن رژېدلي باغ کې  بيا د غمونو گلان وغوړول
تامې د سترگو د اسمان لمنې  بیا د ماتم په وریځو ولړلې
تامې بې وسه بې فرياده اوښکې         بيا د ارمان په مزار وشيندلې
...بيا به کابل شي د ننگونو کابل         د تل ژونديو پرتمونو کابل
د ټول افغان د امیدونو کابل  د برياليو ارمانونو کابل  (۱۳)

۲- د باد كنډوالى او د لرغونو رواياتو او سمبولونو شتون 
اسطوره اوسمبول يعنې څه ؟
د تخييل له پاره چې كوم كليمات او مفاهيم كارول كيږي، لكه : تصوير، نښه، استعاره  يا مثل، رمز يا نښه (علامه، نښان) تمثيل، اسطوره، صورت، تمثال، بت يا صنم څخه عبارت دي.
د يوه فلسفي څېړونكي لالاند په نظر سمبول هغه عيني نښه ده چې په طبيعي وسايلو كې يو څه شى غايب يا د مشاهدې وړ څيز په توگه مجسم كړي. د يونگ په قول: سمبول  د يو شي د مجسم كولو له پاره ډېر ښه امكان دى چې نسبتا ناپيژندل شوی پاتې دى او نه شو كولى هغه په روښانه توگه وښايو يا دا چې سمبول د مثل يا استعارې ضد دى. استعاره يا مثل د يوې انتزاعي مفكورې او مفهوم څخه تصوير جوړوي يعنې د مجرد فكر تصوير ي بيان دى. (۱۴)

اسطوره: د نولسمې پېړۍ زياتره انتروپالوجستان اسطوره د بدوي انسان علم گڼي، خو د اوسنيو انتروپالوجستانو په نظر داسې نه ده. د ارواپوه يونگ په نظر چې وايی بدوي انسان د عالم د مشهوداتو  توضيح  له پاره دومره علاقه نه لري. اسطوره په اصل كې يوه رواني پديده ده چې د روح ماهيت څرگندوي. اسطوره ناارامه انسان ته توضيح كوي چې د هغه په نااگاه كې څه تېرېدل او هغه څه چې تېر شوي دي ولې ابدې پاتې دي :
اسطوره يو سمبوليك بيان دى. اسطوره هغه څه دي د انسان د ننني  روان د غير عقلي درام څخه د عكس العمل په وسيله د بشريت د خبرتيا له پاره راووځي او په طبيعي پېښو كې منعكس كېږي)). (۱۵)
 
گورو چې دا ټول مذهبي سمبولونه دي. د ځېنو ارواه پوهانو په باور د انسان لومړنی دستاورد او يا لاس ته راوړنه مذهبي هغه ده. مذهب د انسان له ((خودى)) او ((اركى تايپونو)) سره ډېرې پياوړي اړيكي لري. د يونگ په قول لومړنې جادوگر هم كشيش وو. دا سمبولونه نسبت نورو هغو ته ډېر عام او د منلو وړدي او ډېر ژر تداعي كيږي. امام، سجده، بتان، او نور مفاهيم ټول او ټول هغه څه دي چې لوستونكى ژر كولى شي د شاعر په ژوند كې شعور پيدا كړي. يو سبب دا هم دى چې همدغه سبك او ښكلاييز توكي او عناصر او مفاهيم دى چې د كاوون شعر ته يې دا وس او قوت وركړى چې د لوستونكي په حافظه كې پاتې شي. په دې برخه كې به بېځايه نه وي كه ووايو چې موږ  دوه ډوله شعرونه لرو.
 يو هغه شعرونه دې چې لكه د باد څپه خپله ښكلا ځلوي، خو ډېره ژر د احساس او حافظې له دايرې ووځي او بل هغه شعرونه دي چې پېښه لري او پېښې له تصاويرو سره ژبه پيدا كوي، كيسه كوي. روايت كوي او ځان څرگندوي.
په راوروسته شعر كې ((بېگناه گناهكار))، د ((سپېڅلې اقتدا گناهكار))، له ((ځانه تېښته))، د ((دوزخ په څنډو لوبېدل))، د ((جنت په گلو كې سوزيدل))، او د ((نور په تمه په تيارو اوښتل))، ټول هغه مذهبې مفاهيم دى چې بشريت پخپله په خپل خلاق ذهن ايجاد كړي، او د همدغه اساطيرو پر بنياد يې ځانته  د محدوديتونو يوه كلا جوړه كړي، خو شاعر دا خبره په زغرده كوي چې څرنگه اوس له ځانه تښتي؟ ايا دا ځان كوم ځان دى؟څرگنده ده چې د عقل دونيا ده او نه غواړي تېر ترخه حوادث تداعي كړي او بيا پرې ذهني مشغوليت پيدا كړي.
 نوموړی په خپل  شعر كې د يو لړ تأملاتو او دقتونو وروسته خپله خبره كوي. ولې هغه د سجدى او بتانو سمبول كاروي؟ ولې هغه د امامانو سمبول كاروي؟ ولې هغه د گناهكارو او اقتداء سمبول كاروي؟
زه له سجدو زه له بتانو ستړی
زه له دروغجنو امامانو ستړی
زه نا آشنا په نا آشنا کلي کې
سترگې نمجنې د خندا کلي کې
زه گناهگار زه بې گناه گناهگار
زه د سپېڅلې اقتدا، گناهگار
ساقي په ميوو کې لمبل غواړمه
د گناه پېټي سپکول غواړمه
له ځانه تښتم د جانان په هيله
له کوره وځم د بيابان په هيله
زه د دوزخ په څنډو ولوبېدم
زه د جنت گلو کې وسوزېدم
زه د کوثرو په خيال وزنگېدم
زه د وختونو په ټال وزنگېدم
ما خپله ورکه پيدا نه کړه چېرته
ما هغه تللې زما نه کړه چېرته
د نور په هيله په تيارو واوښتم
د گل په لټه په اغزو واوښتم
په سپينو سپينو کې مې تور ولېدل
غوښتل مې نورڅه، خو ما نور وليدل
راکه ساقي راکه سپېڅلې اوبه
د تاک له سترگو څڅېدلې اوبه
راکه چې ويې څښم لمبه، لمبه شم
اور شم، سکروټه شمه، سره لمبه شم
ساقي! راغلی يمه وار ماتوم
ساقي! د ټول عمر خمار ماتوم (۱۶)

كاوون د يو داسې معاصر شاعر په توگه چې اوس له يو ډول ((فرهنگي پرديوالي)) سره مخامخ دى. دغه پرديوالى په نوموړي لكه خپسكه فشار راوړي. شاعر همدغه ستونزه په خبره او ناخبره توگه احساسوي او د دې له پاره چې له دغه پرديوالي او بې ريښه توب څخه ځان وژغوري. د شعر ژبه اړوي، د شعر له پاره بله ژبه اختياروي. دغه ژبه د انساني ذهن له ژورو (اعماق) څخه راپورته كوي او هغه مفاهيم كاروي كوم چې د شاعر په فرهنگ كې اوږدې ريښې لري.
د دې له پاره چې مساله يو څه نوره هم روښانه شي او مطلب په ښه توگه  جوت  شې د يونگ يوې مفكورې ته پام رااړوو:
يونگ په دې باور دى چې بشريت يو گډ او مشترك ((ناخود اگاه)) لري چې ځينې ژباړونكي يې ((قومي لاشعور)) او ځينې يې ټولنيز لاشعور بولي. البته دا دوه گړنې هم تامل ته اړه لري. د يونگ په باور د دغه ناخوداگاه شتمني يو ډول موروثي او غريزي ده او داسې تصويرونه او سمبولونه لري. داسې طرحې لري چې  په هنر، اساطيرو او خوبونو كې انعكاس كوي. همدارنگه شاعر د خپل شعر د ژبې له پاره مذهبي مفاهيم زيات رااخلي. دا داسې مفاهيم دي چې په متكامل يا تكامل مېندلي شكل سره يې د شاعر د فرهنگي چاپېريال په ټولو شريك بانو كې يو شان مانا تداعي كوي، خو له بلې خوا زموږ د مطلوب شاعر چې دلته پرې خبرې كوو دا مفاهيم د شاعر د غربت په چاپېريال كې نشته او نه خو رسميت او رواج لري. د مثال په توگه: سيپاره، ايتونه، لمونځونه، ذكر، د زړه مسجد، بتان، تندي، د سجدو سوداگر، جنت، دوزخ، روژه، طهور، زکاتونه، د شک تږي، د يقين چينې، معبده، د ټول عمر عبادت، گناه، رنگين جنتونه، دنيا او د عقبا ثوابونه ٬ کوثر، خپله ورکه ، ستا پيدا او داسې نور....
د ځېنو شعر پېژندونكو په اند شعر داسې حالت دى چې د شعور پرځاى په كې لا شعور ډېر فعال دى. لاشعور د تصويرونو او سمبولونو داسې ناپايه مخزن دې چې څومره د انسان اگاهي د هغه ژورو ته وركوزېږې هغومره د پېړيو ټولو مفاهيمو او داستانونو او اساطيرو سره مخامخ كېږي. زه نه شم ويلی چې شاعر دې دا كار اگاهانه كړي وي، خو په دى كې هم د لويديځ تمدن سره يو چلنج ليدل كېږي او د خپل اصلي بومي فرهنگ، پښتنې فرهنگ څخه، اسلامي ارزښتونو څخه د ديني اساطيرو څخه كار اخلي. دغه ديني مفاهيم د بشريت د لومړني ذهن مولود دی او په پېړيو پېړيو يې ازمويلي او تجربه كړي دي.
شاعر د يقين لټه د يوه عابد او متقي انسان په توگه په داسې تصاويرو كې پيل كوي چې د دغه متداول باور نه هم لږ اخوا گام ږدي. هغه په دغه مذهبي مفاهيمو كې د اعتقاد ټول سمبولونه او مفاهيم او حالتونه نفي كوي او د خپل عالي او اوچت هدف په لور گام اخلي.
د يقين په لټه
ستا د سترگو سيپارو کې مې لوستلي
د تلپاتې خوږې مينې آيتونه
څه پروا ده که لمونځونه مې قضا کړل
يا مې شونډې ستا په ذکر ستړې نه شوې
د خپل زړه مسجد سپېڅلې درته ساتم
بلوم پکې د اوښکو څراغونه
چې د مخ کعبه دې ونيوه بتانو
له تندي نه مې زاړه خاپونه لاړل
زه خو هسې د سجدو سوداگر نه يم
نه جنت غواړم نه سره دوزخ ته ژاړم
خو روژه به په طهورو ماته نه کړم
که نصيب مې شول د شونډو زکاتونه
د کوثرو د پيالو په تمه نه يم
بس يوازې يو ديدن درځنې غواړم
خپله ورکه لټوم ستا په پيدا کې
د شک تږي د يقين چينې ته بيايم
معبده مې په خپل زړه کې جوړه کړې
پکې ستا يمه د مينې شنه يادونه
د ټول عمر عبادت به ترېنه ځار کړم
که يوه شپه مې منلی په گناه کړې
له رنگينو جنتونو نه به تېر شم
که يوه پياله سکروټې راته راکړې
د دنيا او د عقبا پروا مې نشته
ما د عشق په پښو کې توی کړل ثوابونه (۱۷)

د سكروټو د ښار شعر يو غزل دى. د غزل په فورم كې ويل شوي دي، خو دا داسې غزل نه دى چې زيات مكررات ولري او د پښتو د نورو غزلونو په څېر زوړ مضمون ولري. غزل له پيله په پېښه پيل كيږي. حادثه تداعي كوي او په حادثه كې شاعر خپله خبره هم كول غواړي. سره له دې چې ځينې مفاهيم په كې تكراري دي، لكه ((په تندي مې د سجدو داغونه نشته)) خو د خپل چاپېريال او د خپل زمان دروغ او نارښتينواله د شاعر له پاره د درد نقطه ده. ((په ساړه ژمې يې نوم د بهار كيښود)).
د سکر وټو ښار
نن يې بيا خونړی خال په رخسار کېښود
په جلوه کې يې ښايست په گلزار کېښود
عشقه وړ يې په رښتيا د سلطنت شه
د زړه تخت مې د سکروټو په ښار کېښود
له جنته دې در تېر شومه ز اهده
نن مې سر په دروازه کې د يار کېښود
په تندي مې د سجدو داغونه نشته
ميکده کې مې زنځير او زنار کېښود
زه د خپلو ساده گيو قرباني يم
چې مې لاس په کوټنۍ کې د مار کېښود
پرون راغله اور يې بل راته په زړه که
نن يې گل راته په سوي مزار کېښود
ددې وخت ناخوالې وګوره کاوونه
په ساړه ژمي يې نوم د بهار کېښود (۱۸)
د خداى په ژبه شعر كې شاعر بيا هم له ديني مفاهيمو كار اخلي. دى نړۍ، ژوند، او روزگار ته په يو ډول د والېزم قايل دى. يوى خوا ته خداى او بل لور ته شيطان.
د خدای په ژبه
جانانه پاڅېږه ډيوه بله که
د زړه روښانه مملکت مې تروږميو ونيو
سترگې مې نه غړېږي، لار نه وينم
هوا درنده ده دلته
  سا نه اخلم
کړکۍ مې پرانېزه د باغ په لورې
جانانه پاڅېږه ډيوه بله که
زه د ابليس په ژبه نه پوهېږم
ماته د خدای په ژبه  وغږېږه 
نور له ديدنه د شيطان ستړی يم
لږ راته مخ د پرښتو وښيه
لږ مې نظر په رڼا ولمبوه
لږمې  د لمر په څڼو وزنگوه
لږ راته حورې د شغلو وښيه
پدې درنده هوا کې
يوازې کرکه ووري
 کرکه خاندي
  کرکه ناڅي
او د خوږې مينې تنکي گلونه
د وچو شونډو په سپېرو دښتو کې وسوزېدل
يوازې کرکه ده چې ناڅي د ابليس په ژبه
زه د ابليس په ژبه نه پوهېږم
ماته،
 د خدای،
  په ژبه،
   وغږېږه. (۱۹)
يا داچې :
خوب
وېده وم خوب مې ليده
چې د شپې دروند او پړسېدلی بدن
زموږ د کلي د غونډۍ له پاسه
د سپين سهار،
په دار،
ختلی،
ځړېدلې، ښکاري،
وېده وم، خوب مې ليده
چې د لمر پېغلې او زرينې، نازنينې لوڼې،
زموږ د کلي د گلبوټو په قالينو باندې،
خاندي،
مستي کوي،
نڅاوې کوي
او په خمارو، شپو وهلو څانگو ويشي د رڼا جامونه
وېده وم، خوب مې ليده

وېده وم، خوب مې ليده
چې يوه بېساري، گلالي پسرلي،
زموږ د کلي، باغ، په سر اخېستی،
او د غوټيو بهير
زرغونو لښتو کې څپې، څپې رنگونه کري
وېده وم خوب مې ليده
چې ډلې، ډلې کليوالې مسافرې مرغۍ
بېرته ستنېږي له پرديو نا آشنا باغونو
او بيا له ډېرو کلو وروسته
د خپل کلي،
 د چنار،
  په څانگو،
   د ناز خوبونه کوي
وېده وم،
 خوب مې،
  ليده
خو چې راپاڅېدمه،
سترگې مې پرانېستلې
  ومې ليدل
د شپې بويناک او پړسېدلی بدن
لکه ورسته او کرغېړنه وږمه
زموږ د کلي په کوڅو کې لا تراوسه جاري
او د لمر، پېغلې،
  نازنينې
   او حسينې
    لوڼې
زموږ د کلي د دېوال تر شا هماغسې په خوب وېدې دي .
او باغ
 تراوسه
  رژېدلی
   نښتيېځلی
    پروت دی
نه د غوټيو بهير
نه د گلونو کاروان
نه د رنگونو څپې
نه د مرغيو د وزرونو، اواز،
او نه د لښتو تنفس
  چمن
خالي
له ټولو
يوازې شپه
 يوازې دود
  يوازې خړه وسپنيزه هوا
زموږ د کلي په کوڅو کې، جاري  (۲۰)

ملا په پښتنې فرهنگ كې يو مذهبي مفهوم دى. دا مفهوم د مانا په اصلي مصداق اوس نه كارول كيږي. په كليت كې دا مفهوم اوس  د پښتو په معاصر شعر كې يو سمبول شوى دى. دا سمبول، د جهالت د ظلمت، د تحجر سمبول، د ورانۍ سمبول، د ډېر خورۍ سمبول، د تمې او بۍ غرورۍ سمبول دى. د پښتنو په اصيل فرهنگ كې ملا د سپين پټكې په نوم يادېږي. ملا په ټولنيز لحاظ په لاندې او ټيټ ((كاست)) كې شمېرل كېږي. نوموړی ان په جرگه كې د ناستې او پرېكړې حق نه لري. ملا ټوك خور او خيرات خور دى. لوى خوشال ملا څو ځايه په خپلو شعرونو كې مسخره كړى دى. د اخوند دروېزه پلار چې يو ملا وو په لغمان كې، د يو سړى له خوا په خيرات كې سپك شو او د ښوروا غوړ لاس يې د اخوند دروېزه د پلار په ږيره پاك كړ. نوموړي له هماغه ځايه عقده واخيسته او د پير بابا يا ترمذي دايرې ته ورغى. د هغه زوى اخوند دروېزه ترڅو چې يې وسه كېده د پښتنو د دوښمنانو يا مغلو په خدمت كې وواو تر پایه د پښتنو د ستر غورځنگ، روښاني غورځنگ په وړاندې ودرېد.
كاوون هم دا سنت روزلى دى. هغه د خپل تن او روان په ذراتو د ملا د منافقت او وېجاړوونكی عمل ضرب ليدلى دى. همداسې موجود لكه ملا په اسانۍ سره د بل غلام كيدلى شي. هغه چې يوازې د څو زېړو كتابونو پرته ان  د خپل هېواد له  جغرافې، تاريخ او سياست نه خبر نه دى او نه ورته ارزښت لري.
ځكه خو د شاعر حساس ذهن هم دې ته را تخنيدلى چې شعر ووايی او هغه هم د ملا د هغه كړو وړو په باب چې كله د كابل په بازار راننوت، له ژونديو يې ساه واخېسته او له مړو يې كفن. په دې باب كله چې زه دا شعر لولم د ۱۹۹۲كال د ثور د اتمې غميزه رايادېږي چې د سرپو دوندوكار يې په اسمان كې جوړ كړ او بيا له هغې ورځې وروسته  تر ډېره وخته د وطن خلكو سمه او روښانه ورځ ونه ليده. د ملا په اړوند د كاوون ژبه نوى ده. هغه بيا هم له سمبولونو كار اخلي. باد ....
د باد په کجاوه کې
ملا د باد په کجاوه کې راغی
ملا د ورېځو د اوښانو له کاروانه سره
په ښار راننوته
او په خورجينه کې يې
يو څو ناچلي
 له تاريخه غورزېدلې
 کرنسۍ راوړي
ملا، کوڅه په کوڅه گرځي له ښاريانو نه خندا رانيسي
ملا ټوپک غاړې ته واچاوه، جگړې ته ولاړ
ملا غزا کوي جامې رنگوي
ملا په سپينو، نازنينو گوتو
د خپل لنډي ټوپک ماشه راکاږي
ملا د کفر په کاله باندې يرغل راوړی
ملا په سپينه بادي او ښه باندې زين کېښوده
ملا ته گوره
هم غازي شو هم شهيد
  هم سلامت
   بېرته تر کوره راغی
ملا بزگر شو، په پټيو کې سکروټې کري
ملا د سرو لمبو سترۍ ټولوي
او د لوگيو درمنده ته له خندا شين دی
ملا ياغي شو ، له محرابه ووت
ملا د خدای خونه په تيږو ولي
ملا په سر د کاغذي گلونو تاج راوړی
ملا د تخت په طلايي مورگو لاسونه اېښي
ملا بې سته، بې پوښتنې د جنت په دروازه ننوت
ملا ساقي شو،
 ملا ويشي د کوثرو،
   پيالې
ملا د حورو، له غوښنو گلابي شونډو مچکې اخلي
ملا په سپينه او سپېڅلې شمله بنگ وتړل
ملا باران شو
 ملا، باد شو،
ملا، وورېده،
ملا د وريځو له ړندو سترگو نه وڅڅېده
او ملا سپين شو،
 ملا سور شو
   ملا تور وخته
ملا د تورې شپې څادر شو، په ښار وغوړېده
او ملا سيوری شو،
 خو نه پوهېږم
چې د څښتن ، که د شيطان سيوری
د جانان سيوری که د ځان سيوری. (۲۱)

د كاوون په شعر كې د عشق او فورم  په باب يادونه
د  مينې شعر او د هغه  فورم ته يوه كتنه

وايی چې يو سړی ښار ته راغی او د شاعر پوښتنه يې كوله. شاعر يې پيدا كړ او ترې ويې پوښتل څه سبب دی چې دومره زيات مشهور يې؟  شاعر ورته وويل: وگوره اسمان ته هلته څه گوري ؟ ماښام مهال وو. لاروي وويل: يوازې په اسمان كې هلال وينم. بيا شاعر ورته وويل: اوس سترگې پټې كړه او وگوره څه وينې ؟
هغه سترگې پټې كړی او ورته وی ويل څه نه وينم. شاعر ورته وويل: زما او ستا تر مينځ همدا توپير دی. كله چې زه سترگې پټې كړم. زه هلال له دې هم ښكلی وينم، نو كيداى شي دا زما د شهرت سبب وي. خوشال بابا وايی :
عارفان د سر په سترگو گوتې كېږدي
د خپل زړه په سترگو ويني تماشا كا
شعر او عرفان له يوه نسله دي او ډېري نږدې نسبي اړيكي لري. هغه څه چې شاعر او عارف نړۍ ته گوري او ويني يې. عالم او فلسفي يې نه ويني.
خبره دا ده چې موږ له نړۍ سره او د خپلې شاوخوا سره له دوه لارو مخامخ كېږو. يو د علم او پوهې له ليارې چې په يو ډول منطقي وسايلو ترسره كېږي اوانسان ته د دې امكان وركوي چې نړۍ او چاپېريال زموږ د غوښتنو او ارادې پر بنياد جوړه او بدلون وركړي، خو بل شاعرانه لاره ده چې له نړۍ او د هغه موجوداتو  څخه اغېزه ده چې په بل عبارت  زموږ د اغېز موندنې ډگر دی. موږ په دوه ډولونو نړۍ ته سترگې پرانيزو او هر ډول ژبنۍ سترگې غړول او اورېدل د يو ډول جوړ جاړي  او تناسب جوړولو غوښتنه كوي.
موږ هغه مهال شاعر يو او شاعرانه نړۍ ته گورو تر هغو چې زموږ ژبه را څرگندېږي او له نړۍ سره هغه د احساس له مخې رابطه او نسبت  ټينگوو او له دې لارې په موجوداتو كې  د شاعر د حضور سبب كېږي. يعنې دلته موږ ځينې شيانو ته د خپلو اهدافو له مخې گورو او ژبې ته غوږ ږدو. يعنې د ژبپوهنې ښكلاييز اړخ يعنې نړۍ لكه په كليماتو باندې د لوبو يو ډگر دى  چې د انسان په  خدمت كې ځاى نيسي.

خو د شعر فورم يعنې څه ؟
هغه څه دي چې شعر د انسان په وړاندې دروي. د لوستونكې پرمخ قد راپورته كوي. د شعر فورم دى. د شعر فورم يعنې هغه څه چې لوستونكى نه پرېږدى چې له شعر نه وتښتي. فورهم يعنې مخ پر مخ. يعنې مخامخ، يعنې په مقابل كې يعنې ټينگ او پرله پسې او دايمي دريدل. هغه شعر چې فورم لري د كاغذ له سطحى ووځي، بلكې درېږي، حجم پيدا كوي، قدوقامت پيدا كوي. داسې چې د چا خبره كېداى شې د كليماتو عمودي شكل په توگه د كاغذ پرمخ وليدل شي. د شعر په  باب او د شعر د فورم په باب دا وينا صدق كوي چې وايی نه يوازې د كاغذ پرمخ په افقي ډول، بلكې په عمودي ډول درېږي. (۱)
پركليماتو لوبې او د كلماتو اوډون او د شعر نظم يعنې سكيچ او بودې تنستې څخه داسې څه جوړېږي چې لوستونكى نښلوي او هغه نه پرېږدي چې له لوستلو يې صرف نظر وكړي او كه لوستونكى ترې صرف نظر كوي، نو بيا د دغه ټوټې يا د كليماتو د ټولگې يعنې  شعر شعريت تر پوښتنې لاندې راځي.
د فورم دا بحث په فرهنگ كې هم صدق كوي. په فرهنگي لحاظ په پښتو ادب كې داسې شعرونه شته چې زړښت نه لري. كه د خوشال شعر چا د مغولو په دور كې لوستى دى، نو مغلواله ورته په مخ كې درېدلې ده. خوشال ورته حضور پيدا كړى دى. كه د انگرېزي استعمار او يا كه د پښتنو د مبارزو په نورو دورو كې چا لوستى دى، نو بيا هم تكرار شوي دي. مانا دا چې په هر عصر او دور كې يې حضور پيدا كړى دى.
د مغلو د دورې خوشال، د انگرېزي استعمار د دورې خوشال، د پښتنو د ملي خپلواكۍ غوښتنې له پاره د اوس زمان خوشال، هماغه يو خوشال دى، خو د هر نسل سره ژوند كوي.
كه د حماسې نه ووځو او عشق ته راشو هلته هم دا حال دى.
يوه لنډۍ يو ښه مثال كېداى شي:
د اوبو غړپ كولى نه شم   په زړه مې ستا د مينې ليك دى وران به شينه
لنډۍ، اصيله او د خلكو له خوا ويل شوى. لنډۍ هم د ښه شعر نه زياته تل له نسلونو سره لوبې كوي.
خو د مينې يا عاشقانه شعر څه دى؟ څه فكر كوئ، ايا د مينې او عشقي شعر يوازې مينې او معشوقې ته شعر ويل دي او ايا دا د يوې معشوقي د كړو وړو ستايل او هغې ته د كليماتو هار جوړول دي ؟ نه داسې نه ده. عشقي شعر په واقعيت كې هغه څه دي، لكه چې د معشوقې او مينې په ناپايه مينه كې د ترسيم هڅه وي او په ډېره تواضع او كميني يې ترسره كړې. هغه ته ډېر ښه كليمات واوبي او د ښو كليماتو نه ورته هار جوړ كړي. دا كېداى شې معشوقه نه وي. په استعاري توگه دا بل څه وي. انساني ژوند له رنگينيو ډك دى، خو هېڅكله د كريه او قبيح (ناوړه او كرغېړنه) عناصرو ستايل د مينې د شعر مضمون  نه شي كېدای.
د مينې شعر يا عاشقانه شعر په اصطلاح شاعرانه فحشا نه ده. مينه بل څه ده. ولې د عشق مفهوم په تصوف او عرفان كې په ډېر عالي او له مظاهرو پورته مفهوم سره افاده كېږي. مانا دا ده چې دا هغه ايديا ل او اشتياق دى چې د رسېدو تنده يې له دښتو او ساراوو تېره شوېده. شاعر د دغه مفهوم يا وصال ترسيم ته داسې كليمات كاروي او له داسې مفاهيمو ورته زينه ږدي چې لوستونكی يې په سيل نه مړېږي او سترگې يې همداسې اسمان ته پاتې كيږي.
دا دونيا ده خداى د عشقه پيدا كړې  
د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا     - يا د اچې :
لاس وپښې دې بې زېوره ښاېسته دي
څه منت به د پايلو د باهو كړې  
كه سوزن د بڼو راوړي  تار د زلفو
د رحمان د زړگي زخم به رفو كړي
داسې ډېر مثالونه شته او وينو چې كه پېړۍ تېرې شي او پښتني فرهنگ او پښتانه وي دا شعر ورته نوى دى او زړښت نه لري.
همدارنگه د باد په كنډوالو كې انسان په ځېنو ځايونو كې د يو لړ  داسې تخيلاتو سره مخامخ كوي چې ماضي او حال سره د خيال په نازكو تارونو تړې. پرته له دې چې محسوسه وي، خو لوستونكی د محسوساتو په لور بيايی يا هغه ته ا حساس وركوي. دا سره له دې چې ازاد شعري فورم كې ويل شوي، خو په حافظه كې پاتې كېږي او لوستونكي اړ كوي چې تر پايه يې له ځانه سره وساتي.
اوس راځو د باد د كنډوالو د شعرونو دې اړخ ته چې زموږ پورتنۍ خبرې څومره صدق كوي.
د مينې شعر لولو: په دې شعر كې شاعر كېداى شې له خپلې مينې سره د خپل فكر سره د خپل ارمان سره او د خپل زلميتوب له هوس سره خبرې كوي، خو دا شعر څومره وس لري چې د شاعر  د فكر او خيال په ورشو كې لوستونكى هم په ځان پسې راكاږي. قوت يې هم په دې كې دى چې د هر چا د تعبير سره سم درومي او هر چا ته د تعبيرونو لار پرانېستى پرېږدي. دا د هنر يوه جادوگرانه لوبه هم ده.

د مينې شرط
ماته ياد شي چې ته پېغله ، زه زلمی وم
په رگو کې مو سکروټې گرځېدلې
ټول وجود مو اور د مينې وو، نيولی
له لېمونه مو سپرغۍ پورته کېدلې
پسرلی وو،
دنيا ټوله ښاېسته وه،
د وږمې کاروان،
شيندلي وو،
عطرونه.
د ځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه
له غمونو مو خالي وو، زلمي زړونه،
زه په مينه در نژدې شوم چې دې ښکل کړم،
د هوس په دنيا سم کړم قيامتونه.
تا مې لاس په شونډو کېښود،
بيا دې وويل:
چې اول مې تور پيکي ته،
سور گل،
راوړه،
بيا مې ښکل کړه د سورکو شونډو سرونه،
او سور گل،
زمونږ د ځوانې مينې، شرط شو،
زه له هغې ورځې وروسته بيا تراوسه،
سرگردانه په سرو گلو پسې گرځم،
کله سمې لټومه،
کله ،
غرونه،
کله دښتې او مېرې،
کله ،
باغونه،
له هر چانه د سرو گلو پته غواړم،
په سرو گلو پسې لويې لارې نغاړم،
نه مې ستا د پېکي گل،
چېرې،
پيدا که،
نه پوره مو د نيمگړې مينې،
شرط ،
شو.
نه مې ښکل کړل،
ستا د سرو شونډو،
سرونه
نه سمسور شول،
نښتېځلي،
   ارمانونه.

شاعر په دې شعر كې د سيزيپوس داستان وايی. هغه چې هېڅكله خپل هدف ته نه رسېږي، خو د دې حالت ترسيم او انځورونه لوستونكي په وړاندې درېږي او له هغه سره خبرې كوي. دا د نهيلي او له ارمانه د ډك ژوند كيسه ده. دا سورگل كوم سورگل دى چې شاعر يې نه مومي. جوته ده چې لوستونكې هم د لوستو په مهال په ځان پسې را كاږي او هغه د خپلې لارې مل كوي. په يوه هنري تابلو كې كېدا شې يوازې يو ثابت انځور وښودل شي، خو په دې شعر كې چې پياوړې اډانه او فورم لري. زمان هم ښيی او د زمان حركت هم جوتوي.
((هغه څه چې د شاعرۍ سبب او موجب دي، درد، جنون او هيلې او اميدونه٬ رنځونه، هوسونه او سحر او نور دي چې بايد دا احساس او عاطفه او دا ځانگړې ليد توگه هم ورسره وي)).
تخيل بېلابېل تعريفونه لري ځېنې عاطفي ته د طبيعيت انساني كول وايی ځېنې ورته د انساني ذهن هڅه او تلاش وايی او چې د شيانو او طبعيت تر مينځ د نويو اړيكو او راوابطو او يا په شيانو كې د ذهن ننوتل  دي.
په لاندې شعر كې ډېر ساده او د لمس وړ مفاهيم پيل كېږي او د شعر يوه نه جلا كېدونكې ټوټه جوړوي. دلته داسې مفاهيم لكه: ((د كور د مخې، كوڅه، د كلي چنار او د گودر لاره)) د دې مفاهيمو په اورېدلو او لوستلو، لوستونكی وار د واره ځان په كلي كې احساسوي.
په دويم بند كې د شاعر د ياس او نهيلۍ او د تېر عمر پسې زړه بوگنوونكى تاثر را ژوندى كوي او په پاى كې له هغه وروسته چې د شاعر په ذهن كې د رڼا د څرك په څېر يو څه تېرېږي بيا وركېږي. دا د خوب كيسه نه ده، بلكې د وېښتيا حالت دى. داسې حالت چې بېرته نه راستنېږي. شيرين عمر چې تېرېږي دريغه دريغه ...

ماڼۍ که جونگړه؟
نوره دې نه يادوم،
نور دې د کور له مخې نه تېرېږم
نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،
نور دې  د کلي د چنار په ډډه نوم نه ليکم،
نور دې د پله خاورې په سترگو باندې نه موښمه
 نوره دې لاره د گودر نه څارم.
­­­
آرمان ، آرمان هغه خوږې د انتظار شېبې مې،
چې ستا د زلفو په دار وځړېدې.
آرمان، آرمان د هيلو تاندې نازنينې غوټۍ
چې ستا د مينې په اور وسوزېدې،
آرمان، آرمان هغه د کلي د سنځلو گلان
چې د ناپايه پسرلي په سهارونو کې مې
ستا د راتلو په لاره وغوړول.
او له رنگينو اميدونو نه مې،
تاته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،
خو ته يوازې د يوې شېبې، يوازې د يوې،
   لنډې شېبې له پاره
زما د هيلو رنگينې ماڼۍ ته ننوتې،
بيا دې په سرو منگلو،
زما د زړه په وينو،
زما د هيلو د ماڼۍ په دېواله وليکل،
چې: دا جونگړه خو زما د اوسېدولو نه ده.
او بيا د تل له پاره،
زما د زړه له کوره ووتلې.
­­­
نوره دې نه يادوم،
نور دې د کور له مخې نه تېرېږم،
نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،
نور دې د کلي د چنار،
  په ډډه،
   نوم،
    نه ليکم.

په دې برخه كې مې يوه خبره بله هم زړه غواړي چې وى كړم او هغه د شعر او سياست په باب ده.
كله كله سياست او شعر هم داسې  يو له بل سره چمبړ كېږي لكه اور او اوبه، لكه هندو او كليمه. دا ځكه چې عقل او عاطفه سره بېلابېل  سلطنتونه دى. شاعر چې كله له سياست نه او يا په بل عبارت د تعقل نه لږه تيښته وكړي، نو خپل ځان سره يوځاى شي. يعني انسان شي، رښتينى شي، عاطفه او احساس شي، خيال او انځور شي او داسې نور.
موږ هم كله چې د باد د كنډوالو  په ډنگي ډوال دروازه پښې ږدو او د كنډوالې منځ ته ورننوزو، هلته ځينې شيان چې دفن له پاره اېښى دي وينو، خو ځينې داسې شيان چې د صانع پام ورته نشته هم اېښودل شويدى. د مثال په توگه:
 د بلۍ نړېدلي دېواله كې د كنډر په منځ كې خټينه تاخچه وينو٬ هلته يوه خټين كنډولى پاتى دى. په كنډولي دنينه شويو غنمو څو دانې لېدل كيږي. په دې غنمو كې داسې هم برېښې چې اور پرې اثر نه ووكړى او تېغ يې وهلى دي. د تاخچې لاندې د يو ماشوم د لوبو سامان پروت دى. يوه گوډۍ ده. دا گوډۍ پخپله يو داستان لري. په هغه د لوبې كوونكي ماشوم خندا خوشحالي، خپگان، ژړا او داسي نور او دا چې اوس دا ماشوم چېرته دى؟  او په څه حال دي؟ يو منسجم او منظم داستان دي.
شاعر داسې پېښې ته مسيحا كېږي. دې ته د كليماتو په زور ساه وركوي. حركت وركوي، ژوند وركوي، اوازونه وركوي، نو دلته چې شاعر ورته عاطفه وركوي او احساس وركوي او بالاخره يو طبيعي چاپېريال په انساني هغه بدلېږي، نو د مينې يا عاشقانه شر يوه بېلگه دا هم كېداى شي.

د رڼا جام
تا ته به ياد وي که نه،
هغه شېبه چې ما په مينه مينه،
تا ته د زړه جونگړه پرانېستله،
ته مې د هيلو نښتېځلي باغ ته وبللې.
ما ويل ته به راشې
او توتکۍ به په وزرونو کې گلونه راوړي،
او د غوټيو يو ښايسته ډمې به ،
د وچو لښتو د يادونو په بام ونڅېږي.
­­­
ما ويل زه به ستا د سترگو له روښانه چينو،
د رڼا جام وڅښم.
او د ژوندون هره شېبه به د رڼا په سيند کې ولمبوم،
او تروږمۍ به مې د زړه له سوزېدلي ښاره وباسمه.
څومره ساده ومه زه.
­­­
زه د وږمې تږی وم،
ما د باران د راتلو لار څارله،
ما په شنو لښتو کې د سرو گلو خوبونه ليدل.
ما ويل ته که راشې
نو پسرلې به راشي،
زه به د شنې وږمې په شنو وزرو والوزمه،
په غرو رغونوکې به وگرځمه،
د وچو بوټو په رگونو کې به شور وېښ کړم
د سپېرو څانگو په غوږو کې به آيت د ژوندانه ووايم.
څومره بېځايه هيله.
­­­
تاته به ياد وي که نه،
خو زما هېره نه ده،
هغه شېبه چې ته زما د زړه جونگړې ته راننوتې،
بيا مې د هيلو باغ کې وگرځېدې
د لمبو ختې دې په غاړه پرتې،
او په پښو دې د سکروټو سرې پڼې ښکارېدې.
ستا له راتگه سره،
زما د هيلو باغ د اور په سمندر پرېوته.
نه مې وږمه وليده
نه ستا د سترگو د رڼا جامونه،
نه توتکيو په وزرونو کې گلونه راوړل
او نه باران په وچو دښتو د الماسو دانې ولونلې.
­­­
اوس مې د زړه جونگړه ،
د تروږميو په څپو کې ډوبه
اوس مې د هيلو نښتېځلي باغ کې،
د سرو غوټيو په ځای
د سرو سکروټو، سره گلونه خاندي.
زه د رڼا د جام په ياد په خپلو ټولو ساده ګيو ژاړم،
او په خپل زړه کې مې د هيلو د مزار په څلي، اوښکې شېندم
زموږ د نسل د عمر رنگينې شېبې په گزمو او د شپو له نومو سره تېرې شوى. دى شپو به په زړه پورې نومونه درلودل. مخامخ كېدونكو يو به په يوه نوم او بل به په   بلنوم ويلو. د مثال په توگه كه يوه به ويل ميگ ۲۱ نو بل به ويل  بمبارد. كه يوه به ويل، اشرار، نو بل به ويل نابود. كه يوه به ويل كارتوس، نو بل به ويل باروت. په دې ډول به شپې په واقعيت كې دوه نومه درلودل. يو اصلي سمبوليك نوم او بل يې تېر ايستونكى نوم. دا شپه زموږ د عمر شپه وه  چې تېره شوه او په تېرېدو ده. دى شپې يو واز كومې هم درلود او خوراك يې ككرۍ وى. دا شپه له كلونو راهيسې زموږ په هېواد پلنه ده. موږ له كلونوكلونو راهيسې د يو كارېزما او يوې معجزې په تمه شپې سبا كوو، نو د يو ناليدلي  سباوون له پاره شعر ليكل او د هغه استقبال  ارومرو چې د ځان تېر ايستل دي. دروغ په عاطفه او احساس كې نه ځاييږي، بلكې د عقل او پوهې كار دى، منافقت دى. اوسنى نسل، يعنې هغوی چې په اوس مهال د شپې په څلورم يا منځني پار كې په درانه خوب وېده دي او شپه يې لا نه ده سهر شوې٬ پام دې وساتي چې دروغ ونه وايی. له هر څه سره دې ووايی، خو له خپلې عاطفې او له خپل احساس او له خپل درد  او له خپل غم سره دې دروغ نه وايی، كنه نو خداى مه كړه د شعر پر ځاى به شېر وزېږوي او دا به هغه شېر وي، لكه په كابل  زوكې (بڼ) كې يې چې په يوه سيلاني رادانگ وهل او د هغه وينې يې وڅښلې. د شعر ناوې بايد د دغه شېر خوراك نه شي.
راتلونكى شعر يا د ارمان په نوم شعر هم دا ډول يوه كيسه ده. د حقيقت كيسه، دلته د شعر ناوي ډېره ښكلې سينگار شوې او د هماغه شپې كيسه كوي چې څنگه  په كې ارمان پرته له دې د شپې نوم په خوله واخلي. يوازې د انتظار ترخه زهر د سباوون په تمه تېروي او تر اوسه دغه سباوون زموږ په مالت راستون نه شو.
يو ارمان
كلونه وشول چې په زړه كې يو ارمان لرمه
چې ستا ښايست او زما لويه مينه
په يوه شعر كې سره ونغاړمه
ورځ رانه ټوله دگل وييو په لټون تېره شي٬
خو چې ماښام شي او د شپې كجير راوالوزي د ښار په لورې
او په رنگينو كوڅو وغوړوي تور وزرونه
د ښار واټونه د ستومانه لارويو تش شي
او ((بنديز)) ولگېږي
نري نري كاږه واږه وستني
د شنه اسمان په لورې وغځېږي،
زموږ په  خړه او خټينه بېړۍ
د بې پايانه سمندر په مرجاني كڅونو ونښلوي
زه بيا راپاڅېږم ډيوه بله كړم
او د گلوييو ځولۍ پرانېزمه٬
قلم راواخلم كاغذونه تور كړم
او تر سهاره پورې
ستا د ښايست او خپلې مينې ((قصيده)) وليكم.
 چې د سهر د گزمې غږ واورم
زه مې ليكلي كاغذونه بېرته بيا له سره ولولمه٬
نه په كې ستا سمسور ښايست ووينم٬
او نه زما هغه ښېرازه مينه٬
((قصيده)) څيرې كړمه
او ټولو تورو كاغذونو ته مې اور واچوم
او په  تودوخه يې تاوده كړم خپل ساړه لاسونه
بيا چې د شپې كجير له خوبه وېښ شي٬
وزرونه وټكوي
او بيرته والوزي د خپلې زړې ځالې په لور،
د شنه سهر شهباز تكل د الوتلو وكړي
او د ختيزو غرونو والوزي د شنه اسمان د دښتې په لور٬
او طلايي وزرونه
زموږ د ښار له پاسه وغوړوي
كوڅې راويښې شي، تازه كړي پروني يادونه
او خپل مخونه د رڼا په پيو بيا ووينځي٬
بيا په واټونو د رنگونو باران وورېږي
او د پېړيو تكراري لوبه له سره پيل شي.
زه بيا ځولۍ غاړې ته واچومه،
بيا په گلوييو پسې ملا وتړم،
او ټوله ورځ وايم له ځانه سره
گوندې كه نن شپه مې ارمان پوره شي ٬
ستا د ښايست او خپلې مينې انځور وكاږمه
خو لا تر اوسه په دې نه پوهېږم
چې ستا ښايست او زما لويه مينه٬
د يوه شعر٬
جغرافيه كې
ځايېداى
كله
شي.
المان، اكتوبر- ۲۰۰۰

وروستۍ خبرې
د باد په كندوالو كې ټولگه نورې ډېرې خبرې هم لري. شاعر په دغه ټولگه كې هغه انځورونه او تابلوگانې لري چې د نوموړې د تاثراتو سبب شوي دي. بايد ووايو چې په دې ټولگه كې د ټولو برجسته ځانگړنو سره سره يو ډول محدوديتونه  هم شته او ليدل كېږي او دا محدوديتونه كېداى شي چې د شاعر د گوښې والې، له هېواد څخه د لېرې والي او د غربت د چاپېريال دردوونكې اغيزه وي.
غواړم خپلې خبرې را ټولې كړم. په دې بحث كې زموږ خبرې د كاوون د هغه شعرونو په اړوند وې چې كله له هېواد نه راوتلى او له خپل ټاټوبي جلا شوى دى. دې جلاوالي د كاوون په جسم او روان اغېز كړى دى. د شاعر د دې پړاو شعرونه د پرديوالې ستونزه٬ غربت٬ انسان ته په سپكاوي كتنه٬ د انسان كرامت په پام كې نه نيول٬ د بې ريښه كېدو ستونزه او دردونه لري. د غربت شعر، د جلا وطنۍ شعر او د خاپوړو له ماحول نه جلا كېدل په جسمي درد او رواني ياس او تأثر كې نغښتي وي. شعر چې د انسان د دروني عكس العملونو او د ناخوالو په وړاندې د يو ډول سرغړاوي نوم هم دى.
په دې ويل شويو حالاتو كې د داسې ماحول خوند او رنگ هم په شعر كې جاري شويدى. په يوه اواز او چېغه بدل شوى دى. په اعتراض او قهر بدل شوى دى. په دې ډول موږ د كاوون د ټولو زغمونو او چوپ كښېناستلو سره سره د هغه په شعر كې دغه قهر او اعتراض ليدلاى شو.
شاعر په  شعر كې له خپل اصلي ټاټوبي څخه د پردي كېدني د ستونزو سره په قوي توگه ځان احساسوي. نه يوازې د خپل چاپېريال، بلكې د ټولني او فرهنگ سره هم. دا هغه ستونزه ده چې د هر مهاجر او له هېواده لېرې روښانفكر٬ هنرمند او شاعر ورسره مخامخ دى. دا پردي كېدنه شاعر دېته رابولي چې يوه شېبه يا په يوه شاعرانه شېبه كې له خپل ځان او له خپل جهانه لېرې كېږي. له موجوده حالت نه تښتي او په رواني لحاظ په خپله ماضي كې د پناه اخېستلو وړانديز كوي. په دې حالت كې شاعر د اصلي٬ بومي فرهنگ د ټولو شتو نه گټه اخلي او يا په رواني فلسفي مفهوم لاشعور ته ورستنېږي. د خپلو ويلو خبرې د لاشعور په مفاهيمو او پېښو كې نغاړي. د خپل فرهنگ او پلرني ټاټوبي په كوڅو او مالتونو كې د كليو په وستل او دېرو، حجرو كې او د لوبو په جلگو او خوړونو كې گوري او د خپل شاعرانه فكر د رواياتو او افسانو څپانده سيند په غاړه پلتۍ وهي او خپل خوبونه ورته كيسه كوي.
د دې ليكنې په يوه برخه كې هم ورته اشاره شوې ده٬ سره له دې چې كلاسيك شعر چې وزن او قافيه لري زيات په ذهن او حافظه كې پاتې كيږي٬ خو د كاوون د شعر تصويرونه او انځورونه داسې د افغاني اصيلو غاليو په توگه يو واحد ډيزاين او سينگار لري او كله چې د لوستلو له پيل څخه د لوستونكي ذهن ته خپل انځور انتقال كړي بيا تر پايه دا انځور لكه د افغانستان  طبعيت ابدي  پاتې كيږي او د هغه په ذهن كې حك كېږي.
خو كله چې  شاعر عيني محسوسات او واقعي پېښې  د عقل او منطق په مرسته انځوروي، نو شعريت يې كمزورى كېږي. دا ځكه چې كله هم سياسي احساس غلبه كوي، خو هلته يا په هغه ځاى كې چې له سياست څخه تښتي، د عقل او شعور او اگاهي نه لېري كېږي، نو يو ډول رواني حالت ته ورځي يا په بله وينا د خوب او وېښي برزخ كې تم كيږي، نو شاعر په كې د لاشعور په ژبه خپل سمبولونه او تصويرونه كاروي٬ تابلو كاږي او د هغو سيل ته عالمونه رابولي.
كاوون هنرمند او شاعر دى ٬ خو د زمان په ايرو او گردونو كې پټ هغه دى. دى د شاعر زړه لري او د شاعر زړه يې په ټټر كې ټوپونه وهي. سره له دې چې د عقل او پوهي او علم لېوال دى، خو په ماهيت كې داسې نه ده. هغه په ټولو چلندونو او برخوردونو كې صادق او رښتينى دى. لكه شعر داسې رښتينى دى، لكه شعر داسې سپېڅلى او شفاف يا روڼ دى، لكه د شاعر احساساست او عواطف او لكه د كوچني ماشوم زړه او اوښكه داسې معصوم دي.
د فورم له مخې يا د فورمالېزم له مخې د كاوون شعر د پښتو د اوسني ادبي بهير د غرونو په سرونو كې انعكاس كوي او له هغه ځايه اورېدل كيږي. كله چې هغه عاشقانه شعر وايی هغه د عشق له زور او قوت نه د خپل پيام له پاره كاراخلي. د هغه عاشقانه شعر په رښتينې توگه ځانگړې محتوى او بيل مضمون لري. شاعر په دې ډول فورم كې د زړه له تله په ټولو حواسو او ټول ځواك سره موضوع ته عشق وربخښي، ساه وركوي او احساس په كې راپاروي.

ماخذونه
-۱ اشرف خان هجري. كليات، تحقيق، ترتيب او سمونه، همېش خليل (۲۷۶ مخ) چاپ : پېښور، كال
۲- خوشال خټك، دوست محمد كامل، دانش كتاب پلورنځى، ۱۸۳ مخ
۳-  اشرف خان هجري د همېش خليل ترتيب او سمونه
۴- د باد په كنډوالو كې
۵- د باد په كنډوالو كې
۶ - د باد په كنډوالو كې
-۷ شعر فارسي د رغربت، كيانوش ۳۸ مخ
۸- د باد په كنډوالو كې
۹-   د باد په كنډوالو كې
۱۰ - نقد وارمان ۶ پاييز  ۱۳۷۶ ادوارد سعيد
۱۱- محمود درويش
۱۲- د باد په كنډوالو كې
۱۳- د باد په كنډوالو كې
۱۴- ((زبان رمزی افسانه ها مقدمه مترجم ۹ مخ ))
۱۵- انتونيو مورنو، (يونگ، خدايان و انسان مدرن ۱۹ مخ )
۱۶- د باد په كنډوالو كې  
۱۷- د باد په كنډوالو كې  
۱۸- د باد په كنډوالو كې  
۱۹ د باد په كنډوالو كې  
۲۰ د باد په كنډوالو كې  
۲۱- د باد په كنډوالو كې 
۲۲- د باد په كنډوالو كې 
۲۳- د باد په كنډوالو كې 
۲۴- د باد په كنډوالو كې 
۲۵- د باد په كنډوالو كې 
۲۶- د باد په كنډوالو كې 
۲۷- د باد په كنډوالو كې 
دكاوون په شعر كې  دعشق اوفورم  په باب  څو  يادونې

د صديق كاوون  د مينې شعر او د هغه  فورم ته يوه كتنه

وايي چې يو سړی ښار ته راغی او د شاعر پوښتنه يې كوله.  شاعر يې پيدا كړ او ترې ويې پوښتل: څه سبب دی چې دومره زيات مشهور يې؟  شاعر ورته وويل: وگوره اسمان ته هلته څه گوري ؟ ماښام مهال وو. لاروي وويل: يوازې په اسمان كې هلال وينم. بيا شاعر ورته وويل اوس سترگې پټې كړه او وگوره څه وينې ؟
هغه سترگې پټې كړی او ورته وی ويل څه نه وينم. شاعر ورته وويل زما او ستا تر مينځ همدا توپير دی. كله چې زه سترگې پټې كړم، زه هلال له دې هم ښكلی وينم، نو كيداى شي دا زما د شهرت سبب وي
خوشال بابا وايی :
عارفان د سر په سترگو گوتې كېږدي
د خپل زړه په سترگو ويني تماشا كا
شعر او عرفان له يوه نسله دي او ډېرې نږدې نسبي اړيكي لري. هغه څه چې شاعر او عارف نړۍ ته گوري او ويني يې، عالم او فلسفي يې نه ويني.
خبره دا ده چې موږ له نړۍ سره او د خپلې شاوخوا سره له دوه لارو مخامخ كېږو. يو د علم او پوهې له ليارې چې په يو ډول منطقي وسايلو ترسره كېږي او انسان ته د دې امكان وركوي چې نړۍ او چاپېريال  زموږ د غوښتنو او ارادې پر بنياد جوړه او بدلون وركړي، خو بل شاعرانه لاره ده چې له نړۍ او د هغه موجوداتو  څخه اغېزه ده چې په بل عبارت زموږ د اغېز موندنې ډگر دی. موږ په دوه ډولونو نړۍ ته سترگې پرانيزو او هر ډول ژبنې سترگې غړول او اورېدل د يو ډول جوړ جاړي او تناسب جوړولو غوښتنه كوي.
موږ هغه مهال شاعر يو او شاعرانه نړۍ ته گورو تر هغو چې زموږ ژبه را څرگندېږي او له نړۍ سره هغه د احساس له مخې رابطه او نسبت  ټينگوو او له دې لارې په موجوداتو كې  د شاعر د حضور سبب كېږي. يعنې دلته موږ ځينې شيانو ته د خپلو اهدافو له مخې گورو او ژبې ته غوږ ږدو. يعنې د ژبپوهنې ښكلاييز اړخ يعنې نړۍ لكه په كليماتو باندې د لوبو يو ډگر په توگه وينو چې د انسان په خدمت كې ځاى نيسي.

خو د شعر فورم يعنې څه؟
هغه څه دي چې شعر د انسان په وړاندې دروي. د لوستونكې پر مخ قد راپورته كوي. د شعر فورم دى. د شعر فورم يعنې هغه څه چې لوستونكى نه پرېږدى چې له شعر نه وتښتي. فورم يعنې مخ پر مخ ، يعنې مخامخ، يعنې په مقابل كې يعنې ټينگ او پرله پسې او دايمي درېدل، هغه شعر چې فورم لري د كاغذ له سطحى ووځي، بلكې درېږي، حجم پيدا كوي، قدوقامت پيدا كوي. داسې چې د چا خبره كېداى شې د كليماتو عمودي شكل.
په توگه د كاغذ پر مخ وليدل شي. دشعر په  باب او د شعر د فورم په باب دا وينا صدق كوي چې وايی نه يوازې د كاغذ پرمخ په افقي ډول، بلكې په عمودي ډول دريږي. (۱)
پركليماتو لوبې او د كلماتو اوډون او د شعر نظم يعنې سكيچ او بودې تنستې څخه داسې څه جوړېږي چې لوستونكى نښلوي او هغه نه پرېږدي چې له لوستلو يې صرف نظر وكړي او كه لوستونكى ترې صرف نظر كوي، نو بيا د دغه ټوټې يا د كليماتو د ټولگې يعنې  شعر شعريت تر پوښتنې لاندې راځي.
د فورم دا بحث په فرهنگ كې هم صدق كوي. په فرهنگي لحاط په پښتو ادب كې داسې شعرونه شته چې زړښت نه لري. كه د خوشال شعر چا د مغولو په دور كې لوستى دى، نو مغلواله ورته په مخ كې درېدلې ده. خوشال ورته حضور پيدا كړى دى. كه د انگرېزي استعمار او يا كه د پښتنو د مبارزو په نورو دورو كې چا لوستى دى، نو بيا هم تكرار شوي دي. مانا دا چې په هر عصر او دور كې يې حضور پيدا كړى دى.
د مغلو د دورې خوشال، د انگرېزي استعمار د دورې خوشال، د پښتنو د ملي خپلواكۍ غوښتني له پاره د اوس زمان خوشال هماغه يو خوشال دى، خو د هر نسل سره ژوند كوي.
كه دحماسې نه ووځو او عشق ته راشو هلته هم دا حال دى.
يوه لنډۍ يو ښه مثال كېداى شي :
د اوبو غړپ كولى نه شم   په زړه مې ستا د مينې ليك دى وران به شينه
لنډۍ اصيله او د خلكو له خوا ويل شوې لنډۍ هم د ښه شعر نه زياته تل له نسلونو سره لوبې كوي.
خو د مينې يا عاشقانه شعر څه دى؟ څه فكر كوۍ ايا د مينې او عشقي شعر يوازې مينې او معشوقې ته شعر ويل دي او ايا دا د يوې معشوقي د كړووړو ستايل او هغې ته د كليماتو هار جوړول دي ؟ نه داسې نه ده. عشقي شعر په واقعيت كې هغه څه دى لكه چې د معشوقې او مينې په ناپايه مينه كې د ترسيم هڅه وي او په ډېره تواضع او كمينۍ يې ترسره كړي. هغه ته ډېر ښه كليمات واوبې او د ښو كليماتو نه ورته هار جوړ كړي. دا كېداى شې معشوقه نه وي. په استعاري توگه دا بل څه وي. انساني ژوند له رنگينيو ډك دى، خو هېڅكله د كريح او قبيح (ناوړه او كرغېړنه)  عناصرو ستايل د مينې د شعر مضمون نه شي كېدای.
د مينې شعر يا عاشقانه شعر په اصطلاح شاعرانه فحشا نه ده. مينه بل څه ده. ولې د عشق مفهوم په تصوف او عرفان كې په ډېر عالي او له مظاهرو پورته مفهوم سره افاده كېږي. مانا دا ده چې دا هغه ايديال او اشتياق دى چې د رسېدو تنده يې  له دښتو او ساراوو تېره شوېده. شاعر د دغه مفهوم يا وصال  ترسيم ته داسې كليمات كاروي او له داسې مفاهيمو ورته زينه ږدي چې لوستونكی يې په سيل نه مړېږي او سترگې يې همداسې اسمان ته پاتې كېږي.
دا دونيا ده خداى د عشقه پيدا كړې 
د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا  -   يا د اچې :
لاس وپښې دې بې زيوره ښايسته دي
څه منت به د پايلو د باهو كړې  
كه سوزن د بڼو راوړي تار د زلفو
د رحمان د زړگي زخم به رفو كړي
داسې ډېرمثالونه شته او وينو چې كه پېړۍ تېرې شي او پښتني فرهنگ او پښتانه وي دا شعر ورته نوى دى او زړښت نه لري.
همدارنگه د باد په كنډوالو كې انسان په ځېنو ځايونو كې د يو لړ  داسې تخييلاتو سره مخامخ كوي چې ماضي او حال سره د خيال په نازكو تارونو تړي. پرته له دې چې محسوسه وي، خو لوستونكی د محسوساتو په لور بيايي يا هغه ته ا حساس وركوي. دا سره له دې چې ازاد شعري فورم كې ويل شوي، خو په حافظه كې پاتې كېږي او لوستونكی اړ كوي چې تر پايه يې له ځانه سره وساتي.
اوس راځو د باد د كنډوالو د شعرونو دې اړخ ته چې زموږ پورتنۍ خبرې څومره صدق كوي.
د مينې شعر لولو: په دې شعر كې شاعر كېدای شې له خپلې مينې سره د خپل فكر سره د خپل ارمان سره او د خپل زلميتوب له هوس سره خبرې كوي، خو دا شعر څومره وس لري چې د شاعر  د  فكر او خيال په ورشو كې لوستونكى هم په  ځان پسې راكاږي. قوت يې هم په دې كې دى چې د هر چا د تعبير سره سم درومي او هر چا ته د تعبيرونو لار پرانېستې پرېږدي. دا د هنر يوه جادوگرانه لوبه هم ده.

 د مينې شرط

 

ماته ياد شي چې ته پېغله، زه زلمی وم
په رگو کې مو سکروټې گرځېدلې
ټول وجود مو اور د مينې وو نيولی
له لېمونه مو سپرغۍ پورته کېدلې
پسرلی وو،
دونيا ټوله ښايسته وه،
د وږمې کاروان،
شېندلي وو،
عطرونه.
د ځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه
له غمونو مو خالي وو، زلمي زړونه ،
زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښکل کړم،
د هوس په دنيا سم کړم قيامتونه.
تا مې لاس په شونډو کېښود،
بيا دې وويل:
چې اول مې تور پيکي ته،
سور گل،
راوړه،
بيا مې ښکل کړه د سورکو شونډو سرونه،
او سور گل،
زمونږ د ځوانې مينې، شرط شو،
زه له هغې ورځې وروسته بيا تراوسه،
سرگردانه په سرو گلو پسې گرځم،
کله سمې لټومه،
کله ،
غرونه،
کله دښتې او ميرې،
کله ،
باغونه،
له هر چانه د سرو گلو پته غواړم،
په سرو گلو پسې لويې لارې نغاړم،
نه مې ستا د پيکي گل،
چېرې،
پيداکه،
نه پوره مو د نيمگړې مينې،
شرط ،
شو.
نه مې ښکل کړل،
ستا د سرو شونډو،
سرونه
نه سمسور شول،
نښتېځلي،
ارمانونه.

شاعر په دې شعر كې د سيزيپوس داستان وايی. هغه چې هېڅكله خپل هدف ته نه رسيږي، خو د دې حالت ترسيم او انځورونه لوستونكي په وړاندې درېږي او له هغه سره خبرې كوي. دا د نهيلۍ او له ارمانه د ډك ژوند كيسه ده. دا سورگل كوم سورگل دى چې شاعر يې نه مومي. جوته ده چې لوستونكې هم د لوستو په مهال په ځان پسې را كاږي او هغه د خپلې لارې مل كوي. په يوه هنري تابلو كې كېدا شې يوازې يو ثابت انځور وښودل شي، خو په دې شعر كې چې پياوړې اډانه او فورم لري. زمان هم ښيی او د زمان حركت هم جوتوي.
((هغه څه چې د شاعرۍ سبب او موجب دي. درد، جنون او هيلې او اميدونه، رنځونه، هوسونه او سحر او نور دي چې بايد دا احساس او عاطفه او دا ځانگړې ليد توگه هم ورسره وي)).
تخيل بېلابېل تعريفونه لري ځينو عاطفي ته د طبيعيت انساني كول وايی ځينې ورته د انساني ذهن هڅه او تلاش وايی او چې د شيانو او طبعيت ترمينځ د نويو اړيكو او راوابطو او يا په شيانو كې د ذهن ننوتل  دي.
په لاندې شعر كې ډېر ساده او د لمس وړ مفاهيم پيل كېږي او د شعر يوه نه جلا كېدونكې ټوټه جوړوي. دلته داسې مفاهيم لكه: ((د كور د مخې كوڅه، د كلي چنار او د گودر لاره)) د دې مفاهيمو په اورېدلو او لوستلو لوستونكی وار د واره ځان په كلي كې احساسوي.
په دويم بند كې د شاعر د يأس او نهيلۍ او د تېر عمر پسې زړه بوگنوونكى تاثر را ژوندى كوي او په پاى كې له هغه وروسته چې د شاعر په ذهن كې درڼا د څرك په څېر يو څه تېرېږي بيا وركېږي. دا د خوب كيسه نه ده، بلكې د وېښتيا حالت دى. داسې حالت چې بېرته نه راستنېږي. شيرين عمر چې تېرېږي درېغه درېغه ....

ماڼۍ که جونګړه؟

نوره دې نه يادوم،
نور دې د کور له مخې نه تېرېږم
نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،
نور دې  د کلي د چنار په ډډه نوم نه ليکم،
نور دې د پله خاورې په سترگو باندې نه موښمه
او نوره  دې لاره د گودر نه څارم.
­­­
آرمان، آرمان هغه خوږې د انتظار شېبې مې،
چې ستا د زلفو په دار وځړېدې.
آرمان، آرمان د هيلو تاندې نازنينې غوټۍ
چې ستا د مينې په اور وسوزېدې،
آرمان، آرمان هغه د کلي د سينځلو گلان
چې د ناپايه پسرلي په سهارونو کې مې
ستا د راتلو په لاره وغوړول.
او له رنگينو اميدونو نه مې،
تا ته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،
خو ته يوازې د يوې شېبې، يوازې د يوې،
   لنډې شېبې له پاره
زما د هيلو رنگينه ماڼۍ ته ننوتې،
بيا دې په سرو منگلو،
زما د زړه په وينو،
زما د هيلو د ماڼۍ په دېواله وليکل،
چې: دا جونگړه خو زما د اوسېدلو نده.
او بيا د تل له پاره،
زما د زړه له کوره ووتلې.
­­­
نوره دې نه يادوم،
نور دې د کور له مخې نه تېرېږم،
نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،
نور دې د کلي د چنار،
  په ډډه،
   نوم،
    نه ليکم.

په دې برخه كې مې يوه خبره بله هم زړه غواړي چې ويې كړم او هغه د شعر او سياست په باب ده.
كله كله سياست او شعر هم داسې يو له بل سره چمبړ كېږي،  لكه اور او اوبه، لكه هندو او كليمه. دا ځكه چې عقل او عاطفه سره بېلابېل  سلطنتونه دي. شاعر چې كله له سياست نه او يا په بل عبارت د تعقل نه لږه تېښته وكړي، نو خپل ځان سره يوځاى شي، يعنې انسان شي. رښتينى شي، عاطفه او احساس شي، خيال او انځور شي او داسې نور.
موږ هم كله چې د باد د كنډوالو  په ډنگي ډوال دروازه پښې ږدو او د كنډوالې مينځ ته ورننوزو. هلته ځېنې شيان چې د فن له پاره اېښې دي وينو، خو ځېنې داسې شيان چې د صانع پام ورته نشته هم اېښودل شويدى. د مثال په توگه:
د بلۍ نړېدلي دېواله كې د كنډر په مينځ كې خټينه تاخچه وينو. هلته يوه خټين كنډولى پاتې دى. په كنډولي د نينه شويو غنمو څو دانې ليدل كېږي. په دې غنمو كې داسې هم برېښې چې اور پرې اثر نه وو كړى او تېغ يې وهلى دی. د تاخچې لاندې د يو ماشوم د لوبو سامان پروت دى. يوه گوډۍ ده. دا گوډۍ پخپله يو داستان لري. په هغه د لوبې كوونكي ماشوم خندا خوشحالي، خپگان، ژړا او داسې نور او دا چې اوس دا ماشوم چېرته دى؟ او په څه حال دی؟ يو منسجم او منظم داستان دی.
شاعر داسې پېښې ته مسيحا كېږي. دېته د كليماتو په زور ساه وركوي. حركت وركوي، ژوند وركوي اوازونه وركوي، نو دلته چې شاعر ورته عاطفه وركوي او احساس وركوي او بالاخره يو طبيعي چاپېريال په انساني هغه بدلېږي ، نو د مينې يا عاشقانه شر يوه بېلگه دا هم كېداى شي.

د رڼا جام

تاته به ياد وي که نه،
هغه شېبه چې ما په مينه مينه،
تاته د زړه جونگړه پرانېستله،
ته مې د هيلو نښتېځلي باغ ته وبللې.
ما ويل ته به راشې
او پسرلی به راشي
او توتکۍ به په وزرونو کې گلونه راوړي،
او د غوټيو ښايسته ډمې به،
د وچو لښتو د يادونو په بام ونڅېږي.
­­­
ما ويل زه به ستا د سترگو له روښانه چينو،
د رڼا جام وڅښم.
او د ژوندون هره شېبه به د رڼا په سين کې ولمبوم،
او تروږمۍ به مې د زړه له سوزېدلي ښاره وباسمه.
څومره ساده ومه زه.
­­­
زه د وږمې تږی وم،
ما د باران د راتلو لار څارله،
ما په شنو لښتو کې د سرو گلو خوبونه ليدل.
ما ويل ته که راشې
نو پسرلې به راشي،
زه به د شنې وږمې په شنو وزرو والوزمه،
په غرو رغونوکې به وگرځمه،
د وچو بوټو په رگونو کې به شور وېښ کړم
د سپېرو څانگو په غوږو کې به آيت د ژوندانه ووايم.
څومره بېځايه هيله.
­­­
تاته به ياد وي که نه،
خو زما هېره نه ده،
هغه شېبه چې ته زما د زړه جونگړې ته راننوتې،
بيا مې د هيلو باغ کې وگرځېدې
د لمبو ختې دې په غاړه پرتې،
او په پښو دې د سکروټو سرې پڼې ښکارېدې.
ستا له راتگه سره،
زما د هيلو باغ د اور په سمندر پرېوته.
نه مې وږمه وليده
نه ستا د سترگو د رڼا جامونه،
نه توتکيو په وزرونو کې گلونه راوړل
او نه باران په وچو دښتو د الماسو دانې ولونلې.
­­­
اوس مې د زړه جونگړه ،
د تروږميو په څپو کې ډوبه
اوس مې د هيلو نښتېځلي باغ کې،
د سرو غوټيو په ځای
د سرو سکروټو، سره گلونه خاندي.
زه د رڼا د جام په ياد په خپلو ټولو ساده ګيو ژاړم،
او په خپل زړه کې مې د هيلو د مزار په څلي، اوښکې شيندم
زموږ د نسل د عمر رنگينې شيبې په گزمو او د شپو له نومو سره تېرې شوې. دې شپو به په زړه پورې نومونه درلودل. مخامخ كېدونكو يو به په يوه نوم او بل به په بل نوم ويلو. د مثال په توگه كه يوه به ويل ميگ ۲۱ نو بل به ويل  بمبارد. كه يوه به ويل چې اشرار، نو بل به ويل نابود. كه يوه به ويل كارتوس، نو بل به ويل باروت. په دې ډول به شپې په واقعيت كې دوه نومه درلودل. يو اصلي سمبوليك نوم او بل يې تېر ايستونكى نوم. دا شپه زموږ د عمر شپه وه چې تېره شوه او په تېرېدو ده. دې شپې يو واز كومی هم درلود او خوراك يې ككرۍ وې. دا شپه اوس هم زموږ په هېواد پلنه ده او پرون هم. موږ د دې شپې سباوون ونه ليده او چې سباوون مو ونه ليده او د ناليدلي سباوون له پاره مو شعر ليكلو، نو دا ارومرو دروغ وو او دروغ په عاطفه او احساس كې نه ځاېيږي، بلكې د عقل او پوهې كار دى او منافقت دى. اوسنى نسل يعنې هغوی چې په اوس مهال د شپې په څلورم يا منځني پار كې په درانه خوب وېده دي او شپه يې لا نه ده سهر شوې پام دې وساتي چې دروغ ونه وايی. له هر څه سره دې ووايی، خو له خپلې عاطفې او له خپل احساس او له خپل درد  او له خپل غم سره دې دروغ نه وايی. كنه نو خداى مه كړه د شعر پرځاى به شېر وزېږوي او دا به هغه شېر وي لكه په كابل زوكې (بڼ) كې يې چې په يوه سيلاني را دانگ وهل او د هغه وينې يې وڅښلې. د شعر ناوې بايد د دغه شېر خوراك نه شي.
راتلونكى شعر يا د ارمان په نوم شعر هم دا ډول يوه كيسه ده. د حقيقت كيسه. دلته د شعر ناوې ډېره ښكلې سينگار شوې او د هماغه شپې كيسه كوي چې څنگ په كې ارمان پرته له دې چې د شپې نوم په خوله واخلي يوازې د انتظار ترخه زهر د سباوون په تمه تېروي او تر اوسه دغه سباوون زموږ په مالت راستون نه شو.
يو ارمان
كلونه وشول چې په زړه كې يو ارمان لرمه
چې ستا ښايست او زما لويه مينه
په يوه شعر كې سره ونغاړمه
ورځ رانه ټوله دگل وييو په لټون تيره شي ٬
خو چې ماښام شي او د شپې كجير راوالوزي د ښار په لورې
او په رنگينو كوڅو وغوړوي تور وزرونه
د ښار واټونه له ستومانه لارويو تش شي
او ((بنديز)) ولگېږي
نري نري كاږه واږه وستني
د شنه اسمان په لورې وغځېږي ٬
زموږه  خړه او خټينه بېړۍ
د بې پايانه سمندر په مرجاني كڅونو ونښلوي
زه بيا راپاڅېږم ډيوه بله كړم
او د گلوييو ځولۍ پرانیزمه٬
قلم راواخلم كاغذونه تور كړم
او تر سهاره پورې
ستا د ښايست او خپلې مينې ((قصيده)) وليكم.
 چې د سهر د گزمې غږ واورم
زه مې ليكلي كاغذونه بېرته بيا له سره ولولمه،
نه په كې ستا سمسور ښايست ووينم،
او نه زما هغه ښېرازه مينه،
((قصيده)) څيرې كړمه
او ټولو تورو كاغذونو ته مې اور واچوم
او په  تودوخه يې تاوده كړم خپل ساړه لاسونه.
بيا چې د شپې كجير له خوبه وېښ شي،
وزرونه وټكوي
او بيرته والوزي د خپلې زړې ځالې په لور،
د شنه سهر شهباز تكل د الوتلو وكړي
او له ختيځو غرونو والوزي د شنه اسمان د دښتې په لور،
او طلايي وزرونه
زموږ د ښار له پاسه وغوړوي
كوڅې راوېښې شي، تازه كړي پروني يادونه
او خپل مخونه د رڼا په پيو بيا ووينځي،
بيا په واټونو د رنگونو باران وورېږي
او د پېړيو تكراري لوبه له سره پيل شي.
زه بيا ځولۍ غاړې ته واچومه٬
بيا په گلوييو پسې ملا وتړم،
او ټوله ورځ وايم له ځانه سره
گوندې كه نن شپه مې ارمان پوره شي،
ستا د ښايست او خپلې مينې انځور وكاږمه
خو لا تر اوسه په دې نه پوهېږم
چې ستا ښايست او زما لويه مينه،
د يوه شعر،
جغرافيه كې
ځاييداى
كله
شي.
المان، اكتوبر، ۲۰۰۰