د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٩ کال دوهمه اونيزه غوڼډه تېره شنبه د وري په څوارلسمه نېټه په کابل کې د پوهنې د وزارت په تالار کې د ګڼ شمېر خويندو په ګډون جوړه شوه . غونډه چې د پاک الله په سيېڅلي کلام پيل شوه ، چلونکې يې توبا ندا ساپۍ ، ريسه يې آغلې ساهره شريف او منشي يې عزيزه افغاني وې.
غونډه چې د غرمې پر دوه وو بجو پيل شوه ډېره برخه يې په روان نوي لمريز کال کې د مېرمن بهير د نويو پلانونو په اړه خبرو اترو ته ځانګړې شوې وه . مخکې له دې نه چې د بهير پر کاري خبرو بحث پيل شي ندا ساپۍ بهير والو ته لنډې څرګندونې وکړی. ندا ساپۍ خويندې دېته وهڅولې تر څو خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. هغې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل : ستاسو دې پاڅون په پښتنې ټولنه کې يو مثبت بدلون رامنځته کړی ، داسې يو بدلون چې د ځينو تنګ نظرو خلکو سترګو ته لکه اغزي ښکارېږئ . خو تاسو به خپله حوصله له لاسه نه ورکوئ ځکه که زموږ ټولنه دومره سالمه وای چې د بېځايه خبرو او منفي عکس العملونو پر ځای يې پر ښو او مثبتو موضوعاتو خپل وخت تېر کړی وای نو بيا به موږ کومه ستونزه نه درلودای.
الله دې موږ ټولو ته دا توفيق راکړي ترڅو د داسې ذهنيتونو د اصلاح لپاره کار وکړو .د کاري خبرو په برخه کې ندا وويل چې دې نوي کال کې بايد د بهير د لا پراخېدو لپاره هلې ځلې وشي چې په دغه ترڅ کې اغلې جميلې ساپۍ چې د اتمې ناحيې او اغلې پاريسه خزان چې د پينځمې ناحيې د معلمانو د شورا مشرانې دي ، دنده يې واخيستله ترڅو په خپلو اړوندو ناحيو کې پښتنومېرمنو ته د مېرمن بهير په اړه لازم معلومات ورکړي همداراز هغه بهير والې چې ښوونکې دي ، هغوی ته هم دنده وسپارل شوه ترڅو په خپلو ښونځيو کې دا کار وکړي .
د غونډې په ترڅ کې د افسون په نامه يوې خور له خوست څخه ټليفون وکړ . هغې خپل شعر بهير والو ته واوروه او له مېرمن بهير نه يې غوښتنه وکړه تر څو د هغې د کتاب د چاپ په برخه کر ورسره مرسته وکړي. چې د بهير له خوا يې هرکلی وشو او د هر راز مرستې ژمنه ورسره وشوه. مېرمن افسون دا هم وويل چې خاوند يې ورته وويل ترڅو مېرمن بهير سره په تماس کې شي ........ د اغلې افسون د خبرو وروسته ساهرې شريف چې پارلمان کې د خوست د خلکو استازې ده وويل : زه په خوست کې داسې څوک پېژنم چې ادبيات يې لوستي ، له واده نه د مخه يې شاعري کوله خو له واده وروسته يې چې کله شعر وليکه نو د خاوند له خوا ورټرټل شوه او بېلابېل شکونه ورباندې وشول خو له نېکه مرغه د اغلې افسون د خاوند په شان داسې کسان هم شته چې پخپله، خپلې مېرمنې هڅوي او ورسره مرسته کوي تر څو خپل کلتوري فعاليتونه پر مخ بوزي.
د غونډې په دوهمه برخه کې د نظيفې نيازۍ يو ازاد نظم کره کتنې ته وړاندې شو او په اړه يې هر اړخېزې خبرې وشوې.
په درېمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه او بهيروالو خپل شعرونه ولوستل. د مشاعرې د برخې چلوونکې اغلې بصيره حمېدي وه.
د غونډې په اخېر کې يو اندازه د قرطاسيې مواد چې د ښاغلي صميم پکتياوال له خوا بهير والو ته ډالۍ شوي و ، پر ګډون والو واېشل شوه.
غونډه د ناشتا د خوړلو وروسته د مازديګر په څلورو بجو ختمه شوه .
ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين په دوه وو بجو په کابل کې د پوهنې د وزارت په تالار کې جوړېږي