له ولسمشر کرزي نه يوه خاصه هيله


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1157

 

 

ملا برادر بايد له پاکستاني چارواکو راخلاص شي

ښاغليه! په ټول افغان کې مې ولوستل چې ليکلي يې دي چې ملا برادر په پاکستان کې د ډېر سخت تعذيب لاندې دی او هم مې په بېنوا کې ولوستل چې اتحاد علماء ليکلي چې راتلونکې لويه جرګه کې ګډون کول حرام دي.
ښاغليه!
تاسو ته بهتره پته ده چې ستاسو (د دولت) اړيکي له نوموړي سره د سولې په خاطر او هېواد ته د سوکالۍ، جنګ ته د پای ټکی او د وينو تويولو په خاطر روانې وې. تاسو او ټولو هېوادوالو او خپله طالبي غورځنګ او ټولو نړيوالو ته پته ده چې زموږ مساله د جنګ او زور له ليارې نه حل کېږي، بلکې د سولې، خبرواترو او جرګو مرکو له ليارې حل کېږي. زموږ مساله يو ديپلواتيک حل ته ضرورت لري او پرته له دې يې بله چاره نشته. اسلام د سولې، امن او اجتماعي عدالت دين دی. په يو محدود چوکاټ کې رامنحصرول يې درست کار نه دی. ان تر دې چې په جنګي شرايطو کې يې د وړو، ضعيفانو او ښځو لپاره هم قوانين وضع کړي دي. که دا ناسته او يا د سولې جرګه په هېواد کې د سرتاسري سولې او امن لپاره يوه وسيله شي، نو بدي يې په څه کې ده؟ بله دا چې پېشنهاد يې د دولت له خوا شوې نه د دوی (مخالفينو نه) چې ځان ورته کمزوری معلومه شي. نو چې بل څوک دې ورته په زور او يا په څه چل ول رانيسي او بيا دې ورته په زور يا په رضا کښېنوي، نو چې پخپله ورسره خبرو ته کښېنې څه بديت به ولري؟
ښاغليه!
زه نه د ملا برادر او نه يې د غورځنګ طرفدار يم او نه يې لېواله يم، خو هر هغه څوک چې د سولې طرفدار او يا ورته لېواله وي، زه ورته درناوی لرم. زموږ پرته له خدايه په مسلم – غيرمسلمو کې خيرخواه نشته پرته له بدخواهانو نه. څومره ضرر چې موږ ته د خپلو اسلامي همسايه وو نه متوجه دی، هومره له نورو نه دی متوجه. زما په اند خو د نوموړي همدغه متانت وجرئت او ايمانداري هم بس ده چې نوموړي سيده له تاسو او يا يې د ملګرو ملتونو له دفتر سره لرلې لکه څنګه چې ناروېژي کای ايدي هم تاييد کړې وه. اسلام اباد او څارګره اداره ښه په دې خبره وه، خو دا چې نوموړي خپله مساله ګڼله او د هغوی هر ډول اختيار او واک يې نه مانه، نو بالاخره د نيولو لپاره يې د امريکا سره سپېږمې بوي کړې او په لاس يې ورته ورکړ چې نه يوازې پيسې، بلکې نظامي مرستې يې ترلاسه کړې او هم يې پرې نورې ستراتيژيکو مرستو لپاره له امريکا څخه ډاډ او هوکړه ترلاسه کړه.
زه له خپلو علمای کرامو نه دا هيله لرم چې دوی بايد د خپلو فتواو په اړه ډېر جامع، محتاط او دقيق اوسي. هسې که يو مثال يې دلته وړاندې کړم چې زما د طالب خرڅول په غيرمسلمو باندې د خپلو سياسي، اقتصادي، نظامي او ستراتيژيکو ګټو او موخو لپاره هم حرام دي. تېره مياشت چې د پاکستاني او امريکايي جنرالانو ترمينځ په امريکا کې سره خبرې او ليده کاته وشول چې د اتومي پروګرام خبرې هم پکې مطرح وې. ښکاره خبره ده چې پاکستان د هند په مقابل کې اندېښنه لري. هند له روسيه سره د نورو لس دولسو بټيو لپاره قرارداد لاسليک کړی چې له نيمايي نه زيات به يې د ۲۰۱۲ پورې جوړې شي او پاتې به يې تر ۲۰۱۸ پورې جوړې شي. پاکستان هم ۱۶ دانې نوې ايف ۱۸ ، ۱۰۰۰ لايزري بمونه او مهمات، مالي او نورې مرستې ترلاسه کړې او په بدل کې يې د ملابرادر او مولوي کبير په شمول نور ډېر طالبي لوړ پوړي چارواکي امريکا ته په لاس ورکړل. کياني او قريشي به خدای خبر چې څه نور ډېر شيان ورته ويلي وي. ما خو تراوسه له يو عالم دين نه په پاکستان کې وانه ورېدل چې د يو مجاهد، طالب - افغان او مسلمان خرڅول د خپلو مفاداتو لپاره په ټګۍ برګۍ په غيرمسلمو باندې حرام او ناروا دي. کله چې يې د خپل ملک ګټه وي، نو بيا پرې سقوط او لاعلمي اختيار کړي.
زما همدغو علمای کرامو ته ښه پته ده چې يو څوک ښه پوهېږي چې د يو مسلمان وينه بېځايه توييږي او خپل دولت او نظاميانو ته د حق خبره نه کوي ايا دوی به هم خپل خدای او رسول ته مسووليت لري او کنه؟ سره له دې چې پاکستاني علما زموږ استادان دي او موږ بايد چې ورته ډېر درنښت او احترام ولرو، خو له بده مرغه چې دوی خپل دغه لوی رسالت د خپل حکومت او پوځيانو په وړاندې نه دی ترسره کړی. دوی ته په کار وه او ده چې بايد خپل حکومت او څارګرې ادارې ته ووايی چې په افغانستان کې له لاسوهنې لاس واخلي. بهترين جهاد د خدای په لار کې ظالم حکمران ته د حق خبره ده. افسوس چې دوی ترې محروم دي.
عجيبه خبره ده چې له غيرمسلمو سره په جرګه کې ګډون حرام بولي، خو له هغه چا سره يې بيا حرام نه بولي چې څوک د همدغو غيرمسلمو سره په پټه او ښکاره ولاړ دي او پښې مو ورته وهي. ورته مو رانيسي او پښې زولانه او ولچک په لاس مو ورکوي، نو دغه پيسې اخېستل او يا هر ډول مرستې ترلاسه کول خو هم حرام دي. او که حلال يې ګڼي، نو بيا خو له بدو نه بدتره کېږي. او که فرضاً بيا همدغه څارګره اداره زما په سر د همدغو غيرمسلمو سره معامله کوي، نو بيا خو هډو هېڅ حرمت ورته نشته. عجيبه خبره ده چې ما ته حرمت او ده ته مشروعيت دا اختصاص پکې له کومه ځايه شو؟
بناءً زه له خپلو علمای کرامو نه دا هيله لرم چې په هېواد کې د سرتاسري سولې، ارامۍ، جنګ او د وينو تويېدو مخه نيول کېږي، دا ډول ناسته/ناستې به د غيرمسلمو سره دومره بديت ونه لري لکه څومره چې د جنګ د تداوم او نورې خونريزۍ سبب شي.
زما علمای کرام دا هم بايد په نظر کې ونيسي چې له موږه نور ډېر مسلمانان او اسلامي هېوادونه هم شته. هغوی ولې دې مېلمه او يا مېلمنو ته ځای نه ورکوي چې پر ما يې راتاوان کړی او نن ورځ مې هغه دی چې ټوله نړۍ مېلمانه دي. عجيبه خبره ده چې ملا برادر سره د ملګرو نيول کېږي او دا نور نه، نو په دې کې به ختمي يو څه چل وي. زما علمای کرام بايد په دې پوه شي چې د يو مسلمان سره چل ول او فريب د خپلو سياسي ناولو موخو لپاره هم حرام دي. که دې لورې ته د امريکا د قيادت لاندې د سولې په جرګه کې ګډون کول حرام بولي، نو آخوا ته څه پرښتې نه دي. د غلام د لاس لاندې چې بادار سره يې خبرو ته کښېنې، نو خپله چې د بادار سره خبرې وشي ګټه به يې د ټول ولس په خير وي. هېڅوک د بهرنيانو په شتون خوشاله نه دي، خو بايد د وتو لپاره يې هم لارې چارې ولټول شي. يوازې نه او نه ګډون خو هم د حل لاره نه ده.
د خپل ځان حفاظت، له ښکېلاکه ځان خلاصول، جنګ ته خاتمه ورکول، سولې ته لاره اوارول او داسې نور ډېر مسايل درواخله چې دا به ډېر اولويت ولري نسبت دېته ته دا د سولې جرګه سبوتاژ شي. وان جنحوا للسلم فاجنح لها الخ د نه ګډون نه به يې په ګډون کې د ملت لپاره ګټه ډېره وي. دلته عقيدوي مساله مطرح نه ده او فکر نه کوم چې بهرنيان به خپله عقيده او يا ايډيولوژي پر موږ راوتپي، بلکې دلته د هېواد او ولس ملي ګټې، سوله او سياسي ثبات مساله مطرح ده. خدای مکړه چې په نه ګډون سره به يوځلی بيا له موږ څخه سياسي واک واخېستل شي لکه څنګه يوځل مخکې د روسانو د پېشنهاد په صورت کې واخېستل شو او له هماغه وخته تر ننه پورې بيا د خپل واک خاوندان نه شو او پاکستان زموږ وکيل او کفيل شو. د ډاکټر نجيب الله په وخت کې به ښاغلي هاتف نماينده ګي کوله او زموږ له جهادي اړخه به زموږ همسايه ورور وو. د پاکستان خو لا هماغه خوند په خوله کې دی.
بله دا چې له شرعي اړخه يو احتمال دا هم شته چې خدای مکړه زموږ اتحاد علمای کرام له کومې خوا نه تر تاثير لاندې نه وي. دلته احتمال د شبهې شته. مولوي صاحب پخپله هم کندهاری دی او د طالبانو نفوذ هم هلته زيات دی. داسې نه چې د څارګرې ادارې نفوذ له دې ليارې سرايت نه وي کړی. پرته له شکه چې پاکستان په افغانستان کې د سولې طرفدار نه دی او په هر شکل د اشکالو چې کېږي بايد د سولې پروسه سبوتاژ کړي، نو ځکه خو د ملا برادر توقيف او نيونه په داسې حساس وخت کې بله مانا نه لري.
زما په اند ښه به دا وي چې د سولې په جرګه کې په داسې يو خپلواکه او بين الافغاني تفاهم او ډيالوګ لپاره کار وشي چې په نتېجه کې ټولې مخالفې خواوې سره پخلا رغنده او صفا پرېکړې سره وشي چې په نتېجه کې پرې په هېواد کې سوله او ثبات تأمين او هم په داسې يو مېکانېزم خبرې وشي چې په نتېجه کې پرې ټولو بهرنيانو ته مشروعيت او هم ورته د بيرته وتلو يو معين وخت وټاکل شي. په داسې يو مېکانېزم سره سلا شو چې نه بيا موږ خلکو ته دردسر شو او نه بيا زموږ خاوره د خلکو د اشغال او لاسوهنی سبب شي. زموږ ګاونډي هېوادونه که له خپلو ګاونډيو سره څه سياسي، اقتصادي، نظامي، ستراتيژيکي او يا مذهبي اختلافات لري بايد پخپلو کې يې سره په خبرو حل کړي او موږ يې بايد له تاوه ونه سوځو. زموږ مېلمه ته دا په کار نه ده چې له دې ځايه غرب ته ګوتڅنډنه کوي. له هغو نه يې ولې نه کوي چې په اتومي وسلو سمبال دي او هم ورسره يارانه او دوستانه لري او هم يې په پيسو او مکافاتو شخوند وهي. له اخلاقي او اسلامي اړخه به هم دا کار ښه نه وي.
په پای کې له برېتانيا، امريکا او ناټو څخه په درناوۍ هيله کېږي چې بايد پاکستان ته په صفا ټکو کې ووايی چې په افغانستان کې لاسوهنه ستاسو په ګټه نه، بلکې په تاوان مو ده. د پاکستان بقا د افغانستان په سياسي ثبات او ارامتيا کې ده. حکم د اشغال يو شی دی. برابره خبره ده چې د مسلم او که د غيرمسلمو له خوا وي. پاکستان يا څارګره اداره هېڅ حق نه لري چې زما په سر سودابازي وکړي او سياسي واک واختيار مې دې د هغه په لاس کې وي.
په پای کې بيا هم له ولسمشر نه هيله کېږي په هر شان چې کېږي بايد خپل لويديځ دوستان په تېره امريکا په دې قانع کړي چې مساله په زور نه حل کېږي او پر پاکستان باندې فشار راولي چې نوموړی راخوشی کړي او په دې جرګه کې برخه واخلي. له ملاصاحبه هم هيله کېږي چې د وينو لاس پر وينو نه پرېميځل کېږي. د سولې ليار خپله کړي اميد دی چې الله تعالی به پکې خير او برکت واچوي. که چېرې غرب په تېره امريکا د سولې طرفدار وي، نو بيا بايد چې د سولې جرګې د سبوتاژ کولو مخه ونيسي. هيله ده چې له خپل ټول نفوذه په دې مساله کې کار واخلې. څارګره اداره حافظ سعيد هندوستان ته نه ورکوي او يا عبدالقديرخان چې پرې د اتومي تېکنالوژۍ د خرڅلاو تور دی امريکا ته نه ورکوي، نو د افغانستان دولت هم بايد چې نوموړی په هر قيمت چې کېږي راخلاص او د افغانستان د قوانينو سره سم بايد ورسره چلند وکړي. امريکا چې دومره نرمښت له هغوی سره کوي، نو له موږ سره يې هم بايد چې وکړي.