کرزي يوځل بيا دالکهولي مشروباتودنشې په حال کې پرېکړه وکړه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بریالی متمئن
  • 1158

کرزي يوځل بيا دالکهولي مشروباتودنشې په حال کې پرېکړه وکړه

کرزیه! دغیرت بیړه دي په اوبو لاهو سوې خدای خبر چې میرمن کرزی (زینب ) به په خپل کور کې په عزت ناسته وي، ښایې دهغې په اړه به دي هم دبهرنیانو هر راز غوښتنو ته غاړه ایښې وي  او هغه به ارمان کوي چې دڅومره بې همته سړي سره مي دمېړه او ماینې اړیکه ده.
زه یو خوار غریب افغان یم، دهلمند ولایت اوسېدونکی یم، تل ستر ګي په لاره یم چې کله به دازموږ خوار غریب وطن خپلواک او ازاد سي.
څه موده مخکي ځوان خبریال اجمل نقش بندي چې دیوه ایټالوي خبریال په ملتیا وهلمند ولایت ته سفر وکــــــــــــړ خدای دې په ما رښتیا کوي .
( چې اجمل او هغه ایټالوی خبریال دایمرجنسي روغتون  مرکز ته راغلې وه او هڅه یې کول تر څو ددې روغتون دنورو غړو په مرسته دطالبانوسره اړيکه ټنګه کړي چې ګواکي دوی غوښتل دنادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړي)
که تاسو ته  دا پوښتنه پيدا وي چې ما څنګه دامعلومات ترلاسه کړل، زه په هغه وخت کې په ایمرجنسي روغتون کې  دا یکسرې څانګي مسول وم، دڅو ساعتو په تېرېدو سره دمېډیاوو څخه خبر خپور سو چې اجمل او یو بل ایټا لوی خبریال دهلمند ولایت په نادعلی ولسولۍ کې دطالبانو لخوا ونیول سول، دڅو ورځو په تېرېدو  سره اجمل او هغه اېټالوی خبریال هلمند ته راویستل سول، اود بېړنیو مرستو دروغتون (ایمرجنسي ) په ملمستون کې چي دلښکرګاه په زړه کې موجود دی  بحث وسو چې ایټالوی دي ازاد کړل سي او اجمل دي بیرته نادعلي ته بوتلل سي.
ددې ټولو اړیکو دبرقرارولو لپاره هلمند مېشتي افغان  دایمرجنسي روغتون خاین او بې ننګه مسول رحمت الله وو، چې دډالرو په مقابل کې  تر خپلې مېر مني هم تېر وو. نو هغه وو چې ګران اجمل نقشبندي یې په شهادت ورسوی چې دا غوغا په  افغانستان او ټوله نړۍ کې خپره سوه، ټول افغان اولس په غمګین سو خو افغان حکومت دکرزي او پارلمان  په ملتیا خپل احساس تر پښو لاندي کړ او دا خبره يې بیخي تر نظر تېره کړه.
رحمت الله پدې تور چې داجمل نقشبندي په وژنه کې لاس لري  دځینو با احساسه هلمندي چارواکو لخوا ټنګ کړل سو او وپلازمېني کابل ته په دې  موخه ولېږل سو  چې هلته دده دجنايي جرم  ښه قضا وکړل سي .
خو هغه دبې هیمته کرزي لخوا ازاد کړل سو او په هلمند کې دځني بې ننګو وګړو لخوا ددې خاین، وینه خوړونکی، پرډالرو مین او داجمل نقشبندي قاتل تر دې اندازې وستایل سو چې ډېر موټرونه ورته په ګلانو ښایسته کړل سوي وه او په ډلیزه توګه ترخپل کور پوري بوتلل سو.
 داپه داسي حال کې وه چې دوې ورځي مخکي دنوموړي له کور څخه دځان وژونکو واسکټونه هم را ایستل سوي وه.  څه سر مو پرله ګرځوم، دډېر وخت  وروسته داسي ګنګوسې وې چې کله چیري چاودنه کېږي نو ددې روغتون (ایمرجنسي ) وګړي مخکي لا خبر وي او امبولانسونه او نور کارونه یې ورته سم کړي وي، یوه ورځ روان وم   درود په غاړه کې تبد یل هوا وکړم   د سرتېرو لخوا راته وویل سوه چې پردې لاره مه ځه چې ځان وژونکي راغلي او دخپل چاودني لپاره یې دا روغتون تر هدف لاندي نیولی دی. دماښام په راتلو سره مو په خوښۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د ایمرجنسي روغتون څخه یې دوه ځان وژونکو واسکټونه، دوې توماچې او نور ټنګ کړي دي.
  او پدې تور یې ددې روغتون درې تنه ایټالوي ډاکټران ( مارکو، ماتو ، او میتو) او دسردار ولي په نامه ددې شبکې یو فعال او درحت الله په څېر دوی ته وفا دار ، پرډالرو تر خپل میرمني هم تېر او مغرور وکړی  دپنځو نورو جا و سوسو افغانانو په شمول ونیول شول .
ددې سره سم دهلمند ولایت والي او دملي امنیت ریس خبر ورکړ چې دا اماد ګۍ دهلمند ولایت دوالي لپاره نیول سوي وه.
  دلته باید یادونه وګړم که څه هم دهلمند ولایت والي محمد ګلاب منګل دبرتانویانو سره ډېري ښې اړیکي لري خو دهلمند دهر راز پرمختګ او سولې لپاره یې  هر اړخیزي  هڅي کړي دي، زه دیو افغان په توګه ده ته کور ودانی وایم ، چې ددې ایټالوي خاینینو په نیولو کې يې ډېره هڅه وکړه ، همداراز پخپل وار سره دهلمند ولایت دملي امنت مسول یادونه کوم ،  مور دي نه سي پرې بوره.
 که څه هم يې ډیره هڅه ده چې ډیري پېسې وګټي خو تل یې دهلمند ولایت په ښار لښکرګاه کې دامنیت په برخه خپل هر اړخیزه هڅي ندي درېغولي .
راځو دې ته چې دشپې د۸ بجوپر مهال مي  دبي بي سي راډيو څخه واروېدل چې بېړنی خبر دی!
هغه درې ایټالویان چې په هلمند کې دستګیره سوي وه ددولت لخوا ایله کړل سول ، یقین وکړي چې ټولي پښې مي راپوري مړې سوې او ډیر سخت په غوسه سوم ، کرزی چې زما دسیایت دډګر انتخاب وو د هغه یوه خوامي نده ورپرې  ا یښې، او دامي راپيا دېدل چې کله به مي کاکا راته ویل کرزي ته رایه مه ورکوه ګناه کاره کېږي چې کرزي چندا  ني سړی ندی او تل يې هڅه ده چې  چړچې وکړي ، پیسې دخپل ورور احمد ولي کرزي په مرسته راټولي کړي  ، او احساس یې تر بړستن لاندي کړی دی.
او دامي ډېر راپیادېدل چې یو ملګري احمدالله به مي تل په کويټه کې راته ویل ستاسو دهیواد ریس جمهور ډېر بد سړی دی، مابه ورته وویل ولي؟ هغه به تل په ځواب کې راته ویل چې کله نوموړی زموږ  دانګریزي ژبي ښوونکی وو نو تل به یې هڅه وه چې انجونو او دخپل ملګرو اولادونو ته ښې نمرې ورکړي  ، اوس مي سر خلاص سو چې دی هله لا خاین وو چې په ګاونډي هېوادپاکستان کې به یې په پاپړي چپلو کې په میټاچوک باندي دطالبانو په غونډوکې ګډون کوی.
ګرانو لوستونکو نور مو په انتظار کې نه پرېږدم راځم ځانګړي هدف ته، کرزي لکه تل چې ایمان تر پښولاندي کړی،  اوس دډیرو افغانانو شک دی چې نومړی  ملحد سوی دی نولدې کبله  پر افغانانو هيڅ زړه سوی نه لري،  دادی یو ځل بیا یې دافغانانو میړانه په اوبو لاهو کړه، هغه ایټالویان ډاکټران چې په هلمند ولایت کې دځان وژونکو واسکټونه او داسي نور ورسره ټنګ سول ایله کړل.
 داچي دوی ولي ایله کړل سول وايي پر دوی باندي خارجي فشار وو چې دا واسکټونه يې دځان سره پخپل روغتون کې ساتل ، ګرانو لوستونکو تاسو خپله قضاوت وکړئ ، چې دغه دلیل دحکومت او ریس جمهور لخوا وملت ته قابل دقبول دي.
 هیڅکله نه، نو راسئ چې فکر وکړو په افغانستان کې ټولي وژني او ناخوالي چې رامنځته کېږي داټولي دنړیوالي مافیا لخوا تر سره کېږي، چې ددې مافیا مهم غړ ي دامــــــریکا پخوانی ولـــــــــــس مشر بش، دامریکا دسنا مجلس پخوانی غړی بارک اوباما، کرزی، ملاعمر، اسامه بن لادن  اوداســـــــــــــــــــــــــــــــــي نـــــــــــــــوردي...
زه دیو افغان په توګه پر ټولو افغانانو ږغ کوم چې راځئ ددې بډاګي (کرزي) دحکومت څخه ځان خلاص کړو او په مېړانه دبایزید انصاري په توګه په خلکو کې ملي او سیاسي نهضت پیاوړی کړو.