پښتو املا په پښتو کتابونو کښي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • گل پاچا ( الفت)
  • 4046

د پښتو ژبې زاړه کتابونه تر اوسه ډير لږ په ﻻس راغلی دی او په دغه باب کښي يو سم لټون   هم نه دی شوي . مونږ د ځينو  قلمی أثارو نومونه اورېدلي  دی او ليدلی  مو نه دی يا مو ئی د نظم او نثرکو مه نمونه چيرته له نظره تيره شوي ده. 

په همدغه وجه د پښتو ليک تحول  او تطور  په پوره ډول نشو ښودلی او يوازی  د مو جودوأ ثارو له مخي د پښتو ليک مختلف شکلو نه او صورتونه څه  نه  ځه  ښيو.

تر دغه وخته چه د پښتو ادب لومړي نمونه په ﻻس راغلي ده هغه دامير کر وړ نظم دي چه د 139 ه په شاوخوا کښي ئې ويلي دی.

دا شعر د انشأ په برخه کښي د پښتو د لر غونی ادب څنگه  وا لی څه نه څه راښيی مگر د املا په برخه کښي ترينه صحيح او پوره استفاده نشو کولی ځکه چه د خپل  وخت په کوم زاړه قلمی کتاب کښي ئی نه  مومو چه زوړ رسم خط  راښيی بلکه د محمد هوتک په کتاب (پڼه خزانه ) کښي ئي گورو چه د شاه حسين هوتک په امر  په 1141 ه کښي ليکل شوي ده او د محمد هوتک پښتو املا ښيی .

کوم کتاب  چه د پښتو ليک  لو مړۍ نمونه راښيې ،هغو د سليمان ما کو د تذ کرته اﻻوليأ څو پاڼې دي  چه د پښتو ليک  تاريخچه اوس مونږ له همد غه ځايه  شروع کوو.