موټر ودرېد، مساپر کښته شول، تر بس را تاو شوم، موټروان پنچر ټاير ته کتل.
شاوخوا مې سترګې وغړولې، سپېره دښته وه، شمال لور ته خړ غرونه پراته وو، په لمنو کې يې خام کورونه خوځېدل، حرکت يې درلود او داسې ښکارېدل لکه په هوا کې چې ولاړ وي.
ګرمي ډيره وه، له ځمکې تاو پورته کېده او سړک ته نږدې سپاندې په دوړو سپېرې وې.
شل- يو نيم شل ګامه ليرې، د سړک د تورې ليکې پر غاړه درې خړې کوټې ولاړې وې، څو مساپر هغې خواته روان وو، زه هم ورسره ملګری شوم، په دې خړو کوټو کې خوراکي مواد خرڅېدل، يوه دوکان ته ور ننوتم، يو بوتل اوبه مې واخيستې، هوا دپه وه، بېرته د باندې ووتم، د ماشومانو خنداوې مې واورېدې، تر دوکان راتاو شوم، دوه واړه ماشومان د دېوال سيوري ته ناست ول، دوئ هندواڼه خوړه او تر څنګ يې په ډېران کې يوې تورې خرې خوله وهله...ماشومانو ته مې وکتل، يو هلک و او بله هم نجلۍ، دواړه خيرن وو، څپولي ويښته يې درلودل او په سپېرو څېرو کې يې تر خولو را تاو شوې لنډې ليکې ښکارېدلي.
دواړو په خپلو تېرو نوکانو هندواڼه جلا کوله، کله چې به يې لاسونه خولو ته کړل، له خيرنو ګوتو به يې سرې اوبه وڅڅيدې. وروسته يې په هندواڼه جنګ شو، هلک د نجلۍ څڼو ته لاس ور واچاوه، هغې چيغه کړه، پر ځمکه يې ګوتې وتپولې، يوه وړه تيږه په ګوتو ورغله، هلک د هغې څڼې پرېښودې، سر يې ټيټ کړ او تيږه زما پر ورانه ولګېده.
دواړه غلي شول.
ومې ويل:
_ولې جنګ کوئ؟
سرونه يې وځړېدل، يوه شېبه غلي ول، وروسته بېرته د هندواڼې په خوړلو بوخت شول.
خرې ته مې وکتل، له ځولې تېرې اوسپنې راوتلې وې.
د هلک له کاوړه ډک غږ مې واورېد!
_سوکه سوکه يې خوره!
سترګې مې ورواړولې، نجلۍ ته يې برګ برګ کتل. ..له هلک نه مې وپوښتل:
_دا دې څه ده؟
پرته له دې چې راته وګوري، شونډې يې وخوځېدې:
_خور
_نو بيا يې ولې وهې؟
کوم ځواب مې وانه ورېد.
و مې ويل:
_چېرته اوسی؟
نجلۍ د غره لمنو ته اشاره وکړه.
ومې پوښتل:
_نو دلته څه کوئ؟
نجلۍ خرې ته وکتل، په وړه ژبه يې وويل:
_اوسپنې مو راوړي، خرڅوو يې.
خرې ته ورنږدې شوم، ځولۍ د مرميو له پوچکو، تېرو چرو او د چاودلو راکټونو له کږو وږو اوسپنو ډکه وه.
ومې ويل:
_دا مو له کومه کړې؟
دواړو يوبل ته وکتل، هلک وويل:
_څو ورځې مخکې د حسن خېلو په کلي کې جنګ و، دا مو له هغه ځايه راټولې کړې.
نجلۍ په خبره کې ورولويده:
_درواغ مه وايه! دا خو مو د ابو له کلا راوړې.
ومې ويل:
_له هرځايه چې وي، خو د دارنګه اوسپنو ټولول خطرناکه دي، کيدای شي کوم ماين يا روغه مرمۍ پکې وي.
دواړه يوبل ته موسک شول، د هلک شونډې وخوځيدې:
_موږ يې پېژنو، دا ډېر وخت کيږي چې دا کار کوو.
په حيرانۍ مې وپوښتل:
_ډېر وخت!
هلک د غره په لمنو کې پرتو کليو ته اشاره وکړه، په خوند يې وويل:
_هلته هر وخت جنګونه وي، طيارې راځي، بمبار کوي، ټول کلي له اوسپنو ډک دي، که سل خرې ورنه بار کړې ام نه خلاصيږي.
يو ځل مې بيا اوسپنو ته وکتل، يوه تېره چره په وچو وينو سره وه، په حيرانۍ مې وويل:
_دا مو له کومه کړه؟
د هلک غږ مې واورېد:
_د يوه پسه په ورانه کې بنده وه.
نجلۍ په خشکه وويل:
_درواغ وايي! د يوې ښځې له نسه يې راواېسته، هغه مړه وه.
بدن مې زيږ شو، يو دروند غږ مې واورېد، دوه ټيټې هليکوپترې مو پر سر تېرې شوې، ماشومانو په ځير ځير پسې کتل، هليکوپترې د غره خواته ګړندۍ روانې وې، موټروان هارنونه وهل.