سپین وري، تورې ښیښې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 1021

ولسمشر کرزي د بهسودو د پېښې په اړه په خپل فرمان کې هدایت ورکړی چې د کوچیانو د مېشته کولو په موخه دې هغوی ته په راتلونکو دریو میاشتو کې ځمکې ووېشل شي.
دا به ډېره لانجمنه خبره نه وي چې د یویشتمې پېړۍ د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ننګونو په وړاندې نور د کوچیاني ژوند تاریخي پړاو خپل وروستي کلونه تېروي. له یوه لوري ترانسپورتي اسانتیاوې په دې وروستیو درې لسیزو کې د نړۍ په سطح دومره پراخې شوې دي چې د نړۍ له هر ټکي د نړۍ بل هر ټکي ته د انسانانو او د مصرفي توکیو لېږدول تر یو نیم شواروز ډېر وخت نه غواړي او له بل لوري د کرنیز غذایي صنعت (agro alimentary Industry) پرمختګونو اوس د خوراکي توکیو د ساتلو، بدلولو او لېږدولو چارې دومره اسانې کړې دي چې د ځمکې په نېږدې هر ځای کې د ټولې نړۍ تولیدات په اسانه میندل کېږي. په دې شرایطو کې هغه څه چې انسانان یې کوچاني ژوند ته هڅول د هغو اسانتیاوو په وړاندې چې مېشت وګړي یې لري ډېر لږ کشش لري. همدا راز د ښاري او کلیوالي ژوند ترمنځ تناسب چې په پرمخ تللیو هېوادونو کې بېخي اووښتی دی (ښار مېشتي تر کليوالو ډېر دي) په پرمخ تلونکو هېوادونو کې هم د اووښتلو په حال کې دی. د ژوند اړتیاوې هم په چټکتیا سره ډېرېږي چې یواځې لومړني تولیدات (کرنیز تولیدات او مالداري) نه شي کولای چې د پخوا په څېر د ګڼو کسانو ژوند تامین کړي. دې شرایطو ته په پام د اوسني اقتصادي نظام غوښتنه هم دا ده چې د ټولنې یوه ډېره کوچنۍ برخه دې خپل د ژوند امکانات په لومړنیو تولیداتو کې ولټوي. د اټکل له مخې نن په افغانستان کې په سلو کې شپېته وګړي د ځمکې او د ژویو پر تولیداتو ژوند کوي خو په اروپا کې بیا دغه سلنه د پینځو شاوخوا اټکل کېږي.
د افغانستان اساسي قانون دغو واقعیتونو ته په پام حکومت مکلف کړی دی چې د کوچیانو د مېشتېدا له پاره لازم شرایط ایجاد کړي. خو هغه شرایط چې کوچیان په کې وکړای شي چې ځای مېشتی ژوند غوره کړي یوازې د کېږدیو پر ځای د خښتو په کورونو کې د اوسېدلو امکان نه دی. نور اقتصادي، سیاسي، ټولنیز ملحوظات هم شته چې باید پام ورته وشي.
کوچیان د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي نظام کې خپله ونډه لري خو هغه نقش چې د چاپېریال د ساتلو په برخه کې یې لوبوي تر دې لږ ارزښت نه لري.
د ولسمشر د فرمان له متن څخه داسې برېښي چې دی د کوچیانو ستونزه یواځې د هغوی په کیږدیو او خېمو کې ګڼي. ولسمشر وایي چې په دریو میاشتو کې دې کوچیانو ته ځمکې ورکړل شي خو دا یې نه ده جوته کړې چې دا ځمکې به څومره وي؟ که یواځې د اوسېدلو د ځای خبره وي نو د هغوی د معیشت د ستونزې له پاره کوم تدبیر نیول شوی دی؟. سربېره پر دې که کوچیان د ولسمشر له غوښتنې سره سم مېشت هم شي نو بیا په افغانستان کې د مالدارۍ له پاره حکومت کوم پلان لري؟ که کوچیانو ته اجازه ورنه کړل شي چې خپلو څړځایونو ته ولاړ شي نو د دغو څړځایونو برخلیک به څه وي؟ کرل کېږي به او که ښارګوټي به په کې جوړېږي؟ پر چاپېریال به د دغه اقدام اغیز څه وي؟ افغانستان د ځمکو او طبیعي زېرمو د مدیریت له پاره کومه مشخصه طرح لري؟ په داسې حال کې چې تر اوسه لا په ملیونونو افغانان په مهاجرت کې ژوند کوي، هغه مهاجرین چې بېرته راستانه شوي دي تراوسه لا د کور او کار خاوندان نه دي، نو د افغانستان لومړیتوب د کوچیانو په مېشتېدا کې دی که په عزت سره د کډوالو په بیا راستنولو کې؟
دا پوښتنې او په لسګونو نورې دې ته ورته پوښتنې شته چې تر څو چې هغه وړ ځواب و نه مومي د ولسمشر دغه نوی فرمان به هم لکه د کابل له واټونو څخه د موانعو د لېرې کولو ګڼ حکمونه او د تورو ښیښو د سپینولو تصمیم یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شي.