له بلخ څخه د شمال څلورمې پښتو خپرونې هم په خپريدا پيل وكړ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمير سار
  • 1305

د بلخ ولايت له مركز (مزاشريف) څخه د شمال څلورمې پښتو خپرونې (سيال) لومړۍ ګڼه تېره ورځ د غبرګولي په ۶مه، له چاپه راووته.
سيال ادبي، ټولينزه او كلتوري مهالنۍ اته مخيزه خپرونه ده، چې د بلخ ښوونكو روزنې د پښتو څانګې لخوا خپره شوه.
د يادونې وړ ده، چې سيال د شمال لومړۍ پښتو خپرونه ده چې د چلولو چارې يې د پښتنو مېرمنو پر غاړه دي.
د سيال چلوونكې عزيزه جلال وويل، چې سيال په بلخ ولايت كې د پښتو ادب او ژبې د پياوړتيا د روانو هڅو يو بېلګه ده.
نوموړې زياته كړه، چې د سيال په خپرولو كې ورسره په بلخ كې مومند بابا ادبي بهير او له شماله د خپرېدونكو لومړيو پښتو خپرونو (پرخه اوپسرلى) ادارو مرسته كړې ده.
عزيزې په ځانګړې توګه د مومند بابا ادبي بهير له فعال غړي جاويد څلي څخه مننه وكړه، چې د مجلې د چمتو كولو او چاپ چارې يې په ورين تندي ترسره كړې.
د هغې په وينا دوى خوښ دي، چې د سيال له لارې د خپلې ژبې د خدمت په چوپړ كې شول.
د خپرونې مرستيالې استاد لطيفې وويل، چې دم ګړۍ سيال هېڅ ډول مالي ملاتړ نه لري.
نوموړي زياته كړه، چې دم ګړۍ خپرونه د ښوونكو د روزنې د پښتو څانګې د استادانو پر مټ خپرېږي.
د هغه په وينا دوى پتيېلې، چې سيال به خپرنيز تګ روان وساتي او پام كې لري چې د يو څه مالي ملاتړ څخه وروسته يې د مجلې په بڼه خپره كړي.
له شمال د خپرېدونكې سياسي مجلې پسرلي چلوونكي ذبيح الله احساس د سيال په چاپېدو خوښي څرګنده كړه
نوموړي زياته كړه، چې سيال خپرېدل په دې مانا دي چې په دغه سيمه كې د پښتنو ځوانانو لخوا شوې او روانې هڅې بې پايلې نه دي.
احساس وويل: ((زه هيله كوم چې سيال، سيال پاتې شي.))
د يادولو وړ ده چې سيال د شمال څلورمه پښتو خپرونه ده.
له ۱۳۸۲لمريز څخه په شمال كې پښتو چاپي رسنيو په چاپ پيل وكړ، چې پرخه ادبي او ټولنيزه دوه مياشتنې مجله يې لومړۍ پښتو خپرونه ده.
له دې وروسته د شمال سياسي خپرونې پسرلي او ورپسې له كندوزه سنځله مهالنۍ، مجلې خپرې شوې چې لا خپرېږي.