يو تريخ او خوږ ليک د افغانستان د اسلامي جمهوريت قدرمن جمهور رئيس ته!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اسمعيل يون
  • 1111

تر ټولو دمخه سلامونه او نېکې هيلې!

يادښت: د غبرګولي پر اتمه نېټه؛ د شنبې ورځ د غرمې ډوډۍ پرمهال خبر شوم، چې جمهور رئيس له ځينو ډلمشرانو سره تر سلامشورو وروسته پرېکړه کړې، چې ښاغلى برهان الدين رباني د سولې د ملي مشورتي جرګې د رئيس په توګه انتصابوي، ددې خبر په اورېدو سره د غرمې ډوډۍ راباندې ډېره ترخه شوه، سملاسي مې دا ليک وليکه، جمهور رئيس ته مې پر همغه ورځ د څو تنو هغو اشخاصو په لاس ولېږه، چې هغه ته هر وخت د ورتګ لاسرسى لري، له نېکه مرغه جمهور رئيس ته پر همغه ورځ دا ليک ورسېد او ښه خبره لا دا چې ولسمشر په خپل کور کې دا ليک له پيله تر پايه لوستلى و، ماښام راته د ټلېفون په ذريعه خبر راکړ شو، چې رئيس صيب ډېر په قهر دى او سبا (يکشنبې ورځ غرمه) يې غوښتى يې.
د يکشنبې ورځ غرمه له ښاغلي سرمحقق زلمي هېواد مل سره يوځاى ورغلم. د توقع خلاف جمهور رئيس ماسره دومره نېک او صميمي چلند وکړ، چې ما يې هېڅ هيله نه لرله، له اخلاصه ډکه غېږه يې راکړه او په غوږ کې يې راته وويل: (( ډېر ګلالى ليک دې راته رالېږلى و، اوس نو راځه چې زه درته خپله کيسه بيان کړم)). ولسمشر ډېرې اوږدې او دردونکې خبرې وکړې، خپل مجبوريتونه يې يو په بل پسې بيان کړل، کورنۍ او بهرنۍ توطيې، خپل امکانات او ځواک يې ټول موږ ته څرګند کړل. د جمهور رئيس مجبوريتونه او د افغان ولس پرضد د پټو توطيو څرنګوالى يو بېل بحث دى چې بيان يې بېل زمان او مکان غواړي، د کتنې وروستي ټکي دا وو، چې ولسمشر خپلو مجبوريتونو ته ګوته نيوله او ما د عدالت د تطبيق غوښتنه کوله، د ظالمانه او ناعادلانه مجبوريت او سالم عدالت ترمنځ ډېر واټن او تضاد موجود و. يوه نيمه بجه د جمهور رئيس له دفتره راووتم او د سولې ملي مشورتي جرګې د دفتر پر لوري لاړم، ټوله ورځ راباندې غمېدلې تېره شوه.
د دوشنبې ورځ د لويې جرګې کېږدۍ ته يو زيات شمېر راغلي استازي له دې احتمالي پرېکړې خبر شول، ټولو سخت تشويش څرګند کړ او دا کار يې جرګې ته يو ستر ګواښ وباله.
 د چار شنبې ورځ د ملي مشورتي جرګې لومړۍ پرانيستونکې ورځ ده، که چېرې جمهور رئيس د استاد رباني په باب خپلې احتمالي پرېکړې ته عملي بڼه ورکړي، نو پوهېږم چې زيات تشويشونه او اندېښنې به راوټوکوي. ما خپله اندېښنه لا وار دمخه د خپل ليک او کتنې له لارې جمهور رئيس ته څرګنده کړې ده. غواړم خپل ملت سره هم په دې اړه خپل درد شريک کړم او په دې ډول د يوه عادي افغان په توګه تر خپل وروستي وسه خپل مسوليت ادا کړم. دا دى دا ليک له دې يادښت سره يوځاى ستاسو مخې ته ږدم.

له بېلابېلو سرچينو څخه خبر شوي يو، چې ستاسو له خوا، ښاغلى پروفيسور برهان الدين رباني د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره د رئيس په توګه انتصابېږي. که دا خبره واقعيت ولري، نو دا کار به نه يوازې د سولې د ملي مشورتي جرګې ارزښت له صفر سره ضرب کړي، بلکې د جرګې د کار دوام به هم ناممکن کړي، داسې يو شخص چې د کابل په ورانۍ او د افغانستان په تباهۍ کې پوره پوره لاس لري، د جرګې د رئيس په توګه د هغه انتصاب، خپله د جرګې له ارزښت، عنعنې او ماهيت سره سل په سلو کې تضاد لري.
دې جرګې ته د ((سولې ملي مشورتي جرګې)) نوم ورکړل شوى، دا تنظيمي جرګه نه ده چې کوم تنظيم سالار او جنګسالار يې په راس کې واقع شي. د جرګې د رئيس په توګه د رباني انتصاب به د مخالفينو او نړيوالې ټولنې هغه منطق لاپسې قوي کړي، چې وايي: ((ستاسو حکومت د څو تنو فسادګرو او جنګسالارانو په لاس کې دى.)) طالبان او د اسلامي جمعيت نور پخواني او اوسني مخالفين به په ډېر پياوړي دريځ کې راشي او دا جرګه به هسې د باد بڼکه وبولي، ټول پښتون قوم به چې هسې هم ستاسو په اته نيم کلن حکومت کې د محکوميت د اور بټۍ ته لوېدلى، د جرګې په راس کې د رباني غوندې د يوه متنازعه شخص انتصاب  پر خپلو حقوقو يو بل تېرى وګڼي او نور به هم  په سياسي انزوا کې راشي. ستاسې په حکومت کې تراوسه پورې درې مهمې جرګې ( بېړنۍ لويه جرګه، د اساسي قانون لويه جرګه او امن ګډه جرګه) تېرې شوي، ددې درې واړو جرګو مشري له پښتنو څخه واخيستل شوه، دا ددې مانا ورکوي چې پښتانه د افغانستان په سياسي صحنه کې د فعال حضور حق نه لري. د قوم په نوم اسلامي جمعيت او ځينو نورو اقليتونو ته چې کوم امتيازات ستاسو د واک په اته نيم کلنه دوره کې ورکړل شوي، د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ کې سارى نه لري، ستاسو معاونين چې د جمهوري رياست په دواړو دورو کې ستاسو تر وزرونو لاندې د پښتنو په رايو راغلل، پر هره تنګه او سخته ورځ ستاسو پر وړاندې ودرېدلي، خو پښتون قوم چې يوازې په انتخاباتو کې تاسو ته د رايو اچونې پر وخت تر بل هر چا زيات ظاهرېږي، په حکومت کې يې ونډه په واقعي مانا د بل هر چا په تناسب کمه ده، حتى ټوله نړيواله ټولنه هم پر دې اعتراف کوي، چې د جګړې يو علت په حکومت کې د پښتنو محروميت دى. دا حالت نور په هېڅ وجه د زغملو نه دى، چې مخالفين دې ستاسو په حکومت او سياست کې دومره امتياز واخلي، چې هم ستاسو مخالفت وکړي او هم د افغانستان ملي ګټو او ملي يووالي ته زيان واړوي، تر ټولو دردوونکې خبره بيا لا داده؛ دا ټول امتيازات ستاسو له خوا ستاسو په قلم او ګوتو هغوى ته ډالۍ کېږي، هغوى له دې سياسي، اقتصادي او پوځي امتياز څخه ګټه اخلي، خپل موقف قوي کوي او بېرته ستاسو او ټول ملت د ملي ګټو پر وړاندې ودرېږي. که رباني، محقق، اکبري، انوري، عطامحمد او نور ستاسو خپلېدلى، نو په تېرو اتو کلونو کې به دې په دې بې شمېره امتيازاتو راخپل کړي واى، ستاسو په لاس د افغانستان دې ډول مخالفينو ته په ورکړل شويو امتيازاتو کې د ټول ملت حق دى، هيله ده دا امتياز پر ملت ووېشل شي، نه پر څو تنو جنګسالارانو او تنظيم سالارانو، چې تلويزيونونه يې د نورو په پيسو او دسيسو چلېږي او افکار هم په کې د نورو خپرېږي.
دا يو بل تريخ حقيقت هم بايد درته په ډاګه کړم: کوم پښتانه چې ستاسو په حکومت کې دي او د ملي شعور خاوندان دي، هغوى هم ځان په دې حکومت کې دومره محروم احساسوي چې حد او بريد نه لري، هيله ده د هغو رايه ورکوونکو د حيثيت اعادې ته هم لږ پام وکړئ چې د جمهوري رياست د دواړو دورو  په ټاکنو کې په سرومال تاسو سره ودرېدل، خو ستاسو په حکومت کې د همدې جنګسالارانو د زياتې ونډې له امله يې اوس نه  سر خوندي دى او نه مال، عجيبه خبره داده: همغه جنګسالاران او تنظيم سالاران، چې په هره مهمه سياسي او اداري غونډه کې يې تاسو حضور حتمي بولئ، سهارنۍ او غرمنۍ هم درسره يو ځاى خوري او ستاسو پر دسترخوان راټول دي، همغوى تر هر چا زيات په خپلو رسنيو کې ستاسو پر ضد نيوکې کوي او هغه ډول الفاظ درته کاروي چې قلم يې له ليکلو شرمېږي، خو دې سره سره هره ورځ بيا هم په دربار، امتياز او کاروبار کې ډېر محترم دي. زه د هغو کسانو په جمله کې يم چې په تېرو اتو کلونو کې مې د خپل وس تر وروستي بريده په هېواد کې د سياسي عدالت د تامين په خاطر منډې ترړې کړي او اوس لا ستاسو په حکومت کې د يو ((مامورګي)) په توګه ستاسو (ترڅنګ) خو تر تا (ډېر لرې) کار کوم، دا ماموريت دې ماته زهر شي چې زه به يې د افغانستان د ملي ګټو خلاف کاروم او خپلو شخصي ګټو ته به ترجيح ورکوم، زه حاضر يم چې لومړى ما د دربار له دې عذابه خلاص کړې او بيا ورپسې متصل ټول جنګسالاران، تنظيم سالاران، فسادګر او د اووګونو، اته ګونو او  نورو لسګونو تنظيمونو پنډتان او سياسي سوداګر، په چټکۍ سره له دې حکومته رخصت کړې، چې خلک په ارامه فضا کې تنفس وکړي او د سوکالۍ وږمه پرې ولګېږي. اوس د افغانستان پنځه ويشت مليونه وګړي، نږدې دوه زره زورواکو، رسمي او نارسمي ټوپکوالو يرغمل کړي، ددې دوه زره کسانو زياترو د همدې حکومت په امکاناتو ددې ولس پر ستوني پښه ايښې ده، که دوى سره د حکومت امکانات نه وي، نو ولس په ډېره اسانۍ سره د دوى سابه په مالګه کولاى شي.
وخت کم و، د تنظيم سالارانو غوندې وخت پر وخت ستا د ملاقات زمينه موږ ته نه ميسرېږي، نو ځکه مې درته دا (تريخ) خو (خوږ) ليک وليکه، هيله ده لومړى د سولې ملي مشورتي جرګه له رباني، رباني خېلو او نورو تنظيم سالارانو وژغورئ او بيا نور ټول افغانستان.

په ډېر درنښت
محمد اسمعيل يون
د ګران او خوږ افغانستان يو خواخوږى
١٣٨٩ل کال د غبرګولي ٨ مه