حامد کرزي ته د پوهندوی اسماعبل يون پر ليک تبصره او له يون څخه پوښتنه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ر. سعادت
  • 1115

د پوهندوی اسماعیل یون لیک افغان جمهور ریس حامد کرزي ته په داسي وخت کې خپریږي، چې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګه روانه ده . تر مخه ددې ،چې په لیک تبصره وکړم،غواړم چې د هیواد وروستیو خصوصا تیرو اتو کالو هغو مهمو مسلو ته ځغلنده نظر واچوم ،کوم چې مسولیت یې شخصآ جناب کرزي ته رسي .دریغا دا هغه څه دي، چې د افغانستان په ټول تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د هیواد سیاسي نظام (!) فقط د تیاتر د صحنې څیره غوره کړیده، چې دا صحنه په بیلابیلو شکلونو او ډولونو په ډیر مکر او فریب، چال او تزویر سره څرګندیږي. لازمه ده چې په دې نوې ډرامې او تیاتر ( د سولې ملي مشورتي جرګې ) په اړه ، دا ووایم چې نور خو هر څه ختم شول اوس د افغانستان ملي ، تاریخي لویه جرګه، هغه چې د تاریخ په اوږدوکې په ډیرو حساسو او خطیرو شرایطو کې د هیواد او د ملت سرنوشت یې په ډیرې میړانې تعیین کړی ، ددې نوې ډرامې او تیاتر قرباني کیږي.
درنو هیوادوالو!
نه غواړم تاریخ ته ستون شم او لیکنه اوږده کړم، تاسو خپله ورته ځیر شئ او د لویو جرګو د لوی میرویس نیکه او ستر سالاراحمد شاه با با نه راواخلی تر غازي امان الله خانه ، بیا د اساسي قانون لویه جرګه وګورئ او اوس دا تش په نامه ډرامه یې مشورتي جرګې سره یې پرتله کړئ !!
هغه جرګه چې د پریکړو صلاحیت ونه لري ، نو جوړول د څه دپاره؟؟ آیا زموږ د هیواد په تاریخ کې دداسي جرګې ساری لیدل شوی؟؟ او آیا دا په تاریخ ملنډې وهل نه دي؟؟
بله دا چې،کله چې پروسږکال د افغانستان جمهور رییس د امریکې نه راستون شو او په ډیر قهر او طمطراق یې، پاکستان ته اخطارونه شروع کړل ، چې موږ نوره تحمل نه لرو که طالبانوسره مرستي بندې نه شي موږ به دوی پسې ددوی کورو ته ورشو . څه شوي هغه خبري؟
وروسته بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې د جرګې ډرامه شروع شوه، 2-3 غونډې وشوي ،پرته له دې چې نتیجه یې اعلان شي ( مثبت یا منفي) په پټه خوله ورکه شوه، ولې ؟؟
او اوس دا دی بله نوي ډرامه د سولې ملي مشورتي جرګه؟؟!!
عجیبه ده !! جرګه جوړیږي ، چې مرورو، وروڼو سره د خبرو باب پرانیستل شي ( ؟!)، هغه هم دداسي سیاسي څیرو تر مشرې او قیادت لاندې چې هغه خپله د قضیې یو طرف څه چې مدعیان دي . مدعیان لا څه چې د همدې تش په نامه جرګې هم مخالفین دي ( لا خو رباني خان په پرانیستونکې وینا کې په ډاګه وویل ، چې په همسایه ګانو به څه نه وایو، (هغه ګاونډیان چې د افغانستان د جګړي او بدبختې اصلي او مشهود عاملین دي)،څه نه وایو . دا دی پاټک یې درته واچاو، جرګه به ښه بریالې شي؟؟!! وایې چې :
٬٬ لیوانو سره غوښې خوري او شپنو سره تندي وهي ٬٬
تراژیدي خو لا دا ده ،چې همدا کسان هم اپوزیسیون دي او هم په حکومت او دولت کې دخیل څه ،چې لا برلاسې. هم واضح او روښانه دښمنان دي او هم د کرزي خان معززین .
د چا به لمړی نوم واخلم ؟ د احمد ضیا مسعود، فهیم خان، خلیلي، دوستم ، معلم عطا، محقق ،ډبل عبدالله ، ....... که رباني ؟؟؟؟ ( د تیرو ولسمشرې ټاکنو ډرامې ته یو ځغلنده نظر واچوئ، د دې جنابانو کړو وړو ته ځیر شئ، او اوس ددوی نازول او بیرته په کرسیو کښینول؟؟ آخر ولي ؟؟؟
اما !!، خو کرزی خان مجبور ده !!! بیچاره .
احمد ضیآ مسعود د جمهور رییس لمړی معاون او په عینې حال کې د مخالفې جبهې غړی. آیا د نړۍ په بل ځای کې داسې بیلګې شته؟ همدا مسعود خان 5 کاله د کرزي خان لمړی مرستیال و او یوه میاشت د لمړې دورې د ختیمیدو د مخه ،حکومت په بې کفایتې متهم کړ. ډیره عجیبه او مضحکه نه ده ؟؟
خو، بیا هم بیچاره کرزی خان مجبور !!!
خلیلي دا دي دوه دوري د جمهور رییس دوهم مرستیال ده، کله چې د کوچیانو او هزاره ګانو تر مینځ شخړه پیښیږي چې( دا کاملآ یوه حقوقي مسله ده، د هیواد حقوقي ارګانونه یې باید د قانون په رڼا کې عادلانه حل کړي)، خلیلي ځي بهسودو ته او کرزي خان او حکومت پر ضد خبري څه ،چې عملي جبهه نیسي او عملا د مخالفت بیرغ اوچتوي.
ولې ، بیا هم غریب کرزی مجبور دی او توطیې !!!!
معلم عطا د هیواد د اساسي قانون په پر خلاف په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډبل عبدالله په طرف په ډیره سپین سترګۍ ودرید،د سپکو سپورو د ویلو تر څنګ لا د جناب کرزي مبارک عکسونه هم و شکول، خو بیا هم دریغا د نانځکه، بیا هم مجبور دی او بیلابیلې توطی
ملي خاین دوستم د تیرو ټولو ملي جنایاتو تر څنګ تیر کال په کابل کې د مجبور ، بیچاره کرزي خان په سل مترې کې په یوه جنایې عمل او اخلاقي انحراف لاس پوري کړ،نه یوازې دا چې د هیواد عدلي مسوولینو ته اجازه ورنکړی شوه ، چې دی تعقیبوی کړي، بلکې بیا هم دا لوی جنګسالار او جنایتکار ، د همدې بیچاره کرزي له خواه لا لوړو مقاماتو ته اوچت کړی شو.
ډیر مې زړه ورته بد شو دا ډیر بیچاره کرزی، څومره جبور دی ؟؟ !! واخ .
دا چې کوم وزیران او والیان ، معینان او لوړ پوړي چارواکې د په نوم مارشال فهیم له خواه نصبیږي، په دې بیا تاسو ښه خبر یاست، ښاغلی یون، هیله ده چې په دې اړه مفصله لیکنه وکړئ .
( په دې هکله عملي مثالونه له بده مرغه لا ډیر دي ، نه غواړم لیکنه لا نوره اوږده کړم ).
او بیا په بلې خواه کې د جناب کرزي خان کار روایې ووینئ، چې بل قوم سره څه کوي؟ یو په بل وهي، د احدي ، اشرف غني ، جلالي .. او ډیرو نورو سرنوشت ووینئ ، چې څه یې ورسره وکړل. ټول یې یوه په بل ووهل او ختم یې کړل. یو قوي پښتون سیاستوال نه پریږدي، چې وده وکړي. په شکل د اشکالو یې تضعیفوي او په خپل څنګ کې په یوه عاطل او باطل پُست کې یرغمل نیسي. نه یې مخالفت ته پریږدي او نه مقام ورکوي .نن نه یې په سبا تیرباسي .د جمهوري ریاست کرسې رسیدو ته رایې د پښتنو نه اخلي، خو مکافات نورو ته ورکوي .( قانوني مکافات او عادلانه ویش هدف نه ده، بلکې بیعدالتي او د سکه او نا سکه چلند غندنه ده ).
بیا هم، بیچاره کرزی، او توطیې !!!
اوس به راشم د ښاغلي پوهندوی یون لیک ته .
د یون لیک په ډیر حساس وخت کې نشریږي. دلیک اهمیت ډیر زیات دی . زما په اند په خپل شکل کې بې جوړې. اهمیت یې صرف په دې کې نه دی ، چې ډیر عالي لیکل شوی ، ډیر خوږ ده یا ډیر تریخ ( ممکن دا هم وي ) ، ممکن ډیرو نورو هیواد پالو او خواخوږو شخصیتونو هم کرزي ته په لیکني او غږیز ډول دا تشویشونه رسولي وي، او د هیواد په مهمو سیاسي او ملي مسلو یې ورسره د زړه خواله کړې وي.
خو !! د یون د لیک اهمیت په دې کې دی ،چې دا مسله یعنې د پردې د شا مسله یې رسنیو ته را ویسته او ټول هیواد وال یې په جریان کې واقع کړل. هغه هم د جرګې سره موازي او همزمان . دا واقعآ ډیر د اهمیت وړ ده او د یون د لوړو سیاسي اخلاقو ښکارندوی .
خو !! تاسو ښاغلی یو ن په خپل لیک کې لیکلي وو :
کرزي راته وويل: ٬٬ ډېر ګلالى ليک دې راته رالیږلى و، اوس نو راځه چې زه درته خپله کيسه بيان کړم ٬٬.
او تاسو ادامه ورکوئ :
٬٬ ولسمشر ډېرې اوږدې او دردونکې خبرې وکړې، خپل مجبوريتونه يې يو په بل پسې بيان کړل، کورنۍ او بهرنۍ توطيې، خپل امکانات او ځواک يې ټول موږ ته څرګند کړل٬٬.
په خواشینې سره ستاسو په لیک کې دا هم لولو :
٬٬ د جمهور رئيس مجبوريتونه او د افغان ولس پرضد د پټو توطيو څرنګوالى يو بیل بحث دى چې بيان يې بیل زمان او مکان غواړي٬٬
اوس تاسو څخه پوښتنه کوو ، چې دا دردوونکې خبري څه وي ؟؟ او دا مجبوریتونه څه دي ؟او دا بهرنې او کورنې توطیې کومې دي ؟؟؟؟
ولې تاسو دا واقعیتونه نه څرګندوی؟ ولې چوپ پاتې یاست؟ ولې بالاخره دا ملت همداسې بیخبره پاتي دی؟.تر څو به دا ملت په تورو شپو کې لالهانده ګرځي ؟؟ آخر تر کومه ؟؟
تاسو د کوم زمان او مکان خبرې کوئ؟ تاسو چې دومره جرت کړی، بل جرت هم وکړئ دا چلو صاف بلاخره د ابو راوباسئ او هر څه څرګند کړئ !!
که نه، د ملت محکمه به بل ډول قضاوت وکړي .
پاتي شوه د کرزي د امکاناتو او ځواک خبره . اوس چې ناتو ، آیساف ټوله غربي نړې په خاصه توګه آمریکه چې دلته فزیکې شتون لري او عملا ښکیل ده ، چې بیچاره کرزی ځواک نه لري، نو دا ځواک به د کومه کیږي ؟؟؟؟؟