له کله نه چې د افغان بيسيم د (٢٤ آزادۍ) له خدمتونو خبر شوى وم نو ما هم په خپل موباييل کې همدا وړانديز فعال کړى ؤ دا ددې لپاره چې د پنځه ويشت افغانى په مصرف سره به مې کولاى شول څلرويشت ساعته دافغان بيسيم هرې شميرې سره وړيا خبرى وکړم.
د جمعې ورځ وه،د کورنۍ ټول غړۍ مو د دوستانو واده ته تللي وو، په کور کې يوازې زه پاتې وم، له ملګرو سره تر ډېرو خبرو وروسته مې همداسې نامعلومې افغان شميري ډايل کولې، که نارينه غږ به وه نو د بخښنې په غوښتو به مې بيرته اړيکه وشلوله او که ښځينه غږ به مې تر غوږ شو نو بيا به مې ورسره خبرې اوږدولې، ما ويل راځه دا ورځ به په دې ډول سره تېره کړم. په همدې ډول له يو داسې چا سره مخ شوم چې د لومړي ځل په هلو يې هغه د چا خبره جادو راباندي وکړ. دې جلۍ ته نو خداي پاک ډېر خوږ اواز ورکړى ؤ. کله چې يې راته وويل له چا سره دي کار دى په ستوني كې مې لاړې بندې شوې،نو له بخښنې وروسته مې ورته وويل چې ګرانې اشتباه مې کړيده.
له لږ ځنډ وروسته مې هماغې شمېرې ته بيا زنګ وواهه چې زه يې متاثره کړى وم، له هيلو ويلو سره مې وويل او دا خو بيا هماغه شمېره ده فكركوم نمبر يې راته غلط راكړى دى دا چې ما د نورو خبرو جرئت نه لاره نودا لاره مې غوره كړه ،بيا مې مبايل قطع كړ، خو لنډه دا چې زړه هېڅ صبر نه كاوه چې ترڅو ورسره سمې خبرې ونكړم او پوه نشم چې دا څوك ده؟، بيا مې زنګ ورته وواهه له اوكې كولوسره يې وويل بيا دې اشتباه كړېده؟ له يو څه غوصې وروسته يې راته وويل: له چا سره دې کار دى؟ ما هم ورته بغير له دينه چې بهانه وکړم وويل: ګرانې! په لمړي ځل ستا د اواز له اورېدلوسره مې زړه بيا بيا مجبوروي چې خبرې درسره وكړم .انجلۍ ژبه ترخه كړه ته لېونى شوى يې! ته څوك يې اوله چاسره غواړې خبرې وكړې اودا زما نومره دې له كومه كړېده؟ انجلۍ نه وه سمه سره مچۍ وه په ژبه يې مرچ دوړولي وو،خوماته ددې هره خبره په زړه پورې وه،هغې غوښتل ټيليفون قطع كړي خوما وويل هيله كوم مبايل بند نكړې غواړم يوڅه درته ووايم،بېرته يې خبره په تٌنده لحجه راغبرګه كړه زه وخت نلرم چې دليونيواو بېكاره خلكوخبرې واورم خبرې مې ورپرې كړه هيله كووم چې مبايل بند نكړې هغې هم په چوپه خوله غوږشوه،يوڅه خبرې مې ورته وكړې پخپلو خبرو بېرته زه هم نه پوهېدم چې څه به مې ورته ويلي وي،يووخت وه چې جينۍ په كړس كړس وخندل ته داساده وګوره.خيرپه هرحال زه اوس كارلرم بيابه خبرې وكړو، داځل د هغې خبرې له مهربانۍ ډکې وي، ماغوښتل چې دا د خبرو لړۍ نوره هم اوږده شي خو د هغې لخوا مبايل بندشوه .
ما يې نومره له ځانه سره ثبت کړه او له دې وروسته به مو هره ورځ تقريباً يو يا دوه ساعته سره خبرې کولې. په لومړيو څو ورځو کې مو له يو او بل سره د زړه راز شريک کړ، د يو او بل په اړه مو معلومات ترلاسه کړل، له نېکه مرغه هغه هم همدلته په کابل کې اوسېده، د مکتب ترڅنګ يې د انګليسي او کمپيوتر زده کړې هم کولې. له خبرو يې برېښېده چې ډېره لايقه ده. دا نو زما او د هغې د مينې پيل وه ، د هغې خوږ او په زړه پورې اواز راته د هغې د حسن صفتونه کول نو ځکه مې ورته د زړه په لمړي دهلېز كې کې ځاې ورکړى ؤ.
هره ورځ غږېدا زما او د هغې د مينې د زياتيدو ترڅنګ د يو او بل د ليدلو تلوسه نوره هم زياتوله، همدا وجه وه چې هره ورځ مو کوشش کاوه چې سره وګورو، مګر هماغه د ملا نصرالدين کانه په ما هم شوي وه چې کله به زه وزګار وم، هغه به مصروفه وه او که هغه به وه نو زه به نه وم، او که دواړه به و نو وخت به ددې تقاضا نكوله چې موږ دې سره وګورو،يا به تياره وه او يا به هم سهار ډېر وختي و، تر دې چې له دوه مياشتې تيليفونې اړيکو وروسته يې هم د ليدلو وياړ را په برخه نه شو.
د شرکت مصروفيتونو او ترڅنګ يې پوهنتون ته تګ زه د هغې له ليدو هره ورځ محرومولم، په ډېروژمنو نور دواړه ستړي شوي وو. يوه ورځ يې راته له خبرو وروسته د ګيلى په توګه وويل: که چېرته د اخر ځل لپاره راسره ژمنه كوې ، نو درسره ګورم کنه هره ورځ ته مصروف يې او يوه ورځ دې هم وخت پيدانكړ . بې له ځنډ مې د انتظار د ختمولو لپاره ورته وويل: چې را روانه جمعه به حتماً سره ګورو او دا مې هم ورته وويل چې دا جمعه که هر څومره ضرورى کار ولرم خو ستا لپاره ځان بيکاره کوم او درسره ګورم،خوانشاءالله مې پكې هېڅ ياد هم نكړ داسې لكه هركار چې زماپه خپل لاس كې وي.
راروانى جمعې ته ډېر په تلوسه کې وم، ځکه چې د يو نا ليدلې مينې حقيقي تصوير مې پکې ليده، دا جمعه چې زه ورته په تمه وم له نورو جمعو سره يې ډېر فرق درلوده ځکه چې نورې جمعې به مې ارام او د خپلو درسونو تکرار ته ځانګړې کړى وى خو دا بيا هغسې جمعه نه وه، ډېره اوږده شوه، جمعه نه سمه دروژې مياشت وه. د پنج شنبې په سهار راته د شرکت رئيس د درې کانتينرونو د رارسيدو بد زيرى راکړ او يې وويل چې له خيره کانتينرونه به سبا سهار(جمعې سهار) ښکته کوو. ددې بد زيري په اوريدو مې داسې فكروكړ لكه څوك چې مې جنت ته له تللومخه نيسي ،بې اختياره مې له خولې ووتل چې د نړۍ تر ټولو بدقسمته انسان به زه يم، ځکه چې ما هېڅ وخت هم ژمنه ترسره نكړه په ژورو سوچونو کې ډوب وم له يو طرفه داسې كار چې بغير زما له شتون نه يې هېڅ امكان نه درلوده او له بل طرفه د مرسل بې واره ټيليفونونو داسې تنګ كړم چې نږدې وه مبايل بندكړم ،خو خپل زړه به دا اجازه هم نه راكوله ،ويل به مې هغه به رانه خفه شي ،زړه به يې رانه تورشي،خير په همدې فكرونوكې وم چې يو وخت مې ساعت ته فكر شو د پوهنتون د حاضرۍ د ټايم نه هم پنځلس دقيقې تېرې شوې وې ،اوف زما خدايه داڅه وشول،خو بيا مې خپل زړه پخپله ډاډه كاوه ځه دا يې هم د مرسل جانې له سرنه جار، پوهنتون ته هم لاړ نشوم. مازيګر مې راز راز سوچونو په فکر کې ځاى نيولى ؤ، غوښتل مې چې له هغې سره کړى وعده باندې وفا وکړم او حتماً يې وګورم مګر څرنګه يې امكان وه، دا چې يوه مياشت کېده چې شرکت ته مال نه ؤ راغلى ځکه چې د چين د نوي کال رخصتي ګانې وى نو دا لومړي کانيتنرونه ؤ چې بايد زر تر زره مو مشتريانو ته ليږلي واى. د شپې ډوډۍ مې هم ونه خوړه اوله هرڅه دمخه مې لمونځ وكړاو د خوب ځاى ته ولاړم ،هلته هم د هغې يادونه راسره ملګري وو،هېڅ يې ځانته نه پرېښودم،ويل مې اخرڅنګه وكړم غوښتل مې همداسې سر كېږدم خو،دا چې مازيګر مې له هغې سره ژمنه كړېوه چې بيا درته د شپې زنګ وهم،هغه خو مې په وس پوره وه چې بايد ترسره كړې مې واى، موبايل مې راپورته كړ، ، زنګ مې ورته وواهه، هغه هم لكه زما د زنګ په انتظار چې وي ژر يې اوکې کړ، له سلام وروسته يې راته يو څو بيتونه ډالۍ کړل، بيا يې راته په خوشحاله لهجه وويل: نن شپه خوبه هېڅ خوب نه درځي كنه؟ او وايې به چې خدايه دا شپه د يوې دقيقې پشان تېره كړې ،زه هم همداسې سوالونه كوم ګرانه، زه همداسې ورته غوږ وم، هېڅ مې هم نه ويل،هغه راته غږېده اوزه لكه بې روحه جسد هېڅ مې هم په واك نه وپوره، څو ځل مې خوله راجوړه کړه چې ورته ووايم چې سبا ته هم سره نه شو کتلى مګر زړه به مې ويل نه نه دهغې زړه به وچوي هغه به په تكليف شي او دا هرڅۀ زه نشم زغملاى هماغه بد زيري مې ژبه ګونګى کړيوه. هغې د تل په څير بيا راته د نن ورځې مهال ويش بيانوه مګر زه نه وم خداى خبر چې د فكر ټال كوم نا اشنا ځاى ته بېولى وم.
يو وخت د ډېر خپګان له امله مې موبايل له لاسه په بالښت پرېوتى وه، كله چې پوه شوم يوټكان مې وخوړ،اوه داڅه دي مبايل څه شوه مبايل لاندې پروت وه ،ژر مې راپورته كړ هيلوهيلو مرسل جان ته زما اواز اورې! بلې بلې! خومبايل قسم وكړ چې زما له لوډ سپيكر نه به اواز راونه وځي.
اړيکه شل دقيقې دمخه پرې شوې وه ، د زنګ وهلو هڅې مې پيل كړې خو دستګاه ځواب راکاوه چې موبايل بند دى، له دې وروسته مې څو ځله بيا هڅه کوله مګر هېڅ بريالى نه شوم. فکر مې کاوه چې زما خو پام نه ؤ څه به يې ويلى وي چې ما ورته ځواب نه دى ورکړى؟ د اخري خبرو د پوهېدو لپاره مې د موبايل ريکارډ ته لاړم، همېشه به مې چې له دې سره اړيکه نيوله نو له اوکى کولو وروسته به مې د ثبت بټن وهله او بيا به مې په فارغ وخت کې ددې ريکارد شوې خبرې اوريدى، خو کاشکې مې دا اخري خبرې اوريدلى وى ځکه چې د خپګان له وجې مې دا ځل د ثبت بټن هېره شوې وه. له نا اميدۍ وروسته مې د شپې تر ناوخته د هغې شميره ډايلوله مګر بيرته به يې ځواب راکاوه، نه پوهېږم شپه څرنګه تېره شوه، سهار شركت ته ولاړم خوفكرمې جوړ نه وه دشركت رئيس راته وويل هلكه ناروغ خونه يې؟نه روغ اوجوړ يم نوبياولې داسې ماڼېجن غوندې ښكارې؟ هسې هېڅ كومه د تشويش خبره نده همداسې فكر مې يو څه خراب دى اته بجې وې چې په جېب كې مې ټيليفون وچغېده او د مسج نغمه ترې راپورته شوه. ژرمې كتابچه په څوكۍ كېښوده او جېب ته مې لاس كړ د مبايل قفل مې خلاص كړ مسيج مې وكوت چې په لمړي سركې يې داسې كښل شوي وه: (ښاغلى نديم! سلام او ستړي مشي درته ځكه نه وايم، ولې چې دا خبرې هغه چاته څوك كوي چې وړتيا يې ولري، خودا چې له څو ساعتو راپدېخوا مې درك كړې او ومې پېژندلې نو نه غواړم هغه چاسره روغبړ وكړم چې نه يې پېژنم، اوس نو د تل لپاره د خداى پامان او دا هم درته نه وايم چې په مخه دې ښه شه،ولې چې ته دروغجن يې، او له دې نه وروسته هېڅ كله هم ناكامه هڅه ونكړې چې زما مبايل ته زنګ ووهې حتى اشتباهاً هم نه).