د پښتو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې د نازو انا دريځ


  • 2 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اسمعيل يون
  • 847

کلونه پخوا علامه عبدالحى حبيبي په ټولنيز ژوند کې د پښتني مېرمنې د رول په باب ليکلي وو: (( پښتنه مېرمن د پښتنو د ټولنې او اجتماعي سازمان شمرى وه.))(1) خو د پښتنو د ژوند په تاريخ کې داسې وختونه هم راغلي دي، چې پښتنه مېرمن کله کله د نورو قومونو تر ښځو زياته نازول شوې او کله يې بيا حقوق تر پښو لاندې شوي دي.
سره له دې چې د ټولنيز ژوندانه پېښو پښتانه له ادب او هنر څخه لرې ساتلي وو، خو بيا هم دوى ليک او لوست نه دى هېر کړى، د هنر او علم په ډګر کې يې د قدر وړ تجربې کړې دي. که د پښتو ادب په تاريخ کې په ځير سره وکتل شي د مېرمنو برخه په کې ځلنده ده. په دې مقاله کې به په لنډ ډول د پښتو ژبې او ادب د سترې وثيقې يعنې پټې خزانې په استناد د پښتنو د لرغونو ښځمنو شاعرانو په ډله کې د نازو انا پر دريځ خبرې وشي.
د پټې خزانې د روايت له مخې د پښتو ادبياتو په لرغونې دوره کې دغه مېرمنې شاعرانې تېرې شوې دي:
١- زرغونه کاکړ
٢- رابعه
٣- نيکبخته
٤- نازو انا
٥- حليمه حافظ
٦- بي بي زينب
خو پرته له دغو ښځمنو شاعرانو د پښتو ادبياتو په لرغونو شاعرانو کې نورې ښځمنې شاعرانې هم تېرې شوې دي، چې ښايي تراوسه پورې يې حال موږ ته معلوم نه وي او يا د نورو ماخذونو په ارتباط هغه وپېژنو لکه شهزاد ګله چې دحالنامې له مخې يې پېژنو.
د پښتنو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې تر ټولو قديمه شاعره زرغونه کاکړ ده، چې دکندهار په پنجوايي کې اوسېده.(1) ددغې سترې شاعرې د ژوندانه موده تر ٨٥ هجري څخه وروسته اټکل شوې ده. زرغونې کاکړې د نورو ادبي کارونو ترڅنګ په ٩٠٣هـ کال د شيخ سعدي بوستان په پښتو نظم واړاوه.(١) د پښتو ادب د لرغونو دورې ددې شاعرې نور څه نه دي راپاتې، يوازې محمد هوتک يې له ژباړل شوي بوستان څخه يوحکايت رانقل کړى دى، چې د زرغونې د ادبې قدرت څرنګوالى ورنه ښه ترا څرګندېدلاى شي.
بله پښتنه شاعره چې د پښتو ادب لرغونې دوره کې اوسېده رابعه نومېده. د پټې خزانې د روايت له مخې دغه شاعره د بابر په زمانه کې په کندهار کې اوسېده(٢) له بده مرغه چې پرته له يوې رباعي څخه يې بله څه نه دى راپاتې.
ددې دورې بله شاعره او پوه ښځه نېکبخته وه چې په اشنغر کې اوسېدلې ده. د ژوندانه زمانه يې د ٩٦٠ هجري په شاوخوا کې اټکل شوې ده.علامه حبيبي ليکي چې ددې مدبرې او پوه مېرمنې احوال شيخ امام الدين په خپل کتاب اولياى افغان کې ليکلي دي.(٣) نېک بختې د خپل ادبي ژوند په موده کې يو شمېر موعظې او پندونه نظم کړل چې له هغه څخه يو کتاب جوړ شو او نوم يې ارشاد الفقرا ورباندې کېښود. د پټې خزانې د روايت له مخې دغه کتاب د محمد هوتک په لاس کې و او له هغه څخه يې په خپله تذکره کې يو څو ټوټې خوندي کړې دي.(١)
د پښتو ادبياتو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې بله شاعره بي بي زينبه ده چې د ميرويس خان لور او يوه هوښياره او عالمه ښځه وه. دغې اغلې مېرمنې د نورو پښتنو مېرمنو په تدريس کې لويه برخه درلوده. له بي بي زينبې څخه يوه مرثيه راپاتې ده، چې پټې خزانې خوندې کړې ده. له دغې مرثيې څخه د زينبې ادبي ځواک ښه څرګندېدلاى شي.
شهزاد ګله ددې دورې بله باتدبيره او پوهه ښځه وه چې شعرونه يې هم ويل د ((فرهنګ ادبيات پښتو)) ليکوال ليکي چې پلار يې د روېښ داد نومېده او د تيراه له اوسېدونکو څخه و، چې د جلال الدين اکبر په زمانې کې يې ژوند کاوه.(٢)
ددې باتقوا او پرهېزګارې ښځې د کلام نمونه استاد هېوادمل په فرهنګ ادبيات پښتو کې خوندي کړې ده.
ددغو ښځمنو شاعرانو په څنګ کې د پښتو ادب او پښتنو لويه شاعره او مدبره ښځه نازو انا نومېده. نازو انا د پښتو ادبياتو د لرغونو ښځمنو شاعرانو په ډله کې ډېره مشهوره، مدبره او پوهه ښځه وه. پلار يې د پښتنو مشر و. دى هم په خپله سپېڅلې غېږه کې لکه ميرويس نيکه ستر لارښود وروزه. نازو د علم ادب او تورې خاونده وه او د خپل پلار د رياست په قلمرو کې په شجاعت او سخاوت مشهوره وه، لوست يې په خپل محيط کې له لويو علماوو څخه کړى وى.(1)
د نازو انا د مېړانې، سخاوت او خلاص لاس توب ذکر نور اثارو او ليکوالو هم ثبت کړى(2) نازو انا که له يوې خوا د قيادت، پوهې او وطن دوستۍ ښه سمبول وه، نو له بلې خوا د لوړ او نفيس ادبي ذوق خاونده هم وه. د پټې خزانې ليکوال د نازو انا د ادبي دريځ په برخه کې داسې ويلي دي: (( زما پلار هسې ويل چې نازو انا علاوه پر سخاوت او شجاعت او عبادت هسې ارتينه وه چې د خداى تعالى څخه په مناجات يې ډېر اشعار ويل او يو ديوان يې درلود چې دوه زره بيتونه په کې وو او هلته يې ښه نکات ادا کړي وو او داسې يې ويلي و چې نارينه يې هم نه شي ويلاى.))(١)
د نازو انا د راپاتې رباعي په برخه کې که چېرې د نورو ليکوالو او ځينو اثارو له توصيفي خبرو تېر شو او د نازو انا د ادبي توان د معلومولو لپاره په خپله رباعي تر څېړنې لاندې ونيسو ښه به وي:
سحر ګه وه د نرګس ليمه لانده
څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده
ما ويل څه دي ښکلي ګله ولې ژاړې
دې ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده.

په دې رباعي کې نازو انا د ژوند يو عمومي انځور په هنرمندانه ډول وړاندې کوي. د نرګس د ګل غوړېدل او تر غوړېدو نه يو څو لنډې شېبې وروسته يې د ژوند پاى ته رسېدل، ددې سبب شول چې نرګس د خپل ژوند پر لږه موده باندې وژاړي. که چېرې د نازو انا په دې شعر کې د شعر د جوليز جوړښت له مخې شعري انځورونه ولټول شي داسې به وي:
په دې شعر کې ګل له انسان سره تشبيه شوى دى. ګل مشبه انسان مشبه به، ښکلا لطافت نازکي او لنډه موده ژوند يې وجه شبه ده، چې يو عالي شعري انځور يې بللاى شو.
دغه راز په دې شعر کې ژوند له يوې خولې خندا سره تشبيه شوى دى. ژوند مشبه، يوه خوله خندا مشبه به، لنډوالى او لږوالى يې وجه شبه کېدلاى شي. څنګه چې دغه انځور د تشبيه له اداتو پرته راوړل شوى دى، ځکه لوړ او عالي يې ارزيابي کولاى شو.
د نازو انا په دغه شعر کې هم معنى او مفهوم شته، هم د شعري انځورونو له پلوه غني دى او د تخيل رنګيني او بداعت په کې ښه ښکاري، ځکه نو د نازو انا ادبي دريځ د نورو ښځمنو شاعرانو په ډله کې لوړ ارزيابي کوو. که چېرې نازو انا د هغه وخت له نورو ښځمنو شاعرانو سره په جلا جلا ډول پرتله شي هلته هم د نازو انا دريځ څرګند او ښکاره دى. نازو انا له نورو ښځمنو شاعرانو څخه ځکه لوړه او ښه ارزيابي کېږي، چې دا له يوې خوا په يوه ستره ادبي او سياسي کورنۍ کې زېږېدلې او لويه شوې ده، ځکه يې ښوونه او روزنه ضروري او ډېره ښه وه، چې د لوړې پوهې او ښې مطالعې درلودونکې وه، له بلې خوا دې ته ډېر ښه علمي ادبي او سياسي چاپېريال مساعد و او دغه چاپېريال ددې سبب شو، چې نازو انا د لوړې او ښې قريحې او ښه شعري ذوق خاونده شي، په دې صورت کې نو ښکاره خبره ده، چې دغسې يوې پوه او با مطالعې او د ښې قريحې خاوندې تخليق به هم ښه او لوړ وي. نازو انا که له يوې خوا دلوړ ادبي ذوق خاونده وه، له بلې خوا د خپل قام او خلکو په روحيه پوه او په درد يې متالمه وه او ددغه حالت انعکاس ددې په تخليقاتو کې څرګند و، چې ددې په راپاتې رباعي کې يې ښه ليدلاى شو، ځکه نو د پښتنو په لرغونو ښځمنو شاعرانو کې د نازو انا دريځ ډېر لوړ او ښه ارزيابي کوو.

(1) پوهاند عبدالحى حبيبي، د زېري کالنۍ ، په پښتو ادب کې د مېرمنې برخه، پښتو ټولنه، ١٣٥٧کال، ١ مخ
(1)  عبدالحى حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ، دويم ټوک، پښتو ټولنه، ١٨٧مخ.
(١) محمد هوتک، پټه خزانه، څلورم چاپ، د کابل پوهنتون خپرونې، ١٣٥٦کال، ١١١مخ.
(٢) همدا اثر، ١١٣مخ.
(٣) د زېري کالنۍ، ١٣٥٧ کال، ١٤مخ.
(١)  پټه خزانه، ١٠٦ مخ.
(٢) زلمى هېوادمل، فرهنګ ادبيات پښتو، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې خپرونه، ١٣٦٥ کال، ٢٦٧ مخ.
(1)  د زېري کالنۍ، ١٣٥٧کا، ١٤-١٥ مخونه.
(2)  کبرا مظهري ملو رو، پښتني ليکوالې او شاعرانې، لومړى ټولک د علومو اکاډمي خپرونه، ١٣٦٦ کال، ٦٠مخ.
(١)  پټه خزانه، څلورم چاپ، ١٠٣مخ.