دولسي جرګې اوکریم خلیلي ترمنځ لانجه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رومان زرمتی
  • 1179

دروان کال په پسرلي کې دسختو بارانونو داورښت له مله دهیواد په ځینو سیمو کې سیلابونه راووتل چې په ځینو ځایونو کې له توفانونو سره هم مله وو.دهمدغو سیلابونو دراوتو له امله دهیواد په ځینو سیمو کې زموږ هیوادوال سخت زیانمن شول ډیرو هیوادوالو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واوښتل.چې ددولت له خوا او په تیره دبیړنیو حالاتودکمیټې چې دافغانستان دجمهورریس د دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرۍ جوړه شوې ده د بیړنیو او متوازنو مرستو غوښتنه یې کوله.
خو دبیړنیو مرستو کمیټه په دې برخه کې پاتې راغله دهیواد هغو سیمو ته چې باید دغه مرستې ویشل شوې وای، مرستې ونه رسیدې او دخلکو پراخ اعتراضونه یې راوپارول.
دخلکو دغو غوښتنو په ولسي جرګه کې دخلکو استازي دې اړ ایستل چې دافغانستان دجمهورریس دوهم مرستیال او دبیړنیو حالاتو دکمیټې ریس محمد کریم خلیلي دځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته ور وغواړي. ځکه دافغانستان بیلابیلو سیمو ته ددغې کمیټې دمرستو نا متوازنو رسیدو دخلکو له استازو سره ډیرې پوښتنې راولاړې کړې وې.
خو دبیړنیو حالاتو دکمیټې ریس ښاغلي محمد کریم خلیلي دولسي جرګې غونډې ته له حاضریدو څخه ډډه وکړه. چې دولسي جرګې د ځینو غړو سخت غبرګونونه یې راوپارول.
ولسي جرګې غونډې ته دمحمد کریم خلیلي دنه حاضریدو او دحکومت له خوا د یوولسو وزیرانو دنه معرفي په اعتراض کې اعتصاب پیل کړ. چې تراوسه دوام لري.
کله چې دافغانستان دجمهورریس دوهم مرستیال اوددغې کمیټې ریس محمد کریم خلیلي په بیهسودو کې دکوچیانو او هزاره وو ترمنځ دځمکو پر سر دحقوقي لانجې له راپورته کیدو وروسته بهسودو ته ولاړ هلته یې دلانجې له یوې خوا سره واړول او په څرګنده یې وویل چې دی به تر پایه له خپل قوم سره پاته شي او که وینه توییږي نو لومړۍ وینه به دکریم خلیلي وي چې په دې جګړه کې به توییږي.چې په حقیقت کې یې په سیمه کې دجګړې اعلان وکړ. ده خپل قوم ته پخپله وینا کې چې دده دټلویزیون نګاه او نورو رسنیو له خوا خپره شوه دا ډاډ هم ورکړ چې ( هغوی!!! نور دلته نه شي راتلای) په بیهسودو کې دښاغلي خلیلي دغه یوه طرفه چلند او قومپالنې په ولسي جرګه کې دخلکو له استازو سره لا نورې پوښتنې راولاړې کړې. هغه داچې کله داساسي قانون داحکامو برخلاف دحکومت یو لوړپوړی چارواکی کولای شي دخپل قوم او خپلې سیمې لپاره دهیواد دنورو خلکو په مقابل کې داسې څه کولای شي او یوه حقوقي مسله په لوی لاس سیاسي کوي داسې څوک په ډیره اساني سره کولای شي دبیړنیو حالاتو دکمیټې مرستې دیوې سیمې او یوه قوم په ګټه وکاروي. آن دمشرانو جرګې پخپله غونډه کې بهسودو ته دخلیلي دغه سفر دده له خوا دخلکو لمسول وبلل شول او دمشرانو جرګې ریس حضرت صبغت الله مجددي وویل چې دافغانستان دجمهورریس دوهم مرستیال کریم خلیلي هزاره ګان دکوچیانو پرخلاف جګړې ته لمسولي دي ،ښاغلي مجددي په یوه خبري غونډه کې وویل: دافغانستان دجمهورریس دوهم مرستیال دمیدان وردګو ولایت دبهسودوولسوالي خلک جګړې ته تحریک کړي او ویې ویل چې خلیلي باید خلک اتحاد او اتفاق ته رابللي وای مجددي دغه راز څرګنده کړه چې خلیلي نه یوازې دهزاره ګانو لپاره بلکې دټول افغانستان دوهم مرستیال دی او ده ته لازمه نه وه چې داسې څرګندونې وکړي.
خپلې سیمې ته دښاغلي کریم خلیلي سفر او دیوه قوم په ګټه دهغه دغو څرګندونو او دخلکو او افغان سیاستوالو او روحاني شخصیتونوغبرګونونو دده په اړه ډیرې پوښتنې راولاړې کړې دي. او ولسي جرګه یې پخپله هغه پریکړه چې غونډې ته دده دحاضریدو او ددوی پوښتنوته دځواب ویلو په هکله یې کړې وه لا مصممه کړه، اوس خلک له خپلو استازو څخه په کلکه غواړي چې ددوی دحقونو پوښتنه وکړي  او پرې نه ږدي چې دولتي لوړ پوړي چارواکي د هیواد داساسي قانون دحکمونوبرخلاف دقومي ملحوظاتو له مخې چلند وکړي او دولتي امکانات دیوې سیمې او یوه قوم په ګټه ولګوي. دولسي جرګې یوه غړي وویل دادافغانستان دخلکو حق دی چې دخپلو دولتي چارواکو له کړنو خبرشي ولسي جرګه به ترهغو خپل اعتصاب جاري وساتي ترڅو کریم خلیلي دغه مجلس ته حاضر شي او دخلکو داستازو پوښتنو ته ځواب ووایي.او حکومت دکابینې پاتې وزیران دغې جرګې ته ور وپیژني.
دولسي جرګې او محمد کریم خلیلي ترمنځ دا لانجه لا تراوسه پخپل حال پاتې ده داچې دبیړنیو حالاتو دکمیټې دریس دنامتوازنوکړنو په هکله دخلکو او دولس داستازو شکونه او اندیښنې څومره پر ځای دي راتلونکی به ورته ځواب ووایي.