دجنګ خلک سوله راوستلی شي؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رومان زرمتی
  • 1320

دسولې په ملي مشورتي جرګه کې بیا هم هغه څیرې ډیرې ترسترګو کیدې چې په تیرو تنظیمي جګړو کې یې برخه لرله. دتعجب خبره خو لا داوه چې دحکومت له خوا دتیرو تنظیمي جګړو یو سرلاری ددغې جرګې دمشر په توګه په جرګه والو وتپل شو. سره له دې چې په دې جرګه کې څو مشهورو جنګسالارانو ګډون نه و،کړی، دوی دجرګې نه ملي والی او دحکومت له خوا دهغې داستازو ټاکنه دپلمې په ډول راوړله او زموږ ځینو رسنیو چې ددوی پلوي کوي دهغوی دنه ګډون مسله دجرګې یوه ناکامي بلله خو د ډیرو خلکو په باور جرګې که کومه بریا لرله هغه به ددغو څو تنو جنګسالارانو نه ګډون و. خلکو ددغې جرګې په پریکړو او دحکومت په نیت هغه وخت شک پیدا کړ چې دتیرو جګړو مشهورې څیرې یې په مخې څوکیو کې کینول او دهغوی یوتن یې دجرګې مشر کړ.
زموږ خلک چې دغه څیرې ویني ذهن ته یې تیرې ترخې خاطرې راځي ټول پوهیږي همدغه کسان وو،چې کابل ښار یې دخپلو جنګي ډلو ترمنځ ویشلی و او خپل جنګي اجیران یې له یوبل سره جنګول. چې په پایله کې یې اوسنی حالت رامنځته شو. ددوی په وخت کې دفساد پراخې کچې خلک مجبور کړل چې دطالبانو په نامه دیوې بلې جنګي ډلې هرکلی وکړي خپل هیواد له فساده او ملوک الطوایفي څخه وژغوري.  دسولې ملي مشورتي جرګه له جګړو دستړو افغانانو یوه هیله وه دوی هیله لرله چې په دغه جرګه کې داسې کسان راټول شي چې په تیرو جګړو کې  په لاس لرلو تورن نه وي او که ضرور وي چې حتمآ ددغو پخوانیو او اوسنیو جنګي ډلو مشران او غړي ګډون وکړي بیا نو باید یو طرفه نه وي او دټولو ډلو کسان پکې ګډون و کړي. خلکو هیله لرله دسولې ملي مشورتي جرګه یې له اوسنیو ناخوالو وژغوري. له بده مرغه زموږ دغه منلی دود هم دتیرو نهو کلونو په څیر د مصلحتونو قرباني شو. حکومت ددې لپاره چې دغه جنګي ډلې یې له ځانه ناراضه کړې نه وي په دغه جرګه کې بیا هم دوی ته رول ورکړ. او خلک یې یوځل بیا په خپلو اقداماتو بې باوره کړل.
دغه کسان له یوې خوا په جنګي ډلو پورې تړلي کسان دي چې کلونه کلونه دخپلو ګټو لپآره جنګیدلي او له بلې خوا ددغو جنګسالارانو یوشمیر کسان جګړه دافغانستان یوه ملي ستونزه نه بولي، او هغه ددې هیواد دڅو سیمو مشکل ګڼي،چې دغه خبرې یې په وارو وارو په خپلو رسنیو کې کړې دي کله چې اوس هم داسې نظر لري طبعي ده چې ددغې ستونزې دهوارولو لپاره هم کومه دلچسپي نه لري.
نو په کار ده زموږ ددغې ملي سراسري ستونزې دحل کولو لپاره نورې ملي څیرې او هغه کسان چې لږتر لږه یې په تیرو جګړو کې ونډه نه وي لرلې ،رامخته شي تر څو خلک ددغه بهیر په رښتیاینه باور پیداکړي او په هیواد کې دجګړو او بې اعتمادیو دله منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.