دافغان دولت اومخالفينو ترمنځ دپاکستان منځګړتوب رښتينى ندى


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 1141

په دې وروستيوکې دپاکستان دحکومت پوځي کړيو يوځل بيا داخبره ډېره ګرمه کړې چې ګواکې دوى غواړي له ځينو طالبي کړيو سره دافغانستان دلانجو او شخړو په حل کولوکې په پوره صداقت سره ونډه واخلي او منځګړتوب يې وکړي ترڅو په راتلونکې کې دافغانستان دمشکلاتو مخه ونيول شي او دافغان حکومت ټولې روانې او په مخکې پرتې ستونزې له ټولومخالفينوسره حل اوفصل شي.
داخبره دپاکستان داستخباراتو مشراودپاکستان دپوځ لوى درستيز جنرا اشفاق کياني په داسې حال کې کوي چې ددغو ډلو اوورانکاريوکړيو څخه چې پاکستان يې يواځې د حقاني په ډله چې دامهال دجلال الدين حقاني دزوى سراج الدين حقاني لخوا رهبري کېږي ټينګارکوي ترڅوله ټولو لمړى له دې ډلې سره دروغې جوړې خبرې پيل شي.
خوخبره دلته ده چې په دې هرڅوک ښه پوهېږي چې په اوس وختونوکې له دې ډلوڅخه تربل هر هېود اومنطقې څخه پاکستان ته ډېر جدي ګواښونه مخامخ دي  ،اوپه تخريب پسې يې مټې رابډ ولي دي نو بياولې پاکستان دخپل بام واوره دبل پربام ورغورځوي اوکه دى غواړي چې اوس په يونه يونيرنګ دځان ملګرى پيدا او په لوبه کې يې له ځانسر ه دسپرپه توګه وکاروي اوياهم داسې غواړي چې يوځل بيا دمعمول پشان افغانستان دخپلې لوبې ميدان  وګرځوي .
داچې پاکستان تل دبل هر هېواد اوهرې ورانکارې ډلې څخه زيات دافغانستان په زيان تمام شوى او لاهم تمامېږي داهرچاته لکه دلمر پشان روښانه اومعلومه ده ،چې په افغانستان کې دهرې ورانکارۍ ،هربريد اوهر انتحاري حملې کې د پاکستان  لاس ثابت شوى دى، دهر ې پېښې له پلټلو وروسته دا په اثبات رسېدلې چې ددې هرڅه منبع پاکستان دى ،اومجرم په دې اعتراف کړى چې دپاکستان په فلاني روزنځاى کې يې دتروريستى اعمالو دترسره کولو زده کړې کړيدي چې هلته ترورېستان روزل کېږي اوبيا افغانستان ته دورانکاريو لپاره استول کېږي.
خوداچې نن همدا پاکستان غواړي دافغانستان اومخالفينوترمنځ منځګړتوب وکړي دلته هم حتماً دکاسې لاندې نيم کاسه شته ،لکه مخکې مې چې يادونه وکړه اوس پاکستان غواړي له ځانسره دلوبې لپاره پارتنر ومومي او په دې هڅه کې دى چې افغانستان خپل پارتنر کړي.
نو په دې اساس ويلى شو چې تراوسه  داسې هېڅ کوم مثال نشته چې پاکستان دې  دافغانستان په ګټه کوم کارترسره کړى وي چې په هغې کې پاکستان په رښتياهم يوصادق ،ژمن، دوست  اوملګرى هېواد ثابت شوى وي ، نوپاکستان خپل دبياځلي ازموېيلو چانس له لاسه ورکړى دى ،اوافغان حکومت هم بايد هغه پوچ چارمغز چې چاورته په جېب کې اچولى دى هغه مات کړي اومنځ يې وګوري چې څه دي پکې .
داسې هم ويل کېږي چې دحقاني تروريستي شبکې ترڅنګ له ځينو نوروکړيو سره دپاکستان دپوځي حکومت لخواځينې ابتدائي تماسونه هم نيول شوي او ترزياتې اندازې ورته خوشبين دي چې دافغانستان اومخالفينوترمنځ به ډېره ژرسوله اوارامي رامنځ ته شي ،اوداهرڅه په پاکستان باندې دامريکا لخوا دفشار په صورت کې رامنځته شوي دي چې امريکاپرپاکستان غږ کړى چې دحقاني شبکه دپاکستان په شمالي وزيرستان کې خپل فعاليتونوته ددوام ورکولوپه حال کې دي اوخپل بريدونه په افغانستان کې له هماغه ځاى نه برابروي، نوپاکستان بايد پرشمالي وزيريستان بريدونه پيل کړي ،ترڅو هغه سيمه له داسې ډلوڅخه پاکه کړي ،خوپاکستان نه غواړي چې دحقاني ډله وځپي نوله دې امله غواړي چې دافغان حکومت او حقاني شبکې ترمنځ روغه وکړي ،نوسوال دلته پيداکېږي چې حقاني ډله په پاکستان کې مېشته ده اوټول کارونه يې هم دپاکستان په زيان دي ،اودهمدوى له لاسه له نړيوالوګواښونوسره مخامخ دى نوافغانستان ولې په کې دخيل ګڼي ؟
له بل طرفه بيازيات شمېرافغانان اوسياسي کارپوهان پدې باور دي چې دافغانستان ددوولوړپوړيوچارواکيو هريو دملي امنيت لوى ئيس امرالله صالح او دکورنيوچارو وزيرمحمد حنيف اتمرداستفاګانوپه منظورولوکې هم ترډېرې انداې پورې دپاکستان لاس دى ، ولې چې دوى دواړو خصوصاً امرالله صالح به په افغانستان کې دهرې پېښې ترشاه دپاکستان لاس لرلو ادعاکوله اوترزياتې اندازې به يې ثبوتونه هم وړاندې کول نو همداو ه چې دسولې دملي مشورتي جرګې په ورځوکې يې له مخالفينوسره دسولې خبره رد اواستفايې وړاندې کړه.