د جلال په شعر کې جمال او کمال


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اجمل اند
  • 1222

وايي چې ( په دنیا خو یا جلال دی یا جمال دی )خو زموږ جلال نیکمرغه دی چې جلال او جمال دواړه لري . دا دواړه توکي هم په خپله امرخېل کې شته او هم یې شاعري  پر جلال او جمال ښکلې ده
د لویدیځ د ژوند په اړه زموږ یو شمیر هغه لویدیځ ځپلي یاران چې کله ناکله د معدني اوبو د بوتل سره د وطن په کلیو او کوڅو کې څرګندېږي یو څه زیاته وايي او که ډانګ پییلي یې ووایو درواغ وايي . دوی ددې ځای ترینګلی ژوند هلته د خلکو په سترګو کې ډېر ښه انځوروي ، او  هغه اړخونه یې له خپلو خپلوانو او دوستانو پټوي چې رېښتیا هم ترینګلي او بدرنګ دي .
د لویدیځ  دژوند په اړه همدغه ناسم تصور هر کال د جلال په شان په سلګونو تنکي ځوانان دې ته هڅوي چې په سمو او ناسمو لارو ځان دلته را ورسوي خو کله چې  لویدیځ ته راځي  او سترګې پرانېزي نو پوهېږي چې له ځان سره ټولې راوړې هېلې یې نهیلي شوې وي .
دلته له افغان ډاکتر طبابت ، له اینجینر اینجینري او له شاعر شاعري هېره شي ، د ژوند د منډو ترړو سیلاب یې داسې په مخه کړي چې  ډېر څه یې هېر او لږ څه یې یاد وي .
خو جلال بیا هم نیکمرغه دی ، سره له دې  چې په ډېره تنکۍ ځوانۍ کې لویدیځ ته راغی  خو تر اوسه دې سیلاب نه دی پر مخه کړی او شاعري نه ېوازې دا چې ترې هېره نه ده بلکې دلته یې نور رنګونو هم ورزیات کړي دي . که څه هم دی خپله دا نه مني او وايي:
شکر دی اوس له خپل ضمير سره په جنګ نه يمه
اوس رانه هېر دي څه چې تېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی
خو کله یې چې شعرونه لولې نو پوهېږي چې د جلال د خپل ولس د ژوند له رنګونو هېڅ هېر نه دي او ډېر واړه واړه نزاکتونه یې هم په یاد دي .
کله چې څه موده د مخه ننګرهار ته تللی وم نو ځینو یارانو راته وویل چې  د هغو شعري ټولګو په ډله کې چې ډېر مینه وال لري یوه هم د جلال لومړنۍ شعري ټولګه ((اوس دې هم هره شپه په خوب کې وينم )) ده .
ما د جلال هغه شعرونه هم ټول لوستي وو او ددې شعري ټولګي  شعرونه مې هم ټول ولوستل ، تمه خو دا وه چې  د جلال شاعري دې  دپردیو کوڅو او پردیو ماښامونو په غېږ کې مړواې شوې وي ، رنګونه دې  تت شوي  او تصویرونه مښلي وي .
خو جلال  بیا هم  نیکمرغه او تکړه  دی چې  داسې ورسره نه دي شوي . بلکې پر ځای یې د ده په نوې شاعرۍ کې  ډېر ښکلي او په زړه پورې  بدلونونه وینوو .
د شعر ژبه یې نوره هم پخه او روانه شوې ، ښکلي تصویرونه او ترکیبونه ورسره زیات شوي ، او په غزلونو کې یې  یو ډېر ښکلي فکري یووالي رامنځ ته شوی .  دا هغه څه دي چې زموږ ډېر معاصر شاعران یې نه لري او له همدې کبله یې په شعر کې خوند او مزه نه وي.
دلته په لویدیځ کې د څوکلونو له تیرولو وروسته د یو چا په ذهن کې  د خپلو خپلوانو او دوستانو  انځورونه هم ورو ورو تت شي او کله یې چې را په زړه کوي نو هسې یې مخې ته نه دریږي لکه له یو چا سره چې سبا او بېګا ویني ، د ژوند د نورو اړخونو او هغه هم د شاعرانه اړخونو تصویرونه خو پر ځای پریږده .
دا ماته ډېره په زړه پورې او یو څه حیرانونکې ده  چې  د جلال په ورستیو شعرونو کې موږ  د لا ډېرو نویو او په زړه پورو تصویرونو سره مخ کېږو ، او همدا د جلال د شعرونو جمال او کمال دی .  راځئ  د یو غزل دې څو بیتونو ته یې تم شو او بیا قضاوت وکړو :
څومره چې يزيده شې او څومره چې جلاده شې
بيا به مې هم زړه درته دعا کوي چې ښاده شې
ګرانې لا وړه يې لا دې چل د يارۍ نه دی زده
صبر وکړه لويه  به شې ، سمه به استاده شې
هېره شې د غم له تکې تورې بلا هېره شې
ياده شې په لمونځ او په سجده کې را په ياده شې
خانده ، خانده ، ما پورې خندا کوه ، ځه خدای خو شته
ته خو به هم کله مسافره له هېواده شې
زه چې د جلال د ورستۍ ټولګۍ شعرونه اړوم ، باور وکړﺉ زړه مې  غواړي چې هر یو یې  دلته رانقل کړم او پرې خبرې وکړم .  دده په هر شعر کې له یو نوې فکر سره،  له یوې نوي تصویر سره مخ کېږم .
 زه خپله  له اوږدې مودې هڅه کوم چې په شعرونو کې را نه فکر او خیال تکرار نه شي خو تر اوسه مې له دې ستونزې خلاصۍ نه دی موندلی  او له جلال سره مې رخه په دې ده چې زه یې په ټولګه کې ولې له تکراري تصویرونو سره نه مخ کېږم ؟
  دا پوښتنه به زه خامخا له جلاله کوم چې دا دومره نوي خیالونه او تصویرونه په دې پردیو ماښامونو کې له کومه کوي ؟  خو ښايي  مساپري پسې ښه تللې وي .  ښايي د هغه د ځوانې حافظې برکت وي چې کولای شي په یو وخت ډېر ښکلي خیالونه او فکرونه وساتي او ښايي زما په شان  هر څه له یاده نه باسي ، ځکه هغه که ځینې شیان هیروي نو ځینې بیا په یاد هم  ساتي  ، او په خپل دې کمال خپله جلال هم پوه دی:
هره کيسه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
شېبه ، شېبه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
چې ( نه ) دې وکړه ، په ژړا شوې نور مې نه ياديږي
هغه صحنه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
دې زمانې دومره له ډاګې ډاګې ويشتی يم چې
زما نامه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
مورې ! دنيا راباندې وچورلېده، سر مې دروند شو
مورې ! قبله له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
زما ګران ملګري نجیب عامر ته به مې چې کله کوم شعر ولوست او ښه به پرې ولګید نو په ټوکو به یې  ویل:
انده! ښه شعر دې لیکلی خو زه یې  ځکه نه ستایم چې زه هم شاعر یم.
د جلال شعرونو په ما همداسې کانه کړې هر غزل یې چې لولم دومره مې خوښېږي چې په زړه کې مې رخه راځي او وایم ولې دې خیال او تصویر ته زما پام نه و، او ولې ما دا غزل نه دی ویلی .
که د جلال تنکۍ ځوانۍ ته پام ونه کړو او د عمر په حساب یې کشر ونه بولو  نو زه په دعوې او ډاډ ویلی شم چې دا مهال جلال د خپل شعر د جمال او کمال په زور  دهغو ګوتو په شمیر پښتنو شاعرانو په ډله کې دی چې نوې خبرې ، نوې خیالونه، نوي  انځورونه او نوي فکرونه لري. او دا شیان په ډېرکره او په زړه پورې انداز لوستونکي ته وړاندې کوي .
د شعر ژبه یې له ډېرو پخو شاعرانو هم پخه ښکاري  او که  تاسو دا ټولګه ولولۍ باور لرم چې زما له دې خبرې سره به اختلاف ونه لرﺉ  .
زه ویاړم  چې د پښتو شاعرۍ د یو ځوان سرلاري  په شعرونو مې د څه لیکلو فرصت وموند  او خپلې خبرې د جلال په  دې  شعر راټولوم :
خـوب او خيــــالات يــــې کــــړم ، دانــه وانـه يې وشــيندلم
خــــــپل حرکـــــات يــــــې کړم ، دانــــه وانه يـــــې وشـــيندلم
لکــــــه پښــــــتون وجـــــود چــې لږ وم په خپل ځان راټول وم
بس خو چې زيات يې کړم ، دانــــــه وانـــــه يـــــې وشـــيندلم
په مینه
اجمل اند
د جولای دریمه ۲۰۱۰ عیسوي کال
پراګ – د چیک جمهوریت