څوک او ولې غواړي اقلیت د اکثریت دښمن کړي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدالله ارین احمدزي
  • 1246

په افغانستان کې ود ولسمشر کرزي له راتګ سره سم هغه جنګسالاران چې څو لسیزې یې  د دې ځوریدلي ولس پر سر لوبې کړې وې یو ځل بیا سره را وخوځیدل له غارونو را و وتل او په حکومت کې په یو او بل نوم ګډ شول، هرڅه یې چې غوښتل هغه یې وکړل، د کرزي موقته، انتقالي او د ولسمشري د لومړي ځل دوره پای ته ورسیده او د دوهم ځل لپاره ټاکنې وشوې بیا هم ولسمشر بریالی شو چې د یوې بلې دورې لپاره ولسمشر شي. همداسې وشول د ده یو مرستیال زمونږ د تاجک وروڼو څخه اوبل یې د هزاره وروڼو څخه وټاکل شو، د کرزي شعار له لومړي سر څخه ملي مشارکت وو خو ولسمشر د ځینې قومونو لپاره له ملي مشارکت څخه هم ور تیر شو ځکه ولسمشر د وخت د اړتیا سره سم دا کار وکړ.خو د دې سره سره د هزاره قوم مشران د کابینې له تعین څخه وروسته یو قسم ناوخوښه ښکاریدل، ځکه دوی په افغانستان کې داسې یو قوم دی چې د دوی په څير په لسګونو نور قومونه لکه پشه یان، قرغز، نورستانیان او نور هم شتون لري چز په اقلیت کې راځي خو د دې ټولو قومونو په پرتله هزاره مشرانو د ډير قدرت او ډير حق غوښتنه کوله حال داچې د دې هیواد هر وګړی د خپل تقسیم سره سم په واک کې د شاملیدو حق لري، خو هزاره مشرانو خدای خبر چې څه سوچ کړی و. ډیر خام او د تعصب څخه ډکې کړنې یې وکړې، د بیلګې په ډول د کوچیانو پر وړاندې د تیر کال د محقق له غذايي اعتصاب څخه را پیل بیا تر پرونه د خلیلی تر ورتګ پورې. خو هیڅ یو قوم اعتصاب ونکړ چې دې ښاغلي چې د ولسمشر مرستیال دی ولې د یوه قوم ننګه وکوله حق خون دا وو چې دی د دواړو قومونو منځ ته ورغلی وی او له دواړو قومونو څخه یې غوښتنه کړې وی چې د خبرو اترو له لارې دا مسله حل کړي.خو په هر حال زمونږ ولسي جرګې له ولسمشر څخه وغوښتل چې پاتې کابینه دې جرګې ته د اعتماد رایو د لاس ته راوړولو لپاره ور وپیژني ولسمشر همداسې وکړل او ۷ وزیران یې ولسي جرګې ته ور معرفي کړل، وروسته تر دې چې هر وزیر خپل کاري پلانونه او تیرې کړنې وړاندې کړې نو ولسي جرګې بلې ورځې ته د رایه ورکونې پروسه پیل کړه، رایې وشمیرل شوې او د دې قوم دوه وزیران ښاغلی دانش او نجفي رد شول یوې هزاره خور په یو وکیل باندې چې نه پوهیږم د کوم ځای او څه نومیده د څو بوتلو ګذارونه وکړل خو هغه وکیل د افغاني شهامت له امله هیڅ هم ونه ویل، خو خبره دلته خلاصه نشوه بلکه نور یې هم زور ونیو.زه نه غواړم چې د وزیرانو پر شخصیت خبرې وکړم خو دومره ویلی شم چې نه هم نجفي د ټاکنو په کمیسون کې څه وړتیا وښودله او نه هم دانش په عدلیې وزارت او لوړو زدکړو وزارت کې خو بیا هم په هر حال د ولسي جرګې همدا صلاحیت دی چې یا رد او یا تایید خو د دې قوم مشرانو او وکیلانو نه رد منل او نه هم تایید او حکومت یې د ولسي جرګې په ګډون په قوم ګرايي تورن کړ حال داچې تر ټولو لوی قوم ګرا او متعصب همدا دوی دي. لاریون په لاره واچاو او محقق یې په سر کې وو او په ستونې کې یې د خبرو کول پیل کړل او د خپل قوم هغه د چا خبره یوازنی غمخور یې ځان وباله حال داجې که د ده په وینا همدې قوم ګرا دولت ده هم لکه د بل هغه په څیر یې یوه څوکی ورکړې وی بیا به یې غږ هم نه و پورته شوی خو په هر حال. دلته نو تنور ګرم شو او هرچا د ملنګ کانه وکړه او خپل پاستې یې ورپورې کول احمد بهزاد هم په دې برخه کې له چا کم نه دی یو ځل یې د ده په اصلاح د (راه نو) غږ هم راپورته کړ او یوې ویل( باید متحد شویم و حق خود را بخواهیم) بس نه ډول مالوم و نه سندره خو هر یوه ورته څڼې اچولې.اوس پوښتنه داده چې هزاره مشران ولې بدمعاشي کوي او ولې؟ ایا دوی ځانونه تر دې دمه اقلیت نه بولي که څه؟ ایا د افغانستان د نورو قومونو په پرتله دا قوم په دې هیواد ډير حق لري که څه؟ ایا د افغانستان نورو اقلیتونو څخه دوی کوم قبیلوي او قومي ښه والی لري که څه؟ ایا د ولسي جرګې د رایو څخه د دوی ډنډورې د ارزښت وړ دي؟ او ایا ولې دا قوم غواړي د څو محدودو کسانو په مشري داسې کړنې وکړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د هر افغان په ذهن کې خطور کوي ځکه دې جرګې وړاندې د پښتون، تاجک، ازبک ،......... او نورو قومونو وزیران هم رد کړل خو هیڅ قوم څه و نه ویل.د دې قوم مشران او استازي ولې د ولسي جرګې رایو ته درناوی نه کوي ولې دوی په خپله ګټه رایې په زور غواړي. د دوی دا کړنې قوم ګرا نه دي څه؟ ایا دوی قوم ګرا او د تعصب څخه ډک نه دي څه؟ بهزاد او راه نو ولې د افغانستان پر سر لوبې کوي. ولې د وسلې او بیا جنګونو اخطار ورکوي. د دوی کړنې خو په تیرو څو لسیزو او بیا په تیرو څو کلونو کې ښې معلومې شوې چې دوی څه ویل او څه کول غواړي.زما په اند د دوی دا کړنې به یوازې دوی ته بربادي په ارمغان راولي اوبس ځکه دوی د یو قوم یوې ژبې او یو سمت پر ضد دا کار نه کوي بلکه د قومونو سمتونو او ژبو په ضد دا کار کوي که چیرې دوی دې کار ته دوام ورکړي نو پایله به یې بیا هم هیڅ وي ځکه په اته ویشتو وکیلانو کې د ۹۰ وکیلانو رایه و ملي یووالي یو ښه تمثیل و، د دې قوم د یوې میرمنې لخوا د وکیل ویشتل او د هغه هیڅ نه ویل بیا هم انساني او افغاني کرامت ته د درناوي یو ښه تمثیل و خو دوی به د دې ډول کړنو په سرته رسولو سره هیڅ کله هم د دې ملت په منځ کې د بې اتفاقي اور نه شي کړای بل. زه د یو افغان په توګه راه نو او راه کهنه دا اخطار ورکوم چې اوس که اوبو خړي دي او کیدی شي د یوه محدود وخت لپاره پکې تاسو ماهیان ونیسی په راتلونکې کې تاسو نه شی کولای چې دا شومې موخې مو یو ځای ته ورسوی ځکه یوه ورځ نه یوه ورځ دا اوبو ریڼې کیدونکې او دا قوم پوهیدونکی دی خو بیا د تاریخ قضاوت داسې یو قضاوت دی چې هیڅ څوک به ونه شی کولیا د هغه مخ ونیسي او یا یې هم پټ کړي. نن چې هزاره قوم د یو څوکسانو په لاس کې ده ولې د دې قوم کسان داسې قضاوت نه کوي چې مونږ څومره و چې دومره رایې مولاس ته راوړې ایا زمونږ وکیلانوی یوازې رایې راکړې که نور څوک هم و چې رایې راکړي دي. ایا بهزاد او بهزاد رنګي فرصت طلبه کسان څه غواړي چې ویې کړي ایا ریښتای بهزاد او محقق داسې سپین چرګان دي چې اذانونه یې د دې قوم لپاره دي. هیڅکله نه بلکه دوی غواړي یوازې اوبو خړې کړي او ماهیان پکې ونیسي. محقق غواړي یو وزارت لاس ته راوړي. را نو والا غواړي چې بیا د ځان لپاره یو ټاکنیز کمپاین وکړي نور هیڅ نشته دا ملت یو ملت دی هزاره، پښتون، تاجک اوزبک او نورستانی نه دی مطرح افغان مطرح دی او بس. راځی یو بل ته د درناوي سره سم یو څه را پیدا کړو. د دې په ځای چې د یو او بل قوم مشران او په ټولیز ډول د افغانستان مشرانو ته سپکاوی وکړو درناوی ورته وکړو، ځکه د درناوي له لارې ډير څه لاس ته راتلای شي، د زور سره تل زور شوی دی خو درناوي ته درناوی، هغه متل دی وايي چې پسته غاړه توره هم نخوري.خدای د وکړي چې په سیاسي معاملو کې ښکیل قومونه ځانونه د دې معاملو څخه وباسي، او د یو افغان او یو افغانستان تر سیوري او بیرغ لاندې خپل ژوند وکړي.