جلوه پس له ډېره وخته كلي ته راغلله دكوڅې نجونې اوښځې يې ستړي مشي ته راتلې ،دې ستړي مشي اوناريګانو څو ورځې و خت واخست ،ډېرې نجونې يې ستړي مشي ته راغلې خوجلوې پدې ټولوكې راضيه ونه ليده ،يوه ورځ يې مورته وويل:
مورجانې هغه راضيه ملګرې مې نښكاري ،ناروغه خوبه نوي ؟ او اى مورې ته وګوره چې دالاڅومره بې پرواشوې ،اوهرڅه يې هېركړي دي ،دومره هم نه وايي چې زه اوراضيه خوبه يوله بل څخه په مرګ هم نه بېلېدو دميندو خبرې ،وهل ټكول به موپه سراخستل خوموږبه ټول وخت په نقاشۍ اوانځورګرۍ تېراوه اوهر راز شيان به موجوړول ،مورجانې زماپه اتاق كې به اوس هم زمااودهغې په لاس نقاشي شوې تابلوګانې او انځورونه ايښي وي كنه ؟!
اوته وګوره چې ماله ځانسره هغې ته څه يوه ښكلې تحفه راوړې ده ،دا(ديادښتونو)كتابچه مې خاص دهغې لپاره اخستې اودادى ته وګوره چې بيادرته زما خبره دروغ ښكاره نشي ،دهغې نوم مې هماغلته په مسكو كې داخستوپروخت كې پرخپل لاس پرې ليكلى دى ،زما خوله هغې څخه دومره تمه نه وه چې هغه به مادومره ژرهېره كړي ،نوماخوڅه هلته ټول عمر ندى تېركړى خوټول مې دوه كاله تېرشوي اودادى لكه ددوه ورځوپه منډه تېرشول اوراغلم ،نه مورې زه خوترې خفه يم!
زه له هغې سره خبرې نكووم هغه بې وفاده .
دالكه دطوطي پشان غږېده اوموريې ټيكرى په غاښوكې ټينګ كړى وه له سروسترګويې دسپينواوښكوباران شروع وه ،يووخت سلګيوواخسته نوريې ځان نشو قابوكولاى .
چيغه يې كړه غلې شه جلوې غلې شه!!
جلوه لكه يوډېرهيجاني خوب چې وينې اووېرېږي ،يوبې اختياره ټوپ يې وكړ اوپرموريې ورودانګل غېږ يې ترې راتاوه كړه اخودېخوايې وكتل .
هېڅ يې ترسترګونشول ،بېرته يې دمورسترګوته وکتل اوښکې يې پکې وليدې.
مورجانې ته ژاړې؟ !
وارخطاشوه ولې څه چل شوى دى ؟!
په راضيې خوبه خداى مكړه څه نوي شوي ؟
موريې سترګې وچې كړې پرټنډه اومخ يې د ټيكري څنډه راتېره كړه .
ويې ويل لورجانې!
بياسلګيوواخسته دجلوې په زړه روې ګډې شوې اوله مورڅخه يې په يوه ساه پوښتنې شروع كړې چې څه شوي دي ،څه شوي دي هله ژرراته ځواب راکړه زما پر ګرانې څه شوي؟
موريې داځل ځان قابوكړ ،لورجانې جلوه واده شوه .
څه واده شوه ! ؟
هاهاهاها مورې ته هم لماسره داسې ټوكې كوې؟
نه لورجانې ټوكې نه كوم زه سمه خبره کووم.
هغه داسې وه چې ستا مسكو ته له تګ څخه اووه مياشتې وروسته سهراب ، په بركلي كې له يوه شخص سره شخړه وكړه اوسهراب هغه شخص په چاقووواهه اومړشو ،پوليس راغلل سهراب يې له ځانسره يو وړ له څومياشتوبندوروسته سهراب دپيسوپه بدل كې له جېل نه راپرېښودل شوه، هغه خلكو پرې جرګه وكړه او مشرانو اوسپين ږيرو له دواړو طرفوڅخه واك اواختيار واخست چې په پايله كې يې، دلته بيادجلوې دمورشونډې مرۍ مرۍ شوې خو په بنده بنده ژبه يې وويل:
جلوه دمړه شوي شخص مشر ورورته چې ۵۲كاله عمريې درلوده په بدوكې وركړل شوه.
له دې خبرې سره جلوه بې واكه شوه او مورته په غاړه كې ورپرېوته ، چيغې يې كړې زما ګرانې ملګرې ،زما خورې راضيې ته به چېرته يې ،ستابه څه حال وي،چه پدې وخت كې ددروازې ځنځير وشرنګېده دجلوې مور دروازې ته نږدې شوه او غږ يې كړڅوك يې ؟ له هغې طرفه يوڅه اواز وشو خوددراوزې ځنځير يې خلاص كړ ګوري چې داخل ته يوه چادري كړې ښځه راننوته بې له څه ويلواوستړي مشي كولو څخه يې پر راضيې وروځغاستل ، په غېږ كې يې ونيوله اوښه زياته په سروسترګو وژړېده ،راضيه حيرانه شوه چې داڅوك ده ،خوچې يوبل يې پرېښودل اوسره مخامخ ودرېدې جلوې ورته رډې رډې كتلې اودهغې پرمخ مړې اوښكې راروانې وې ،موريې راغله هروخت به دې ويل چې راضيه بې وفاده زما پوښتنې اوستړي مشي ته رانغله دادې راضيه.
څه راضيه !؟
ته راضيه يې؟
داځل جلوه ورغاړې وته اوښۀ يې زړونه سره تش كړل ، ښه نودا اوس زما هغه راضيه ده چې ګېډۍ ګېډۍ مټې او دمڼې په څيرسوراوسپين رخساراوغټې غټې سترګې يې وې لكه دشرابوپيالې ؟
اوس راضيه په داسې حال شوې وه تابه ويل چې د ۱۸كلونه بلكې د څلوېښتوكلونوده ولې چې هغه د ورور دكړو قرباني شوې وه .