اوف! نن ډيره غمجنه يمه ،په دې چاره نه كيږي بايد د زړه غم يوه څه كم كړم او خمار مات كړم ،بيا يې له لږ ځنډ څخه وروسته وويل .....نه ..نه ! دا دوه بوتله ويسكي خو شته دا بايد تش كړم .
كه مې چاره وكړي ..په ميز باندې ايښي د هغه بوتل سر يې بيا خلاص كړچې دوه ګيلاسه يې وړاندې ترې تش كړي وو .دريم ګيلاس يې ډك كړ او لا يې وچت كړى نه وو چې په المارۍ كې ايښې د چرسو ډكه د سګرېټو پلټه ور په زړه شوه ، په مستانه انداز يې وخندل او ژيړې اوږدې پرانستې څڼې يې چې په مخ يې را اوښتې وې پورته وار كړې او د ښي لاس په ګوتو يې د غوږ تر شا كلكې كړې او پاڅيده چې سګريټ راواخلي .لايې نه وو راخيستى چې په همدې وخت كې يې د كوټې دروازه چا وټكوله ، دا ځاى په ځاى ودريده او له لږ ځنډ څخه وروسته يې ورته د راننوتو وويل ، ګوري چې خورلڼه يې انيتا ده .............
اوهو! نانيا ! دادې په څه حال وينم ، په تا څه شوي ؟ .دا ولې دې دومره ډير څښلي ، تا خو هر وخت د الكولو له څښلو څخه ډډه كوله ، په تا څه ټكه راولويده ؟ !!
انيتا!!نيتا ! ته پوهيږي چې موږ ته د پردي هيواد د امنيت دنده را په غاړه ده .او په جدي لهجه يې ورزياته كړه ،ته خو همدا اوس اوس دې هيواد ته راغلې يې ، زما دا دريمه مياشت ده .ناڅاپه يې مخ اخوا واړاوو ،د مخ سوروالى يې زيات شو او سترګې يې راتنګې شوې ،يوه اوږده ساه يې ويستله او وېويل ،ته نه پوهيږې ....؟
بيا يې په يوډول قهرجن نظر خپلې خورلڼې ته وكتل او په خورا جدي لهجه يې د پوښتنې په ډول ورته وويل :نه پوهيږم څه ډول دې وپوهوم .....؟
نانيا چې ډيره نيشه وه او دريم ګيلاس يې هم په سر اړولى وو په خورا جدي لهجه يې وويل انيتا!!
ته خبره نه يې !!؟زما ملګرى (( باى فرينډ )) چې په يو نړيوال مرستندويه سازمان كې كار كوي ، د موسسې مشر يې عراق ته استولى دى ؟؟ نانيا !په نهيلۍ سره وويل نن مې ډيره هڅه وكړه چې د ټليفون له لارې ورسره خبرې وكړم خو بريالۍ نشوم .انيتا چې په حيرانيتا سره وركتل ، نانيا دومره په چټكۍ غږيده چې دې يې اصلا فكر هم نه كاؤ .نانيا خپله كيسه وغځوله او زياته يې كړه ، هره ورځ به هغه ماته زنګ واهه ، د څو ورځو راهيسې يې هيڅ ټليفون نه دى راكړئ او په افسوس سره يې وويل چې ما هر څومره هڅه وكړه د هغه ټليفون ځواب نه وايي .
نانيا خپل سردېخوا اخوا وخوځاوه او وېويل : ويريږم چې...........
دې لا خبر نه وه بشپړه كړې چې انيتا يې خبر ورغوڅه كړه .پوهيږم ، پوهيږم ! هغه هيواد خو ډير له خطره ډك دى او هلته تګ د سرپه تالي كې د نيولو په مانا دى .له دې خبرې سره نانيا يو څه نوره هم په انديښنو كې ډوبه شوه او راوګرځيده ميز ته چې څلورم ګيلاس ډك كړي چې پام يې انيتا ته شو چې لا هم ولاړه ده ، د بښنې له غوښتو سره سم يې هيله وكړه چې د ميز بل لور ته په څوكۍ كيښني .
انيتا يې هم خبر ومنله او دېته مخامخ په څوكۍ كېناسته ....
نانيا له المارۍ څخه هغې ته هم يو ګيلاس راواخيست او ددوم بوتل سر يې پرانيست ،دوه ګيلاسه يې ډك كړل يويې د هغې مخې ته كيښود او بل يې خپله واخيست ، بيا يې نو په خبرو پيل وكړ : ته پوهيږې چې ما برښناليك هم ورليږلى دى ځواب نه راكوي ..... اوف!........چې په پردي هيواد كې يم ، كاشكې مې په پوځ كې دنده نه واى اخيستې ......كنه نو اوس به د هغه د څنګلو لاندې وم ، او د هغه په غيږ كې به اوښتم رااوښتم . نانيا خپلې خبرې همداسې وغځولې ،ويريږم چې كوم بل څوك يې د ژوند لپاره غوره كړى نه وي ، هغه ډير ښايسته ځوان دى ، ډيرې جنكۍ غواړي چې د هغه ملګرې وي ، څنګه چې زه له هغه دا درې مياشتې ليرې يم نو ويريږم چې........ انيتا ددې خبر پرې كړه ،اوه : نانيا ! ته په كومه انديښنه كې ډوبه يې ، ما ويل كه ستا ملګرى يې په عراق كې چيرته يرغمل كړى دى .......... نه،، نه! ليونۍ !: زما انديښنه دا نه ده ، هغه څوك څه كوي چې تښتوي يې ؟ د هغه د كار بڼه داسې ده چې له سهاره تر ماښامه په دفتر كې وي .بهر نه وځي خو زه يې د تښتولو په غم كې هم نه يم ،بيايې په خندا وويل كه وتښتول شي ښه ده په نړۍ كې به مشهور شي ، ټي وي والا او راډيوګانې به له ما سره هم مركې وكړي ، خو زه وايم كومې بلې جنۍ تير ايستلى نه وي او له همدې سره يې د شرابو پنځم ګيلاس په سر واړاوو .