لوګر له نا امنۍ ,تر ریشخند بیارغونې او بدمعاشي پورې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدالله ارین احمدزي
  • 1176

لوګر چې د کابل په کیلومتري کې یو پروت ولایت دی، د تیرو کلونو په پرتله پکې د نا امني لمن دومره پراخه شوې چې د ورځې څخه بلې ته یې لمن پسې پراخیږي، دا په داسې حال کې ده چې د دې ناامني څخه کاله وړاندې چې هلته نه امریکايي پوځونه و، نه بیارغونه وه او نه هم یوه قوي دولتي اداره دې ولایت څو ځلې د امن جاییزه واخیستله.
خو وروسته تر دې چې په دې ولایت کې هیڅ کار ونه شو، دولتي اداره د ملګرو لخوا یوه جوړه شوې نا سمه او په اداري فساد کې ښکیله اداره شوه او د خلکو او دولت ترمنځ فاصله رامنځ ته شوه نو د دې ولایت په ځینو سیمو لکه خروار ولسوالي او څرخ ولسوالي کې د ناامنه لمن پراخه شوه. د دې نا امنه لمن د ورځې څخه بلې ته پراخه شوه او ان د مرکز تر نیژدې ولسوالي برکي برک پورې هم را ورسیده. د لومړي ځل لپاره د دې ولسوالي په برکي راجان کې د پولیسو په داسې یوه پوسته برید وشو چې ډير کسان یې په یو او بل نوم ځورولي و او لا کړول یې ټول چرسیان او قماربازان پکې ناست و.د دې څخه وروسته څو شپې بیا یې د برکي برک په ولسوالي برید وکړ او په پای کې نا امني د دې لامل شوه چې یاده شوې پوسته او ولسوالي دواړه سقوط وکړي. همداسې وشوله او د دې ولایت درې ولسوالی څرخ، خروار، او برکي برک سقوط وکړ او ولسوالان یې په کورونو کیناستل.
هر کس یوه ډله جوړه کړه او ډیر شتمن یې وتښتول او د پيسو په مقابل کې یې بیرته را خوشې کړل خو دا هغه وخت و چې دلته په ولایت کې میشت د ولایتي بیارغونې ټيم چې د چک جمهوریت و په څو کلونو کې خوبونه کړي و چ او هیڅ بیارغونه یې نه وه کړې یوازې یو څو سیمینارونه یې د بیکسټ خوړولو او پیپسي څکلو لپاره جوړ کړي و.
خو په دې وخت کې د دې ولایت سترایتژیک موقعیت ته د امریکايی ځواکونو پام شو او د دې ولایت د التمور او بیدک په سیمې پورې په اړونده لویه دښته کې یې چې د کابل څخه پکتیا او خوست ولایتونو ته لوی سړک یې په سینه کې پروت و پام شو او دلته یې د هډې جوړل پیل کړل هډه ډيره اوږده شوه او ان د التمور تر بیخه او د تیرې کنډو تر پیل پورې وغځیده لوی سړک یې بند کړ او په ځای ې بل سړک تیر شو. دلته د دوی په راتګ خلکو ته هم څه ناڅه هیله مندي پیدا شوه چې ځه امریکايي ځواکونه راغلل او د دې ولایت په بیارغونه کې به ونډه واخلي. خو امریکايي ځواکونو هم داسې څه ونکړل د څرخ او برکي برک ولسوالیانې یې ونیولې او سمبولیک ولسوالان یې پکې وټاکل او دلته یې هم مورچې جوړې کړې حتی د برکي برک مورچه خو ان پل جوګي او مهمندو سیمې ته هم وغځوله او هلته یې هم د یوې جګړې لپاره تیاري ونیوله. د برکي برک د برکي راجان د ولسوالي تیره سوځول شوې او ورانه شوې پوسته یې بیرته جوړه کړه او څو شپې یې پکې وکړې خو په دې څو شپو کې یې خلک ښه په تکلیف کړل څو تنه چې د سیمې اوسیدونکي و او په سیمه ایز بازار کې یې هټی درلودې د شپې لخوا و وژل. د ډیرو کسانو کورونو ته ولاړل او په هسې بهانو یې ونیول او له ځانه سره یې بوتلل. ډیری یې تر دې دمه بندیان دي او ځینې د یو څه وخت له تیریدو وروسته بیرته خوشې کړل.
لوګر نو سمدم یاغي ګړ شو او هې خواته وحشت جوړ شو او هرچا به خپلې مزې کولې. چا ها خوا تیږې اچولې او لاس یې شاته نیول او چا دې خوا. د لومړي ځل لپاره امریکايي ځواکونو په یوه ریشخندي بیارغونه پیل وکړ هغه داچې د برکي برک له ولسوالي څخه تر مرکز پورې د سړک غاړې ته د لمرینې بریښنا پایی ودرولې او هلته یې بیا ځینې ګروپونه پرې نصب کړل چې سړک روښانه وي حال داچې د دې پایو او لمرینې بریښنا څخه ډیر نور څه هم و چې باید شوي وای د ولسوالۍ څخه کلیو ته غځیدلي سړکونه بیخي د تګ څخه وتلي دي او دوی بیا په شل میتره پوخ شوي سړک ګروپونه او بریښنا جوړه او اعلان وشو چې د هرې پاېې په لګولو نیژدې ۲۰۰۰ امریکايي ډالره مصرف وشو. هغه د چا خبره وايي چا بادشاه ته ویلي و چې قحطي ده او خلک به څه خوره ده ښاغلي ورته ویلي و چې ولې بیسکیټ دې خوري. دلته د امنیت له نه شتون او د سړکونو د خراب والي له امله خلک د سرګرولو ته نه و خلاص دوی ورته د شپې لپاره سړکونه روښانه کول په هر حال په دې پایو باندې چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي او ان د التمور تر خولې پورې غځول شوې وې ډیرې پیسې ولګول شوې خو لابه یې یو څو شپې نه وتلې د پوډریانو او غلو پرې پام شو نو یې د دې پایو په خلاصولو او پکې د نصب شویو شمیسګانو(سولرونو) او بیټریو په ایستلو پام شو داسې کومه یوه که پاتې وي وي به خو نورې یې خلاصې کړې او له ځانه سره یې یوړي او د سړک غاړې ته هرځای یوازې یو څو ماتې اوسپنیزې پایې پاتې دي او بس.
د دې په ځای کیدی شو چې د برکي برک په سیمه کې له یوازني ۵۴ بستریزه روغتون سره چې اوس هیڅ هم نه لري څه مرسته شوې وای ځکه د خلکو لپاره د طالبانو د واکمني څخه تر دې دمه یوازنی روغتون دی چې څه ناڅه ستونزې یې پکې حل کیږي اوس مهال د ډاکټرانو په ځای پکې نرسان عملیاتونه کوي، ښه دا وه چې کاري وړتیا یې پورته شوې وی او ځینې سامان الات او نور اړین توکي اخیستل شوي وی. او هم دې روغتون ته غځیدلی سړک پوخ شوی وی ځکه اوس او په تیر وخت یې کنډې او کپرې د ناروغ زړه پکې چوي.
په هر حال دا هغه څه و چې د بیارغونې په برخه کې وشول.د امریکایانو له راتګ سره که مبالغه ونکړم د هر یو کس کورته ټانګ ودرول شو او د شپې یې کورونه تلاشي شول چې څو ځله لاریونونه وشول چې موده وړاندې یې مونږ په مرکز کې د پورک او علی خان کلا په سیمه کې د یو خونړي لاریون شاهدان وو چې ډیری موټران پکې وسوځول شول او نښې لا هم په سړکونو کې شتون لري. ډیر کسان د قومي او شخصي خصومتونو له امله د دې ولایت د ملي امنیت د ادارې لخوا ونیول شول بندیان شول او لا هم په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي. خو د لوګر د ولایت په ولایتي، بیارغونه، خلکو، او نورو په برخه کې نه هم حکومت څه پاملرنه وکړه او نه هم پي ارټی(ولایتي بیارغونه) او نه هم په دې ولایت کې میشتو په زرګونو امریکايي سرتیرو. خو یوازې یو څه یې وکړل هغه داچې د خلکو او حکومت ترمنځ یې فاصله رامنځ ته کړه، د هریو کس د کور مخې ته ټانګ ودریده، بندي شو، وځورول شو او بیا د ډيرو پیسو په مقابل کې را خوشې شو.
دا هغه څه و چې په دې ولایت کې په تیرو څو کلونو کې تیر شول او په دې ولایت کې یې د نا امنیو لمن پراخه کړه او دا ده اوس نو دومره پراخه شوې چې هره ورځ یو کس نه یو کس چې له دولت سره کار کوي وژل کیږي او قاتل یې ورک دی او دولت هم بهانه پیدا کړې پړه یې په طالب اورپکو ور اچوي او څوک د دې زور په ځان کې نه لري چې له یو لوري څخه هم ځان وساتي. ځوانان ټول بې سواده شول، ښونځي نشته که وي هم کیفیت یې صفر دی، د نجوني ښونځي نشته که وي هم د ګوتو په شمیر هغه هم د داسې امکاناتو په لرلو سره چې په نشت شمار دي. د ولسي جرګې وکیلان او د ولایتي شورا استازي خو د ټاکنیز کمپاین څخه وروسته بیا تر بریالیتوب او د وخت تر پوره کیدو پورې یو لوګري هم و نه لیدل. بس اوس هم زوړ ملا او زړې تراوې دي نه اداره شتون لري او نه هم بیارغونه. بس د دې ولایت څخه د سمنک دیګی جوړ شوی دی او هرڅوک پکې د ثواب لپاره لرګی وهي او دولتي چارواکي او بهرنیو ځواکونو یې ننداره کوي.