دکابل له کانفرانس څخه بايد څه ګټه واخستل شي؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 1301

تمه ده چې ١٣٨٩کال د روانې مياشتې په نهه ويشتمه مه نېټه به چې دجولاى له شلمې سره برابره ده افغانستان ديوې لويې نړيوالې غونډې کوربه وي؛ددې کانفرانس د جوړولو دچارو مشري دولسمشرکرزي لخوا دماليې پخواني وزيراشرف غني احمدزي او معاونيت يې دافغانستان دماليې اوسني وزير ډاکټرعمرزاخېلوال ته سپارل شوى ، پدې کانفرانس کې شاوخواد٧٠ هېوادونو دبهرنيوچارو وزيران اواستازي ګډون کوي، چې په افغانستان کې به پکې په شته ستونزو هراړخيزه خبرې وشي، چې مهم ټکي به يې له مخالفينوسره د سولې اوجوړجاړي خبرې اودافغانستان اقتصادته وده ورکول وي په دې کانفرانس کې به دافغانستان په اداراتوکې داداري اختلاس د ختمولو پر لارو چاروهم خبرې وشي..
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا خاص استازي ريچارډهولبروک ويلي چې دکرزي لخوا له مخالفينوسره دخبرواترپه پروسه به راتلونکې اونۍ په مرکزکابل کې دکنفراس په ترڅ کې خبرې وشي؛دولسمشرکرزي لخوا دملګروملتونو له تورلېست څخه دځينوطالبانو دنومونوداېستلوملاتړ به هم وشي
ولسمشر کرزى او هالبروک دواړه غواړي هغه افغان وسله وال مخالفين چې اوس له دولت سره مخالفت کوي خو غواړي دسولې له پروسې سره ملګري شي افغان دولت سره دهمکارۍ اويوځاى والي لپاره راجلب کړي ترڅويومستحکم اوبريالى حکومت منځ ته راشي .
په دې کنفرانس کې به دافغان ملي اردواوملي پوليسوپه تقويه کولوهم خبرې وشي ،چې له افغانستان څخه دبهرنيو قواوو دوتلوپه صورت کې ددې وړتياولري ،چې دهېواد اوهېوادوالوساتنه وکولى شي .
حکومت هيله لري چې د ډېروهېوادونوملاتړبه ترلاسه کړي ،اوپه ٢٠١١کال کې له افغانستان څخه دامريکايي پوځيانوپه وتلوبه هم غور وشي ، .
امريکا او افغانستان دواړه هېوادونه هيله چې راتلونکي کال کې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونودوتلو پروسې ته به دحل يوه سياسي لاره پيداکړي.
افغان حکومت وايي چې دې کنفرانس ته به د١٥ ميلياردو ډالو په ارزښت پروژې وړاندې کړي او هيله ده چې نړيوال به دافغان حکومت داوړانديزومني
ددې کنفراس يوه بله مهمه موضوع به داوي چې په افغانستان کې به له ټولوبهرنيوځواکونوڅخه وغوښتل شي چې په راتلونکې کې په هوايي،بمباريواوخپلسرو حملوکې دملګي اوبېګناه افغانانو له وژلواوځورولوڅخه کلکه ډډه وشي اودخلکوکورونه په خپل سرتلاشي نشي.
داچې افغانستان دلومړي ځل لپاره دداسې يوې تاريخي غونډې کوربه توب کوي نوبايدپه روانوستونزو هراړخيزه خبرې وشي، دافغانستان په اقتصادي ،امنيتي اوټولنيزو مسايلوملاتړترلاسه شي اويوې مثبتې موافقې ته سره ورسېږي.
اوس چې افغانستان ته داسې يولوى وياړاو قوي چانس ورپه برخه شوى چې د ډېروهېوادونو کوربه توب کوي اوله هغوى څخه دافغانستان دجوړولواوپرخپلوپښوودرولو په خاطر مرستې غواړي بآوردى چې هغوى به هم ورسره دمرستو ژمنې کوي ؛نو پکار داده چې دولت بايد دامرستې په داسې ځايونو او کارونو ولګوي ،چې دهېوا داوهېوادوالوپه درد هم يوڅه دواشي ،نه داچې دتېرپه شان بياټولې مرستې دڅوګوتوپه شمار کسانوجېبونوته ورشي اوخپلې مزې چړچې پرې وکړي، دامرستې بايد د يو متوازن وېش له مخې دافغانستان په بيارغونه کې مصرف شي،معارف ته د ودې ورکولوپه کارونوکې ولګول شي اوهمدارنګه بايد دټولوبې وزلواوبې سرپرستو افغانانو مشکلاتوته پکې پوره پاملرنه وشي اوهغوى ته دکارکولوزمينه برابره شي.