قومي ګوندونه باید منحل شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • علم ګل سحر
  • 1254

دافغانستان اسلامي جمهوریت دعدلیې وزارت په دې وروستیو کې دسیاسي ګوندونو دثبت او راجستر بهیرله سره پیل کړی، ویل کیږي دروان کال له جوزا میاشتې څخه تراوسه دافغانستان دلسګونو ګوندونو له ډلې څخه یوازې پنځه ګوندونه ثبت شوي دي او ددغه وزارت اړوندې څانګې دنورو ګوندونو فعالیت غیر قانوني اعلان کړ.
تراوسه لا دامعلومه نه ده چې آیا په دغو پنځو ثبت شویو ګوندونو کې به هغه ګوندونه هم وي چې دافغانستان داساسي قانون خلاف یوازې په قومي بنسټ جوړ شوي او همدغه موخې تعقیبوي.باور دی چې دغه محترم وزارت به دغه ډول ګوندونو ته دثبت اجازه نه وي ورکړي او دهیواد اساسي قانون به یې په پام کې نیولي وي.
په هر صورت څه چې څرګند دي هغه دادي چې دا ډول ګوندونه همدا اوس په افغانستان کې فعالیت لري نه یوازې فعالیت لري بلکې دقومپالنې دمفکورو په تبلیغ اورواجولو کې لوی لاس لري.
دعدلیې وزارت ممکن دسیاسي ګوندونو دثبت اوراجستر لپاره ځینې معیارونه وضع کړي وي چې مثلآ هرګوند باید پنځه دیرش تنه لارښوده شورا ولري دافغانستان له زیاترو ولایتونو څخه دهیواد اوسیدونکي ددغه ګوند غړیتوب ولري دثبت او راجستر په وخت کې لس زره دغړیتوب کارتونه اړوندې څانګې ته وسپاري او داسې نور اداري کارونه...
چې البته دغه یاد شوي کارونه هر کوچنی ګوند او ډله کولای شي ،څو دیرش کسه انډیوالان هر ځای راټولیدلی شي او ځانونه دګوند رهبري شورا نومولی شي. له هر ولایت څخه دبیلابیلو اړیکو له مخې یوه دوه کسه پیداکیدلای سي چې دیوې ورځې لپاره ځان دیوه ګوند غړی کړي او یا موږ وینو چې دیوه ولایت اوسیدونکی دبل ولایت تذکره لري.او همداسې څو زره کارتونه هم دومره سخت نه دي موږ دولسمشرۍ په ټاکنو کې ولیدل چې کاندیدانولس زره کارتونه په ډیره اساني برابر کړي خو په ټاکنوکې ځینو کاندیدانو هغه لس زره رایې هم ترلاسه نه کړې.
دغه وزارت او دقانون پلې کوونکې ټولې ادارې باید دې ته پام وکړي چې په عمل کې څه روان دي؟ موږ وینو چې یوشمیر ګوندونه یوازې دیوه قوم او یوې سیمې لپاره فعالیت کوي او خپل دغه قومي فعالیت له هیچا څخه هم نه پټوي ددغو ګوندونو غړي ټول دیوه قوم اړوند کسان دي ، دوی په مرکو ،غونډو او خبرو کې تل دیوه قوم خبره مطرح کوي، دهماغه یوه قوم لپاره دڅوکیو دنیولو او په حکومتي ادارو کې دهغه قوم دګډون پرسر معاملې کوي. له معاملو وروسته له رسنیو څخه اعلانوي چې مثلآ په ټاکنو کې له پلاني څخه زموږ دګوند دملاتړ په بدل کې زموږ قوم ته دومره وزارتونه او دومره ولایتونه ورکول کیږي او بیا چې دبیلابیلو دلایلو له امله هغه څه ونه شي یا ملت یا دملت استازي غبرګون وښیي بیا نو وایي چې زموږ ګوند زموږ قوم ته دبرخې نه ورکولو په خاطر خپل دریځ بدلوي .دا نو څه معنا؟
وایي ټول پټی یې وخوړ ته یې لا مږه بولې دیوه ګوند مشر او غړي ټول عمر دیوه قوم لپاره فعالیت کوي دا خولا څه ددغو ګوندونو مشران چې ددولت لوړ پوړي چارواکی هم دي په ځینو مسایلو کې دیوه قوم ملاتړ کوي او دبل پرضد څرګندونې کوي او آن دبل قوم پرضد دپوځي برخورد خبرداري ورکوي.که چیري دعدلیې وزارت ددغو ګوندونو رسمي اسنادو او په ځینو مواردو کې اعلامیو ته هم مراجعه وکړي له ورایه ورته څرګندیږي چې دغه ګوندونه له اساسي قانون سره سم عمل کوي او که دقانون پرخلاف یوازې دیوه قوم لپاره جوړ شوي او فعالیت کوي.
اوس خلک هسې په کاغذونو نه غولیږي خلک عمل غواړي او په کلکه غواړي هغه ګوندونه چې دقوم پر بنسټ منځ ته راغلي فکر او ذکر یې دیوه قوم او یوې سیمې لپاره دی باید ژرترژره منحل او هرډول فعالیت یې ممنوع اعلان شي.
عدلیه وزارت او دقانون نورې پلې کوونکې ادارې باید موجود واقعیتونه په پام کې ونیسي او دقوم پر بنسټ جوړ شوي ټول ګوند او ډلې دهیواد داساسي قانون له مخې منحل کړي.