د غلام محی الدین زرملوال خواشينوونکي مړينه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1013

 مرحوم غلام محی الدین زرملوال د تېر نسل د فرهنګیانو د کاروان یو مخکښ له دې نړۍ نه سترګي پټې کړې .


انا لله و انا الیه راجعون

  مرحوم زرملوال د دفتر او ډګر اتل و . ده د ویښ ځلمیانو د غورځنګ د مورچلونو نه نیولې  د شورویانو سره  ضد په فرهنګي جګړه کې د پام وړ رول لوبولی و . 
  کله چه افغانستان د سوسیالیزم او دیموکراسی تر نامه لاندې د ناورین سره مخ شو مرحوم زرملوال د خپلو لیکنو له لارې چې په کې ملي جذبات په کافي اندازه محسوسېدل ، افغانان وحدت او سیاسي تشکل لوري ته رابلل .
 مرحوم غلام محی الدین زرملوال جګړه ځپلی او ټپي افغانستان موږ ته پرېښود بې له دې چې پخپل  ژوند کې  د خپل اوږد مهالې مبارزې محصول یعنی  یو سر لوړی ، د ثبات خاوند او خپلواک هېواد  وویني  .
 مرحوم زرملوال د افغانستان د نجات جرګې د موسسانو څخه  و .
د افغانستان د نجات جرګه د لوی څښتن نه استدعا کوي چې نوموړي ته د ده د دیانت او تقوآ په بدل کې اجر اود کورنۍ پاتې غړو ته يې صبر او استقامت ور په برخه کړي . 
                                                       د اګست ۱۴ 
                                                       ۲۰۱۰ م کال

                                                 د افغانستان د نجات جرګې دخواخوږي پیغام