تر همدې عنوان لاندې مې د هیواد د ځوان ژرونالیست او د هندوستان د حیدرآباد د عثمانیه پوهنتون د محصل ښاغلي محمد کبیر حقمل هغه لیکنه و لوسته چې د ۱۳۸۹ د زمري په ۲۱ نیټه په ټول افغان بریښناپاڼه کې خپره شوې ده. دغه لیکنه چې ښکلی عنوان لري ډیره په زړه پورې راته ښکاره شوه او ما هم و غوښتل چې یو څه پرې ور زیات کړم.
خو په لومړي سر کې ګران ورور حقمل صاحب ته مبارکي وایم چې په عثمانیه پوهنتون کې یې لوست پیل کړی دی او زه ډاډمن یم چې ښاغلی حقمل صاحب به په خپلو درسونو کې زیات کوښښ وکړي، خپلې زده کړې به په بري سره بشپړې کړي او د ښو تجربو سره یو ځای به بیرته هیواد ته راستنیږي او د تیر په څیر به د خپلو بې وزلو هیوادوالو د خدمت مصدر ګرځي.
د موضوع په اړه ښاغلي حقمل یوې مهمې زاویې ته کتلي دي هغه دا چې له روا غوښتنو سره یو ځای به د کابل په پوهنتون کې د محصلینو حقوقو ته پاملرنه نه کیده او د مظاهرې یا اعتراض په ترځ کې به د وخت د حاکمانو د وسله وال غبرګون سره مخامخ کیدل چې دا خبره حقیقت لري او یو داسې تریخ واقعیت دی چې حقمل صاحب پخپله لیدلی او اشاره یې ورته کړې ده. همدارنګه نوموړي د افغانستان د وخت د چارواکو توند غبرګون ته هم ګوته نیولې ده چې د محصلینو د روا اعتراض په مقابل کې یې وخت پر وخت د ډزو او ګولیو په وسیله ځواب ورته ویلی دی. خو زه دغه موضوع له یوه بله اړخه څیړم هغه دا چې له بده مرغه تر ډیره حده زموږ په ټولنه کې چارې د افراط او تفریط په تله تلل کیږي او همدغه افراط او تفریط دی چې له موږ څخه یې د یوې سوله ایزې ټولنې د جوړیدو واک اخیستی، کور په کور بدي روانه ده او موږ یې د نړۍ انسانانو ته د داسې یوې ټولنې په توګه معرفي کړي یو چې تیر ۲۰۰۰ کاله دلته له څه محدودو وقفو پرته په مسلسل ډول او مختلفو نومونو جګړه، تاوتریخوالی، وژنه، ویجاړتیا او وراني روانه ده او د دې خاورې په سلهاوو زره انسانان د هرې پیړۍ په تیریدو سره په جګړه کې مري، د ژوند له نعمت څخه بې برخې کیږي او د یوه سوله ایز ژوند په آرمان کې له فاني نړۍ څخه کډې باروې.
دا ټوله بدمرغي د څه لپاره روانه ده؟ د دې پوښتنې ځواب معلوم دی هغه دا چې دلته د یو شمیر نورو ناوړه پدیدو او بهرنیو لاسوهنو د موجودیت سره سره زموږ د خلکو په منځکې د زغم کلتور کمزوری دی او په دې خاوره کې یو د بل منل جرم بلل کیږي او له یوه او بل سره ګډ ژوند د پیغور په مانا دی. همدارنګه زموږ د ټولنې یو شمیر پرګنې هڅه کوي چې د اختلاف په صورت کې د سوله ایز حل په ځای مقابل لوری په بشپړه توګه نابود کړي چې د دې ډول نابودۍ امکان نشته او لوی خدای (ج) خپله د اسلام دین د عدل دین، د اعتدال لاره او د امن د ټینګښت بنسټ ګڼلی دی او مسلمانانو ته یې په چارو کې د هر ډول افراط او تفریط څخه د پاک ژوند کولو امر کړی دی. که د هندوستان ټولنې ته په ژوره توګه و کتل شي نو هلته په لکهاوو قومونه میشت دي او د زرګونو ادیانو پیروان ژوند کوي خو هر څوک پخپله لاره روان دي، څوک په چا کار نه لري او د اختلاف په صورت کې داسې عمل کوي لکه چې ښاغلي حقمل په خپله لیکنه کې اشاره ورته کړې ده چې په موسکا سره یې زغمي او د تاوتریخوالي د پیښیدو څخه ډه ډه کوي. همدغه اصل دی چې نن هندوستان د نړۍ په بریالیو ټولنو کې حسابیږي، په نړې کې د یوه لوی ځواک په توګه مطرح دی او سوله غوښتونکو پرګنو ګوتې په غاښونو ورته نیولې دي. زه هم په ۱۳۸۷ د کب په میاشت کې د هندوستان د اندراپردیش د ایالت د اسامبلۍ د یوه مجلس شاهد وم چې په څه ډول زغم سره دوی د اپوزیشن یا مخالف ګروپ مخالفت ته سوله ایز غبرګون وایه. په دې توګه چې لومړی یې د اپوزیسیون کسان د یوه قانون د تصویب سره د مخالفت په صورت کې د چیغو وهلو څخه آرامۍ ته را وبلل، بیا یې د جزا په ډول د مخالفت کوونکو نومونه واخیستل چې آرام شی خو د مخالفت د دوام په صورت کې بیا هر یو مخالف شخص دوو امنیتي کسانو په وسیله په ډیر احترام له خپل ځای څخه اوچت شو او بهر ته یې را وویست او پارلمان په دې توګه و توانیده چې وړاندې شوی قانون تصویب کړي. همدارنګه موږ و لیدل چې د مخالفت په صورت کې هیڅ شخص بل ته ښکنځا و نه کړه، هیڅ یوه بوټ له پښې څخه و نه ویست چې بل پرې وولي او یا د اوبو د ډکو بوتلو ګذارونه پرې وکړي.
که مو پام کړی وي کله چې یو ځای په زوره په سوک ووهې نو هم مقابل لوری ورته غبرګون څرګندوي په دې ډول چې ممکن د سوک وهونکي لاس ته تاوان و رسیږي او هم متقابل غبرګون و ویني. خو که چیرې د زغم کلتور پياوړی وي، دغه عمل په سوله ایزه توګه سر ته رسیږي، د لاس د سوک پر ځای لاس د رحمت په ډول پرې تیر شي نو د خپل لاس او مقابل لوري د ټپي کیدو او درد امکانات به له منځه تللي وي. ټولنه هم همداسې مثال لري چې د یوه چا عمل په ورته شکل صورت مومي که هغه تیز، توند او د افراط له مخې تر سره شي نو ډیر ژر به په خپله مخه کې ورته غبرګونونه را و پاروي او زموږ د ټولنې په څیر به په ستونزو اخته شي خو که چارې د عقل، تدبیر او ښه فکر له مخې په سوله ایزه توګه تر سره او اختلافاتو ته د سوله ایزو هڅو له مخې لاره و لټول شي نو هغه مهال به نه یوازې دا چې ستونزه حل شي بلکي اړونده ټولنه به د یوې مهذبې ټولنې په شکل کې د لوی خدای (ج) حضور او نورو انساني پرګنو ته معرفي کیږو.
په داسې حال کې چې موږ د هندوستان د ټولنې صفت نه کوو او نه د نوموړې ټولنې ټولو اعمالو ته ښه وایو خو په دې باور لرو چې د زغم د کلتور پياوړتیا په هره انساني ټولنه کې ګڼې ښیګیڼې رامنځته کوي چې یوه یې هم د خلکو تر منځ د سوله ایز ژوند وده ده او دغه راز وده انسانان د هراړخیزو دنیوي او اخروي بریالیتوبونو سره مخ کوي.
الله پاک دې وکړي چې په افغاني ټولنه کې د زغم ، تحمل، بردبارۍ او یو د بل د منلو کلتور له بل هر وخت څخه زیات پیاوړی شي او موږ د هغه په وسیله وکولای شو چې د روانو ستونزو، تاوتریخوالي او جګړو پر ځای د سولې، پرمختګ او بریالیتوب لاره غوره کړو.
په پای کې زه هیله من یم چې په بهرنیو هیوادونو کې به زموږ نور محصلین هم د ښاغلي حقمل په څیر ګټورې لیکنې خپرې کړي څو زموږ ځوان نسل د نړۍ د ولسونو د ژوند څخه په ښه توګه خبر شي.
یادونه: که څوک غواړي چې د ښاغلي محمد کبیر حقمل لیکنه و لولي نو د دې انټرنیټي پتې په کلیک کولو سره یې پیدا کولی شي:
http://www.tolafghan.com/posts/19101