دمرکزي احصایې درئیس خبرو ته توجه په کار ده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رومان زرمتی
  • 1306

تیره شپه مې دهیواد له  ټلویزیوني چینلونو څخه عجیب خبر واوریده، دغه عجیب خبر داسې و، چې دافغانستان داسلامي جمهوریت دمرکزي احصایی ریس ښاغلي عبدالرحمن غفوري وویل چې د ښاغلي حامد کرزي په دوران کې نوی جوړ شوی ولایت پنجشیر نفوس تر هغه ډیر کم دی چې یو ولایت یې باید ولري. ده وویل دموجودو اسنادو له مخې دپنجشیر درې نفوس دومره نه دی چې ولایت ورته منظور شوی وای. نوچې ددغې درې نفوس دومره لږ دی نوبیا ولې دغه دره دولایت سطحې ته لوړه شوه؟ دمرکزي احصایی له ریس سره ددغې پوښتنې حیرانوونکی ځواب هم شته. ده وویل پنجشیر دنفوسو له مخې نه بلکې دشمال ټلوالې دیوه قوماندان احمدشاه مسعود دغوره کړنو له امله ولایت شوی دی.څومره عجیب، حیرانوونکی او دخندا وړ ځواب!
دا داسې ځواب دی چې په لسګونو نورې پوښتنې راولاړوي. نه پوهیږم دا کوم قانون دی چې له مخې یې داشخاصو لپاره یوه کوچنۍ سیمه د ولایت کچې ته لوړیږي؟ که داسې وي نو بیا خو زموږ دهیواد هره ولسوالي، هره ناحیه او هرکلی د ولایت کیدو وړتیا لري. زموږ دهیواد له پخوانیو تاریخي شخصیتونو څخه به راتیر شو او هغوی به په دې کتار کې نه راولو دافغانستان دجهاد په کلونو کې دتنظیمونو ډیر قوماندانان و، چې په جهاد او جګړو کې یې فعاله ونډه لرله آیا هغوی حق نه لري چې دزیږیدو سیمه یې په ولایت بدله شي؟ آیا دافغانستان دنورو سیمو خلک حق نه لري چې سیمې یې ولایت ته لوړې شي؟ ځکه د هریو په سیمه کې یو جهادي قوماندان زیږیدلی او روزل شوی دی نه پوهیږم دا کوم معیار دی چې یو قوماندان تر نورو لوړولی شي؟که دافغانستان دخلکو سپیڅلی حهاد معیار وبلل شي دافغانستان ټولو خلکو پکې ګډون کړی او قرباني یې ورکړې دي که په حهاد کې قومانداني معیار وي که یې شمیرنه وشي په زرګونو که نه وي په سلګونو جهادي قوماندان شته.
که دجهاد له بریالیتوبه وروسته په کابل کې دواک پر سر جګړې مطلب وي نو بیا خو په هغو جګړو کې هم ډیرو قوماندانانو برخه اخیستې وه نو دهغوی حق څه شو؟
ښه شوو چې دا خبره اخیر څرګنده شوه، ښه شوو چې دولتي چارواکو په دې اعتراق وکړ چې یوه کوچنۍ او زموږ دهیواد یوه ښکلې دره د یوه شخص په خاطر د ولایت کچې ته لوړه شوه. دافغانستان خلک لا هغه وخت پوه و، چې دپنجشیر او دایکنډي ولسوالۍ ولایتونوته لوړیدې. دوی پوه و، چې دا پریکړه دمصلحت له مخې شوې ده دوی پوه وو، چې ښاغلي کرزي دخپلو مرستیالانو قسیم فهیم او کریم خلیلي دخوشحالولو لپاره دغه دوه ولسوالۍ ولایتونو ته لوړې کړې ځکه خو دحکومت دغې نا سنجول شوې پریکړې لا هغه وخت د افغانستان دخلکو سخت  غبرګونونه را وپارول په رسنیو او له ولسمشر سره په کتنو کې یې دنورو هیوادوالو دحقونو غوښتنه هم کوله خو هغه وخت هم چا ورته توجه ونه کړه. له هغه وروسته دهیواد دځینو لویو ولسوالیو او هغو ولسوالیو اوسیدونکو چې دولسوالیو مساحت او نفوس یې تر دغو دوو ولسوالیو څو چنده زیات و، دخپلو سیمو د ولایت کیدو غوښتنه وکړه هغه وخت د کټواز او ارګون او شینوارو د لویو ولسوالیو خلکو چې په پخوانیو تشکیلاتو کې یې هم ولسوالۍ لویې ولسوالۍ وې او همدارنګه د خوګیاڼیو، زرمت، مقر او اندخوی ولسوالیو اوسیدونکو ورته غوښتنې تکرار کړې خو چا ورته پاملرنه ونه کړه.
له هغه وروسته خلک په دې ډاډه و، چې که ولسي جرګه او دافغانستان پارلمان جوړ شي په دغو غیر قانوني کړنو به له سره کتنه وکړي او دولایت سطحې ته دپنجشیر او دایکنډي ولسوالیو دلوړیدو موضوع به دقانون په جوکاټ کې وڅیړي او بیا به په دې برخه کې دقانوني نورمونو په وضع کولو سره قانوني پریکړې وکړي خو لکه څنګه چې ولیدل شول په تیر پارلمان کې د جنګسالارانو پله یوڅه درنه وه او هغوی ډیر وخت ځان ته د برآت ورکولو لپاره دروغې جوړې دمنشور په جنجالونو او نورو مصلحتونو او معاملو تیر کړ او دخلکو غوښتنوته لکه څنګه چې لازمه وه پاملرنه  ونه شوه.
اوس چې موږ د ولسي جرګې دټاکنو په درشل کې یو او دخلکو په رایو یوبل پارلمان رامنځ ته کیدونکی دی یوځل بیا دغه هیلې راټوکیدلې دي چې نوی پارلمان به دخلکو غوښتنو او دقانون دواکمن کیدلو په برخه  کې لازمې کړنې ترسره کړي.
نوي پارلمان ته په کار ده تر ټولو دمخه دافغانستان داداري واحدونو موضوع وڅیړي په تیره چې په دې وخت کې دپنجشیر د ولایت کیدو دلامل په اړه دولتي چارواکو جالب اعتراف کړی نوی پارلمان باید دا موضوع وڅیړي او دقانون په رڼا کې په دې برخه کې اجرآ ت تر سره کړي  که چیرې دغه دوه ولسوالي دولایت کیدو وړتیا او استحقاق لري نو په رسمي توګه دې له قانون سره سمې ولایت ته لوړې شي او دنورو سیمو دخلکو غوښتنې دې هم دقانون په رڼا کې وڅیړل شي او که دغو سیمو ټاکل شوي قانوني نورمونه نه وي پوره کړي د ولسوالیو په بڼه دې پاتې شي او تر هرڅه مهم قانون باید پلی شي.