ولایت د پنجشیر ولسوالي د لوړیدو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حقوقپوهانو
  • 1073

ولایت د پنجشیر ولسوالي د لوړیدو په اړه د افغانستان داحصایې دمرکزي ادارې د وروستیو څرګندونو په هکله د ځوانو حقوقپوهانو دټولنې اعلامیه

دافغانستان داسلامي جمهوریت دمرکزي احصایی ریس ښاغلي عبدالرحمن غفوري په دې وروستیو کې وویل چې د ښاغلي حامد کرزي په دوران کې نوي جوړ شوي ولایت پنجشیر نفوس تر هغه ډیر کم دی چې یو ولایت یې باید ولري، ده وویل چې دموجودو اسنادو له مخې دغې ولسوالۍ دولایت کیدو معیار نه دی پوره کړی او دا دشمال ټلوالې دپوځي قوماندان شهید احمدشاه مسعود له خاطره ولایت شوی دی.
دافغان ځوانو حقوقپوهانو ټولنه په داسې حال کې چې د یوه ولایت دجوړیدو په اړه ددغې غیر قانوني پریکړې او خندونکي دلیل په اړه حیراني څرګندوي له افغان دولت، قضایي او عدلي ارګانونو او هیواد له پارلمان څخه په کلکه غواړي دغه موضوع په جدي توګه وڅیړي او که چیرې یې قانوني معیارونه نه وي پوره کړي نو په دغه غیر قانوني پریکړه دې له سره غور وشي.
دافغان ځوانو حقوقپوهانو ټولنه څرګندوي چې ددې ترڅنګ ځینې ولسوالۍ هم دقانوني معیارونو په نظر کې نیولو پرته جوړې شوې دي افغان حکومت او مسول ارګانونه باید پرې له سره غور وکړي هغو چې قانوني نورمونه پوره کړي په رسمي توګه په اداري واحدونو کې شامل شي او کومو چې نه  دي پوره کړي له اداري واحدونودې وایستل شي.
دافغان ځوانود حقوقپوهانو ټولنه په داسې حال کې چې په هیواد کې دقانون دپلي کولو جدي غوښتنه کوي، له ټولو هیوادوالو غواړي په دې اړه خپل اواز اوچت کړي او دهیواد دنورو سیمو داوسیدونکو دحقونو غوښتنه هم وکړي.

دافغان ځوانو دحقوقپوهانو ټولنه