يواځې ښاروالي نه، بلکې موږ هم ګرم يو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 1166

که چېرې ووايو چې په هرڅه کې ښاروالي او مسؤولين ګرم اوپړه دي نو دابه ډېر زياتى او بې انصافي وي.
که ښاروالي په خپلو کارونوکې څومره سسته اوپاتې معلومېږي اوکوم کارونه چې بايد ترسره يې کړي نه يې دي ترسره کړي ،نو له بلې خوا زموږ ښاريانو هم خپل رسالت اومکلفيت سرته ندى رسولى اونه يې له ښاروالۍ سره هغه مرستې کړي ،چې بايد کړې يې واى .
موږ اوتاسو ګورو چې دښارولۍ لخواپه هرځاى کې دفاضله موادو اوکثافاتودغورځوولولپاره ډرمونه او کثافات داني ګانې ايښودل شوي اومعين ځايونه ورته په ټاکل شوي دي ،چې بايد هرڅوک بېکاره اوفاضله مواد هلته وغورځوي ،خومتاسفانه چې زموږ هېوادوال اوښاريان ګنده ګي اوخس خاشاک په داسې ځايونوکې غورځوي چې سبايې له بدبويۍ څخه په خپله سر ټکوي اوبيا ګرمه ښاروالي بولي او وايي چې خپله وظيفه په سمه توګه سرته نه سوي ،يواځې ښارولي به ترکومه ورسېږي اياښاروالي بايد دهرې کراچۍ ،هرې غرفې اوهردکان مخې ته خپل کارګران په کاروګوماري ايا داسې امکان لري؟ کله چې موپه ښارکې کوم ورورتازه مېوه واخلي هغه که هرڅه وي ،کېله وي ،زردالو وي هندواڼه وي اوکه خټکى نوپه لاره يې دمزل په وخت کې خوري اوپوستکي يې هم دسرک پرسر غورځوي، چې داهم ښارولۍ اوه ښاريانوته زيان رسوي .
دښاروالۍ لپاره يې زيان دادى چې ځاى چټل ښکاري اودښار ښکلا له منځه وړي ،اودښاريانو لپاره يې زيان دادى چې که چېرې موکوم ورورياخور په لاره روان وي اوفکر يې نشي چې په دې پوستکي يې پښه کېښوده نو خوېږي او ژوبلېږي اوهم بې ستره کېږي،چې هغوى هم بيادشاروالۍ کارکوونکيوته بدې درې وايي ،چې ددواړو ضررونو منبع دهغه مېوه خوړونکي شو،چې پوستکى يې بې ځايه غورځولى وه.
وګورئ چې ددې کثافاتو اوچټليو له امله مو په هېوادکې راز راز ناروغۍ رامنځته شوي دي اوټول هېوادوال موترې سرټکوي.
دکثافاتودبې ځايه غورځولوڅخه ډېرې ناروغۍ او تکليفونه پيداکېږي دمثال په ډول.
١: له امله يې د هغه ځاى ‌ښکلاته صدمه رسېږي .
٢: دهوا په ککړوالي کې پوره پوره مرسته کوي.
٣: له امله يې بدبويي خپرېږي.
٤:په هغه ځاى کې چې کثافات وغورځول شي،هلته مچان اوماشي پيداکېږي چې دامچان اوماشي بيا دخپلو پښو په واسطه مکروب له يوه ځاى نه بل ځاى ته انتقالوي چې دډول، ډول امراضود خپرولو سبب کېږي.
٥: دمېوو خوړونکيوپه بې کفايتى اولټۍ دلالت کوي.
خوکه چېرې موږ او زموږ ښاريان ددغوټولو زيانونوپه نظرکې نيولوسره فاضله مواد په هغو ځايونوکې وغورځوو ،چې دښاروالۍ دمؤظفينو لخوا ټاکل شوي دي ، نو يواځې دانه چې ددغو مرضونو او اضرارو مخه به مو نيولې وي بلکې ډېرې فايدې به موترلاسه کړې وي ،لکه:
١:نظافت به مو مراعات کړى وي.
٢:دښاروالۍ سره به مو دښارپه پاک ساتلو کې مرسته کړې وي .
٣: له بدبويۍ اومکربونو څخه به مو ځان او هېواد وال ژغورلي وي.
٤:دخلکوله ملامتۍ اوپړتوب څخه به مودځان دفاع کړې وي.
نودې ټولو مشکلاتو ته په کتلو سره له ټولو ښاريانو وروڼو خوصوصاً هغه خلک چې په ښارکې دکانداران اومېوه پلورونکي دي ،غوښتنه کوو چې خپل کثافات اوهغه مواد چې دغورځولو دي خپلوټاکلو ځايونوته ورسوي چې پدې کارسره به يې هم خپل ملي رسالت ترسره کړى وي اوهم به يې دخپل ښار اوچاپېريال په پاک ساتلوکې پوره مرسته کړې وي، چې په اينده کې به نه دخداى اونه هم د خپل وجدان په وړاندې مسؤول اوملامت وي.
اودښاروالۍ له ټولو درنو مسؤولينو څخه هم په کلکه غواړو چې، خپل هغه کارونه چې ورته سپارل کېږي ،په خپل وخت او پوره صداقت سره اجراء کړي، موږ ګورو چې په ډېرو ځايونوکې دښاروالۍ لخوا دويالو کيندل شروع دي ، دسړکونو غاړې سپړل کېږي چې بيا بېرته ژرنه بندېږي ،چې ددې په واسطه دښار چاپېريال له دوړو او ګردونو څخه ډک کېږي ،چې ټول ښاريان ورسره په تکليف وي ،بل داچې هغه ځايونه چې دفاضله موادو لپاره وقف شوي دي په هغه ځايونوکې دغه مواد په ورځو،ورځوحتى په اونيو پراته وي ، چې دهغې څخه هم زيات خلک په تکليف کې وي خصوصاً اوس داوړي په موسم کې چې دګرمۍ له امله دغه مواد ډېرژر خُثى ‌‌‌او وراسته کېږي ،اوډېرترې هغه خلک په عذاب وي چې کورونه يې ورته نژدې وي .
کله چې هم ښاروالي اوهم ښاريان داټول ټکي په نظرکې ونيسي نو په پايله کې به مويوپاک ،صفا،له هر راز ناپاکيو څخه لرې ښکلى ښار اوچاپېريال په برخه وي.