د افغانستان د ژغورني د جرګې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1216

د بخښونکی او مهربانه خدای په نامه
روانې  تش په نامه ټاکنې
جګړې ته د وسله والو مخالفانو د لمسون وسيله ده

پر افغانستان د نړۍ وال أُتلاف د غړو هيوادونو د يرغل په نتيجه کې په سياسي او حقوقي ډګرونو کې د ملي واکوالۍ ، دمکراسۍ ، بشري حقونو او جګړييزو حقونو په څېر ګڼ شمېر دوديزي ترمنلوژۍ د جګړييزو موخو(هدفونو) لپاره کارول شوي چې اوس يې خپله اصلي معني له لاسه ورکړې ده.
همدا اوس له روانو تش په نامه ټاکنو څخه د وسله والو مخالفانو پر وړاندي د سياسي مقابلې ،سلطه پالني ، او د واک د نندارې د وسيلې په توګه کار اخيستل کېږي.
ددغې مقابلې په يوه لوري کې جنګي او د نشي توکو د قاچاق مافيايي ډلي دي چې د خونړي نړۍوال پوځي أتلاف په مټ او ملاتړ يې  په حکومت کې ځاله کړې او له ټاکنو څخه د خپل راتلونکي سياسي مصؤنيت په موخه ګټه اخلي او په بل اړخ کې يې وسله وال مقاومت له اوسني جګړييز او کړکېچن حالته د هيواد د خلاصون لپاره بې له ځانګړي سياسي طرحې ولاړ دی.
رښتيا خبره خو داده چې ټاکني د تو پک د واکوالۍ ،  نېواک ته د روا والي د ورکولو او د يو شمېر  غوړه مالو، او کاسه لېسو او وجدان پلورونکو عناصرو د کار روزګار د توجيه وسيله ګرځېدلې  دي.
د افغانستان د ژغورني  جرګه د ملي واکوالۍ د حق ،امن ،او د وګړو د سرشمېرني د شرايطو د نه شتون په وجه دا رنګه ټاکني د توجيه وړ نه ګڼي او له پېژندل شويو سياسي او حقوقي ضوابطو او آرونو سره يې خطرناکه لو به ګڼي نو ځکه هم له هغو سره خپل بشپړ پرېکون اعلانوي.
د افغانستان د ژغورني جرګه دغه راز ټاکنې  جګړې ته  د وسله والو مخالفو د لمسون وسيله ګڼي  او له اړونده کورنيو او بهرنيو لورو په ټينګه دا غواړي چې  دغې له چلول او رذالته ډکې لوبي ته چې تر اوسه يې د لسګونو زرو بې ګناه افغانانو ژوند اخيستی دی د پای ټکی کښېږدي.
د افغانستان د ژغورني جرګه  داسي ټولټاکني چې د سولې د پلان د يوې برخې په توګه يې لا له مخکې وړاندي کړي دي د سولي او امن په شرايطو کې د يوه ملي اسلامي حکومت له جوړېدو سره خپل ملاتر اعلانوي.


د افغانستان د ژغورني د جرګې
پنځمه اعلاميه
د۲۰۱۰ کال د سپتمبر ۴