آیادسولې عالي شورا دسولې په لورې یوګام دی؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • روښان اسلام خیل
  • 1253

دسولې ملي مشورتي جرګې دبیلابیلو کمیسیونونو په ځینو وړاندیزونو او طرحو کې دسولې دبهیر دګړندي کولو لپاره دسولې او پخلاینې دیوې دایمي شورا غوښتنه شوې وه ، او دجرګې په پریکړه لیک کې افغان حکومت ته مشوره ورکړل شوې وه چې دسولې په لاره کې یو اړخیز اقدامات وکړي ،چې دسولې دعالي شورا جوړیدل په دې لاره کې یوګام بلل شوی دی.
درسنیو دخبرونو له مخې دولت دسولې د ملي مشورتي جرګې دپریکړو او مشورو دعملي کولو لپاره دتنظیمي او نورو سیاسي مشرانو په ګډون له څو غونډو وروسته دسولې سراسري عالي شورا جوړه کړې او ویل کیږي چې له کوچني اختره وروسته به یې ترکیب اعلان شي.
دا یو ښه خبر دی کیدای شي سړی ورته هیله من واوسي، خو هغه څه چې په دې بهیر کې دخلکو باور ته زیان رسوي هغه بیا هم په تکرار پسې تکرار دی یعني بیا هم په دغه بهیر کې دپخوانیوازمایل شویو څیرو موجودیت دی.
دسولې دعالي شورا دجوړولو په غونډو کې بیا هم هغه څیرې ډیرې ترسترګو کیدې چې په تیرو تنظیمي جګړو کې یې برخه لرله. دسولې په ملي مشورتي جرګه کې دهمدغو څیرو موجودیت او برلاسي تر ډيره حده خلک ناهیلي کړل او خلکو ددغې جرګې په پریکړو او دحکومت په نیت هغه وخت شک پیدا کړ چې دتیرو جګړو مشهورې څیرې پکې برلاسې او دهغوی یوتن یې دجرګې مشر کړ.
طبعي ده چې د دغو څیرو په لیدو سره دهر سړي ذهن ته دتیرو جګړو ترخې خاطرې راځي ټول پوهیږي همدغه کسان وو،چې په بیلابیلو بهانو یې په وطن او کابل ښار کې دجګړو لمبې تازه ساتلې. دغه کسان په جنګي ډلو پورې تړلي کسان دي چې کلونه کلونه دخپلو ګټو لپاره جنګیدلي دي .
سره له دې چې لا تر اوسه د سولې د عالي شورا دغړو نومونه خلکو ته څرګند نه دي خو دمشهور متل پر بنسټ چې وایي کال له پسرلي څخه معلومیږي ددغې شورا په ترکیب کې به بیا هم هغه کسان ډیر وي چې په تیرو جګړو کې یې دجګړې له یوه لوري سره تړاو درلود.
 تردې دمخه دمشرانو جرګې دریس حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دسولې او ملي پخلاینې په نوم دې ته ورته یوه اداره موجوده وه چې په دې برخه کې یې کار کاوو سره له دې چې حضرت صاحب دهغو کسانو له ډلې څخه نه و، چې دکابل ښار په کور ورانوونکو جګړو کې دې یې برخه اخیستي وي او ډیرو ته هغه دیوه منځګړي شخصیت په توګه دمنلو وړ و.خو لکه څنګه چې لازمه وه دغه کمیسیون پخپلو کارونو کې ډیر بریالی نه و، او دخپل کار زیاته برخه یې یوازې دبندیانو خوشي کولو ته ځانګړې کړې وه نوردسولې دتآمین په برخه کې ددغه کمیسیون رول ډیر څرګند نه بریښیده.ددغه کمیسیون مشر تیره ورځ دمشرانو جرګې په غونډه کې وویل چې دافغانستان دجګړې کیلي دپاکستان د آی،ایس آی په جیب کې ده تر څو چې دګاونډیو غرضي لاسونه لنډ نه شي دسولې تآمین ته هیله نه شي کیدای.
دولت باید دې ته توجه وکړي چې دجنګ خلک سوله نه شي راوستلای که خدای ناخواسته دسولې په عالي شورا کې بیا هم هغه څیرې زیاتې برلاسې وي چې په تیرو جګړو کې یې برخه لرله فکر نه کیږي چې دا شورا به دسولې په راوستلو کې بریالۍ و اوسي. دغو کسانو ته هغه څوک چې اوس یې ټوپک په لاس کې اخیستی او جګړې کوي ددښمن او دجګړې دیوه لوري په سترګه ګوري. که هرڅومره ددوی یوشمیر پخپلو مخونو دسوله غوښتونکی او ملي شخصیت پرده وغوړوي بیا یې هم څوک نه مني.
دولت باید په دې لاره کې نورو لاملونو ته هم توجه وکړي او دنړیوالې ټولنې په مرسته هغه خنډونه له منځه یوسي کوم چې په هیواد کې دسولې دتآمین په لاره کې پراته دي.
یو له دغو خنډونو څخه د دولت په چوکاټ کې دپخوانیو جنګ سالارانو شتون دی چې هم یې خلک اندیښمن کړي او هم مخالفین پرې هیڅ ډول باور نه شي کولای. دوی په خوله د سولې پلوي کوي خو په عمل کې یې هر څوک په نیت پوهیږي او په عمل کې دجګړې پلویان دي.دهمدغو ډلو نور غړي همدا اوس دسولې په ضد خبرې کوي لکه څنګه یې چې ځینو دسولې په ملي مشورتي جرګه کې ګډون ونه کړ، اوس هم دسولې دبهیر په اړه په ښکاره شکونه څرګندوي او دهغې مخالف دي.څوک چې دکوم بهیر مخالف وي هغه هیڅکله دهغه دبري لپاره کار نه کوي.
ددغې شورا دجوړیدو په هکله دمشورتي غونډو دګډونوالو ترکیب سړي ته د ببرک کارمل دوخت پلار وطنه ملي جبهه ور یادوي، هغه به هم څو مشهور کسان کله په یوه کمیسیون او کله په بله شورا یا جبهه کې شامل کړل خو نتیجه به یې هیڅ وه، ځکه هیچا پرې باور نه کاوو.اوس هم دغو کسانوته چې دځینو په ذهن کې غټ ښکاري او په هر ځای او هر کمیسیون او شورا کې یې نومونه تکراریږي افغان ولس په هغه سترګه ګوري کوم چې دپلاروطني ملي جبهې غړو ته یې کتل.
 په هر صورت دسولې دعالي شورا جوړیدل په هغه صورت کې چې له جنګي ډلو متشکله نه وي او بیا په دې لاره کې عملي ګامونه واخلي دسولې په لاره کې یو ګام دی، که دا شورا په یوه نوي ترکیب او دسولې په اړه له عملي پلانونو سره رامنځ ته شي، کیدای شي زموږ ددغې ملي سراسري ستونزې دحل کولو لپاره ګټوره تمامه شي، هیله ده همداسې وي او موږ بیا هم په دې برخه کې دبې ځایه مصلحتونو ښکار نه شو. هیله ده دغه شورا دتیرو کمیسیونونو په څیر نه وي چې ټول پام یې دخپلو دفترونو جوړولو او امتیازاتو اخیستلو ته وي، بلکې دټولو افغانانو هیله داده چې دغه شورا وکولای شي دسولې دتآمین په برخه کې عملي کارونه ترسره کړي.