شاعرانه تصور


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 1188

ادب پېژندونکي وايي، چې په ژوند کې خوږې او ترخې پېښې؛ د شاعر په ذهن کې عواطف او احساسات راپاروي. دغه عواطف او احساسات د شاعر په خيال کې وده مومي او  هرکله، چې پخپله شاعر وغواړي، هغه په ښکلې او خيال انګېزه ژبه بيانوي.
شاعر د خپل بیان په جادو هغه انځورونه، چې د ده په ذهن کې پیدا شوي، په هماغه شدت، روڼوالي او صراحت سره اورېدونکي ته لېږدوي او په هماغه قوت او شدت د هغه د احساساتو د راپارولو سبب ګرځي.
د هر شاعرانه تصور سرچينه د خیال له جوهره وي. د دې خبرې لپاره به يو مثال راوړو، يو ماشوم موسکی کېږي، په خندا کې د ماشوم د شونډو خلاصېدل د شاعر په ذهن کې د يوې تاندې غوټۍ د راسپړېدو شېبه ژوندۍ کوي. دغه وخت دی، چې شاعر د خيال او حقيقت په دايره کې، د ماشوم خوله د هغې غوټۍ په څېر ويني، چې د سپړېدو په حال کې وي.
د ادب پوهانو په نظر دا ډول ليد او تصور ته شاعرانه ليد او تصور وايي. هرهغه څوک، چې د داسې طبعې څښتن وي او د يوه ماشوم له خندا وغوړېږي او پخپل ذهن کې يو داسې تصوير جوړ کړي، له شاعرانه ليد او احساس نه برخمن شاعر وي.
البته ټول هغه کسان، چې له شاعرانه ليد او احساس نه برخمن دي، دا ځواک نه لري، چې خپل تصورات په ښکلي او ګټور ډول د شعر په قالب کې ځای کړي. دا د هغو کسانو کار دی، چې پر ژبه برلاسی وي، ښکلي او غږيز توري وپېژني او هم د انځور جوړونې له هنر سره بلد وي.
ادبپوهان وايي، چې شاعر د دنيا د متعجب کوونکې ښکلا نندارې ته کېنې او زړه وړونکې پدېدې غوره کوي او د هغه له ښکلا او لطافت نه استفاده کوي، له دغې ښکلا سره خپل احساست شريکوي او بيا دغه نفساني پديده د ښکلو غږيزو تورو  په قالب کې ځايوي او هغه زموږ تر مخه ږدي.
شاعر دا ټول کار د شاعرانه ژبې په وسيله کوي. شاعر د همدغې ژبې په مرسته هغه ښکلې او زړه وړونکې منظره يا کومه ښکلا، چې ليدلې هڅه کوي هغه په ډېر قوت سره لکه څنګه، چې يې پخپله احساس کړې ده، موږ ته بيان کړي. خو که په هماغه قوت او روڼوالي سره يې انځور نه کړای شي؛ کلام به يې عادي او بې اغېزې وي.
ومان نيازی وايي:
زما له قبره به باڼه ټوكېږي
ملالو سترګو ته مې ډېر كتلي
دلته له قبره باڼه ټوکېدل، ملالو سترګو ته د کتلو اثر او يو شاعرانه تصور دی.