ننګرهار؛ټاکنې او پرولس د فاسدو چارواکو بله لورېينه!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بشردروېش
  • 1254

د ټاکنو کمېسون په ننګرهار کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د رايه اچونې ١١٤ مرکزونه د امنيتي! ستونزو په پلمه تړلي اعلان کړي چې دا د هېواد په کچه د بل هر ولايت تر تړل شوو مرکزونو پورته کچه ده.

د سولې د کاله په نامه ياديدونکى ننګرهار سره له دې چې په يو شمېر سيمو کې يې د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ترپخوا زيات شوي او ناامني رامنځته کړې خو په دې کچه به نه وي چې د دې ولايت دومره د رايه اچونې مرکزونه دې وګواښي.

په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسون د بهرنيو اړيکو مسول مطيع الله احمدزى وايي ټاکنو ته د خلکو د بلنې پروګرام کې يې يوازې د ننګرهار په شېرزادو،خوګياڼو او حصارک ولسواليو کې ستونزې لرلې خو دغلته يې هم د عامه پوهونې چارې کړي.

چې داسې ده نو بياولې په ننګرهار کې په دومره لويه کچه د رايه اچونې مرکزونه تړل شوي؟

احمدزى وايي دا ځکه چې په ننګرهار کې دامنيې قومندانۍ،ولايت مقام او نورو ا دارو لخوا د ټاکنو اړوند ه يوه نوبتي غونډه کې ورته چارواکو ويلي په ١١٤ مرکزونو کې امنيت نه شي نيولاى.

ځايي مخور  او روڼ اندي څه وايي؟

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال مفتي معين شاه حقاني وايي په ننګرهار کې په دومره پراخه کچه د رايه اچونې د مرکزونو تړل سياسي لاملونه ترشا لري او ځينې کړۍ په لوى لاس غواړي چې ننګرهار ناامنه وښيي او خلک يې د خپلې رايې ورکونې له حقه بې برخې کړي.

حقاني دا پريکړه يوه بې انصافي ګڼي او وايي له ننګرهار سره بايد داسې نه واى شوي.

د شورا يوه ښځينه غړې نيلوفر عزيز هم پورتنۍ پريکړه يوه  بې ځايه او سياسي لامل لرونکې پريکړه بولي او وايي د ننګرهار د دومره مرکزونو تړل کېدل د ننګرهاريانو پرحق تېرى دى.

د سياسي چارو کارپوه اکبرشېر وايي حکومت په لوى لاس غواړي په راتلونکي کې د خپلو ناکاميو د پټ ساتنې لپاره له يوه ناکام پارلمان سره مخامخ وي او د دې لپاره يې په هغو سيمو کې چې پوه نوماندان رايې لري،د رايه اچونې مرکزونه تړلي.

اکبرشېر دا هم وايي چې د ننګرهار ګڼو خلکو ته په ټاکنو کې د رايه ورکونې حق نه ورکول د ټاکنو مشروعيت ترپوښتنې لاندې راولي.

زه څه وايم؟

د سولې او ادب زانګو ننګرهار نن د هغو  بې کفايته،ناپوهو او تقريبا فاسدو   خلکو لاس ته لوېدلى چې يوازې خپلې ګټې،خپل موقفونه او څوکۍ ورته ارزښت لري.

دا که په ولايتي کچه د چارواکو خبره ده،ياپه ولسي او ولايتي شوراوو کې د دې ولايت د استازو په نامه د ناستو خلکو،ياهم د ولسواليو په کچه د قومي مخوروده او يا په نورو نومونو د ننګرهار د خلکو له نامه د ګټه اخېستونکو!

د ننګرهار اداره د ځينو نورو برخو ترڅنګ په امنيتي برخه کې پاتې راغلې څه چې بېخي سړى ګومان نه کوي دلته دې امنيتي ادارې موجودې وي ځکه خپله چارواکي وايي د جلال اباد سوېل ته له څو سوه مترۍ پرهوايي ډګر توغندي راځي خو دوى سره له دې چې پخپله وينايې د دې توغنديو د وېشتل کېدو سيمې ورمعلومې دي،د دې کار په مخنيوي کې پاتې راغلي.

همداسې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالي چې خيبرپښتونخوا سره خلاصې لارې لري،د ولايتي چارواکو د بې کيفايتۍ او له دوى څخه د خلکو د ناراضيتوب له امله پکې د دولت وسله وال مخالفين پياوړي شوي،د ډېرو اوريدو او د چارواکو د ويناله مخې په ډاډه زړه له سوېلي وزيرستانه ورته پاکستاني وسله وال طالبان راځي او دا سيمه هم د دولت پرضد پر يوې لويې پوځي اډې اوښتې.

په ننګرهار کې د امنيتي پوليسو کميدل يوه بله مسله ده چې د ولايتي جمع پوليس چارواکو جمع په ولسي او ولايتي شورا کې د ننګرهار د استازو د بې کيفايتۍ له امله په يوه لوى سرخوږي بدل شوى.

دا خبرې که څه هم لږې له موضوع لرې وې خو دې لپاره مې يادې کړې چې درانه لوستوال وپوهېږي ننګرهاريان ناامني نه غواړي،هماغه سوله خوښي ،سوله پالي او کرار خلک دي خو د يو شمېر سياسي کړيو په ځانګړي ډول ښايي شمال ټلوالې او نورو متعصبو خلکو د بدو نيتونو ښکارشوى به وي.

داسې هم وېل کېږي چې د ننګرهار په تازه ډېرو ناامنو شوو ولسواليو کې ځايي نالوستي چارواکي د دې لپاره چې د ځان په شان ناپوه ولايتي چارواکي تېرباسي او خپلې څوکۍ وساتي،د دولت وسله والو مخالفينو سره پخپلو سيمو کې جوړ،جاړى لري،ورته وايي چې يوبل به نه وژنو او دواړه به خپلې ګټې لټوو.

 چې خبرې کمې کړم نو له شک پرته چې د يو شمېر کړيو په لمسه د ننګرهار امنيتي او ولايتي چارواکو دغه پريکړه چې ننګرهاريې د هېواد ترټولو ناامنه ولايت ښودلى،يوه جابرانه اوظالمانه پريکړه ده،کاش چې موږ قانون پلي کوونکې او د دې کار څارونکې ادارې لرلاى چې ماترې له دغو نااهله او د ننګرهار د مظلوم ولس پر حقه حقونو د تېري د پوښتنې غوښتنه کړې واى.

دغه ليکنه مې سره له دې چې پر دې خداى ناترسو به ښايي کوم اغېز ونه کړي،يوازې په دې نيت وکړم چې نړۍ وپوهېږي چې د سولې پرونى کور ننګرهار نن هم د سولې کور دى،سبابه هم وي،بل سبابه هم وي او ترهغې چې دا نړۍ وي،دا سيمه به د سوله خوښو،نرم زړو او جنګ مخالفو خلکو په مټ يې د سولې کورپاتې شي خو الله(ج)دې وکړي چې د فاسدو،ځانپالو،ولس ضدو او جابرو خلکو له واکمنۍ،ستم او زياتي څخه وژغورل شي.