اور او ګلان


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهندوی آصف بهاند
  • 1035

ددې باغ ګلونه لږ نه دي خوشاله                   تازه تر تر تازه ترو نورغوړیږي           

اوس هغه وخت رارسیدلای دی چې زموږفرهنګ اوفرهنګیان هرقدم دخپلووینوپه بیه مخ پر وړاندې ږدي.هغه څه چې اوس زموږپرژبې،ادب اوفرهنګ باندې تیریږي،ښايي دپښتوژبې،پښتوادب اوپښتني فرهنګ په تاریخ کې داسې دور نه وي تیر شوی.هغه نادودې چې نن سبا له پښتنو،پښتو ژبې،پښتوادب اوپښتني فرهنګ سره کیږي؛هغه دوست او دوښمن ته لکه لمرداسې روښانه دي.
زموږفرهنګیان اوس اوس په ورکولاروسراوپه سوځیدلوبڼونوکې مات وزري طوطیان دي.کوردننه اوکوردباندې تربرونوداسې حالت پرې راوستی دی اوداسې فرهنګي یرغل یې ورباندې کړی دی؛چې د پرمختګ او کار ډیرې لارې یې پرمخ تړل شوي دي.زموږ دژوندیو فرهنګیانودمنځوي اوپاخه سن ډیری فرهنګیان په وطن اونړۍ کې دروان اړودوړپه پلمه یا په ټپه ولاړ دي،یا دمرتد سیاست په لوموکې نښتي دي  اویا یې له قلم نه سوټی جوړ کړی یو دبل سر پرې ټکوي.
زما له نظره پښتانه او په مجموع کې پښتني فرهنګ دهیواد،سیمې اونړۍ په کچه نه یوازې داچې یو زړه سواندی نه لري،بلکې دتروریزم،القاعده او طالب دټاپې په خاطریې هرڅه پر ضد دریدلي دي،او دا ټاپه بل چا نه،زموږښکاره دښمنانو پر موږلګولې او نوره یې هم لګوي.دوی داسې کار وکړلکه(( داسې یې ووژنه چې وینې یې تويې نه شي )) دوی زموږ زړه سواندي خدمتګاران اووتلي قلموال له موږنه واخستل اواخلي یې،داسې یې دسیاست او اداري فساد په مردار ډڼد کې ډوبوي چې بیا سر پورته کولوته خولاڅه چې لا اقل دفرهنګ او ادب دکلماتو د تلفظ جوګه هم نه وي.
پښتانه،پښتوژبه اوپښتني فرهنګ کوردننه،په سیمه اوپه نړیواله کچه تربرونه لري او دې تربرونوزموږدژبې اوفرهنګ پرضد داسې ماهرانه تبلیغات کړي او کوي یې چې اصلآ چا په خوب کې هم نه وو لیدلي.
دا باید دیوه ترخه واقعیت په ډول ومنو، موږ چې کوردننه هر څه کوودنورو له پاره هسې بابیزاوبیفایدې کارونه ښکاري.که زموږپه فرهنګي بڼ کې بلبلان وچغیږي اوسندرې ووايي،دتربرونو له خوا ویل کیږي چې غږیې بد لږیږي؛او که ددوی په کوڅو کې سپي وغپیږي، نو وایي:څومره زړه وړونکی غږ لري.
دسیمې په کچه خو دګاونډیانو په نیت او کارنامو باندې هر څوک پوهیږي،په ځانګړي ډول  دایران او پاکستان هغه منفي رولونه چې زموږ دفرهنګ مراندې یې راغوڅې کړي دي.پاکستاني آی ـ اس ـ آی  پښتانه داسلامي عقایدو په نامه دهندوستان او هندوانوپرضد دکشمیر جګړې ته لیږلي اولیږي یې؛له همغې ورځې نه وروسته په هندي فلمونو کې داکثرومنفي کرکترونوریښه او پښه خان ( پښتون) پورې تړل کیږي.
دنړۍ په کچه تربرونه پښتانه له مخدراتو،تروریزم،القاعدې او طالبانو پورې تړي.دلته په اروپا کې دناوړه اومنفي تبلیغاتو په پایله کې ډیرځلې داسې هم شوي چې ډیری اروپایان کله چې دافغان نوم واوري په ذهن کې یې دافغان له کلمې سره جوخت دمخدراتو او تروریزم مفاهیم تداعي کیږي؛او هلته کوردننه تربرونوبهرنیانو ته ویلي دي چې ټول پښتانه طالبان دي.
په اروپا کې دشخصیتونورواني ترور ښه په خرپ روان دی.ایراني آخوندانوپه نړیواله کچه زموږ دکورنیوتربرونو په مرسته ددې رواني ترور لړۍ ښه توده ساتلې ده.دوی ټول په یوه خوله وایي هرچا چې پښتو ویله هغه طالب دی.دلته په ډنمارک کې دډنمارکي ژبې په مکتب کې کومې ډنمارکۍ ښوونکې کوم ایران پلوه افغان نه پوښتنه کړې وه چې دا طالبان څه ډول سړی کولای شي وپیژني؟هغه ورته په ډیره حق په جانبه لهجه ویلي و:دا خو ډیره آسانه خبره ده،هر چا چې پښتو ژبه باندې خبرې کولې هغه طالب دی.
دا خوزموږاو زموږ دژبې اوفرهنګ پرضد دتربرونودکارونویوڅولنډکۍ بیلګې وې؛خو رابه شو خپل ځان ته.موږ خپله څه کوو؟ خپل سرباید په خپل ګریوانه کې ښکته کړواو ووایوچې: څومره مو دخپلې ژبې،ادب او فرهنګ له پاره مثبت کار کړی،او څومره مو دخپلې ژبې،ادب اوفرهنګ له پاره مزاحمت اوخنډونه پيښ کړی دي؟
په افغانستان کې دانقلاباتواو بدلونونوپه لړکې ډیر افغانان بهرته روان شول چې په هغو کې پښتانه زلمیان هم وو؛خوتوپیر یې په دې کې وچې دنوروقومونو زلمیان اکثرآ په زده کړه پسې ولاړل اودالفت صاحب خبره یې پرځای کړه چې ویلي یې وو: (( ځوانان باید په علم پسې ولاړشي او دعلم رڼا له ځان سره راوړي )) ؛خو زموږځوانان په بله خوا روان شول.زموږ داکثریت ځوانانواودهغودکورنیو ویاړپه دې کې وچې ځوانان یې دوبی ته په مزدورۍ پسې تللي دي.
شپون صاحب په(( و نه و یو شپون و)) کې دې موضوع ته ډیره ښه او مستنده اشاره کړې ده.کوم پښتون جهادي رهبرچې دشپون صاحب زورورآشنا و،دخبرو په ترڅ کې شپون صاحب ورته ویلي وو:امکانات خولرئ،دا ځوانان بهرنیوهیوادونوته ولیږئ چې علم زده کړي،کمپیوترزده کړي او ...
هغه په ځواب کې ورته ویلي وو:بهر ته یې ولیږم اوپه لوی لاس یې دکفرلمنې ته ور وغورځوم او ...
وګورئ ! که ښه حقیقت ته ځیر شو،بهرنیو هیوادونوته یې دکفر له ډاره نه لیږو،اودوچوغرولمن کې دقهریدلي شنه یا وریځ آسمان تر چتر لاندې،یا دپسونو،وزو اوخرو په لکۍ پسې ټول عمرتیرولوسره خو دنوي عصر نوي علوم زده کیدای نه شي،او کله چې مونوي علوم اوفنون زده نه وي ،نوله تمدن سره به بیګانه او له کاروان څخه به یې ډیر وروسته پاتې اوسو،بیا نو نه پښتنو ته څه کولای شو اونه هم پښتو اونه هم پښتني فرهنګ ته.
له بده مرغه زموږ ښوونځي دکفرپه توریا سوځول کیږي اویا الوزول کیږي،ښوونکي او زده کوونکي مويا په ډزو ویشتل کیږي یا حلالیږي او یا په دار ځړول کیږي.پښتنود (( نوکالج ، نونالج )) علمي مسا له هیره کړې ده.پخوابه روسی سکاد راکټ هم په پښتني سیمو لګیده اواوس بي دوه پنځوس ډوله الوتکه هم په پښتني سیمو بمونه غورځوي،او وایي چې موږ اسامه لټوو،امریکایانو ستن په کاهدان کې اچولې او وایي چې موږ ستن لټوو،همدا اوس دجګړې ټول زور په پښتني سیمو او پښتنو باندې دی آ خوا هم پښتون وژل کیږي او داخوا هم.
 دغه راز له بده مرغه زموږ ددودیزې ټولنې ویاړدعلم اوتمدن په ارابه پسې ځغا ستل نه دي،بلکې ددین په لمن پورې زوړندیدل دي،دا خبره ددې مانا نه لري چې په علم پسې تلل دې ددین دهیرولو په مانا وانګیرل شي.خپله دینداري به هم کوواو دعلم زده کړه به هم نه هیروو.کوردننه دښمن مودیندارۍ ته هم نه پریږدي او بیا کله چې موږ دینداري کووهمدغه خلک پر موږ باندې دافراطي نوم ږدي.په اکثریت افغاني تلویزینونوکې که ځیر شئ اکثریت دیني مسایل په پښتو دي اوعلم،هنر ،اقتصاد او سیاست په نوروژبو وړاندې کیږي. په لوی لاس پښتو له علم،سیاست،تجارت اوهنر نه لرې ساتل کیږي. دغه راز که زموږلیکوال یا شاعر ښه نثر یا ښه شعر ولیکي او ښه تخلیق وکړي؛بیا په شکل داشکالوبل نوم ورباندې ایښودل کیږي.نور هیڅ چې نه وي دکمونست زړه ګرد وهلې ټاپه خو شته چې دچا پر سر او دچا پر کونه لګول کیږي.
په خپلو کې مو هم چندانې مزه نه شته.زموږسرلاري مشران څه کوي؟
((یو چې سر کاندي راپورته بل یې ووهي مغزي))
زیار دنوې پښتو سوټی په لاس ګرځي،هر څوک چې عربي مآبي وکړي یا دده له ژبپوهنیزو اصولوسرغړونه وکړي،بیا دزیار سوټی او دهغه سر.که بل هیڅ څوک يې پیدا نه کړل لایق خو شته.لایق چې واقعآ لایق دی،دهغه وجود دکمونست له ټاپو ډک دی اوداکادیمسنۍ د خیرات په ویش کې همدغوپښتنود نالایق لقب هم وروباښه.
شپون صاحب بیا بل سوټی په لاس کې نیولی دی.کله چې یې طبعه خرابه شي،نو دخپل نثردښکلي بڼ په خوږوشاتو کې زهر ورګډ کا؛  کله روسي نکلي چاینکه په لاس لرلي سوټي باندې کړنګوي او کله بیا په اصطلاح کمونست یا کمونست ډوله خلک ورباندې ځب ځب کوي؛ که هیڅ شی پیدا نه کا،دزیارمظلوم ککره هسې هم خدای دده دسوټي له پاره پیدا کړې ده.او یا هم د (( سو  او  شو )) لهجوي توپیرونو او تضادونوباندې لګیا یواوږدې مقالې ورباندې لیکو.
ښه په دې تضادونوکې به پښتو،پښتانه او پښتني فرهنګ څنګه شي؟
زما ښه په یاد دي چې په ۱۳۵۶ ل کال کې چې زه دادبیاتو پوهنځي د دویم کال محصل وم موږڅو تنو هم دوره محصلینو حبیبی صاحب د ادبیاتو پوهنځي په مخ کې راګیر کړاو د احساساتو تر تاثیر لاندې مو پوښتنه ځینې وکړه:
دا پښتو او پښتانه به کله ترقي کوي؟
ده سره چې وخت ډیر لږو او په بیړه په کوم لوري روان و،په آرامه یې موږ ته وکتل زموږ احساسات یې حس کړل او بیا یې آسمایي غره ته لاس ونیو او وې ویل:
بچیانو! ددې غره تر شا یوه کلا ده،هر کله چې اصلي او با احساسه پښتانه دې کلا ته ورننوتل،بیا ددې کار تمه وکړئ.
دغه راز کلونه وروسته چې په افغانستان کې رژیم بدل شوی و،په دولتي دستګاه کې ملي ستم داسې په کش کې و،چې حتی دمکتب دځینو ټولګیو نه يې دپښتو مضمون لا لغو کړی و؛بیا مو تقریبآ عین پوښتنه رشاد صاحب ته مخ کې کیښوده:
دا پښتو ژبه او پښتانه به آخر په دې ملي ستم کې څنګه شي؟
هغه مبارک زموږ په ځواب کې وویل:
یوه ژبه او دهغې ویونکي لکه ځینې خلک چې فکر کوي، داسې پدیدې نه دي چې ژر رامنځ ته شي او ژر له منځه ولاړې شي.ددې پدیدو رامنځ ته کیدل اوږود وخت نیولی،درامنځ ته کیدواو ودې شرایط ورته مساعد شوي دي اوداسې ژر له منځه هم نه ځي.
خو دا خبره ددې مانا نه لري چې موږ لاس تر زنې لاندې کینوچې ځه هلکه کرار کینه،خلک،ژبه اوفرهنګ دې ژوندی پاتې کیږي،وده به کوي،پراختیا او عمومیت به پیدا کوي.موږ باید دجهاني بلنې (( موږ به څه کوو؟)) ته په کم نظر ونه ګوروځکه چې په رڼو سترګو یې ګورو چې وطن دې ټوټه کیږي، پښتانه،پښتو او پښتني فرهنګ ګړنګ ته ورپورې وهل کیږي.دیوې ژبې د ویونکوهر نسل دژبې او فرهنګ په اړوند ځانته رسالتونه او مسؤلیتونه لري.بیا هم امید شته،په دې شرط چې لاس تر زنې کیننو.
زه اوس د پښتني فرهنګ په نوي راپورته شوي نسل کې داسې تحرک وینم چې دامید سترګي ورته غړیدای شي.زه یې احساسوم چې دپښتو ژبې او پښتني فرهنګ دژوندي پاتې کیدو،عمومیت  پراختیا او پرمختګ له پاره دې ځوانانو په جدي او مسؤلانه ډول لستوڼي بډ وهلي دي،خو شرایط یې ډیر بد دي.
دژوندیویادول تشویق او... په موږ کې چندان رواج نه و.موږ دلومړي ځل له پاره په کابل پوهنتون کې دعلامه رشاد شپیتمه کلیزه ولمانځله.په رښتبا هم دا یو نوی پیل و.هلته، داسې فرهنګیان راټول شوي ووچې اکثریت یې دپښتني فرهنګ دبڼونوښکلي او ویاړلي ګلان دي.ددې محفل یو څوتصویرونه چې زموږ په فامیلي کمره فلمبرداري شوي وو،اوس هم زما په شخصي آرشیف کې موجود دي.په هغه ځانګړې ناسته کې چې دکابل پوهنتون دعلمي ښورا په تالار کې شوې وه کڼ شمیر وتلي فرهنګیان دعلامه رشاد پرشاوخوا را ټول شوي وولکه:خوا خوږی،عبداله بختانی،نصراله حافظ،رحیم الهام ،عبدالرحیم عاطف،بریالی باجوړی،زلمی هیوادمل،خالق رشید،آصف بهاند،جلال الدین کونړی،حبیب الله جاج پښتون زوی،صابر خویشکی او ...
وروسته له هغه په کابل کې دا دود پسې وِغځید،خو داروپا په سطح کې دا لومړی ځل دی چې د ګران دوست غمخوراو دده دهمغږوملګرو په نوښت دومره فرهنګیان سره راوټولیږي او دیوشمیر مبتکرو اوسرغندویواستعدادونو قدردانی کیږي.زه دا یو ضرورت ګڼم او دا ضرورت تر ټولو ښه او لومړی دغمخور په غمخورئ دا دی تر سره کیږي.موږ باید دهمداسې محافلو له لارې د خپل وطن،خپلې ژبې او خپل فرهنګ دعرصې داستعدادونوتشویق او درناوی وکړو؛خدای مه کړه چې دروحاني غوندې نه شي.هغه هم یو استعداد و،هغه دومره زیار ایسته چې نه یې وخت لیده نه یې نا وخت،نه یې کابل لیده نه هلمند او ... هغه خو لاړځان یې بادار کړ:
((... سر دقام په غم کې چې چا بایلودو بادار دی))
خو موږته یې ابدي غمونه پریښودل،ځکه باید په دې ټینګار وشي چې همدا اوس چې لا نا وخته نه ده،باید دهغه چا قدر دانی وشي چې عملآ دژبې،ادبیاتو او فرهنګ په خدمت کې دي؛آن دسر په بیه یې دغه فرهنګي کار ته اوږه ورکړې ده.
دې ځوانانوچې دپښتني فرهنګ تته ډیوه دخپلو وینو په بیه بله ساتلې ده،باید قدر یې وشي او قدر یې پر موږ ښکاره دی او حق یې دی:
                                    په رحمان دښایستووقدر ډیر دی         دطبیب قدر دچا زده بې رنځوره
دا زلمیان چې اوس په عملي ډول دژبې،ادب اوفرهنګ په ډګر کې دعملي کار سر لاري دي،زه یو هم مخامخ نه پیژنم.ټول دشعر،نثر،نوروبیلابیلوژانرونوله لارې؛او یا هم داخبارونو،مجلواو په ځانګړي ډول دکمپیوترله برکته پیژنم؛خودا د خوښۍ ځای دی چې موږ ته نن دغمخوراو دده دهمغږوملګرو په زیار او هڅه ددوی دمخامخ لیدو او پیژند ګلوۍ زمینه برابره شوه،په تیره بیا داجمل اند،صالح محمد صالح ،پیر محمد باوري اوپه اروپا کې نور ځوان او تاند استعدادونه.
تاسو ته به ډیره په زړه پورې وي که زه دلته  دصالح محمد صالح دپیژندګلوۍ یوه وړوکې خاطره ولیکم.دمهاجرت له ستړو ورځو نه یوه ورځ په ماسکو کې ستړی ستومانه له مزدورۍ نه کورته راغلم.له رارسیدو سره سم مې کوچني زوی یو ټوټه کاغذ راته ونیواو راته وې ویل:پلاره دامې په ډیران کې پیدا کړ.کاغذ مې چې پرانست،په تندي یې لیکلي و:صالح محمد صالح.په بیړه متن ته ځیر شوم،که ګورم دصالح صاحب له لیک سره مل دده دوه ښکلي شعرونه په کې لیکل شوي وو.شعرونه مې څو ځلې بیا بیا ولوستل،دمودو تنده مې پرې ماته شوه.لیک په ماسکو کې دخپریدونکې (( لیمه )) مجلې دمسؤل مدیرښاغلي نظیف تکل په آدرس اونامه لیکل شوی و.څنګه چې ښاغلی تکل څه موده پخوا له هغه ځایه کډه شوی و،ورسته له یو څه مودې دتعمیر مسؤلو کسانو لیک په ډیران کې غورځولای وچې زما زوی دتصادف له مخې پرې ور پيښ شوی و. ما بیا لیک او شعرونه له یوه یاداشت سره دلیمې مجلې مسؤل عارف خزان ته په مجله کې دنشر له پاره وسپارل.
دا ځوانان زموږپه وطن کې دبل کړای شوي اور په منځ کې غوړیدلي ګلان دي،ددوی په اړوند ټولو اوریدونکو او لوستونکو ته په خطاب کې وایم:
ـ نوی نسل اوځوان فرهنګیان داور په منځ کې دراټوکیدلو ګلانوحیثیت لري،او همدا نوي ځوانان دي چې زموږ دامید سترګې ددوی په لوري اوړي.
ـ دوی دقلم توره په لاس دجګړې په لومړۍ کرښه کې له دښمن سره ډغرې وهي.
ـ دوی زموږدخزان وهلي ادب او فرهنګ دبڼ باغوانان دي،او هیله ده چې دا خزان وهلی بڼ به ددوی په هاند اوزیاربیا تاند او ښیرازه شي.
ـ نن سبا په ټوله نړۍ کې مډیا دڅلورم ځواک په صفت منل شوې ده،او داځوانان زموږدوطن دمډیا یا څلورم ځواک سرغندویان دي.
ـ دوی سره ښايي چې ځانونه دنویو علوموپه ګاڼه سمبال کړي او دتمدن له کاروان سره ګام په ګام مخ پر وړاندې لاړ شي،څو وکولای شي دخپلو خلکو،وطن،ژبې،ادبیاتو او فرهنګ د غوړیدو له پاره لا ډیرخدمتونه وکړي .
ـ زه مخامخ دوی ته وایم :
                           تاسو زموږ د دوطن اوفرهنګ ویاړیاست!
                                    دغه ویاړ مو مبارک شه!