په ننګرهار کې د ټاکنو د نتيجو يو احتمالي انځور


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • انجنير لعل محمد
  • 1090

د افغانستان د نورو سيمو په شان په ننګرهار کې هم ټاکنې ترسره شوې، لکه څنګه چې د هېواد په هره سيمه کې د ټاکنو په باب د درغليو غږونه پورته شوي، ننګرهار هم له دې حالته مستثنى نه دى، دا چې په ټاکنو کې شوې پاکي او ناپاکي به سره بېلېږي او که نه دا نو د ټاکنو د شکايتونو د کميسيون کار دى، وخت ته به منتظر شو، دا احتمال هم شته چې د شکاياتو د کميسيون له خوا د سياسي موخو لپاره د درغليو په نامه نورې درغلۍ هم وشي، خو زه نه غواړم پر دې ټولو جزياتو دلته وغږېږم، يوازې غواړم دلته تر ټاکنو وروسته پر رامنځته شوي کميت لنډه رڼا واچوم:

ما خپله په ننګرهار کې په ټاکنو کې ګډون کړى او د يوه څارونکي دنده مې هم اجرا کړې ده، ګڼ شمېر مرکزونه مې کتلي او د نږدې اتو مطرح کانديدانو غټې رايې مې هم له نظره تېرې کړي، د هغو کمپاينرانو او ناظرينو سره مې هم کتلي او د نتايجو يو پاموړ شمېر هغه پاڼې مې هم کتلي چې له بېلابېلو کانديدانو سره موجودې وې. په دې وجه په دې ليکنه کې د ټاکنو د څرنګوالي او څومره والي په باب داسې يو اټکل کولاى شم چې په (سلو) کې (اويا) واقعيت ته نږدې وي.

هغه ارقام چې اوس د بېلابېلو کانديدانو په لاس کې دي او په لويه کچه د هغو د خپلو ناظرينو له خوا هغو ته ورکړل شوي، په دې ارقامو کې نيم په نيمه د مبالغې اټکل شته، په همدې خاطر ننګرهار کې ګڼ شمېر کانديدان ځان بريالي ګڼي. د ارقامو د لوړتيا علتونه ډېر دي، دلته پرې بحث نه کوم، دلته غواړم په ترتيب سره د هغو کانديدانو د رايو اټکل وکړم چې د هر معقول، نامعقول، مشروع او نامشروع علت له وجې يې تر نورو زياتې رايې ګټلې دي.

الف- نرينه نوماندان:

١- حاجي عبدالظاهر قدير: د حاجي ظاهر پلويان د هغه د رايو شمېر له (٣٠-٤٠) زرو پورې اټکلوي، خو واقعيت دادى چې کېدى شي حاجي ظاهر له (٩-١١) زرو پورې رايې ګټلې وي. د ووټ غټه ساحه يې حصارک، سور رود، جلال اباد ښار، د شينوارو بېلابېلې ولسوالۍ دي او د ننګرهار په نورو سيمو کې يې هم پاموړ شمېر متفرقه رايې اخيستي دي.

٢- حاجي حضرت علي: د حاجي حضرت علي ووټ شمېر هم کېدى شي حاجي ظاهر ته ورته وي، د ووټ غټه ساحه يې دره نور، ښېوه، د جلال اباد ښار مربوطات او شينواري دي، د ننګرهار نورو سيمو کې يې هم متفرقه ووټ اخيستى دى، کېدى شي په ننګرهار کې حاجي ظاهر يا حاجي حضرت علي په لومړي او دويم مقام کې راشي. د يادونې وړ ده چې حاجي ظاهر او حضرت علي په ننګرهار کې د قوم، زور او زر له درېواړو امکاناتو برخمن دي.

٣- حاجي اميرخان يار: د ننګرهار په محلي سياست کې نوې څېره ده چې پراخ اقتصادي امکانات يې کارولي او په لنډ وخت کې يې ځان ډېر مشهور کړ، د رايو شمېر يې له (٨-٩) زرو پورې اټکل کېدى شي، د ووټ غټه ساحه يې د کامې او بټي کوټ ولسوالۍ او د جلال اباد ښار دي، له شينوارو او نورو سيمو څخه يې هم متفرقه رايې اخيستې دي.

٤- انجنير سيد اکرام: انجنير سيد اکرام د ننګرهار په سياست کې بله نوې څېره ده چې دى هم په ډېر لنډ وخت کې ډېر زيات مطرح شو. انجنير اکرام هم د اميرخان يار په شان پراخ اقتصادي امکانات کارولي. دده رايه هم د (٨-٩) زرو په شاوخوا کې اټکلېدى شي. کېدى شي په دې دوو کسانو کې يو په درېيم او بل په څلورم مقام کې راشي. انجنير سيد اکرام په جلال اباد ښار او د سره رود په مربوطاتو کې ډېره رايه اخيستې ده، خو بهسودو، روداتو، شينوارو او نورو سيمو کې يې هم پاموړ رايه اخيستې ده.

٥- ميرويس ياسيني: ميرويس ياسيني بيا هم پراخ مالي امکانات کارولي، پخوانى شهرت او مالي امکانات يې ددې سبب شوي چې دى هم په ننګرهار کې ډېره رايه ترلاسه کړي. د ده رايې هم کېدى شي د اميرخان يار او انجنير سيداکرام د رايو په حدودو (٨-٩) زرو پورې اټکل شي، ددې اټکل هم شته چې کېدى شي ياسيني يا تر دې دوو دمخه او يا وروسته مقام کې راشي.

٦- فريدون مومند: فريدون مومند سره له دې چې د ټول ننګرهار په کچه مطرح نه دى او په تېر پارلمان کې يې متواتر غيابت د هغه شخصيت او رايو ته سخت زيان اړولى، خو څرنګه چې يو نسبي خان او دروند سړى دى، په خپله ولسوالۍ، سيمه او قوم کې لا هم تر ده څوک محبوب او غښتلى نه شته، نو ځکه يې يو ځل بيا خپل قوم ورته په زغرده رايه ورکړه. فريدون مومند زور او زر دواړه نه دي کارولي او يا هم کېدى شي ډېر کم يې کارولي وي، دده د رايو شمېر له (٧-٨) زرو پورې اټکل شوى. د رايو غټه ساحه يې ګوشتې، لعل پورې او مومندرې ولسوالۍ دي، خو د ننګرهار په نورو سيمو کې يې هم متفرقه ووټ اخيستى دى.

٧- ډاکتر حبيب الله زاخېلوال: ډاکتر حبيب الله زاخېلوال زور نه دى کارولى خو د پيسو په کارونه کې يې بيا لاسنيوى نه دى کړى. زاخېلوال کېدى شي له (٧٠٠-٧٥٠٠)رايو پورې ګټلې وي. د ووټ غټه ساحه يې روداتو ولسوالۍ ده چې ډېرې رايې ورڅخه اخيستي، د روداتو له ګاونډيو ولسواليو او نورو سيمو څخه يې هم پاموړ رايه اخيستې ده.

٨- انجنير عبدالغفار: د اسلامي حزب پخوانى غښتلى قومندان و، اوس يې له زور څخه چندان کار وانخيست، خو د پيسو په استعمال کې يې صرفه ونه کړه، په بهسودو، ښېوه او دره نور کې يې تر نورو سيمو زياتې رايې اخيستې دي، خو په جلال اباد ښار او نورو سيمو کې يې هم متفرقه رايه اخيستې ده.

د رايو عمومي شمېر يې له (٦٠٠٠-٧٠٠٠) پورې اټکل کېدلاى شي.

٩- فاروق مېړنى: د زر و زور خاوند نه دى، خو په خپل قوم (خوګياڼو) او د ننګرهار په روښنفکره قشر کې محبوبيت لري، څرنګه چې خوګياڼو کې اکثره سايټونه وتړل شول، نو دې کار د مېړني ووټ ته سخت زيان ورسوه، خو دې سره سره يې په خوګياڼو کې دومره ووټ واخيست چې په دويم يا درېيم مقام کې راځي. خو دا ووټ دومره زيات نه دى. له جلال اباد ښار او د ننګرهار له بېلابېلو ولسواليو څخه يې هم ووټ اخيستى دى، د ووټ مجموعي شمېر يې له (٦٠٠٠-٦٥٠٠) پورې اټکل کېدى شي.

١٠- ملک نظير: ولسي سړى دى، ملک دى، خو وسله هم ګرځوي، پيسې يې هم کارولي خو کمې، په خپله ولسوالۍ (پچير او اګام) کې يې تر ټولو زياته رايه ګټلې ده، په خالص فاميلو او د جلال اباد ښار په ځينو نورو سيمو کې يې هم متفرقه رايه اخيستې، د رايو مجموعي شمېر يې کېدى شي له (٥٠٠٠-٦٠٠٠)پورې اټکل شي.

١١- پيربخش ګرديوال: د حاجي پيرمحمد ګرديوال زوى دى، حاجي پيرمحمد په خپله سيمه کې د خاص نفوذ خاوند دى. پير بخش د شمال ټلوالې پخوانى او اوسنى غړى دى، د ننګرهار په نورو په سيمو کې هېڅ محبوبيت نه لري، خو په خپله سيمه کې يې د پيسو او زور په استعمال رايه اخيستې، ډېره زياته پيسه يې کارولې، په ګردي غوث (مومندره)، لالپوره او ګوشته کې يې ډېره رايه اخيستې، د رايو عمومي شمېر يې له (٥٥٠٠-٦٠٠٠)پورې اټکل کېدى شي.

١٢- عبدالظاهر ملک بابا: په (دره نور) کې په يوې مشهورې او نسبي کورنۍ پورې اړه لري، له حاجي حضرت علي سره يې سخت رقابت دى. په دره نور کې به يې رايې له حضرت علي سره يا برابرې او يا لږ څه زياتې يا کمې وي، يو څه رايه يې له ښېوې او جلال اباد ښار څخه هم اخيستې، لږ څه نوره متفرقه رايه هم لري، د رايو مجموعي شمېر يې کېدى شي له (٥٠٠٠-٥٥٠٠) پورې وي. د يادونې وړ ده چې کېدى شي د پيربخش او ملک بابا رايې د مېړني او ملک نظير له رايو سره هم مساوي شي.

تر دې وروسته کټه ګورۍ کې اټکل کېږي چې عبدالرحمن شمس، ډاکتر عصمت شينواري، امان خيري، سيدهاشم پولاد، فضل مولا لټون، عزت الله حليمي، رحمن الله دولتزى، زرخان څارن، شېربهادر همت، معلم عاشق الله او فاروق نديم تر پاتې کانديدانو يوڅه زياتې رايې اخيستې وي.

ب- ښځينه نوماندې:

١- مېرمن ارين يون: د هېواد د پياوړي ليکوال محمد اسمعيل يون مېرمن ده. ارين يون په ننګرهار کې د پراخ، سياسي، ټولنيز او اخلاقي نفوذ خاونده ده. د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې هم د ننګرهار خلکو د خپلې استازې په توګه وټاکله او دا ځل يې هم په ننګرهار کې د ښځينه وکيلانو په ډله کې تر ټولو زياتې رايې وګټلې. ارين يون په تېرو پنځو کلونو کې خپله کاري وړتيا په ښه ډوله ثابته کړه او د ننګرهار خلکو هم ښه په زغرده رايه ورکړه. ارين يون په ښېوې ولسوالۍ کې تر ډېرو زورورو کانديدانو زياتې رايې ګټلي، د جلال اباد ښار، بهسودو، غني خېلو، بټي کوټ، روداتو، کامې، اچين، مومندرې او کوټ کې يې زياتې رايې ګټلې دي. له خوګياڼو، سور رود، حصارک، پچير او اګام، لعلپورې، ګوشتې او دره نور څخه يې هم يو شمېر رايې ترلاسه کړي دي. د ننګرهار هېڅ ولسوالۍ نه شته چې ارين يون ورڅخه رايې نه وي ترلاسه کړې. د ارين يون د رايو شمېر له (٦٠٠٠-٧٠٠٠)پورې اټکلېدى شي. ارين يون کېدى شي د ټول ننګرهار په کچه په اووم يا اتم پوزېشن کې راشي. يوې ښځينه کانديدې ته د ننګرهار د خلکو دومره زياته رايه د ننګرهار د خلکو د ملي او ټولنيز شعور د اوچتوالي ښکارندويي کوي.
٢- مېرمن صفيه صديقي: صفيه صديقي د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ښځينه وکيلانو په ډله کې تر ټولو زياتې رايې اخيستې وې، خو هغسې چې د ننګرهار د خلکو هيله وه، دې د هغو غوښتنو ته ځواب ونه شو ويلاى، اکثره خلک ترې خوابدي وو، حتى پخوانيو کمپاينرانو يې هم ورسره سخت مخالفت وکړ او نورو کانديدانو سره ملګري شول. صفيه صديقي به کاميابه شي، خو د پخوا په انډول په ډېرو کمو رايو. د رايو شمېر يې د (١٥٠٠-٢٠٠٠) شاوخوا کې اټکلېدى شي. د ووټ غټه ساحه يې د سره رود ولسوالۍ، جلال اباد ښار و او يو شمېر کمې رايې يې له نورو سيمو څخه هم ترلاسه کړي دي.

٣- مېرمن فرشته انوري: په جلال اباد کې يوه نوې څېره ده، چې پخوا يې د محلي ارګانونو اداره کې د سکرترې په توګه دنده اجرا کوله. د محلي ارګانونو د لومړي لاس چارواکو په مستقيم کمک ننګرهار کې کانديده شوه. د جلال اباد ښاروال ورته په څرګنده او ښکاره ډول کمپاين کاوه، د عقل په انډول يې څېره ښکلې ده، په کمپاين کې يې د خپلې ځوانۍ دورې پرېمانه ښکلي عکسونه چاپ کړل او د جلال اباد ښاروال په مرسته يې له ټکس پرته د ښار په حساسو ځايونو کې نصب کړل، بې کچه پيسې يې ولګولې ځينې کتونکي يې مالي لګښت له (١٥٠) زرو څخه تر (٢٠٠) زرو امريکايي ډالرو پورې اټکلوي. په ننګرهار کې يې يوه غوغا جوړه کړه. اوازه وه چې د محلي ارګانونو د ادارې له خوا پر محلي ښاروالانو او ولسوالانو فشار راوړل شوى چې هر ولسوال بايد ورته لږ تر لږه (٢٠٠) رايې برابرې کړي. داسې اټکل و چې فرشته انوري به په ننګرهار کې تر ښځينه کانديدانو څه چې تر نارينه وو هم جګه رايه يوسي، خو د انتخاباتو پر ورځ دې ښکلو عکسونو، فشارونو او لګښتونو ډېره زياته نتيجه ور نه کړه. د توقع خلاف ډېرې کمې رايې يې وګټلې. په جلال اباد ښار او د خپل خاوند په پلرنۍ سيمه (هسکه مېنه) کې يې يو څه رايې واخيستلې او نورې يې له ځينو نورو سيمو څخه په متفرقه ډول ترلاسه کړې. د ټولو رايو شمېر يې د (١٨٠٠) شاوخوا کې اټکلېدى شي. د فرشتې د کاميابۍ چانس شته، خو په همدې کمو رايو.

٤- سايمه خوګياڼۍ: د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې يې پاموړ شمېر رايې ګټلې وې، خو ولس ته د پاملرنې پرځاى يې خپل شخصي ژوند ته ډېره زياته توجه وکړه، نو ځکه خو ولس ترې سخت خوابدى و. زيات اټکل و چې سايمه خوګياڼۍ به په مطلق ډول ناکامه شي، خو خاوند يې ورته يو ځل بيا مټ ورکړ او په خپله پلرنۍ سيمه (کوټ) ولسوالۍ کې يې ورته په ډېر مهارت په يوه مرکز کې نږدې (٥-٦) سوه رايې ور برابرې کړې. ځينې رايې له خوګياڼو او يو شمېر يې له جلال اباد ښار څخه ترلاسه کړې او يو کم شمېر نورې متفرقه رايې يې له نورو سيمو. په دې وجه اوس د سايمې خوګياڼۍ د بيا کاميابېدو اټکل هم کېدلاى شي.

٥- مېرمن نجيبه ساپۍ: د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، يوه درنه او باعزته مېرمن ښکاري، کمپاين يې ډېر مناسب و، باعزته تصويرونه يې چاپ کړي وو، يوې درنې او روښنفکره کورنۍ پورې اړه لري، د خپلې سيمې (نوجو) په نرينه او ښځينه سنټرونو کې يې پاموړ شمېر رايې اخيستې دي. په جلال اباد ښار او ځينو نورو سيمو کې يې هم متفرقه رايې اخيستي، د ټولو رايو شمېر يې د همدې (١٢٠٠-١٥٠٠) حدودو کې اټکلېدى شي.

٦- مېرمن ليلما حکمي: مېرمن حکمي د ننګرهار د سره رود اوسېدونکې ده، په ننګرهار کې نوې څېره ده، دومره شهرت نه لري، په کمپاين کې هم ډېره ښه ونه ځلېده، د ننګرهار د خلکو د وکالت لپاره ولاړه ده، خو په پښتو سمې خبرې نه شي کولاى، کمپاين يې د خپل خاوند له خوا، چې د کليو د پراختيا رئيس دى، د نسب او نفوذ خاوند دى، پرمخ وړل کېده، د ملي پيوستون د ځينو شوراګانو په مرسته يې ځينې رايې ترلاسه کړي دي. کېدى شي د ټولو رايو شمېر همدې (١٢٠٠-١٥٠٠) ته ورسېږي.
له ارين يون پرته چې د ښځو لومړنى سيټ يې خپل ځان ته خوندي کړى، نور پاتې درې سيټونه: صفيې صديقي، فرشتې انوري، سايمې خوګياڼۍ، نجيبې ساپۍ او ليلما حکمي ته پاتې دي، له دې پنځو مېرمنو څخه به درې تنه نور پاتې درې سيټونه راخپلوي. تر دې پورته مېرمنو وروسته نادره ولي، نورزيه (پخوانۍ نورزيه اتمر)، ډاکتره رمزيه محمدي او حسيبه سادات هغه مېرمنې دي چې ويل کېږي تر نورو پاتې مېرمنو به يې رايې لږ څه زياتې وي، خو د برياليتوب چانس يې کم ښکاري.
که د انتخاباتو د کميسيون او يا د شکايتونو کميسيون له خوا په ننګرهار کې د کوم يا څو کانديدانو رايې قرنتين شي او يا له محاسبې ووځي، نو په هغه حالت کې کېدى شي پورتنى اټکل بله بڼه خپله کړي، خو که رايې لکه څنګه چې کارېدلي همداسې وشمېرل شي، نو په سلو کې (٧٠) اټکل کېږي چې پورتنى اټکل له واقعيت سره سمون وخوري. ددې امکان هم شته چې د پورتنيو کانديدانو د رايو په ياد شمېر کې څه ناڅه بدلون راشي خو دا بدلون به هم متناسب وي، د يو،دوه يا درېو تنو په تغير سره کېدى شي بريالي کسان به همدا وي چې پورته يې يادونه وشوه.