تر څو به نور ملامتوو؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جنت ګل امیري
  • 1137

کله چې دافغان دولت مهم چارواکي وینا کوي په زړه کې خدای خدای یادوم چې په خیر یې خبرې تیرې کړې، هسې نه چې بیا یې له خولې داسې څه ووځي چې خدای مه کړه وطن ته مې پکې خطره پیښه شي.
موږ وتاسې ولیدل چې دولسمشر یو پخوانی لومړی مرستیال ضیآ مسعود خپلې سیمې ته ولاړ تر خولې یې دخپل په لاس جوړ شوي دولت پرضد ډیرې سختې خبرې ووتې او څه یې چې په خوله ورتلل ویې ویل دومره احساساتي شو چې خپل کارونه یې هم ښه ونه بلل په دې معنا کوم کارونه چې هغه وخت شوي و، او ده ګوته ورته نیوله د دوی له خوا او ددوی په وخت کې شوي وو، همداسې یوه بل مرستیال کریم خلیلي هم دده پت پټ کړ هغه هم کله چې خپلې سیمې ته ولاړ نو بیا یې دا هیره کړه چې دی دافغانستان ولسمشر دی بس نه وړه نه یې راوړه ویې ویل چې له کوچیانو سره په جګړه کې به لومړی دده وینه تویږي او په دې ډول یې هلته کرکې او کینې لاپسې زیاتې کړې.دغسې نور هم درواخله.
دا سریزه مې ددې لپاره ولیکله چې زموږ دچارواکو خبرې تل ناسنجول شوې وي، خو په دې وروستیو کې دولسمشر خبرو لا نوره حیراني راوسته. دوی پوځي افسرانو ته پخپلو خبرو کې بیا احساساتي شول او داسې څه یې وویل چې په دې وخت کې به زموږ په ګټه نه وي. ولسمشر کرزی وویل د سیپټمبر د یولسمې نیټې له پیښې وروسته د نړۍ هیوادونه د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلل په داسې حال کې چې افغانستان له دې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخامخ و خو هیڅ کله دې ستونزو ته رسیده ګي ونه شوه.ښاغلي کرزي وویل(( هر هیواد او هر عنصر په خپلو ګټو پسې ګرځي، داسې ورځ کیدی شي راشي دغه نړیواله ټولنه چې کله خپلې ګټې و نه ویني له افغانستان څخه لکه څنګه چې لاړل کیدی شي همداسې لاړ شي))

دا طبعي خبره ده چې هر چاته تر هر څه خپلې ملي ګټې معتبرې دي او هر ګام چې اخلي خپلې ملي ګټې په پام کې نیسي او داچې نړیوال افغانستان ته دخپل امنیت او خپلو ملي ګټو په خاطر راغلي دي هر چاته څرګنده ده دشک کوم ځای پکې نشته او دا هم معلومه ده چې کله یې خپلو هیوادونو امنیت ته خطر له منځه ولاړ نو له دې هیواده به ځي.
خو هغه څه چې مهم دادي چې موږ څه کړي او څه کوو؟ دا خو وینو او پرې پوهیږو چې نور دخپلو ملي ګټو لپاره راځي او کله یې چې مطلب پوره شو نو په لاره به ځي او په تیږو به ولي زیارتونه.خو موږ ددوی له دې مجبورته استفاده ونه کړه، نه مو پخپل وطن کې یو ډاډمن سیستم رامنځ ته کړ، نه مو ښه حکومتداري رامنځته کړه او نه مو څرنګه چې لازمه وه ددوی له مرستو اونورو امکاناتو ښه ګټه پورته کړه. دادی دوی دبیرته تګ خبرې کوي او موږ لا هغسې یو کوم چې ددوی دراتګ په وخت کې و، دوی به ځي خو موږ به بیا پخپلو منځو کې سره جنګیږو، دوی به ځي موږ به بیا خپل مامور او عسکر ته معاش نه شو ورکولی. دوی به ځي موږ به بیا دلته او هلته ملوک الطوایفي جوړو، دوی به ځي زموږ هر زورواکی او قوماندان به دهیواد په ګمرکونو او عایداتي سرچینو دتیر په څیر خپله ولکه ټینګوي، او دوی به ځي موږ به له یوه بله غچ اخلو.
موږ باید دا اوسنی فکر ددوی دراتلو په وخت کړی وای او ددوی له دې مجبوریته مو پخپله ګټه استفاده کړې وای، اوس هم ددې پر ځای چې دوی ګرم کړو باید خپل سیستم جوړ کړوله پاتې وخته ګټه واخلو او خپل ځان جوړ کړو.
ښاغلي کرزي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې((مونږ د خپل هیواد د ازادي لپاره جهاد کاوو د امریکا ، ناټو او ګاونډی هیوادونه مرسته له مونږ سره د خپلو ګټو لپاره ده، نو د همدې له امله کله چې شوروي ماتې وخوړه او له افغانستان څخه و وت ناټو مونږهیر کړو نه یوازې هیر یې کړو بلکې د ګاونډیو په لاس کې یې هم ورکړو)).
دغه خبره هم بیرته موږ ته راګرځي ګاونډیو هیوادونو او نورو لویو هیوادونو چې زموږ له جهاد سره دخپلو ګټو لپاره مرسته کوله موږ نه شوای کولای چې لا هغه وخت یوه سالمه رهبري رامنځته کړو او له خپلو بریاوو څخه پخپله ګټه واخلو؟ آیا موږ د دغو سترو هیوادونو په لاس کې و، چې بیا یې ګاونډیو ته وسپارلو؟دا پوښتنه بیرته موږ ته راجع کیږي چې آیا موږ دومره بې ارادې وو؟ که جګړې وې که بې اتفا قۍ وې زموږ خپلې وې نورو به دې اورته پکي وهلي وي خو ددې اور سونګ مواد موږ پخپله و.
ددې پر ځای چې نور ملامت کړو باید په خپله لاس په کار شو، له تیرو څخه باید عبرت واخلو او په راتلونکي خپل مسوولیت پر نورو ور وانه چوو خپل کور پخپله جوړ کړو.