غزل ګو شاعر ، څوك ؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • طایرځلاند
  • 1336

كله چې هم په شعر خبرې كيږي نو تاسې به هم دداسې ډيرو اصطلاحاتو سره مخ شوي يې ، چې يا خو به مو دهغې داصطلاح په پټو معانيو سوچ نه وي كړى او راوړل شوې اصطلاح ته به مو په يو بابيز نْظر كتلي وي ، او كه سوچ مو پرې كړى هم وي نو دتوهم ديو نوي جهان سره به مخ شوي يې ، چې له دې جملې نه يوه هم دغزل ګو] او [ نظم ګو] اصطلاحات دي
دغه دوه اصطلاحات چې هريو يې يو بشپړ شاليد لري زياتره وخت له ليكوالو له لورې په داسې توګه استعمال كې راوړل شوى وي ، چې داصطلاح دحقيقي وجوده به يې سورى په فاصله وي ، مونږ چې زياتره ليكوال ګورو چې كله هغوي په كوم كتاب يا كوم شاعر ليكل كوي نو تقريبا هر شاعر غزل ګو هم ګڼي او نٰٰظم ګو هم كه څه هم حقيقت كې داسې نه ده ،هركله چې خبره داسې شوه او مونږ هر شاعر غزل ګو نه شو ګڼلى او هرشاعر ته نظم ګو هم نه شو ويلى ، نو بيا په دې اړه مونږ څنګه پرېكړې ته رسيدلى شو چې كوم شاعر ته غزل ګو ووايو او كوم شاعر نظم ګو وګڼو ، دايوه حساسه موضو ع ده خو مونږ به هڅه وكړو تر څو يوه داسې خاكه وړاندې كړو ،چې دهغې له مخې مونږ وكولى شوخپل ټاكلى عنوان تشريح اوخبره تريوه حده سپينه كړو، ددې له پاره به راشولومړىبه په خپله دغزل او نظم په اړه لږ مخكې لاړ شواو له دې لارې به دغزل ګو اونظم ګو اصلاحاتو توضيح او تشريح ته لاره په لاس راوړوو ،
غزل يو ځان ته شعري صنف دى او نظم ځان ته شعري صنف ، ددواړو ترمنځ ډير توپير او واټن پروت دى چې زمونږ: په نصابي كتابونو كې په دې ډير ې خبرې شوي چې غز چاته وايي او نظم كوم يو دى ، كه څه هم دا بخث به دعلمي نه زيات سر سري وي خو ولې بيا هم هلته كتابونو كې دپوهنتون استادانو غزل او نظم ته بيل بيل تعريفونه كړي دي , ما چې دنظم كوم تعريفونه لوستلي دي نو په هغې كې زياتره ليكوال وايي چې نٰٰظم هغه كلام ته وايي دوزن او كافيه وه لري ، دغزل په تعريف كې وايي چې [ غزل دښځو سره دمينې خبرو ته وايي] او يا داسې وايې غزل هغه منظوم كلام دى چې كافيه رديف وزن ولري لومړى بيت يې مطلعه وي چې خپلو كې سره هم كافيه وي او روستى شعر يې مقطعه وي چې شاعر په كې خپل نوم يا تخلص راوړي ] كه په دې اړه څيړنه وكړئ نو تاسې به هم دهمداسې ،يا دې ته دورته تعريفونو سره مخ شۍ ، خو زما په خيال دا يا دې ته ورته تعريفونه دغزل او نٰظم داوسنيو غوښتنو سره مزل نه شي كولى ، ډير وخت يو كلام به هم كافيه او هم وزنه به هم وي مطلعه به هم ولري مقطعه به هم ولري ، خو پوره غز ل به نه وي بلكې په اوسنۍ اصطلاح كې ورته غزل نما نظم وي يانې شكل او بڼه به يې دغزل وي خو خصوصيتونه او ځانګړتياوې به يې دغزل نه وي ، هركله ، چې خبره ځانګړتياو او حصوصيتونو ته راورسيدله نو داپوښتنه كول چې دغزل او نظم ځانګړتياوې كومې كومې دي په كومو سره چې مونږ دغزل او نظم په اساسي توګه او په نوي منطق فرق وكړو ؟
دايوه منطقي پوښتنه ده ، چې امكان لري دمضمون دتمهيد په لوستو سره به دهر لوستونكي په ذهن كې راپورته كيږي، او ددې انديښنې سره به مخ كيږي چې غزل دنوي تصوراتو له مخې كومې ځانګړتياوې لري ؟ او نظم كومې ؟
خو ددې له پاره چې مونږ دا ځانګړتياوې په ډاګه كړو بايد ووايو ، چې دا داسې خصوصيتونه نه دي چې مونږ دې له ځانه جوړ كړي وي ، بلكې كله چې مونږ دخپل غزل دپرون او دنن مطالعه كوو نو دا ځانګړتياوې مونږ ته په نظر راځي ،چې دهمدې رواياتو په رڼا كې مونږ غزل او نظم لره ځانګړي اصول وضعه كولى شو و،
هرادبي صنف دخپلو ځانګړو اصولو سره تخليق كيږي او دخپلو ځانګړو اصولو او خاصيتونو له مخې دمعيار په تله كې تلل كيږي ، كه وګورو نو په نثري صنفونو كې هم همدا كليه ده چې بايد هرصنف په خپلو ځانګړو اصولو او خاصيتونو په رڼاكې تخليق كړى شي ، دبيلګې په توګه لنډه كيسه ، او ناول كه يواځې دموضوع له پلوه يې واخلو او ياهم دواړو لره سر سري حدونه جوړ كړو نو امكان لري چې ډير خلك يو ړوكي ناول ته دلنډې كيسې نوم وركړي يا هم يوې اوږدې كيسې ته دناول نوم وركړي ، خو كله چې ددې هر صنف ځانګړي خاصيتونه په نظر كې ونيول شي نو بيا به كله هم يو وړوكي ناول ته څوك لنډه كيسه نه وايي او همدا راز يوې اوږدې لنډې كيسې ته به څوك دناول نوم نه وركوي
همدا سې په شعري صنفونو كې هم دي نه يواځې دا چې دغزل او مصطلح نظم ځانګړتياوې او خاصيتونه سره توبير لري بلكې په خپل دنظم [په خپله پراخه مانا كې] په نورو صنفونو كې هم سره دځانګړتياو او اصولو توپير موجود دى مرثيې ته څوك قصيده نه شي ويلى او قصيدې ته څوك مرثيه نه شي ويلى ،
خو راځو خپلې موضوع ته چې هغه هم دنظم او غزل دځا نګړنو مسله ده
غزل یو داسې صنف سخن دی ، چې دلغوي معنی ، نه پرته ، چې ښځوسره دعشق او مینې خبرو ته وایې،
دهرډول اظهار له پاره موزون ژانر او قالب دی ، دغزل لومړی شعر په خپلو کې دواړه مصرې هم کافیه وي ، چې دمطلعې په نوم یادیږي او بیا روسته دهرشعردویمه مصرعه دمطلعې سره هم کافیه او هم ردیفه وي که ردیف ولري ، په ورستي شعر کې شاعر خپل نوم یا تخلص راوړي چې مقطعه ورته ويل کیږي او په دې سره غزل پاتې ته رسیږي، داخو دغزل دځانګړتیاو هغه برخه وي چې تاسې به له ډیرو خلکو اوریدلی وي زما په خیال داخو یو ظاهري شکل دی دغزل چې داوسنیو نظریاتو په تناظر کې امکان لري دبشپړ او نوي غزل غوښتنې پوره نه کړي،
ما په یو بل مضمون کې هم دې خبرې ته اشاره کړې وه چې غزل دهرې موضوع بار په خپلو اوږو وړلی شي خو اړین خصوصیت ورته داخلیت دی، که دژوند یوې ډیرې ریښتینې موضوع ته هم په خپلې ځولۍ کې ځای ورکوي خو باید دغزل شاعرهغه دخپل ذات برخه وګرځوي خپل جذبات او احساسات ورسره شریک کړي دبیلګې په ډول دریاض تسنیم دا شعر
خلک دې ګډې ګرځول له مانه زده کړي
چې مې زوړ پاس په اوږو دکور سامان شو
ریاض تسنیم
هرڅو که له تیرو څولسیزو ناخوالو هرپښتون او بالعموم هرافغان تریوه حده اغیزمن کړی دی او امکان لري چې هردریم فرد له یوې داسې حادثې نه تیر شوی وي ، خو زمونږ دشاعر کمال دادی چې دایې یوه ذاتي تجربه ګڼلې ده
یالکه کاروان صیب چې وايې
مرغان دې راشي زمونږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري کلی مو چنار نه لري
کاروان
شاعر چې خپله دهجرت پرمهال دبې کورۍ له عملی تجربې نه تیر شوی دی په مرغانو چې دبې کورۍ یا دجالې دنشتوالي کومه حادثه راغلې ده نو داموضوع یې په خپل داخل کې ګډه کړې ده او دلفظ لفظ نه یې دتخلیقي درد څړیکې پورته کیږي
چې داصفت په نظم کې یاخودسره نه وي او یا ضروري نه وي ولې چې نظم همیشه په خارجی حقایقو څرخي
غزل دپاره ایجاز او اختصار بې حده ضروري دی ، یو مفهوم که په وه لفظونو کې بیانېدلی شي نو غزل ددې تحمل نه لري چې اته لفظونه دې ورته راوړل شي ، غزل داړتیا وړ ټکو ته خپلې لمن کې ځای ورکوي ، په کوم سره دموضوع دمفهوم وضاحت وشي دلفظونو اصراف یو هنري بدعت ګنل کیدلی شي ، او همدا ایجاز او اختصار دغزل دمعیار یوه برخه جوړوي لکه دخوشال بابا دا شعر
زه یې چالره وهم قدر یې چا زده
په اور وسوزه دا تورې قلمونه
خوشال بابا
خو نظم داسې نه دی بلکې نظم داجمال نه زیات تفصیل ته ته اړتیا لري ، زیاته وخت یوه وړه خبره په نظم کې دلفظونو داصراف سره بیا ن کړی شي یوه موضوع دبیلابیلو لفظونو سره پرمخ بیاي
دخوشال بابا دپورته لیکل شوي شعر بڼه که مونږ نظم ته اړوو نو همدا مفهوم امکان لري په ډیرو کړیو کې بیان کړی شي ، ځکه چې په نظم کې طوالت زیاتره وخت دکافیې دپاره هم راځي ، په ازاد نظم کې بیا دا طوالت داهنګ دقایم ساتلو په موخه ترسره کیږي
دغزل هر شعر ځان ته بیل بیل مفهوم لري چې په خپلې دایره کې هر شعر یو ځان ته نظم هم کیدلی شي ، یعنې په غزل کې دموضوع تسلسل دغزل نوي معیار ته زیان رسوي، لکه څنګه چې مې مخکې وویل چې داسې غزل ته اوسني شاعران غزل نما نظم وایې یعنې دغزل په بڼه نظم ،
لکه دخالد پښتو ن داغزل
شور داوبو دباد شغا راته اواز راکوي
راشه پیدا مې کړه فضا راته اواز راکوي

ما دخپل ځان او خپل مسلک پورې ته ولې تړې
زه دهرچا یمه الله راته اواز راکوي
دادژوندون دشته ترمرګ پورې محدوده نه ده
چرته له لرې نه اروا راته اواز راکوي
مونږ چې دښاغلي خالد پښتون په دې غزل له سر نه تر اخره نظر اچوو نو هر شعر یې په خپل ځان کې بیلا معني او مفهوم لري ، په مطلعه کې دفطری منظرنګارۍ مونږ ته په نظرراځي په دویم شعر کې دخداۍ ربوبیت خبره کوي او شعر دتصوف دنیا ته کډه وکړ ي او درېم شعر کې دمرګ او ژوند دبقا او دفنا دروح او دوجود په اړه فلسفیانه نظر وړاندې کوي ،
په نظم کې لومړی شرط دموضوع وحدت دی باید، په نظم کې به له سره تر اخره یوه موضوع بیانیږي ، په غزل کې فکرونونه موضوګانې خیال بدلیږي رابدلیږي خو نظم ددې برداشت نه لري او چې کله هم موضوع بده شوله یا هم دفکر لارې دوه شوله او یاهم دخیال پرواز په بل لورې شو نو نظم نیمګړی شي
همدا وجه ده چې زیاتره وخت نظم په یوه ناسته کې ولیکل شي ولې چې فکر او خیال په کې واحد وي او غزل کله په دوه یاهم له دې نه په زیاتو ناستو کې ولیکلی شي ځکه چې هلته موضوعات خواره واره وي او یو غزل لیکونکي ته دا جواز وي چې په هر شعر کې نوي خیال او نوې موضوع ته ځای ورکړي غزل بیلګه خو مو ولوستله راځې چې یو لنډ نظم هم راواخلو چې ترڅو دموضوع او دفکر و خیال دوحدت کیسه بیښی روښانه شي،

ستور ته څه ګناه ده
،
ما د راتلونکی وخت په مخه کښې
څه داسې کرونده کړې ده
د وخت د پښو د لاندې
ما د درنو درنو بمونو،
دومره تخم توئې کړه
د وخت په سترګو کښې
ما دومره توغندی زرغون کړه
چې وخت،قدم پورته کوی
نو د بمونو دهماکې به کېږی
هغه چې سترګې ځمبوی
د میزایلو رندوکار په خېژی
راتلوني وخت به زما حال ته غاړه نه کورکوی
ما د خپل حال اؤ مستقبل په مینځ کښې
داسې مذمومه کرونده کړې ده
په خپله مونږ دا فېصله کړې ده
قیصر اپریدی

په دې نظم که تاسې نظر واچوۍ نو له پیل نه نیولې تر اخره یوه موضوع ده چې دفکر اوخیال په مسلسل مزی دبیلابیلو لفظونو او شعری ترکیبونو په وسیله یې موضوع پیلې ده ، که چرته همدا خیال دغزل په اسلوب کې تخلیق شوی وی نو دابه غزل یو بیت وی، خو چې هرکله شاعر دا موضوع دنظم فورم کې بیان کړې ده نورنګ یې هم ورته دنظم دفورم ورکړی دی ، ځنې خلک چې دفورم دپاره دموضوع تخصیص یا تعین کوي دهغې یوه وجه همدا وي چې کله هغوی یوه موضوع په نظم کې وګورو چې په کامیابۍ سره بیا ن کړی شوې ده او دغوره نظم اړتیاوې یې پوره کړي دي نو بیا دغزل او دنظم دپاره دموضوعاتو انتخاب کوي ، که څه هم دا په خپله دشاعر پورې اړه لري چې هغه دخپلو خیالاتو او افکارو دخپلو احساساتو او جذباتو اظهار په کوم فورم او صنف کې کولی شي ،
یوه بله ځانګړتیا چې غزل او نظم سره بیلوی هغه دژبې مسله ده ، هرڅو که دنثر په مقابل کې دشعر ژبه همیشه ځانګړې وي خو بیا خپله دشعر په بیلابیلو صنفونو کې دژبې خپله خپله ځانګړې دژبې کارونه کیږي ، غزل همداسې خصوصیت لري چې خپله ځانګړې ژبه لري او دیو ښه غزل په لیکلو کې دژبې دکارونې رول ډیر ارزښتمن دی مونږ چې دغزل مطالعه کوو نو زمونږ ډلوړ شاعرانو غزل ژبه ډیره روانه او ډیره شاعرانه وي له خوشال بابا نه راواخلۍ تر نن ورځې دغزل دښو شاعرانو دغزل ژبه هم ځانګړې وي ، خوشال بابا چې کله قصیده لیکی یا هم دنظم په کوم بل ژانر کې خپل اظهار کوي نو هلته یې شعري ژبه بیل ډول وي خو چې کله دغزل په لاره قدم ږدي نو سمدستی خپله ژبه هم بدلوی او دغزل دغوښتنو سره سم ترکیبی حالت ورکوي
همدا بیلګه مونږ دعلی خان بابا هم ورکولی شو آن چې تر حمزه بابا مونږ همدا روایت وینو چې غزل ګو شاعرانو پاللی دی
په نظم کې دموضوع دزیات اهمیت له کبله نظم ګو شاعران هنر او ژبې ته هغه ارزښت نه ورکوي کوم چې په غزل کې لري ولې چې دلته دشاعر ټول زور په موضوع وي او غواړي چې موضوع ښه بیان کړی شي ، ژبې ته په کې دومره اهمیت نه روکوي ، دبیلګې په ډول تاسې دخوشال بابا قصیدې یاهم نور نظمونه وګورۍ ، یاهم داجمل خټک دغیرت چغې ته مخه کړۍ چې تاسې ته به خپله دغزل او دنظم دژبې په اړه ځانګړتیا ووینۍ
چې په خندا ورته دخوږ زړه پرهرونه نه شي
چرې دې هم ستا دښایښت غوټۍ ګلونه نه شي
وړې مې دروح جنازه چرته دخندا پر اوږو
په وینو سره دې ترې شینکي شینکي خالونه نه شي
رحمت شا سایل
داخو هغه څو ځانګړتیاوې وې چې ما تاسې ته وړاندې کړلې خو که په دې اړه ځانګړې مطالعه دغزل او نظم وکړی شي نو خپله مسله روښانه کیږي نو رابو شو بیرته لیکنې سر ته چې اوس هرکله غزل او نظم دسبک او اسلوب له مخې ډیر توپیر سره لري نو کوم شاعر ته مونږ غزل ګو ویلی شو او کوم ته نظم ګو؟ایا یواځې دغزل لیکل په دې معنی دي چې هغه دغزل شاعر دی یا دنظم لیکونکی دنظم شاعر دی ؟
زما په نظر داسې نه ده یواځې مونږ دغزل یا دنظم په لیکلو سره یو شاعر ته دغزل ګو او نظم ګو لقب نه شو ورکولی لومړی به مونږ ګورو چې دهغه په شاعرۍ کې دغزل داسلوب ځانګړتیاوې ډیرې دي که دنظم،
دبیلګې په ډول رابه شو دحمزه بابا شعر ته حمزه بابا دغزلونو ترڅنګ بې شماره ښکلی او په زړه پورې نظمونه هم لیکلی دی چې ،دبیلګې په ډول
جونګړه
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
راځه چې دوصال جوړه دنیا کړو په دنیا کې
دګل په خاموشیو دبلبلو په نوا کې
پیدا چې دخندا نورافشاني کړو په ژړا کې
ترهغه ګورو یو بل ته چې ورک شو په یو بل کې
تر اخره .........
دادحمزه بابا یو شهکار نظم ګڼل کیږي
همدا راز اجمل خټک په خپلو شعری تخلیقاتو کې غزل هم پنځولی دی ډیر ښکلی ښکلی غزلونه داجمل خټک په کتابونو کې مخ ته راځی دبیلګې په ډول
طبیبه مالګې دوړه وه ته یې نور غم مه کوه
زما د زخم علا جو نه په مر هم مه کوه
او داسې نور......
نو مونږ به اوس حمز ه بابا نظم ګو شاعر ګڼو ؟ یا به اوس مونږ اجمل خټک ته غزل ګو شاعر وایو مونږچې دحمزه بابا دشاعرۍ مطالعه کوو نو تغزل په کې په هرقدم په نظر راځي هغه ځانګړتیاوې چې کومې غزل لري دحمزه بابا په غونډې شاعرۍ کې په نظر راځي، حمزه بابا که نظم لیکلی که سندره خو تخلیقي ځانګړتیاوې په کې دغزل وي ، همدا دجونګړې کوم نظم چې مونږ دلته راواخیست، همدا نظم کې پوره مطالعه کړی شي نو تاسې ته به یې په هر بند کې داسې محسوسه شي چې داخو دغزل شعرونه دي ولې چې دې نظم کې په لاشعوري توګه دهغه ذهني میلان له امله چې حمزه بابا غزل ته درلود، دغزل خصوصیات پاللي دي ،
همداسې که مونږ داجمل خټک غزل لولو نو ځای په ځاي په کې مونږ ته دنظم تصویر سترګو ته ودریږی همدلته مونږ دا پریکړه کولی شو چې څو دنظم شاعر دی او څوک دغزل اوس که حمزه بابا ټول شل غزلونه لیکلی وی ، او دهغه په نظمونو کې دغزل تخلیقي ځانګړتیاوې وی نو مونږ به بیا هم حمزه بابا ته دغزل شاعر ويلې او همداسې که اجمل خټک لس غزلیزې ټولګې درلودلی او دهغه په غزل کې دنظم خصوصیتونه وی نو مونږ بیا به هم اجمل خټک دنظم شاعر ګڼلو
داسې هم کله کله کیږي چې یوشاعر هم دنظم شاعر وي هم دغزل، خو ددې مثالونه په ادبیاتو کې ډیر کم وي په پښتو کې دا ویاړ ایو ب صابر او قلندر مومند لري که ددوی دواړو شاعري مطالعه کړی شی نو تاسې ته به یې غزل دغزل دخصوصیتونو سره په لاس درشی او نظم دنظم دځانګړتیاو سره خو دا سې بیلګې به ډیرې کمې وي چې یو شاعر دې هم غزل ګو وي هم نظم ګو
نو زما په خیال ددې مثالونو په وړاندې کولو سره به خبره یو څه روښانه شوي وی چې غزل ګو شاعر څو ک دی او نظم ګو شاعر څو ک دی ؟