دنامتو لیکوال او داستان لیکونکي ارواښاد محمددین ژواک د ادبي آثارو یوه بیلګه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالقادرمسعود
  • 1043

خدای بخښلې ارواښادمحمددین ژواک زموږ دهیواد دپښتو ادب په تاریخ کې یوخوږ ژبې ادیب، شاعر،تکړه ژورنالیست،داستان لیکونکې،وتلې څیړونکې، سیاست پوه اودیو پیاوړي لیکوال په توګه پیژندل شوی شخصیت دی .
ده خپل زیاتره عمر د ادبي او فرهنګي آثاروپه تدریس، لیکلو، خپرولواوڅیړنوکې تیر کړې دي . د ده په آثارو کې زیاتره فولکلوري کیسې، لنډداستانونه او افسانې، ادبي پارچې اوپه زړه پورې شعرونه نغښتې دي . ده دپښتولنډیو، متلونو اوافغاني سندرو او آهنګونو دپیژندنې په برخه کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړې دي، چې دده دا هلې ځلې د پښتوادب د ودې او پرمختیا لپاره د ستاینې او قدر وړ دي . دی په خپلو لیکنوکې یو ځانګړې سبک لري، چې  د ده سبک دیو شمیر کورنیو او بهرنیوڅیړونکوله خواه چې دپښتو ادب په هکله یې څیړنې کړې دي په ډیر عالي سطح ستایل شوې دي .
زما په آند دی پر ټولوادب دوستانو اوپښتنودومره حق لري چې په یوه لیکنه اویوه مقاله کې د ده حق موږ نشو ادا کولې . دا د لویو، پیاوړو او نامتو لیکوالانو. ادیبانواو فرهنګیانو اوڅیړونکوکار دی چې د ده پر آثاروهر اړخیزه څیړنه وکړي او د ده یاد د هر وخت لپاره ژوندی وساتي . ما د ده شخصي، ادبي اوفرهنګي شخصیت په هکله په خپله وروستې لیکنه کې یو څه مالومات ورکړې وو، خو زه ضرور ګڼم د ده په هکله هغه خبرې چې ښاغلي عبدالهادي هادي په خپله یوه لیکنه کې د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله کړې دي تاسو ته وړاندې کړم . ښاغلي عبدالهادي هادي زموږ د هیوادیووتلې، تکړه شاعر اولیکوال دی .
( ښایي په ماشومتوب کښې یو له هغو کتابونونه چې لاس ته راغلی اولوستلی مې دی د پرون هینداره وي . دپرون هینداره ما ډیرپخوا لوستلې وه ما په دغه هینداره کښې  دهغې دخالق په ښکلو، مهینو او له کماله ډکو ګوتو کښل شوې د خپلې ماضي ډیر تت انځورونه روښانه ولیدل، ما دکتاب تر لوستلو وروسته ډیره ځله له خپل ځان سره د ژواک صاحب څیره جوړه کړې او ورانه کړې ده له هماغه وخت نه ژواک لکه یو افسانوي شهزاده زما په ذهن کښې ځای ونیوه د هغه په باب مې سوچ کاوه او د لیدو لیوال یې وم، څو چې یو وخت مې د ځوانیمرګ شاعر ارواښاداسحق ننګیال په دفتر کښې ولید . کوچنۍ ښکلې فرانسوي ژیره، فیشني دریشي، په مود برابره نکټایي، نرۍ لښته وجود اوقره قلی خولی یې پر سر وه . زما لا شونډې نه وې تورې شوې ننګیال وروپیژاندم . په هغه ورځ مو ډیرې خبرې سره وکړې او که رښتیا ووایم ده ډیرې خبرې وکړې دخپلو لیکنو په باب یې خبرې وکړې، په ناستو کسانو کښې یې د ویښ زلمیانو په باب د چا پوښتنې ته ځواب ووایه او بیا یې له ما غوښتنه وکړه چې شعر ورته ووایم، ما خپل یو دوه شعرونه چې نوي مې لیکلي وو ورته وویل، هغه لکه یو پلار ، لکه یو مهربانه استاد راجګ شواو په تندي یې ښکل کړم، ډیر یې ونازولم او ښه مې په یاد دي چې راته یې وویل ننګیال مې یو لیونی ؤ او دادی ته مې دویم پیدا کړې، او بیا یې ننګیال صاحب ته وویل چې دا ځل زمونږ کورته راتلې نو خامخا به زما لیونی درسره راولې(ماته یې اشاره وکړه) له همدې ورځې وروسته به زه خامخا په اوونۍ کښې یو ځل دوه ځله دژواک صاحب لیدو ته په مکروریانو کښې د دوی کورته ورتلم، ما په دغو ناستو کښې ژواک صاحب په څو لحاظ د یو منفردشخصیت په توګه وپیژاند.
یو داچې سره له دې چې ژواک صاحب ډیر سپین ژیری وو خو بیا یې هم د لیکلو اولوستلوحوصله له لاسه نه وه ورکړې، زه شاهدیم چې ده به په ریږدیدلوګوتو اوکمزوروسترګو په شپه او ورځ کښې په ساعتونو ساعتونو پر له پسې لیکل او لوستل کول، په همدې عمر یې د رادیویوه ادبي پروګرام ته چې د ځوانانو لپاره ؤ هره هفته مواد برابرول، هیڅ داسې اخبار به نه ؤ چې دی به به هفته کښې یو یا دوه ځله نه ورتلواو څه به یې نه ورته لیکل، له دې سره یې د موسیقي په باب په څپل یوه کاملا ابتکاري اثر باندې هم کار کاوه، له دې ټولو پرسیره  ژواک صاحب له خپلو ټولوهمزولو لیکوالونه زیات له ځوانانو سره مینه او روابط لرل، د ده زړه ښایي تر وروستۍ شیبې هم ځوان پاته وو هر وخت به د ده په کور کښې یو دوه ځوان شاعران یاهنرمندان ناست وو. ده به ورسره په مینه مینه د زړه خواله کوله . د ده دځوان طبیعتی په باب زما یوه کیسه راپه یاد ده هغه دا چې، یوه ورځ ورغلم مازیګر مهال وو ژواک صاحب لکه هر وخت په خندا کورته دننه کړم او سمدلاسه یې د لوی حمزه بابا دا بیت راته ولوست چې  :
حسنه ته خود بین یې زه پښتون یمه
ما نه ده ښودلې ګدا سترګو ته

اوبیا یې په خندا خندا کښې وویل : چې حمزه بابا څه وایي؟  عجب سړی دی مینې ته ګوره او پښتو ته ، مینه کښې دې که پښتو وکړه خو دربدره یې او بیا یې ورسره غبرګه کړه چې زه خو په دې باب د خوشال بابا پیرو یم چې :

سترګې چې پیدا دي خو دیدار لره که نه 
دواړو وخندل او بیا مو نورې کیسې پیل کړې .)

په رښتیا سره چې ژواک صاحب په خپلو آثارو کې هڅه کړې ده  چې دهیواد حالات او د ربړیدلواو کړیدلوخلکو اجتماعي ، عیني ، رواني غمیزې په خپلو کیسواوداستانونو کې داسې انځور او په خوږه ژبه بیان کړي چې دهر با احساسه انسان دومره پام ورته راوګرځوي چې ته به وایې چې دی عملا په صحنه کې ولاړ دی او دلیدلو شاهد دی .
ژواک صاحب یو مهربان، درونداود لوړواخلاقو او اوصافو خاوند شخصیت و، ده  دوطن اوخلکو سره ژوره مینه لرله . ده دپښتو ادب د ودی او پرمختیا لپاره ډیرې هلې ځلې کړې دي او په دی برخه کې یې بی شمیره شاګردان روزلې دي . د ده د شخصي، ادبي اوفرهنګي شخصیت په هکله هر څومره چې ولیکل شي بیا هم کم دي .
ما د ژواک صاحب په زړه پورې اثر چې (پرونۍ هینداره) نومیږي مطالعه کړ.دا اثر دافسانواو لنډوداستانونومجموعه ده.له دغو داستانونو نه مو یوه په زړه پورې لیکنه غوره کړې ده چې د تاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم ، او غواړم چې په راتلونکې کې د دی اثر ټولې لیکنې تاسو ته وړاندې کړم .
دلته په دلکشا کې .......................
ژړی لمر لا نه دی لویدلی د ( امیرحبیب الله) په لوی تالار کښی د مینځیانو شور لږلږ اوریدل کیږی اویو نیم وایی : د دلکشا پیشخدمت باشیانو وویل : نن د مهتاب کلا د لوړی ماڼۍ حوض په سرو او شنو. ژړو او چڼیا کندیلونو ښایسته کیږی . دمهتاب کلا دلوړی ماڼۍ حوض! هلته نن سل بیبیانی په سلو جامو کی دکندیلونو مخی ته د ښایست بازار تودوی او د امیر دخوښۍ د پاره .
امیر ټول هغه نښانونه چه د کندیلونو وړانګی یی په رنګ رنګ شغلو سره بریښوی پر ټټر ټومبلی دی . د سره ماغوت کرتۍ او د تور ماغوت پتلون یی پیشخدمتانوپخوالو اوتو کړی دی امیر نن شپه دشینکی آسمان ستوری د حوض په منځ کی  د کندیلونو په رنګارنګ کولوکی بل ډول لیدل غواړی .
د دربار دمینځو بڼی څه ژړی ښکاری . دوی د بیبیانو دجوړولو او سینګارولو په سیالۍ کی د مسابقی د ګټلو دومره لویه هیله نه لری چه هره مینځه خپله بی بی تر هغی بلی ښایسته وښیی .
د دربار  دوره دلوری وږمی دلندن د رااستول شوو عطرونو لیونۍ عطر ریزۍ دحضور د شاهیانو دماغونه د لیونۍ مستۍ سره مخامخ کړی دی . 
د امیر د بیبیانو سترګی د امیر د راتلو د پاره څلور شوی دی ځکه په همدغه ډول شپو کی د لباس د رنګ خوښونه او انتخاب د امیر په امر پوری تړلی ؤ .
د کیمخابونو د کمیسانو بوخچی یو پر بل او ښتی پرتی دی .
د امیر انتظار  او د امیر د دربار  د بیبیانو تلوسه ګوټی ! .....
دمینځیانو  د کتارونو  د اوښتلو را  اوښتلو سره  د غلام بچه ګانو کتار هم لولی لولی کیدی .
هلته لری  د مشکی باجی د تورمونو  آوازونه هم د مشق او تمرین په غرض یو وار نیم وار  د امیر  درباریانو  د غوږونو پردی نازولی .
فراشباشیان ، چایدار باشیان او د دربار نور خدمت ګاران د تیاری نیولونه وروسته ، کله کښینی او کله په ورو ورو قدم وهلو شروع وکړی . د شاهیانو اسونو د تیارسی ء په وخت کی د خپل شیشنی ږغ ورو ورو لوړ اوه  په همدی وجه  ددربار د وګړو  دتلوار هیله  توده غوندی ښکاریدله .
د امیری سلامۍ  د موزیک مشر هره ګړی د موزیک آرکستر ته په ځیر ګوری چه د آرکستر سامان او د دوی لاسونه او خولی سره پردۍ غوندی نشی .
قابچیان د ببرو وریځو او تورو دریشیوسره دهر غلام بچه کړه وړه تر نظر لاندی ونیسی اوبیا په قدم وهلوشروع وکړی . د اشپزانو وروستی ډله ، ورو ورو ، د ارګ دجنوبی دروازی لوری ته ، نژدی کیږی چه ناببره! د مشکۍ باجی د مشر له خوادباجی وهل شروع شول د دربار وړ او زوړ هر یان پاتی شو چی مشکۍ باجی په خپلو نغمو کی په څومری شرپ د (الهی مبارک بادا! ) زمزمه ږغول شروع کړل د قابچیانو، پیشخدمتانو، فراشباشیانو، غلام بچه ګانواو مینځیانو خولو ته فقط او فقط دغه سندره ورغلی ده :
(الهی مبارک بادا! )
په همدی وخت کی د همدغه عیش او نوش کاسه د کوم ماشوم د زیږیدلو دلمړنی ژړا چغی، پر بل مخ واړوله؟ دا چیغه د الغازی امان الله د زیږیدنی وه او د افغانستان د آزادی دسالار!
کله چه بابک مرحوم دا کیسه پریښودله ما ورته وویل :پلاره ! دلته په دلکشا کی پیدا شو؟ دپه ورین تندی وویل  : دی لوی شو .
ده د مریی توب او مینځی توب څخه ډیر بد وړل او ویل به یی(( یوازی به دارګ د منځ څخه مریی توب نه لری کوؤ بلکه د افغانستان د خلکو د تړلو وزرونوچاره به هم کوو.))
بلی!  الغازی به ویل  : (( دامریی توب لری کول زما د پلار د سر په قربانۍ وی که د دی ملت په هډ هډ خاوری کیدلو دافغانستان دا تړلی وزر به خلاصوو او دلوی هند د هغی چرګی پر غاړه به هم چاړه تیروو، کومه چه د لویی برتانیی د پاره د سروزرو هګی 
اچوی .))
ده به ویل :
څو وانخلی له غلیمه انتقام
                                   مرد نه خوب کا نه خواړه کا نه آرام  
(خوشحال)         
دا ماشوم لوی شو او دافغانستان د آزادۍ د لاری سالار .
ده بلاخره دافغانستان د آزادۍ په ورځ انګلیس ته په افغان قاسم وویل :
(( چون بمیدان آمدی میدانیم))
دلته د مهتاب کلا د حوض د کندیلونو د رڼا پر ځای ، د کابل د کورونومړی ډیوی ولګیدلی دافغانستان ښاد ساتلو، غازی د ټولی اروپا د ترخو سیندونوسفر ته وګماره.
دی اروپا ته ولاړ او بیرته راغی .
 ده دملت د زړو نو مشال د آزادۍ په ډیوه ونازاوه خو دلته ؟
دلته دوطن دښمنانو د ده د زړه  پر هغه رڼه ډیوه توری ایری وشیندلی، کومی ته چه د افغان ملت کیسو نڅا کوله .
دی وشړل شو. په ایټالیی کی بندی پاتی شو، خو موږ د بند او اسارت څخه خلاس ! دده د زړه د ډیوی پلوشی خپریونکی دی . یقین لره ځکه اوریدلی به دی وی :

هر ګز نمیرود آنکه دلش زنده شد به عشق
ثبت است بر جریده عالم دوام ما

د دغو داستاني لیکنو لړۍ دوام لري .
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود