طالبان د ټوپکیانو پر پله روان دي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حاجي نیاز ګل
  • 1079

      دپکتیکا ولایت اوسیدونکي حاجي خان محمد دا څو کاله شپه ورځ پر ځان یوه کړې وه، یو زوی یې د خواري غریبي لپاره پاکستان ته ولیږه، بل زوی یې د افغانستان په ښارونو کې کوچنی تجارتي کاروبار پیل کړ، په ډیرو تکلیفونو او زحمتونو یې خپل ژوند ته په اصطلاح سروسامان ورکړ.اوس یې ژوند تر پخوا ښه شوی و، یو موټر یې هم را ونیو.

دده او دده دزامنو دڅو کاله کار وزحمت په نتیجه کې نور ددوی دژوند ترخې شیبې تیرې شوې وې اوس یې دومره څه لرل، چې خپل ورځنی ژوند پرې تیر کړي.او دا پریکړه هم وکړي چې خپل مشر زوی ته کوژده او واده وکړي او دسیمې د نورو خلکو غوندې یې مراسم په خوشحالي تیر کړي.
خو خبر نه و، چې په سیمه کې دطالبانو په نوم دنویو ټوپکوالوسترګې ددوی نوې او دلاس په تڼاکو ګټل شوې هستې ته ور اوښتې دي.ټوپکي طالبانو لومړی دهغه موټر ترې بوت چې څو ورځې وروسته ددوی هغه موټر دبهرنیو ځواکونو له خوا بمبارد شو. طالبانو نه یواځې ددوی دموټر تاوان ورنه کړ، بلکې ددې لپاره چې دهغه خوله بنده کړي دهغه زوی امریکایانو ته په جاسوسي تورن کړ، څه وخت یې له ځانه سره وساته او دهغه له پلاره یې د پنځوس لکو افغانیو غوښتنه وکړه، پلار یې ډیرې زارۍ وکړې خو دهغه ژړا دطالبانو سخت زړونه نه یواځې نرم نه کړل بلکې لایې پسې سخت کړل او دهغه زوی یې شهید کړ.
دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دټوپکي طالبانو دظلمونو داسې په سلګونو زړه بوږنږنکې کیسې موجودې دي چې هرچاته معلومې دي.ددوی دمشرانوله خوا دبې ګناه مسلمانانو دحلالولو ویډویې کسټ اوس هرځای شته چې دنرمو زړونو خاوندان یې دلیدلو توان نه لري.په هغو کسټونو کې دطالبانو مشران دیوه انسان دحلالولو لپاره دهغه پر ستونې داسې پښې ږدي، لکه څوک چې دلوی اختر دقرباني لپاره پسه حلالوي.
دوی دې خپلو ظلمونو ته هغه نومونه ورکوي چې دیرش کاله مخکې نورو ظالمانو هم ورکړي وو. او نتیجه یې موږ ولیدله.
هغه ورځې مو هم په یاد چې طالبان دجنګسالارانو او ټوپکیانو پرضد راپورته شول، ډیرو خلکو یې ملاتړ وکړ ځکه خلک نور د ټوپکیانو له ظلمونو څخه ډیر په تنګ شوي  وو دټولو دا هیله وه چې شروفساد یې له وطنه ورک شي.نو ډیرو خلکو یې ملاتړ وکړ او دټوپکیانو پرضد ډیر ځوانان له دوی سره یو ځای شول چې بیا دوی په ډیره ارزانه بیه خرڅ کړل.خرڅ په دې معنا چې دغه احساساتي او غولیدلي ځوانان یې بې له کوم پوځي تدبیر څخه دجنګ سختو جبهو ته واستول او ډیر ځوانان یې له یوې مخې په نورو تباه کړل. ددغو ځوانانو میندې اوس هم دخپل ځیګر دټوټو دراتلو په تمه دي او په خوبونو کې خپل سره خوله بچیان چې د طالبانو دقدرت نیونې دهوس قرباني شوي دي، ویني.
طالبانو په هغه وخت کې هم دخلکو دې ډول ملاتړ ته ارزښت ور نه کړ او خپلې ټولې بریاوې یې خپلې او دخپلو بهرنیو بادارانواو جاسوسي شبکو بریاوې وبللې. خو دوی باید پر دې پوه شي چې خلک دظالم ملاتړ نه کوي اوکه دکوم ظالم ملاتړ هم کوي تر هغه دبل ستر ظالم په مقابل کې به یې کوي او تیر ځل همداسې وشول.
دا ځل چې خلک پوه شوي او ویني چې ددغو نویو ټوپکیانو او پخوانیو ټوپکیانو ترمنځ کوم توپیر نشته نو دادی وینو چې ملاتړ یې هم نه کوي. اوس طالب جګړه مار دخلکو له ذهنونو پردي شوي اوس دځوانانو هغه اوږده اوږده کتارونه چې ددوی دملاتړ لپاره به ولاړ و، نه لیدل کیږي.خلک اوس ژوند غواړي ، خلک کار غواړي، خلک غواړي چې وطن یې آباد شي، ښوونځي ولري، سرک یې پوخ وي او روغتون ورته نږدې وي څو خپل ناروغ پخپل وخت ډاکټر ته ورسوي.اوس هغه پخوانی وخت نه دی.
که دلته او هلته د ټوپکیانو تخریبي کارونه شته او په ځینو ځایونو کې ورځ په ورځ زیاتیږي، علت یې دا نه دی چې د دغو نویو ټوپکیانو څیرې دخلکو خوښیږي او ټوپکوال یې ورځ په ورځ زیاتیږي.بلکې نور علتونه لري چې یوڅو یې هم دحکومتي ادارو کمزوري، په دولتي ادارو کې فساد او دجنګسالارانو واکمني او ددې ترڅنګ دبهرنیو ځواکونو بې ځایه او بې رحمانه بمبارۍ دي.
نور موږ ټول پوهیږو چې طالبان نور دچا په زړه کې ځای نه لري، ځکه هغوی دپخوانیو ټوپکیانو په پله روان دي او هغه ظلمونه چې هغوی پر افغانانو کول، طالب ټوپکیان یې ترهغو زیات کوي.