ښاغلی هولبروک او حميدګل بايد نور تېری خپلې شنې سترګۍ (عينکې) له سترګو لېرې کړي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1153

 زما يو دوست ښاغلي ميرولي خان استاد د چپليار را ته يو ورځ کيسه کوله چې يو وخت زموږ په للمه کې چا يوه غوا د شېدو لپاره د جلال اباد په مال منډي کې [چې هغه وخت په رېګ شامرد خان کې وه] واخېسته او کور ته يې راوسته. کله يې چې کورته راوړه په اول کې يې خورا ښې شېدې يې کولې، خو په ورو ورو يې خپلې شېدې کمولې. دا ځکه چې غوا په شنو وښو اموخته وه او په للمه کې خو شنه واښه (ګياه) موټ وغيره نه پيدا کېدل، نو غوا وچ بوس سم نه خوړل او ورځ تر بلې بدترېده. اخر دېته راغله چې له پښو وغورځېده او په اړمونو به يې جګوله.

غوا خو له شېدو خلاصه شوه، خو ولې هره ورځ يې په اړمونو پورته کولو د کور خاوند او کليوال خواران هم تنګ کړل. يوه ورځ ورته چا وويل چې ولاړه شه او شنې سترګۍ (عينکې) ورته واخله. همغه وو چې سړی راغی او په ښار کې يې شنې سترګۍ (عينکې) پيدا او ورته واخېستې.
کله چې سترګۍ (عينکې) ورته راوړې او سترګو ته يې ورته واچولې او ورسره سم يې وچ کلک - زيړ بوس هم ورته په اخور کې واچول. غوا ته چې وچ کلک او زيړ بوس تک شنه د عينکو په زور ښکاره شول. نو سم له واره پخپله نېغه جيګه شوه او د وچو بوسو په خوړلو يې داسې شروع وکړه تا به ويل چې ګوندې د مياشتو مياشتو نهره ده. ګوندې نه يې واښه او نه يې اوبه څښلې وي. چې بوس به يې ورواچول، نو په درنګ ساعت کې به يې داسې ټک وهل چې د قسم لپاره به يې ډکې په اخور کې نه تر سترګو کېده. د شنو سترګيو له برکته يې په وچو بوسو ګامبولې وهلې.
اخر د کور خاوند له يوځای او بل ځای نه د بوسو په اخېستو او په راوړلو ستړی ستومانه شو.  پخپله مجبور شو چې له غوا نه سترګۍ لېرې کړي.
نو اوس چې سړی دې خپلې مسالې ته وګوري او کله ناکله د حميد او د هولبروک خبرو ته وګوري، نو داسې سودا وروغورځېږي چې خدای مه کړه سپينې ماڼۍ او پنتاګون لکه چې ښاغلي هولبروک ته هم د هغه خوارې غوا په شان شنې سترګۍ (عينکې) ور تر سترګو کړي او وچ بوس تک شنه ګوري.
همداسې لکه چې حميدګل ته اسلام اباد او لندن هم شنې سترګۍ ( عينکې) سترګو ته وراچولي دي ځکه چې هر څه ورته له يوې مخې شنه ښکاري. حال دا چې خپله انګرېزانو ويلي چې افغانستان د زقومو مړۍ ده چې نه تېرېږي او هضمول يې خورا ډېر ګران او ډېر سخت دي. دا خبره به يې کله ناکله د پېغور په توګه مسکو ته هم کوله.
هولبروک بايد دا له ياده ونه باسي چې دا همغه غريب افغانستان دی چې يو وخت برلين او لندن دواړو غوښتل چې بايد د يو خوا ته ودرېږي، خو افغانستان د هېچا خوا ته ونه درېد او خپله بېطرفي يې وساتله او خپله مور يې له هېټلر څخه امريکا ته وتښتېده چې له برکته يې وړوکی هولبروک د هغه وخت هم پکې رالوی شو او نن د يو امريکايي تبعه په حيث د افغانستان او د پاکستان او د هند د ټولې سيمې په کچه د امريکا د اوسني حکومت استازيتوب کوي.
نن نه هېټلر شته او نه نور، خو نوی حکومت د يو چا له برکته راوزږېد او د هغه ۶۳ کلن حکومت جنرال چې د امريکا په پيسو او نفقې رالوی شو، نن د طالب په پلمه زما استازيتوب او وياندويي کوي، خو دغه جنرال چې شنې سترګۍ يې سترګو ته اچولي په دې نه پوهېږي چې مقدوني هم دلته سر راښکاره کړی وو او بيا وروسته د هغه په پل برېتانيا پل کېښووه. همداسې ورپسې نورو ان تر پرونيو روسانو او نننيو امريکايانو، نيمکله برتانويانو او د ناټو په شمول بيا سر راښکاره کړ.
دغه جنرال چې کله سترګۍ يې سترګو ته پرتې وي، نو داسې فکر کوي لکه چې د ټولې نړۍ فاتح الملک همدی وي. ځکه خو کله دومره بېواکه او کاواکه شي چې ولسمشر اوباما ته مشوره ورکوي چې د ملاصاحب سره وګوري چې د هغه مېلمه لپاره لاره برابره شي چې دوی يې د لټون پسې ګرځي. خو دېته يې بيا پام نه شته چې ملاصاحب واوباما سره ګوري، نو د اعتمادۍ فضا به څوک ورته برابروي؟
دغه فضا او امکانات برابرول خو به يو درېيمګړی کوي، نوځکه خو دلته خپل ځان د يو درېيمګړي په بڼه خو په حقيقت کې د هغه د استازي په توګه ولسمشر اوباما ته ورپېژني او داسې يې وروانمود کوي چې ګوندې موږ (پاکستان) دېته تيار يو چې دغه زمينه ستاسو ترمينځ برابره کړو. د ملاصاحب په نوم به استازيتوب دوی کوي.
سپينې ماڼۍ او پنتاګون ته د ملاصاحب ځای ځايګې ښيي چې په ارزګان کې دی، خو د مشر مېلمه په اړه بيا ناخبري ښيي او له بل پلوه بيا داسې مشوره ورکوي چې لومړی بايد دوی دواړه سره وويني چې بيا هغه ته د ليدو زمينه برابره شي. هولبروک بيا وايی چې پاکستان وافغانستان بايد خپله خلا ډکه کړي. واشنګټن او پنتاګون يې بيا د دې سېګنل سره سره بيا هم نه نيسي او زما د ملاصاحب او د مېلمه د لټون پسې ګرځي.
ښاغلی پروېز مشرف چې کابل ته راغلی وو، نو هلته يې خلکو او ولسمشر کرزي ته وويل چې زه يو ساده پوځي (عسکري) صاحب منصب يم په سياست نه پوهېږم. په پاکه خبره پوهېږم.
پخوا به اسلام اباد ځينې خبرې په کنايه کې کولې، خو اوس د ملاصاحب له برکته خبره له کنايې نه وتلې او اظهار ته رسېدلې. حاجت يې تفسير او وضاحت ته نشته. اګر چې ځينې خبرې يې خو لا له پخوا را په ډاګه شوي چې ((ملا برادر مو د سولې د خبرو د خرابولو په موخه نيولی))، ((ملا برادر د افغانستان د سولې د تخريب لپاره نيول شوی))، ((افغان سوله زموږ له خوښې پرته ناشونې ده)). د ماينونو خښول او د اغزن تار او يا د ښاغلي حميدګل دا نوې مشوره چې خپل حکومت ته يې ورکړې ده چې ((طالبان د پاکستان د گټو او بقا ساتونکي دي)). همداراز يې ويلی دی که چېری امريکايی چارواکی له پاکستانه وغواړي چې پر شمالي وزيرستان باندې نظامي عمليات پيل کړي، خو که داکار تر سره شو، نو اسلا م اباد دې له افغانستانه لاس ومينځي دا او داسې نور. فضل الرحمن خو د بوتانو د ماتولو په کلونو کې لا ويلي ول چې که کرزی له موږ سره د ډيورڼد مساله حل کړي، نو موږ به يې د سولې تضمين وکړو. خو ښاغلي هولبروک لا بيا هم د انګرېزانو غوندې غيرمستقيم او په ديپلوماتيکه لهجه يې وايی چې ((پاکستان او افغانستان بايد خپله خلا ډکه کړي)). زما ملاصاحب چې د ښاغلي مشرف غوندې يو سپين زړی ملا دی لا تراوسه يې په دې خبرو باور نه راځي چې ګوندې اسلام اباد به ورسره دومره ناځواني کوي ځکه چې هغه ته خو هر څه د اسلام تر پر دې لاندې القاء شوي. تر څو يې چې ورته په ډانګ پېيلې توګه ونه وايی د ملاصاحب باور نه راځي.
ملا صاحب خو ځان ته ملا وايی. نه پوهېږم چې کتاب الطلاق يې سم لوستي او کنه که يې سم لوستی وای، نو اوس به د کنايي طلاقو غوندې په کنايي الفاظو باندې پوهېدای چې استبرئي رحمک، اخرج من بيتي، ظهرک وبطنک کظهر/کبطن امي يا احبک ما ته ډېره ګرانه يې او داسې نور.
افغانان له ښاغلي هولبروکه غواړي چې خبره نوره له کناياتو او اشاراتو نه وتلې او ډانګ پېيلي حد ته رسېدلې ده. ته هم خپلو ستراتيژيکو ګټو پورې نښتی او پاکستان او نور يې هم غواړي او ورپورې نښتې دي. موږ خو د خدای پيدا درته نه ښکارو که ښکاره کېدای، نو زموږ ګټې به هم له پامه نه وای غورځېدلی. موږ نه يوازې د دوو اتومي ګاونډيانو، بلکې د اتو اتومي طاقتونو په مينځ کې راګېر يو او د بزکشۍ څاروی راڅخه جوړ دی. هر يو کوښښ کوي چې خپلې خوا ته مو کش کړي، خو دروند يم څوک مې له ميدانه نه شي کشولی. که کشوي مې، نو نوم يې راوځي او له پښو غورځېږي.
په پای کې د ډېري افغانانو له اسلام اباد، نوی ډيلی، تهران، رياض، بن وپارېس، مسکو، لندن او له واشنګټن څخه دا هيله ده چې له ښاغلي حميدګل او له ښاغلي هولبروک څخه بيرته خپلې شنې سترګۍ (عينکې) واخلي چې هر څه ورته بيرته سم ښکاره شي لکه د غوا خاوند چې خپلې غوا ته نور تېرې د وچو بوسو په برابرولو او په مړولو يې ستړی شو او نور يې له توانه هم پوره نه وه چې په نغدو پيسو ورته بوس واخلي، نو سترګۍ (عينکې) يې ترې لېرې کړې.
که دا سترګۍ (عينکې) چې د دوی سترګو ته پرتې وي فکر نه کوم چې اسلام اباد به نور تېری په خپلو ډالرو، يورو، پونډونو او ريالونو په چندو او په مرستو تېری موړ کړئ او يا به يې ورته په راتلونکې کې ورسولای شئ. خدای مه کړه چې بيا داسې وخت راشي چې پخپله بيا مجبور شئ او دا سترګۍ (عينکې) ترې واخلئ چې بيا به تاسو هم له اده باده وتلي ياست او موږ به هم او د دوی به مړښت نه وي. داسې نه شي چې تاسو بيا پخپله مخه ولاړ شئ او ميدان پخپله ورته وړيا پر وړيا پاتې شي.
خو جنرال ته دومره ويل غواړم چې والله اعلم ولې يقين مې نه راځي چې دا مړۍ دې روزي شي. د دې په تېرولو او هضمولو سره به دې کولمې څيرې څيرې شي. دا افغانستان دی چا چې ورته سپک کتلي په سپکو سپک شوی، نابود شوی او د تاريخ کندې ته د تل لپاره ورټېله شوی او هملته پاتې شوی.
په درنښت