جاپان په افغانستان کې د خوړو د توليد د پياوړتيا په موخه د اوبه لګولو شبکو د پراختيا لپاره ١٦ ميليونه ډالره مرسته کوي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1170

 نن د چاپان هېواد د ١،٣٥٦،٠٠٠،٠٠٠ جاپاني ينو يو تړونليک چې له نږدې  ١٦،٠٠٠،٠٠٠امريکايي ډالرو سره برابريږي، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان (UNFAO) سره د انرژۍ او اوبو د سرپرست وزير په وړاندې لاسليک کړ.دا تړونليک د جاپان هېواد د هغو پرلپسې ژمنو د ترسره کولو شاهد دى  چې د کرنې د پراختيا په واسطه يې د خوړو د نه خونديتوب د لاملونو د له مينځه وړلو په موخه د افغانستان د هلو ځلو څخه د ملاتړ لپاره کړي دي.

 

ددې پروژې موخه د کرنيزو توليداتو د توليد د وړتيا د لوړولو په واسطه د خوړو د خونديتابه پروګرام پرمختګ دى. په عملي توګه د پروژې موخه د اوبه لګولو د پرمختلليو شونتياو په واسطه د تر اوبو لاندې کرنيزې ځمکې پراختيا او د هغوى لپاره د بسيا او ډاډ وړ کرنيزو اوبو برابرول دي. چې په پاى کې پروژه د خوړو د خونديتوب په واسطه د افغانستان د سولې او پايښت په غښتلتيا کې مرسته کوي.

 

دا پروژه د څلورو سترو برخو لرونکې ده:

1.      په درو کې د اوبو ساتنه او ورڅخه ګته اخيستنه.

2.      په ټاکل شويو درو کې د اوبه لګولو د شبکو بيا رغونه چې د ٢٤٠٠٠ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا ولري.

3.      په ټاکل شويو درو کې د اوبيزې برېښنا د توليد د کوچنيو جوړښتونو ودانول چې په کليوالي توګه به د ٥٠٠ کيلو واټه برېښنا د توليد وړتيا ولري.

4.      د اوبو د زېرمو او د اوبه لګولو د پروګرامونو د طرح، ډيزاين او تطبيق په برخو کې د انرژۍ او اوبو وزارت د کارکوونکو د وړتياو لوړول.

 

پروژه به د کابل او باميانو په ټاکل شويو درو کې  ٢٠٠٠٠ کورنۍ (١٥٠٠٠٠تنه) په مستقيمه توګه تر پوښښ لاندې راولي. ځانګړې هڅې به ترسره شي چې د پروژې طرحه او ترسره کېدل زيانمنې شوې ډلې او راستنانه شوي بزګران تضمين کړاى شي او د بېلابېلو نهرونو اوبه د بزګرانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ په عادلانه توګه ووېشل شي. تمه کيږي چې په همدې شمېر کورنۍ به په غير مستقيم ډول د ساختماني چارو په ترسراوي او د کرنيزو ځمکو لپاره د کار د قوې په توګه له دې پروژې ګټه ترلاسه کړي.

 

د پروژې د لاسوندونو راکړه ورکړه او  (د اوبه لګولو شبکو د پرمختګ او د برېښنا د کوچنيو جوړښتونو د ودانولو پروژه) تر سرليک لاندې  رسمي تړونليک نن په کابل کې د جاپان د سفير جلالتمآب شيجيکو هيروکي، ښاغلي نويوهيکو انازاتو په افغانستان کې د جاپان د نړيوالې همکارۍ سازمان (JICA) استازي، ښاغلي تکستى غبري تکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان استازي او محمد اسماعيل خان  د انرژۍ او اوبو د سرپرست وزير ترمنځ لاسليک شو.

 

محمد اسماعيل د انرژۍ او اوبو سرپرست وزير څرګنده کړه: ” حکومت د اوبو ملي زېرمو، اوبه لګونې او د کليو پراختيا کړيو ته لومړيتوب ورکړى. مونږ د جاپان له خلکو څخه له دې امله ډېره مننه کوو چې  مونږ ته يې زمونږ د موخې د ترلاسه کولو يانې د کرنيزو ځمکو د اوبولو د پراختيا لپاره بوديجه برابره کړې ده. ”

 

 جاپان د خپلو مرستو په پروګرامونو کې د کرنې پراختيا يو له لومړيتوبونو څخه ګڼلى. د جون په مياشت کې هم جاپان ١١،١ مليون ډالره په افغانستان کې د کرنيزو توليداتو د پياوړتيا لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان (UNFAO) ته برابر کړي وو، چې د باکيفيته کرنيزو توليداتو د عواملو په برابرولو او د کرنيزې ټکنالوژۍ په لېږد او زده کړه کې يې ولګوي. دغه پروژې به په مستقيم ډول د افغانستان د بې وزلۍ د کمولو ستراتېژۍ سره مرسته وکړي، ددې ترڅنګ به نوې پروژه په مستقيم ډول د انرژۍ او اوبو وزارت په پاليسۍ، ستراتيژۍ او ماسترپلان کې د لومړيتوب لرونکو سيمو سره مرسته وکړي.

 

پاى

کابل، د لړم ١٩مه ١٣٨٩