«بدل شوی سړی» لنډوکیسو ټولګه چاپ شوه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1243

  د تکړه لیکوال او شاعرصدیق الله بدر د لنډو کیسو دوهمه ټولګه د دانش خپرندویې ټولنې له لوري د نومیالي غازي محمدشاه خان بابکرخېل د سیمینار په مناسبت چاپ شوه.

د ښاغلي بدر دا ټولګه«بدل شوی سړی» نومېږي .په دې کتاب اجمل پسرلي اوډاکترمحب الله زغم سریزې کښلي دي.

د ښاغلي بدر د لنډو کیسو لومړۍ ټولګه د«تته کړیکه» ترعنوان لاندې خپره شوې وه.د ده نور چاپ شوي اثار دا دي:

د غشو تنده(شعر)،نامتو څېرې،ایینه(د دري زبې د کیسو غورچاڼ)،د سیمو تاریخي جغرافیه(د علامه رشاد د مرکو ټولګه)، ستا به خوښه شي که نه (د ځوانو شاعرانو تذکره)،د باران انځور(دوهمه شعري ټولګه)، د لونګو دریڅې(د ادبي بحثونولومړۍ ټولګه)، سیدجمال الدین افغاني او د ختیځ او لوېدیځ مخامختیا(ژباړه).